چاپیریال

شي پداسې حال کې چې چین د سکارو تولید زیاتوي د اقلیم په اړه په خبرو اترو کې ګډون نه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د نومبر په ۳ مه د شانشي صوبې په داتونګ ښار کې د سکارو د برېښنا د سټېشن مخې ته د چين ملي بېرغونه ځوړند دي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

د نومبر په ۳ مه د شانشي صوبې په داتونګ ښار کې د سکارو د برېښنا د سټېشن مخې ته د چين ملي بېرغونه ځوړند دي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- لکه څنګه چې د نړۍ مشران پدې هفته کې د سکاټلېنډ په ګلاسګو کې د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره د لارو چارو په اړه د بحث کولو لپاره راټول شوي، چین په چاپیريال باندې د دې اغیزې ته د پاملرنې پرته د انرژۍ د اړتیاو د پوره کولو لپاره په پراخه هڅه کې د سکارو تولید ته وده ورکوي.

په عېن وخت کې د چين صدر شي جين پينګ د ملګرو ملتونو (يو اېن) د اقليمي بدلون په کانفرنس (COP26) کې د ګډون کولو پرځای په چين کې د پاتې کيدو پرېکړه وکړه.

د نړۍ ترټولو لوی د سکارو واردونکی په وروستیو میاشتو کې د سخت اخراج اهدافو او د فوسیل تیلو د لوړو نرخونو له امله د بریښنا د پراخه کمي سره مخ شوی چې د اکمالاتو کړۍ یې ګډوډه کړې ده.

د انرژۍ سمدستي بحران اوس په هيواد کې د سکارو په تولید کې د زیاتوالي له امله کم شوی دی.

کارکونکي د نومبر په ۳ مه د شانشي صوبې په داتونګ کې یو کان ته نږدې سکاره راټولوي. د چين د کانونو د ملي امنيت ادارې د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه وويل چې په تېرو څلورو هفتو کې په ۱۰ پېښو کې ۱۸ کارکونکي، زياتره د سکارو په کانونو کې وژل شوي دي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

کارکونکي د نومبر په ۳ مه د شانشي صوبې په داتونګ کې یو کان ته نږدې سکاره راټولوي. د چين د کانونو د ملي امنيت ادارې د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه وويل چې په تېرو څلورو هفتو کې په ۱۰ پېښو کې ۱۸ کارکونکي، زياتره د سکارو په کانونو کې وژل شوي دي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

استازي د عمل په زون کې ناست دي، پداسې حال کې چې دوی د نومبر په ۳ مه په ګلاسګو کې د COP26 د ملګرو ملتونو د اقلیم د سرمشریزې غونډې په دریمه ورځ کې ګډون کوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

استازي د عمل په زون کې ناست دي، پداسې حال کې چې دوی د نومبر په ۳ مه په ګلاسګو کې د COP26 د ملګرو ملتونو د اقلیم د سرمشریزې غونډې په دریمه ورځ کې ګډون کوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د سکارو بند شوي کانونه بیا پرانستل او تولید ته وده ورکول به په ککړتیا، نړیوالې تودوخې، او د چین د ۲.۶ ملیونو کان کيندونکو په روغتیا او خوندیتوب باندې ویجاړونکي اغیزې ولري.

د سکارو په واسطه د اقلیم بدلون

څیړنه ښیي چې د سکارو سوځول په نړۍ کې د انسان لخوا په اقلیم کې د بدلون یوازینی لوی لامل دی.

د ګلوبل کاربن پروژې کنسورشیم د کلني راپور سره سم چې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۴ مه) خپور شوی و، په چین کې د اقتصادي ودې له کبله چې د حکومت له خوا تشویق شوې، د ۲۰۱۹ کال په پرتله به سږکال د اخراج کچه ۵.۵٪ وده ومومي، که څه هم، دا تېر کال د کووېډ-۱۹ لخوا متاثره شوی نه و.

چین به په خپله په روان کال کې د نړيوال اخراج د ۳۱ فيصده برخې مسؤلیت په غاړه ولري.

په ۲۰۲۱ کال کې به په متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیه کې اخراج په ترتیب سره ۳.۷ او ۴.۲ فيصده راټیټ شي، او په نړیوال اخراج کې به د دوی برخه ۱۴ او ۷ فيصده وي.

