روغتیا

د ووهان د کورونا ویروس په لیبارټرۍ کې ناخوندي فعالیتونه د دې وبا د پيل کیدو په اړه شکونه رامنځته کوي

پاکستان فارورډ

یو نرس په فبرورۍ کې د چین په ووهان روغتون کې د عاجل خدمت په یونټ کې د کوویډ- ۱۹ کورونا ویروس ناروغانو لپاره شیان برابروي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو نرس په فبرورۍ کې د چین په ووهان روغتون کې د عاجل خدمت په یونټ کې د کوویډ- ۱۹ کورونا ویروس ناروغانو لپاره شیان برابروي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

واشنګټن پوسټ د سه شنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۴ مه) راپور ورکړ، چې د متحده ایالاتو چارواکو په ۲۰۱۸ کې په ووهان، چین کې د څیړنې د لیبارټرۍ په اړه ګڼ شمیر اخطارونه ورکړل، او ویل یې چې دوی د ښاپېرک د کورنا ویروسونو د خطرناکې څیړنو پرمهال مناسب حفاظتي اقدامات نه کوي، چې دا هغه ویروس دی چې په ۲۰۲۰ کې یې نړۍ ولړزوله.

دا څرګندونې دې ګومان تقویه کوي چې دغه نوې کورونا ویروس کوویډ- ۱۹ د غوښې د مارکیټ څخه نه دی خپور شوی، لکه څنګه چې چینایي چارواکو بیا بیا ویلې دي، بلکې د حکومتي تمویل شوي لیبارټرۍ څخه خپور شوی.

دغه راپور وایي، په بیجنګ کې د متحده ایالاتو سفارت په ۲۰۱۸ کې یو غیرعادي اقدام په ترڅ کې په تکرار سره د ساینس ستر استازي د ووهان ویرالوجي انسټي ټیوټ (WIV) ته ولیږل. WIV په هغه وخت کې د دغه لیدنو په اړه په انګلیسۍ کې راپور خپور کړو خو ولې تیره اونۍ یې د خپل وېب سایټ څخه لرې کړو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو په خپل پیغامونو کې په WIV لیبارټرۍ کې د خوندیتوب او د انتظاماتو د کمزورتیاو په اړه خبرداری ورکړو او د زیات احتیاط او مرستې غوښتنه یې وکړه، چې په ځانګړي توګه یې په دې " لیبارټرۍ کې د ښاپېرک د کورونا ویروسونو د کار او انسانانو ته د دې احتمالي انتقال" په اړه اندیښنې لرلې او دا چې څنګه دا د " نوي سارس SARS په څیر د وبا خطر رامنځته کوي".

په ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰ په چین کې امنیتي پرسونل ماسکونه مخ ته اچولې دي او په ووهان کې د ووهان ليشینشان روغتون مخې ته ولاړ دي. [نیول سیلیس/ ای اېف پي]

په ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰ په چین کې امنیتي پرسونل ماسکونه مخ ته اچولې دي او په ووهان کې د ووهان ليشینشان روغتون مخې ته ولاړ دي. [نیول سیلیس/ ای اېف پي]

د سارس (SARS) وبا په چین کې د ۲۰۰۲ کال په اخره کې پیل شوي وه او له امله یې په ۲۰۰۳ کې په ټوله نړۍ کې له ۸۰۰۰ څخه زیاتې پیښې رامنځته شوي وې.

د ۲۰۱۸ کال په یو پیغام کې دا اخطار ورکړل شوی و چې، "په WIV لیبارټرۍ کې د ساینس پوهانو سره په ملاقاتونو کې، هغوی دا خبره نوټ کړه چې په دې لیبارټرۍ کې د مناسب روزل شوي ټیکنیشنز زیات کمی و او پلټونکو له پکار وه چې دا خطرناکه لیبارټري په خوندیتوب سره وچلوي".

داسې څه معقول ثبوت نشته چې وایي دا ویروس جوړ کړل شوی دی، لکه څنګه چې ځینې سازشي عناصر تور لګوي. ساینس پوهان زیاتره په دې خبره موافق دي چې دا ویروس د څاروو نه خپور شوی دی.

په بارکلی کې د کیلي فورنیا یونیورسټۍ په سکول آف انفارمېشن کې یو څیړنه کوونکي ساینس پوه، زیو ګیانګ وویل، البته، صرف له دې امله چې دا ویروس د څاروو نه خپور شوی، دا امکان نه ختموي چې دا ویروس ښایي د WIV لیبارټرۍ څخه خپور شوی وي، چې په کلونو یې په څاروو کې د ښاپېرک د کورونا ویروسونو په ټسټ کولو تیر کړې دي.

هغه واشنګټن پوسټ ته وویل، دا معلومه نه ده چې آیا دا نوی کورونا ویروس د ووهان لیبارټرۍ څخه خپور شوی دی او کنه، خو د دغه لیبارټرۍ په اړه اندیښنې حقیقي دي.

هغه وویل، "زه فکر نه کوم چې دا کومه سازشي نظریه وي. زه فکر کوم چې دا یو معقول پوښتنه ده چې باید د دې معلومات وکړل شي او ځواب ورته ورکړل شي،". هغه زیاته کړه، "په راتلونکي کې د دې ویروس څخه د مخنیوي لپاره دا خبره ضروري ده چې په دې پوهه شو چې دا ویروس څنګه پیل شو".

بیا تاریخ لیکل

بیجنګ سازشي نظریې خپرولې او د میاشتو پورې یې دا کوښښ کولو چې د کورونا ویروس د وبا تور رد کړي.

کله چې چارواکو ته دا معلومه شوه چې له چین څخه دې خپور شوي ویروس په ټوله نړۍ کې تباهي رامنځته کړه، نو بیا د چین د غلطو معلوماتو خپرولو ماشین کار پیل کړو.

اروپایي اتحادیې، ناټو او جي۷ ټولو د چین په رژیم له دې امله انتقاد وکړچې د کورونا ویروس د وبا د خپریدو په اړه یې په دوام سره غلط معلومات خپرول او په ټوله نړۍ کې یې د خلکو ژوند په خطر کې اچولو او دیموکراتیکي ټولنې یې کمزورې کولې.

د چین چارواکي چې د دې وبا په اړه کوم معلومات وړاندې کويد هغې د دقیقوالي په اړه هم نړیواله اندیښنه زیاتیږي،چې اوس دوی دا ادعا کوي چې په ووهان کې، له کوم ځای څخه چې دا ویروس خپور شوی و، د دې ویروس هیڅ نوي کېسونه نشته.

ډاکټر اېنتني فاوچي، چې د دې وبا د خاتمې په هڅو کې د نړیوالې ټولنې یو معتبر شخص دی، وایي، کهچیرې په پیل کې د دې نوي کورونا ویروس په اړه له شفافیت څخه کار اخیستلی شوی واینو نړۍ به د کوویډ- 19 سره د مبارزې لپاره د اوس په نسبت په ښه حالت کې وه.

اوس چین هڅه کوي چې په دې بحران کې ځان یو سخاوت کوونکی طاقت څرګند کړي او د افغانستان، پاکستان، منځني اسیا، منځتي ختیڅ او اروپا په ګډون ټولې نړۍ ته طبي اوزار لیږي.

البته، ګڼ شمیر هیوادونهد دغه طبي اوزارو د معیار په اړه شکایتونه کويپه داسې حال کې چې بیجنګ د خپلو خرڅلاو څخه ملیونه ګټي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500