روغتیا

چین په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا ويروس ناروغۍ له ستونزو سره د ریکارډي اقتصادي ودې لپاره ليواله دی

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

دا تصوير چې د سپتمبر په ۲۶ مه اخیستل شوی، د چین په ووهان ښار کې، چې د کورونا ويروس ناروغۍ د راپورته کيدو ځای دی، په یو کلب کې د غونډې ګډونوالان ښیي. [ هیکتور ریټېمال/ای اېف پي]

دا تصوير چې د سپتمبر په ۲۶ مه اخیستل شوی، د چین په ووهان ښار کې، چې د کورونا ويروس ناروغۍ د راپورته کيدو ځای دی، په یو کلب کې د غونډې ګډونوالان ښیي. [ هیکتور ریټېمال/ای اېف پي]

بیجینګ -- په داسې حال کې چې د نړۍ ډیر اقتصادونه له ستونزو سره مخ دي ځکه چې د کورونا ويروس ناروغۍ کاروبارونه ویجاړ کړي او بې شمیره خلک یې له کار څخه بې برخې کړي، چین -- د نوي کورونا ویرس سرچينه -- د ریکارډ وده ښودلې ده.

رسمي معلوماتو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۳۰ مه) وښودله چې د چین د فابریکې فعالیت په نومبر کې په دریو کلونو کې په خورا ګړندۍ توګه وده کړې.

د پیرودونکي مدیر انډیکس (پي ايم آی)، په چین کې د تولیدي فعالیتونو کلیدي پيمانه ده، د کال په پیل کې د ویروس د مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو وروسته په پراخه کچه وده کړې ده، چې په دې میاشت کې یې ۵۲.۱ ځای ترلاسه کړې.

پي ايم آی د فبرورۍ په میاشت کې ۳۵.۷ ته راټیټ شو ځکه چې نړۍ د نړیوالې وبا سره مبارزہ پیل کړه.

د روغتیا پاملرنې کارمند چې شخصي حفاظتي تجهیزات یې اغوستي دي د نومبر په ۲۷ مه په ویانا، آسټریا کې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغ علاج کوي. د نومبر تر ۳۰ مې نيټې پورې، کورونا ويروس ناروغۍ له ۶۰ ملیونه څخه ډیر په ناروغۍ اخته کړي او نږدې ۱.۵ ملیونه یې په ټوله نړۍ کې وژلي دي. [هیلمټ فوهرینګر/ای پي ای/ای اېف پي]

د روغتیا پاملرنې کارمند چې شخصي حفاظتي تجهیزات یې اغوستي دي د نومبر په ۲۷ مه په ویانا، آسټریا کې د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغ علاج کوي. د نومبر تر ۳۰ مې نيټې پورې، کورونا ويروس ناروغۍ له ۶۰ ملیونه څخه ډیر په ناروغۍ اخته کړي او نږدې ۱.۵ ملیونه یې په ټوله نړۍ کې وژلي دي. [هیلمټ فوهرینګر/ای پي ای/ای اېف پي]

د مارچ په مياشت کې، پي ايم آی ۵۲.۰ ته پورته شوه ځکه چې چینایي کمپنيو د شخصي حفاظتي تجهیزاتو (پي پي اي) تولید او پلور زيات کړو -- چې ډیر یې خراب او بې کاره ثابت شوي دي. .

په راتلونکو میاشتو کې، پي ايم آی د ۵۰ او ۵۱ تر مینځ پاتې شوہ -- د ۵۰ ټکي نښې څخه پورته، چې وده له کميدو څخه جلا کوي -- او په اکتوبر کې ۵۱.۴ ته ورسیده.

تمه کيږي چې چین به یوازینی لوی اقتصاد وي چې سږ کال يې مثبت وده ثبت کړې ده.

د ناروغۍ څخه ګټه اخیستل

چین د وبا څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره يوه لويه هڅه پيل کړه چې شخصي حفاظتي تجهیزات (پي پي اي)، لکه ماسکونه، جوړ کړي چې د دې پیښې په دوران کې کمې پوره کړي. د ۷۳۰۰۰ نه زيات شرکتونه د کال په لومړۍ نیمایۍ کې د ماسک جوړونکو په توګه رجسټر شول -- چې په دې کې د اپرېل په میاشت کې يوازې ۳۶۰۰۰ نوي شرکتونه شامل دي -- په داسې حال کې چې نرخونه او غوښتنه لوړه شوه.

