دین

چین د ملیونونو مسلمانانو لپاره د قران شریف مشهور کاريال یا اېپ بند کړو

د پاکستان فارورډ لخوا

چینایی مسلمانان د ۲۰۱۴ کال د جون په ۳۰ مه د چین په شانډونګ صوبه کې د تانچینګ په یو جومات کې د قران تلاوت کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

چینایی مسلمانان د ۲۰۱۴ کال د جون په ۳۰ مه د چین په شانډونګ صوبه کې د تانچینګ په یو جومات کې د قران تلاوت کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

قاهره -- بیجینګ په يو قانون کې د ابهام څخه کار اخلي چې په چین کې د کتابونو یا مجلې د ویشلو اجازه لیک ته اړتیا لري ترڅو د قران هغه کاريال بند کړي چې په ټوله نړۍ کې پرې په ملیونونو مسلمانان باور لري.

د غوښتنلیک جوړونکي د پاکستان د ډاټا مدیریت خدماتو (پي ډي اېم اېس) په وینا، د دې میاشتې په پیل کې، اېپل په چین کې د خپل کاريال سټور څخه د قرآن مجید کاريال لرې کړو، او نږدې د یو ملیونو کاروونکو لپاره یې غیر فعال کړو.

د دغه شرکت په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۲۵ ملیونو څخه ډېر مسلمانان پدې کاريال باور لري کوم چې دا د قران لوستلو او د تلاوت اوريدو، د مونځ د وختونو معلومولو، د قبلې اړخ د معلومولو، او د مکې او مدینې ژوندۍ ويډيوګانو د کتلو او نورو کارونو لپاره کاروي.

د چین د سانسور مقرراتو څخه سرغړونه

بي بي سي د اکتوبر په ۱۵ مه راپور ورکړو چې د غیر قانوني مذهبي موادو له کبله د قرآن مجید کاريال لری کړی شو، خو دا روښانه نده چې دغه کاريال په چین کې کوم قواعد مات کړي دي.

د قرآن مجید کاريال په لسګونو هیوادونو او له ۲۰ څخه زیاتو ژبو کې له ۲۵ ملیونو څخه د ډېرو مسلمانانو لخوا لوستل کيږي. بیجینګ پدې وروستیو کې په چین کې په اېپل سټور کې کاريال 'د نامعلومو غیرقانوني مذهبي' موادو له کبله بند کړو. [د پاکستان د ډاټا مدیریت خدمتونه]

د قرآن مجید کاريال په لسګونو هیوادونو او له ۲۰ څخه زیاتو ژبو کې له ۲۵ ملیونو څخه د ډېرو مسلمانانو لخوا لوستل کيږي. بیجینګ پدې وروستیو کې په چین کې په اېپل سټور کې کاريال 'د نامعلومو غیرقانوني مذهبي' موادو له کبله بند کړو. [د پاکستان د ډاټا مدیریت خدمتونه]

پي ډي اېم اېس په یو بیان کې چې د بي بي سي لخوا خپور شوی وويل، "د اېپل په وینا، زموږ کاريال قرآن مجید د چین کاريال د سټور څخه حذف شوی ځکه چې پدې کې هغه مینځپانګه شامله ده چې د چینایي چارواکو اضافي اسنادو ته اړتیا لري."

دې وویل، "موږ هڅه کوو چې د چین د سایبر سپیس ادارې او اړوند چینایي چارواکو سره اړیکه ونیسو ترڅو دا مسله حل شي.

د چین حکومت د نظر لپاره د خبریالانو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

اېپل د خپل بشري حقونو تګلارې ته اشاره وکړه، چې پکې ویل شوي: "موږ اړ یو چې محلي قوانین مراعات کړو، او ځینې وختونه داسې پیچلي مسلې شتون لري چې په اړه یې موږ له حکومتونو سره موافق نه یو."

په ورته وخت کې، یو بل مشهور مذهبي کاريال --- د آوليو ټري بایبل کاريال -- هم په چین کې د کاريال سټور څخه لرې شوی.

یو ویاند بي بي سي ته وویل، "د آوليو ټري بایبل سافټویر ته د کاريال سټور د بیاکتنې پروسې په جریان کې خبر ورکړی شوی و چې موږ اړ یو یو جواز چمتو کړو چې په چین کې د يو کتاب یا د مجلې مینځپانګې د توزیع کولو لپاره زمونږ واک وښیي."

"ځکه چې موږ اجازه نه درلوده او مونږ اړتیا لرله چې خپل کاريال تازه کړو، تصویب يې کړو او پیرودونکو ته يې ورسوو، نو موږ د بایبل کاريال د چین له اېپل سټور څخه لرې کړو."

د اېپل سانسورشپ -- یو کاريال چې په نړیواله کچه په اېپل سټور کې د کاريالونو نظارت کوي -- لومړی د اکتوبر په ۱۲ مه د لری کولو راپور ورکړی و.

مېک آبزرور د اکتوبر په ۱۵ مه راپور ورکړو، آډيبل، چې د آډیو کتاب او پوډکاسټ خدمت دی او د ایمیزون ملکیت دی، تېره میاشت "د جواز د اړتیاو له امله په چین کې د کاريال سټور څخه خپل کاريال لرې کړو."

