امنیت

چین موخه لري چې په ۱۰ کلونو کې اټومي وسلې دوه چنده کړي او پوځي تاسیسات پراخه کړي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

چینایي ماڼوګان د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۱۴مه په بیجینګ کې د خلکو د آزادۍ د پوځ په مرکزي دفتر کې په قطار کې ولاړ دي. [سینټکام]

چینایي ماڼوګان د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۱۴مه په بیجینګ کې د خلکو د آزادۍ د پوځ په مرکزي دفتر کې په قطار کې ولاړ دي. [سینټکام]

د چین پوځ د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په لومړۍ نيټه) په یو خپور شوي راپور کې وويل، چینایي ځواکونه هڅه کوي چې د یوې لسیزې په اوږدو کې خپل اټومي ذخیره دوه برابره کړي، له دې وړتيا سره چې د ځمکې له لارې د بالستیک توغندیو په واسطه اټومي سروکي وتوغوي.

د چین رژیم د اټومي ظرفیت په اړه د خپل لومړي عامه اټکل له مخې، کلني راپور وویل چې دا په خپلې اټومي ذخیره کې "د ۲۰۰ څخه کم" سروکي لري، چې د ۳۰۰ څخه ډیر کم دي يا له هغه شمير څخه زيات دي چې د خپلواکو شنونکو لخوا اټکل شوي دي.

دغه راپور وويل، تمه کیږي چې دا شمیره به د ۱۰ کلونو په جريان کې دوه چنده شي. بیجینګ لا د مخکې نه د ځمکې او بحر څخه د بالستیک توغندیو په واسطه اټومي وسلې توغولی شي او دا وړتيا هم ترلاسه کوي چې په هوا کې توغول کيدونکي بالستیک توغندي هم جوړ کړي.

د ځواک ښودنه

د چین د پوځ اصلي بل تمرکز د ځواک په ښودلو دی. چینایان غواړي چې د دوی پوځ د نړۍ په هرځای کې د فعاليت کولو وړتیا ولري. د دې هدف په لور یو ګام په بهرنيو هيوادونو کې د قوي لوژستیکي شبکې جوړول دي.

دغه راپور وويل، بیجینګ "ډیر له مخکې نه له چین څخه بهر د پوځي لوژستیکي تاسیساتو جوړولو لپاره غور کوي او پلان لري چې د سمندري، هوایي او ځمکنیو ځواکونو ملاتړ به وکړي."

ځینې ځایونه چې اوس یې په پام کې لري، په هغې کې میانمار، تایلینډ، سینګاپور، انډونیشیا، پاکستان، سریلانکا، متحده عرب امارات، کینیا، سېشلس، تنزانیا، انګولا او تاجکستان شامل دي. چین د لا مخکې نه په جبوتي کې پوځي تاسیسات لري.

په جولای کې یو راپور تفصیل ورکړو چې څنګه ګڼ شمیر هیوادونو د کلونو راهيسې د چين رژيم د يو ستراتیژیکي ګواښ په توګه ګڼلی دی. په دې وروستیو کې، که څه هم، په ټوله نړۍ کې د بیجینګ د فعالیتونو اغیزې د پام وړ خطر رامينځته کړی دی..

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500