د شنونکو له مخې، د مارچ او می ترمینځ، چین د ۵۰ ملیارده نه زيات ماسکونه صادر کړل -- چې په تیر کال کې د ټول تولید په پرتله ۱۰ چنده زیاتوالی دی.

د نیویارک ټایمز د ویډیو راپور له مخې، چې د هغه ثبوتونو حواله يې ورکړه چې دې په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او دولتي اسنادو کې موندلې ول، د دې هڅې د یوې برخې په توګه، چینايي چارواکي د شینجیانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه په دې مجبوروي چې په فيکټريو کې کار وکړي.

دا پروګرام په تيرو څو کلونو کې د بيجنګ د هغه هڅې يوه برخه ده چې له یو ملیون څخه ډیر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، يې په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي. .

بيجينګ دا ماسکونه په نړیواله کچه پلوري یا يې په هغه سکيم کې د مرستو په توګه کاروي چې شنونکو ويلي چې دا د ویروس په هکله د ملامتيا کمولو لپاره د "ماسک ډیپلوماسي" ده -- که څه هم دې عمل په ګڼ شمیر کېسونو کې د ناقص کیفیت له امله ناوړه اثرات رامینځته کړي دي.

په يوې موقعه، چینايي شرکت د ډاکټرانو د ساتنې لپاره د کورونا ويروس ناروغۍ نیم ملیونه جعلي ماسکونه خرڅ کړل. دغه شرکت په دروغه دوه ادعاګانې وکړې: دا ماسکونه د هغه طبي کارمندانو لپاره د اين ۹۵ معیار سره سم دي کوم چې د کورونا ویروس ناروغانو سره کار کوي، او دا چې دا په رسمي ډول تصدیق شوي دي.

په دې وروستيو هفتو کې، د چین رژیم په هغه سيمو کې د "واکسین ډیپلوماسۍ" وړاندې کړې ده -- چې د کورونا ويروس ناروغۍ د اغيزناک واکسین ژمنه د سفارتي سودا کولو د وسيلې په توګه کاروي -- چې دا يې د خپلو ګټو لپاره مهم ګڼي.

چین د اتل په توګه

د چین رژیم په فعاله توګه د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې "د پام وړ کارنامو" دريځ وړاندې کوي، سره له دې چې دا د وبا په خپریدو کې رول لري او په بحران کې خپل رول پټوي.

د يوې هڅې د برخې په توګه، د چین ملي موزیم د اګست په مياشت کې د یو نوي نمايش "د قوت یووالی" پرانسته وکړه، چې نقاشي، مجسمې او خطاطي يې په کې نندارې ته وړاندې کړل. دا هغه څه څرګندوي چې رژیم وايي چې دا د بحران پروړاندې په غبرګون ښودولو کې د دې بريا ده.

د چین دولتي رسنۍ اراده لري چې نړۍ ته دا ښکاره کړي چې دغه هیواد د کورونا ویروس ناروغۍ نه خلاصی ترلاسه کړی دی، خو هغه هیوادونه د دې رسنیو کمپاین ته له غوسې سره ګوري کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ -- چې په چين کې رامينځته شوي او خپره شوي وه -- له امله په سخت لاکډاون کې دي.

د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې، چینايي چارواکي په دې پوهه شوي وو چې يوه وژونکي وبا خورا نږدې ده، خو تقريباََ د یوې هفتې لپاره یې هیڅ ونه ویل، چې ویروس ته یې په ووهان کې د پښو خښولو توان ورکړو او په ټوله نړۍ کې خپور شو، په داسې حال کې چې په قصدي ډول د کورونا ویروس خپرېدو شواهد تباه کوي او يا يې پټ ساتي.

د دې بحران له پيل راهيسې، بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره په کورونا ویروس وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي او دا څرګنده شوې چې په خبرونو کې او سوشل ميډيا باندې د ويروس په اړه په ښکاره توګهغلط معلومات خپروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500