چین په فعاله توګه هڅه کوي چې د وایرس د خپريدو په اړه د سازشي نظريو د خپرولو سره په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا په خپریدو کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي.
دا ناوړه سازشي نظريې نه يوازې چینايي خلک بلکې د چین حکومت لوړ پوړي چارواکي هم خپروي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژو لیجیان په مندارين او انګريزۍ ژبو کې ټويټ وکړو چې په نړیواله کچه د دې وبا "لومړی مريض" غالباََ د متحده ایالاتو نه راغلی و -- نه چې د چین د ووهان ښار نه، چیرې چې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال کې کيسونه راپور شول.
ژو، چې په ټولنیزو رسنیو باندې د خپل پارونکو بیاناتو لپاره مشهور دی، ټويټ وکړو، "دا ممکنه ده چې د متحده ایالاتو پوځ ووهان ته دا مرض راوړی وي. شفاف اوسئ! خپل معلومات عام کړئ! امريکا دې مونږ ته د دې وضاحت وکړي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې متحده ايالاتو د مارچ په ۱۳ مه د ژو له پارونکو ټويټونو نه وروسته د چين سفير راغوښتلو او دغه ټويټونه يې"د خندا وړ" وګڼل.
د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي وویل، چین په دې لټه کې دی چې د نړۍ په کچه د وبا په پیلولو کې د خپل رول لپاره انتقاد ختم کړي او نړۍ ته ريښتيا نه وايي.
دغه چارواکي وویل، "د سازشي نظريو خپرېدل خطرناک او د خندا وړ دي. موږ وغوښتل چې حکومت ته خبرداری وکړو چې دا به د چینیانو او نړۍ لپاره ونه زغمو."
ساینس پوهان په پراخه کچه ټينګار کوي چې دا وبا په ووهان کې په يو بازار کې پیل شوه چې د انسانانو د خوراک لپاره يې بهرني څاروي خرڅول.
د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ، چې د خبريالانو سره يې په خبرو اترو کې د وبا له کبله د بيړني حالت اعلان وکړو، هم د چین سازشي نظریه رد کړه.
"دوی پوهیږي چې دا له کوم ځای څخه راغله. موږ ټول پوهیږو چې دا له کوم ځای څخه راغله."
د غلطو معلوماتو خپرول د کمونسټ پارټۍ هيواد لپاره يو نوی تاکتیک نه دی. متحده ایالات، په ځانګړي توګه، اکثر د چینایي تبلیغاتي هڅو هدف وي.
پراخه سازشي نظريې
سازشي نظريې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپریږي ځکه چې کورونا وایرس خورا لوی تاثیر لري، چې تر دې دمه په نړۍ کې د ۵،۳۰۰ نه زيات خلک مړه شوي او ۱۴۰،۰۰۰ نه زيات متاثره شوي دي.
تیره میاشت دا څرګنده شوه چې د روس پورې تړلي په زرګونو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو همغږيزې هڅې پيل کړې چې د کورونا وایرس په اړه سازشي نظريې خپرې کړي، چې دا وړاندیز کوي چې متحده ایاالت د کوويډ-۱۹ تر شا دی.
امريکايي چارواکو، چې د روس د غلطو معلوماتو سره د مبارزې دنده لري، ای اېف پي ته وويل، جعلي شخصيتونه په ټویټر، فېسبوک او انسټاګرام باندې په ګڼو ژبو کې د روسیې خبرې خپروي.
سربیره پردې، خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایران د رژیم د شفافيت د نشتوالي په اړه په نړيواله کچه انديښنه زياته شوې،ځکه چې په دغه هیواد کې د کورونا وايرس په پراخه کچه خپریدل د ګاونډیو هیوادونو او نورو لپاره يو خطر دی.
چین که هر څه وايي، دا خپریدل د چین څخه دي.
ځوابتبصرې 18
چین یو اقتصادي ايږ جوړ شوی دی. دا ۱۰۰٪ د دوی ګناه نه ده. امریکې د دې په اړه څو فلمونه جوړ کړي دي. موږ د ماشومتوب راهیسې د خونديتوب کارتونونه ګورو، دا په ورته ډول حمله کوي لکه څنګه چې د پرنجې سره يا زکام سره. دا کارتونونه هم په متحده ایالاتو کې جوړ شوي دي.
ځوابتبصرې 18
بي بي سي او سي اېن اېن د امریکې د دښمنانو پروړاندې د غلطو معلوماتو د خپرولو او تبلیغاتو اتلان دي، نړۍ په عراق کې د جګړې پیښې ليدلي دي، چيرته چې د متحده ایالاتو میډیا په پراخه کچه د تباهۍ ویدیوګانې او ډاکومنټرۍ شریکولی او د برید لپاره سټيج تيار شوی و. ټوني بلیر او بوش وروسته له هغې بخښنه وغوښتله کله چې دوی د عراق حکومت، انفراسټرکچر، تمدن تباه کړو او په ملیونونو بې ګناه خلک يې ووژلو. لکه څنګه چې د کورونا ويروس خبره ده، نو په یو هیواد یا ټولنې تور لګول د وخت نه مخکې خبره ده نو ښه به دا وي چې انتظار وکړو.
ځوابتبصرې 18
اسراییل او امریکې دا جوړ کړی.
ځوابتبصرې 18
چین هم د څه حده پورې مسؤل دی.
ځوابتبصرې 18
ولې اسراییل او امریکا خوندي دي؟
ځوابنه، په امریکا او اسراییلو کې د مړینو شمیر د پاکستان په پرتله ډیر دی، دا یوه جدا مسله ده چې د دوی میډیا یې نه ښيي.
ځوابتبصرې 18
دا د الله تعالی له طرفه دی. توبه وباسئ او بخښنه وغواړئ.
ځوابتبصرې 18
امریکا او اسرایل د دې وبا مسول دي.
ځوابتبصرې 18
غلط، دا چین نه دی. اسرایل د دې وبا مسؤل دی.
ځوابتبصرې 18
امریکایانو دا ویروس د چین اقتصاد خرابولو لپاره خپور کړی او پخپله په دغه جال کې ګير شو. له همدې امله دوی انټي ویروس جوړ کړی دی.
ځوابانټي ویروس تر اوسه نه دی جوړ شوی.
ځوابپه حقیقت کې، داسې ښکاري چې دا د امریکې سازش دی.
ځوابتبصرې 18
دا د امريکې تخليق دی.
ځوابتبصرې 18
حتی که موږ د یوې شیبې لپاره باور وکړو چې امریکې په چین کې دا ویروس خپور کړی دی، نو بیا به موږ دا حقیقت چیرته پټ کړو چې چینیان غلیظ څاروي خوري، نو دا ډیر احتمال شتون لري چې دا د غليط شيانو خوړلو له کبله رامنځته شوی دی.
ځوابتبصرې 18
که دا ویروس یوه ټیکنالوژي وې، نو امریکې به طالبانو ته مات ورکړې وې، روس به امریکې ته مات ورکړی و او چین به اروپا ته مات ورکړی وې. دا د الله لخوا يو لعنت دی.
ځوابتبصرې 18
دا یوازې امریکا کیدی شي ځکه چې دا هیواد د انسانیت لپاره يو لوی ګواښ دی. امریکې په عراق، افغانستان او سوریه کې په زرګونو خلک شهیدان کړي دي.
ځوابتبصرې 18
زه هم دغه فکر کوم چې دا د امریکې لخوا خپور شوی دی.
ځوابتبصرې 18