بشري حقونه

چین د اویغور مسلمانانو محاکمه او سزاګانې زياتوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د آرټکس ښار د مسلکي مهارتونو د زده کړې او د روزنې د خدماتو مرکز، چې د چینايي رژیم د 'بيا زده کړې کېمپ' دی، چیرې چې زياتره مسلمان اقليتونه بندیان دي، د چين په شنجيانګ کې د کاشغر په شمال کې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲ مه ښودل شوی دی. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي] .

د آرټکس ښار د مسلکي مهارتونو د زده کړې او د روزنې د خدماتو مرکز، چې د چینايي رژیم د 'بيا زده کړې کېمپ' دی، چیرې چې زياتره مسلمان اقليتونه بندیان دي، د چين په شنجيانګ کې د کاشغر په شمال کې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲ مه ښودل شوی دی. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي] .

بیجینګ -- د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبليو) د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۴ مه) وويل، د چین رژیم په شنجيانګ کې د رسمي عدالتي نظام له لارې د مسلم اقلیتونو محاکمه په ډرامايي توګه زیاته کړې، او د مشکوکو تورونو، لکه "جګړه کول" او بهرنیو خپلوانو ته ډالۍ ورکول، لپاره د اوږدې مودې قيد ورکوي.

دا جرمي محکومیتونه په شنجيانګ کې د "سیاسی زده کړې" په کېمپونو کې د اټکل شوي یو ملیونه اویغورانو او نورو کسانو، په ځانګړي ډول مسلم اقليتونه، له توقیف سربیره دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۶ کال راهیسې، د شمال لويديځې سیمې څه باندې ۲۵۰۰۰۰ اوسیدونکي په رسمي توګه محکوم او بندیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې يوې څيړونکي مایا وانګ په یو بیان کې وویل، "د قانوني پوښښ سره بيره، د شنجيانګ په زندانونو کې ډیر هغه عام وګړي دي چې د خپل ژوند د تيرولو او په خپل دين باندې د عمل کولو له کبله محکوم شوي دي."

یوه اویغور ښځه د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲ مه د چين په شنجيانګ کې کاشغر ته نژدې د يو پوځي هسپتال نه بهر د هغه پروپاګنډې د عکس مخې ته موټرسایکل ودروي چې عسکر پکې ښودل شوي چې د ایغور کورنۍ سره لیدل کوي. [ګريک بیکر/ ای اېف پي]

یوه اویغور ښځه د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲ مه د چين په شنجيانګ کې کاشغر ته نژدې د يو پوځي هسپتال نه بهر د هغه پروپاګنډې د عکس مخې ته موټرسایکل ودروي چې عسکر پکې ښودل شوي چې د ایغور کورنۍ سره لیدل کوي. [ګريک بیکر/ ای اېف پي]

د بشري حقونو د څار ادارې وويل، د شنجيانګ په سیمه کې جرمي سزاګانې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د اويغورانو او نورو کسانو، په ځانګړې توګه د مسلم اقليتونو پروړاندې د عملياتو په ترڅ کې زياتې شوې.

دغه سازمان د حکومتي معلوماتو په حواله وويل، د شنجيانګ محکمو په ۲۰۱۷ کال کې تقریباََ ۱۰۰۰۰۰ تورنان محکوم کړل، چې په ۲۰۱۶ کال کې له ۴۰۰۰۰ څخه کم وو.

د بشري حقونو ډلې وويل، پولیس، څارنوالان او محکمې تر فشار لاندې دي چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نوم "ګړندۍ او سخته سزا" ورکړي، چې په پايله کې يې ډير کسان د څه جرم کولو نه بغير بنديان شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې وویل، محکمو د داسې جرمونو، لکه "نورو کسانو ته ويل چې څه حرام او حلال دي" او په ترکیه کې د خپلوانو لپاره ډالۍ راوړل، له کبله سزاګانې ورکړې. دغه ادارې نوټ کړه چې د زندان موده اوږده شوې ده.

