روغتیا

د جنورۍ په میاشت کې د بیجینګ پوښښ د کورونا ويروس ناروغۍ د ناوړه خپریدو لامل شو

پاکستان فارورډ

د ۲۰۰۹ کال دا انځور ښیي چې په زرګونه مسافر په ووهان کې د اورګاډی سټيشن ته د ننوتلو لپاره مڼډې وهي چې د نوي کال له لمانځلو وروسته کورونو ته بيرته د تلو لپاره خپلو اورګاډو ته وخيژي. په جنوري ۲۰۲۰ کال کې، چینايي چارواکو په ورته ښار کې دغه جشن ته اجازره ورکړه، سره له دې چی دوی د وژونکي کورونا ويروس ناروغۍ په اړه خبر وو. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د ۲۰۰۹ کال دا انځور ښیي چې په زرګونه مسافر په ووهان کې د اورګاډی سټيشن ته د ننوتلو لپاره مڼډې وهي چې د نوي کال له لمانځلو وروسته کورونو ته بيرته د تلو لپاره خپلو اورګاډو ته وخيژي. په جنوري ۲۰۲۰ کال کې، چینايي چارواکو په ورته ښار کې دغه جشن ته اجازره ورکړه، سره له دې چی دوی د وژونکي کورونا ويروس ناروغۍ په اړه خبر وو. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

بیجینګ -- اسوشیټیډ پریس (ای پي) په دې هفته کې راپور ورکړو چې د کورونا ویروس په اړه د چینايي چارواکو لخوا نږدې د یوې هفتې په عامه توګه خاموشۍ نړۍ د دې فرصت نه محرومه کړه چې دغه وبا يې په پيل کې ختمه کړی وای.

چینايي چارواکو په پټه توګه دا محسوس کړه چې يوه وژونکي وبا رامنځته شوې ده، که څه هم، دوی ووهان، چې د دغه وبا مرکز و، ته د يو داسې ډله ایز ضیافت ته اجازه ورکړه چې په زرګونو خلکو په کې ګډون وکړو، چې په ټولو خواو کې يې ویروس خپور کړو.

د ای پي لخوا د ترلاسه شويو داخلي اسنادو او د ماهرانو د اټکلونو سره سم، دا ځنډ د شپږ ورځو لپاره و-- د جنورۍ د څوارلسمې نه تر نولسمې نیټې پوری. بالاخره صدر شي جینپینګ د جنورۍ په ۲۰ مه خلکو ته خبرداری ورکړو، خو تر هغه وخته پورې لږ تر لږه ۳،۰۰۰ خلک د دغه خاموشۍ په موده کې ناروغه شوي وو.

زو فینګ زانګ، چې د لاس اېنجلس په کالیفورنیا يونيورسټۍ کې ایپيډیمولوژیست دی، ای پي ته وویل، "که چیرې دوی شپږ ورځې مخکې اقدام کړی وای، نو د ناروغانو شمیر به لږ وو او طبي تاسیسات به کافي وو."

یو سړی په ۱۱ اپريل ۲۰۲۰ د چین په ووهان کې د هغه هسپتال په دیوال باندې د چینايي صدر شي جینپینګ د تصوير مخې ته تيريږي، چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره يې بسترونه چمتو کړې ول. [نول سیلیس/ای اېف پي]

یو سړی په ۱۱ اپريل ۲۰۲۰ د چین په ووهان کې د هغه هسپتال په دیوال باندې د چینايي صدر شي جینپینګ د تصوير مخې ته تيريږي، چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره يې بسترونه چمتو کړې ول. [نول سیلیس/ای اېف پي]

دا انکشافات د ډیریدونکي شواهدو سره په ډاګه شول چې دا ویروس په ناڅاپي ډول په ووهان کې د يوې ليبارټرۍ نه خپور شوی و، نه چې د څارويو په بازار کې، لکه څنګه چې بيجنګ ادعا کوي، بلکې په هغه ليبارټرۍ کې خپور شو کله چې دی په غير خوندي حالاتو کې د ښاپيرك د کورونا ویروس يوه خطرناکه مطالعه کوله.

د شفافيت نشتوالی

دغه شپږ ورځني ځنډ تقريباََ د دوو هفتو په مینځ کې پیل شو چې په ترڅ کې یې د چین د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) د ځایي چارواکو څخه هیڅ کېسونه ثبت نه کړل، حتی د جنورۍ د پنځمې نه تر اولسمې نيټې پورې د کورونا ويروس ناروغۍ په سلګونو ناروغان په هسپتال کې داخل شوي ول.

