د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۵ مه) وویل، د اوو ځواکونو ډلې (جي ۷) د چینايي رژیم د کورونا ويروس په اړه د غلطومعلوماتو په مخالفت کولو کې متحد دي.
د لویو صنعتي جمهوريتونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کانفرنس له لارې د بحران په اړه خبرې وکړې، چې په متحده ایالاتو کې ټاکل شوې ناسته يې لغوه کړه.
پومپیو وویل چې هغه د جي ۷ نورو لوړ پوړو سفارتکارانو -- انګلستان، کنيډا، فرانس، جرمني، ایټالیا او جاپان سره ګډ نظر شریک کړو.
پومپیو خبریالانو ته وویل، "هر هغه هیوادونه چې نن سهار په دې ناسته کې وو، د غلطو معلوماتو کمپاین نه ډير ښه خبر وو چې د چین کمونست پارټي په کې بوخت ده څو هڅه وکړي چې له هغه څه څخه پام واړوي چې په حقيقت کې پيښ شوي دي."
پومپیو وویل، بیجینګ "په دوامداره توګه د ټولنیزو رسنیو په کمپاین کې بوخت دی" چې د متحده ایالاتو د ښکیلتیا سازشي نظریات پکې شامل دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مارچ په پیل کې په ټویټر باندې وړاندیز وکړو، د متحده ایالاتو سرتیرو دغه ویروس ووهان، هغه ښار چیرې چې دا په لومړي ځل تیر کال وموندل شو، ته راوړې و.
پومپیو د چین پروپيګنډې ته په اشارې سره وویل، "دا فضول خبرې دي."
دغه ویروس په نړۍ کې د ۲۱،۰۰۰ نه زيات خلک وژلي دي، خو بیجینګ د عامه اړیکو په پراخه کمپاین کې بوخت دی چې داسې ښکاره کړي چې ویروس يې کنټرول کړی وي.
د چین رژیم هم په فعاله توګه بهر ته مرستې لیږي، او هڅه کوي چې د یو خيريه ځواک په توګه ځان ښکاره کړي.
د بیجینګ لخوا د پټولو هڅه
پومپیو بیجنګ په دې تورن کړی چې په پیل کې یې د ویروس خبرونو په پټولو سره نړۍ په خطر کې اچولې ده.
د چینایي چارواکو لخوا د ترلاسه شوي معلوماتو د صداقت په اړه په نړيواله کچه انديښنه وده کوي، چې د مارچ په ۱۸ مه يې اعلان وکړو چې چین د دې ناروغۍ هيڅ نوي ځایي کيسونه نه لري. په هیواد کې د کورونا ويروس د خپریدو کچه په پام کې نيولو سره، ډیر کتونکي په دې شک لري چې چین د دې ناروغۍ هیڅ نوې کيسونه نه لري.
پومپیو وویل، د بیجینګ له ناوړه هڅو سربيره، متحده ایالات د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره همکاري غواړي.
پومپیو د مارچ په ۲۰ مه د ایټالیا لپاره د متحده ایالاتو د هوایي ځواک ليږد یادونه وکړه او ويې وویل، د متحده ایالاتو حکومت او د متحده ایالاتو خصوصي خیریه موسسې په نړۍ کې د کورونا ويروس ناروغۍ سره په مبارزه کې مرسته کوي.
بې شکه د متحده ایالاتو ادارې په بیولوژیکي جنګ کې ښکيل دي.
ځوابامریکا او اسرایل د دې بیولوژیکي جنګ مسولیت لري
ځوابتبصرې 2