د ۲۰۱۷ کال نه مخکې، تقريباََ د ۱۱٪ سزاګانو موده د پنځو کلونو څخه ډیره وه. په ۲۰۱۷ کال کې، دا ۸۷٪ فيصده و.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د بشري حقونو د څار ادارې د راپور موندنې رد کړې، او ويې ويل چې دغه د حقونو ډله "تل د چین اړوند مسلو په اړه د تعصب نه ډکه ده، او اکثر د چین د بدنامولو لپاره غلط بیانونه خپروي، او پکار ده چې د دوی په تورونو باور ونه کړی شي".

بیجینګ، چې د انتقام اخيستلو په لټه کې دی، له مخکې نه يې "په هغه کسانو بنديز لګولی چې د هانګ کانګ اړوند مسلو کې يې بد چلند کړی دی"، چې په دوی کې د اېچ آر ډبليو ډايريکټر راټ شامل دی.

مخ په زیاتیدونکي غندنې

په شنجيانګ کې د مسلم اقليتونو سره د چين چلند او هغوی په توقيف کې ساتلو، چې پکې په منظمه توګه د ډله ییز جنسي تیري، د ښځو په جبري توګه د شنډولو او د جبري مزدورۍ رژیم پلي کولو تورونه شامل دي، په نړیواله کچه غندنه ترلاسه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په شنجيانګ کې د چین اقدامات نسل وژنه ده، په داسې حال کې چې د کاناډا قانون جوړونکو د سه شنبې په ورځ ورته اعلامیه منظوره کړه.

د فرانس د بهرنیو چارو وزیر ژان اي لودغیا د چهارشنبې په ورځ د اویغور اقلیت په اړه د چین پاليسۍ وغندلې.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ویډیو لینک له لارې په خطاب کې، لودغیا وویل چې په شنجيانګ کې د ګواه بيانونه او اسناد "د اویغورانو په وړاندې غیر عادلانه چلند، او د لویې کچې د نظارت نظام او رسمي جبر ته اشاره کوي".

په پیل کې د کېمپونو د شتون څخه د انکار کولو وروسته، بيجينګ وروسته د دغه کيمپونو دفاع وکړه او ويې ويل چې دا د فني زده کړو مرکزونه دي چې موخه يې د اسلامي افراطیت کشش کمول دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دوشنبې په ورځ وویل، په شنجيانګ کې د توکمیزو اقليتونو سره د بیجینګ چلند د چین د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ یو "روښانه مثال" دی.

هغه وويل، چین د بشري حقونو ساتنې ته "تل ژمن" پاتې شوی دی. هغه په شنجيانګ او تبت کې د سړي سر نا خالص داخلي توليد ودې او د خلکو زيات عمر ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دا د بشري حقونو د ساتنې يو ثبوت دی.

د جنورۍ په مياشت کې، چینايي سفارتکارانو په شنجيانګ کې د نفوسو په شمير کې د تازه او سخت کمي دفاع د ښځو د حقونو د بریا په توګه وکړه، او په جبري توګه د شنډولو په اړه یې د باور وړ خپلواک تحقیق رد کړو.

په متحده ایالاتو کې د چین سفارت خانې د ۲۰۱۸ کال راهيسې په شنجيانګ کې د نفوسو په شمير کې د بدلون په اړه د شنجيانګ پرمختیایی څیړنیز مرکز د هغې مطالعې حواله ورکړه چې خپره شوې نه ده او ټويټ يې وکړو، "په شنجيناګ کې د [اویغور] میرمنو ذهنونه آزاد شوي او د جنډر مساوات او د زیږون روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، چې دوی نور د ماشومانو جوړولو مشینان نه دي."

د بشري حقونو ډلې او فعالان وايي، تبتیان د چین د قانون له کبله هم په خپل مذهب او کلتور باندې له سختو بندیزونو سره مخ شوي دي -- چې په دې کې د خانقاهګانو ويجاړول شامل دي -- چې په پايله کې تبتیانو په وروستیو کلونو کې په احتجاجونه کې څو ځله ځانونه وسوځول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500