کتونکي وايي چې د معلوماتو په اړه د بیجینګ کلک کنټرول، بیروکراسي او د ناوړه خبرونو خپرولو نه غوښتلو لومړنی خبرداری کم کړو.

د يېل يونيورسټۍ يو سیاسي ساینس پوه ډينیل میټینګلي، چې دې ته يې هم اشاره وکړه چې څنګه د شي جین پینګ واکمنۍ د چارواکو مخه ونيوله، وويل، "دې واقعی د چارواکو لپاره خطرونه ډیر کړل، چې دوی يې د لیکې پریښودو ته زړه نازړه کړل."

چینايي چارواکو یوازې هغه مهال ګامونه پیل کړل کله چې له چین څخه بهر د جنورۍ په ۱۳ مه په تهایي لينډ کې لومړی کېس تشخیص شو.

په عامه توګه له خاموشۍ سره، چینايي چارواکو په خصوصي توګه د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ګامونه اخیستل، خو د دوی دا ناکامي چې د چین خلک او نور هیوادونه خبر کړي د هغوی د اقداماتو اغیزمنتوب محدود کړو.

د هیواد د ملي روغتیا کمیشن مسؤل ما ژیاوي د جنورۍ په ۱۴ مه د صوبايي روغتیایي چارواکو سره یو پټ ټیلیفوني کانفرنس ترسره کړو.

د دغه ټيلي کانفرنس په ځواب کې، چینایي سي ډي سي د جنورۍ په ۱۵ مه د لوړې کچې يو اضطراري غبرګون پیل کړو. دې د ۶۳ پاڼو پټه لارښودنه، چې د ای پي لخوا ترلاسه شوي وه، د صوبې روغتیایي چارواکو ته صادره کړله.

البته په عامه توګه چارواکو دغه ګواښ رد کړو.

د چین د سي ډي سي د بيړني مرکز مشر لي قون د جنورۍ په ۱۵ مه د چین دولتي تلویزیون ته وویل، "موږ په دې وروستيو کې پوهه شوي يو چې د انسان څخه انسان ته په دوامداره توګه د انتقال خطر کم دی."

بالاخره د جنورۍ په ۲۰ مه، شي جين پينګ عوامو ته وویل چې دا وبا " بايد جدي وګڼل شي."

یوې څیړنې وروسته وموندل، که چیرې حکومت یوه هفته مخکې د عامو خلکو څخه غوښتلی وای چې ټولنیز واټن عملي کړي، ماسک واچوي او د سفر محدودیتونه عملي کړي، نو د کېسونو شمیره به دوه پر دریمه برخه کمه شوې وه.

ويجاړونکی ځنډ

د بیجینګ لخوا ويجاړونکي خوماشۍ په کېسونو کې په پراخه کچه زياتوالی رامنځته کړو.

د ووهان کيسونه سمدلاسې او په توضیحي ډول زيات شول -- د جنورۍ په ۱۷ مه څلور، د جنورۍ په ۱۸ مه ۱۷ او د جنورۍ په ۱۹ مه ۱۳۶.

له چین څخه، دا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، ژوند یې په ځای ودروو او بې شمیره بشري او اقتصادي زيانونه یې رامنځته کړل. د جمعې د ورځې (د اپریل په ۱۷ مه) پورې، ډاکټرانو په نړۍ کې ۲،۱۶۵،۵۰۰ کيسونه ثبت کړې ول، چې په دې کې ۱۴۵،۷۰۵ مرګونه شامل دي.

په چین کې د کورونا ويروس ناروغۍ د کنټرولولو نه وروسته، بیجینګ د خرابو طبي تجهیزاتو پلورلو کې او په ټولنیزو رسنیو کې د وبا د سرچينې په اړه په غلطو معلوماتو خپرولو کې بوخت شو.

لکه څنګه چې ای اېف پي راپور ورکړی، حتی درې میاشتې وروسته، بیجینګ اوس هم د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د شفافیت څخه ډډه کوي. د اپرېل په ۱۷ مه، په ووهان کې په ناڅاپي ډول د کورونا ویروس د ناروغاونو مرګونه زيات شول او دا ۱،۲۹۰ ته ورسيدل. له دې بدلون سره په ښار کې د مرګونو ټولټال شمير ۳،۸۶۹ ته ورسيدو.

البته، دا پوښتنې راپورته کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ څخه څومره نور مرګونه په چین کې نه دي راپور شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500