مایکروسافټ د اکتوبر په ۱۴ مه اعلان وکړو چې دا د خپل مسلک پراساس ټولنیزه شبکه لینکډ اېن لرې کوي ځکه چې دا د بیجینګ د سانسور مقرراتو په تعقيب کولو کې له "چيلنجونو" سره مخ ده.

يو 'احمقانه' اقدام

د مصر د اوقاف وزارت (اوقاف) کې د مذهبي لارښود ریاست راجح صابري وویل، د قرآن مجید کاريال د لرې کولو لپاره د چين غوښتنه يو "احمقانه" اقدام و.

هغه وویل چې دا معلومول چې ایا کاريال "غیر قانوني مذهبي مواد لري" د يو ماهر پوهې ته اړتیا لري.

هغه وویل، "لومړی د کتلو او د لویو مذهبي چارواکو د نظر ترلاسه کولو پرته د کاريال لرې کول له پامه نشي غورځول کیدی." "دا چلند د مذهبي آزادۍ او د عقیدې د آزادۍ د مخنيوي د کټګورۍ لاندې راځي."

په قاهره کې د الازهر يونيورسټۍ د شرعيه او قانون څانګې سیاسي څیړونکي او پروفیسور عبدالنبي بکر وویل، اسلامي مسله د چین کمونست ګوند (سي سي پي) لپاره د سر درد ګرځیدلې.

هغه وویل، "له همدې امله، د چینايي ادارې د فکر سره سم، په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي کاريال لرې کول یوه لازمي مسله او یوه موخه ګڼل کیږي چې باید د اسلامي څپې د مخنيوي لپاره ترلاسه شي."

هغه وویل، "خو په داسې کولو سره، چین له اسلامي هیوادونو سره خپلې اړیکې په خطر کې اچوي چې ورسره قوي اړیکې لري."

بکر وویل، "له هغه وخته راهيسې چې چینایي چارواکو خپله پریکړه په یو اړخیز ډول وکړه ... دوی هغه ملاتړ له لاسه ورکړو چې دوی به په اسلامي هیوادونو کې ترلاسه کړی و، ځکه دوی داسې توجیهات وړاندې نه کړل چې حتی لږ تر لږه د قناعت وړ ول."

د سلام ټایمز یو افغان لوستونکي د بېجینګ د پنځه کلن د "چينيزم پلان" په اړه د یو راپور په ځواب کې ولیکل، "په چین کې، د جوماتونو منارې او اسلامي نښې لرې شوې دي."

دغه لوستونکي وویل، دا خبر، د قرآن د پراخه مشهور او باوري کاريال په لرې کولو سره، د اندیښنې وړ دی.

پدې سره، "چین غواړي مسلمانان وځوروي، او د دې حکومت هڅه کوي چې د انټرنیټ خدمات او آنلاین معلومات کنټرول کړي."

اذان بندول

د چين صدر شي جینپینګ له کلونو راهيسې په "چينيزم" ټينګار کوي.

شي جينپينګ د اګست په مياشت کې په یوه وینا کې وویل، "مذهبي او توکمیزې ډلې باید د چین د یووالي بیرغ لوړ ونيسي."

د سي سي پي د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کال د پلان د برخې په توګه، چارواکو د جومات ګنبدونه، مینارې او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي، او جوماتونه په لاوډ سپیکرو د اذان (د مونځ لپاره رابلل) کولو څخه منع کوي.

دا پلان په ټول چین کې په فعاله توګه پلی کیږي، او یوازې د اکثریت مسلمانانو په شجنيانګ سيمه کې نه، چیرته چې دا پالیسي د هغو بې عدالتیو له کبله بدنامه شوې چې د حقوقو ډلې او ځینې لویدیځ حکومتونه وايي چې دا "نسل وژنه" ده.

په شنجيانګ کې، د بیجینګ چارواکو تر ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قازقانو اویغوران په شمول -- بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې د توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

په ملیونونو نور خلک د سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

بیجینګ "د فني زده کړو مرکزونو" په توګه د تاسيساتو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

که څه هم، دا تاسیسات په پراخه کچه د غیرقانوني توقیف خانو په توګه راپور شوي چې ځینې پکې د "تمرکز کېمپونو" په څير دي.

که څه هم، د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري، په جبري توګه د مسلمانانو ښځو شنډول، په جبري توګه د غړيو لرې کول، جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي.

په نورو جرمونو کې چې چینايي چارواکو په شنجيانګ کې ترسره کړي د سیمې د څه د پاسه د ۱۰۰۰ امامانو او مذهبي اشخاصو خپلسری توقیف، تقريباََ د ۱۶۰۰۰ جوماتونو تباه کول يا ویجاړول شامل دي.

د ۲۰۱۹ کال د ای اېف پي یوې پلټنې له مخې، په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوي، چې په پايله کې يې د انسانانو پاتې شوني او د ويجاړ شويو قبرونو خښتې په ځمکه خورې ورې پاتې شوي دي.

[له قاهرې څخه ولید ابو الخیر پدې راپور کې مرسته کړې]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500