روغتیا

د نړۍ مشران د کورونا ویروس په خپريدو کې له چين څخه د شفافيت غوښتنه کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

امنیتي منسوبين چې حفاظتي لباس یې اغوستې دی د اپرېل په ۱۱ مه د چین په ووهان ښار کې د ووهان لیشانشان هسپتال مخې ته ولاړ دي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

امنیتي منسوبين چې حفاظتي لباس یې اغوستې دی د اپرېل په ۱۱ مه د چین په ووهان ښار کې د ووهان لیشانشان هسپتال مخې ته ولاړ دي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

برلین -- د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۰ مه) د چین رژیم څخه وغوښتل چې د کورونا ویروس د ناروغۍ په اړه د امکان تر حده شفاف پاتې شي، ځکه چې بیجینګ د بحران د سمبالولو په برخه کې له زیات فشار سره مخ دی.

تنقيد کونکي نوموړی هیواد په دې تورن کړی چې د دغې وبا کچه او ساحه یې هغه و خت کمه ښکاره کړې وه کله چې دا د تير کال په وروستيو کې راپورته شوه، په داسې حال کې چې ګومان کیږي چې ویروس له ليبارټرۍ څخه خپور شوی و.

مېرکل د وبا د لومړیو ورځو په اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه، کوم چې د چین په ووهان ښار کې راپورته شوي وه.

میرکل د دوشنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل، "زه باور لرم چې څومره چين د ویروس د سرچينې د کیسې په اړه شفاف پاتې شي، نو دا به په نړۍ کې د هرچا لپاره ښه وي چې له دې څخه زده کړه وکړي."

چینایي ساینس پوهان وایي چې دا احتمال شته چې دغه ویروس په لومړي ځل د څارويو په بازار کې انسانانو ته متنقل شو، چیرې چې پلورونکو ځنګلي ځناور پلورل.

هغه نظریې، چې ویروس په ووهان کې د يو ډير خوندي ليب نه خپور شوی دی، د متحده ایالاتو چارواکو لخوا وړاندې شوي، چې په دوی کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو شامل دی، چې ویلي یې دي چې څيړني رواني دي چې څنګه ويروس "په نړۍ کې خپور شو".

د فرانس صدر ایمانویل میکرون تیره هفته فایننشل ټایمز ته وویل چې دا به "د هوښيارتيا خبره" نه وي چې فکر وکړو چین دا ناروغي په ښه ډول سمبال کړې وه. هغه زیاته کړه، د فرانس صدر ایمانویل میکرون وویل، "په ښکاره ډول داسې څه شته چې موږ یې په اړه نه پوهیږو."

په انګلستان کې، د بهرنیو چارو وزیر ډومینک رااب وویل، چین به د کورونا ویروس د خپریدو په اړه له "سختو پوښتنو" سره مخ شي، یعني "دغه ویروس څنګه رامنځته شو او څنګه په لومړيو کې د دې مخنیو ونه شو."

په عین وخت کې، آسټرالیا د دې ناروغۍ په وړاندې د نړیوال غبرګون په اړه د خپلواکې څیړنې غوښتنه کړې ده.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هیواد به یې په بیاکتنه ټینګار وکړي چې یوه برخه به یې د دې ناروغۍ په وړاندې د چین غبرګون وڅیړي.

سستي

چینايي چارواکي په دې تورن شوي چې دوی په لومړي سر کې دې ناروغۍ ته اهميت ورنه کړو، او تیره هفته په ووهان ښار کې چارواکو د خپلو د مړیو د شمیرلو په برخه کې خطاګانې ومنلې او شمیره يې ۵۰٪ زياته وښودله.

اسوشیټیډ پرېس (ای پي) د اپرېل په ۱۵ مه راپور ورکړو چې د کورونا ویروس په اړه د چینايي چارواکو لخوا نږدې د یوې هفتې په عامه توګه خاموشۍ نړۍ د دې فرصت نه محرومه کړه چې دغه وبا يې په پيل کې ختمه کړی وای.

چینايي چارواکو په پټه دا فکر کولو چې يوه وژونکي وبا رامنځته شوې ده، که څه هم، دوی ووهان ته د يو داسې ډله ایز ضیافت اجازه ورکړه چې په زرګونو خلکو په کې ګډون وکړو او په ټولو خواو کې يې ویروس خپور کړو.

د ای پي لخوا د ترلاسه شويو داخلي اسنادو او د ماهرانو د اټکلونو سره سم، دا ځنډ د شپږ ورځو لپاره و-- د جنورۍ د څوارلسمې نه تر نولسمې نیټې پورې، بالاخره صدر شي جینپینګ د جنورۍ په ۲۰ مه خلکو ته خبرداری ورکړو، خو تر هغه وخته پورې لږ تر لږه ۳،۰۰۰ خلک د دغه خاموشۍ په موده کې ناروغه شوي وو.

له چین څخه، دا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، ژوند یې په ځای ودروو او بې شمیره بشري او اقتصادي زيانونه یې رامنځته کړل.

د سه شنبې د ورځې (د اپرېل۲۱ مه) پورې، د ۲.۴ مليونو نه زيات د کورونا ویروس کېسونه تایید شوي دي، چې د ۱۷۰۰۰۰ نه په کې زيات مړه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان خلک د متحده ایالاتو او هندوستان لخوا په ګډه د چین د تباهۍ څخه څه ترلاسه کولی شي؟

ځواب