دغه راپور روښانه کړه، هغه مهم فکتور چې معلومولی شي چې نړۍ څومره ژر په اخراج کې کمی راوستلی شي، هغه سکاره دي.

په ټوله نړۍ کې، کاربن ډايي آکسايد کمول -- په ځانګړې توګه د فوسیل تېلو څخه د نوي کولو وړ انرژۍ ته بدلون -- د انرژۍ د غوښتنې سره په دوامداره توګه مخ کیږي، چې په اخراج کې اضافه کوي.

د راپور شریک لیکوال کورین لي کویر، چې د بریتانیې په ختیځ انګلیا يونيورسټۍ کې د اقلیم د بدلون ساینس پروفیسور دی، وویل، "زياتره دا اوس د سکارو خبره ده." "دا هغه څه دي چې لویه ناڅرګندتیا پکې شتون لري."

خو دغه راپور د مثبتو نښو څخه خالي نه و.

۲۳ هیوادونه چې په تېره لسیزه کې په نړیوال اخراج کې څلورمه برخه لري -- د متحده ایالاتو، جاپان، جرمني، فرانس او بریتانیې په ګډون -- په ورته وخت کې قوي اقتصادي وده وکړه او په اخراج کې یې د پام وړ کمې ولیدلو، کومه چې دا خبره څرګندوي چې دا دواړه د يو بل څخه جدا کيدی شي.

لي کویر وویل، "دا ښیي چې دا هیوادونه پوهیږي چې دا کار څنګه ترسره کړي، دوی ښیي چې دا ممکنه ده."

خو چین د سکارو په برخه کې په بشپړ ډول مخ پر وړاندې روان دی.

د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون (اېن ډي آر سي) په وینا، چې د هیواد ترټولو ستر اقتصادي پلان جوړونکي اداره ده، په تېرو څو هفتو کې، چین د خپل ورځني سکارو تولید له یو ملیون ټنو څخه ډېر کړی دی.

اېن ډي آر سي د اکتوبر په ۳۱ مه وویل چې د سکارو اوسط ورځنی تولید د اکتوبر له نیمایي راهیسې ۱۱.۵ ملیون ټنو ته لوړ شوی، چې د سپتمبر د پای په پرتله ۱.۱ ملیون ټنه زيات دی.

د مشرتابه نشتوالی

د تولید زیاتوالی پداسې حال کې رامينځته کيږي چې د نړۍ نږدې ۲۰۰ مشران -- بغیر د شي نه -- د COP26 په غونډه کې راټول شول ترڅو د نړیوال د شنو خونو ګازو اخراج ترلاسه کړي.

شي، چې هیواد یې په نړۍ کې د ځمکې تودولو ګازونو ترټولو لوی اخراج کونکی دی، پرځای یې سرمشریزې غونډې ته یو لیکلی بیان وړاندې کړو، چې د نړۍ په نورو مشرانو کې يې غوسه راپورته کړه.

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن له ګلاسګو څخه د سفر کولو مخکې خبریالانو ته وویل، دا یوه لویه تېروتنه ده، په ریښتیا سره، "د چین لپاره چې د ګډون کولو څخه يې انکار وکړو." "د نړۍ پاتې برخه چین ته وکتل او ويې ويل چې دوی څه ارزښت ورکوي؟"

هغه وویل، "دا یوه لویه مسله ده، او دوی تيښته وکړه." "تاسو داسې څنګه کوئ او ادعا کوئ چې تاسو د مشرتابه وړتیا لرئ؟"

شي د ۲۰۲۰ کال په پیل کې د کووېډ-۱۹ له پیل راهیسې له چین څخه بهر ندی وتلی.

COP26 د ۲۰۱۵ کال د فاريس تړون د دوام لپاره خورا مهم ګڼلی دی چې له مخې یې هیوادونو ژمنه کړي وه چې د نړۍ د درجه حرارت لوړوالی ۲ سنټي ګريډ ته محدود کړي، او د خوندي ۱.۵ سنټي ګريډ حد لپاره کار وکړي.

د سه شنبې په ورځ په سرمشریزه غونډه کې، چې د اقلیم په اړه يې ۱۳ ورځنۍ خبرې اترې پیل کړې، نږدې ۱۰۰ هیوادونه د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې له نوښت سره یوځای شول ترڅو د میتهېن -- چې د ګرين هاوس یو پیاوړی ګېس دی -- اخراج په دې عشره کې لږ تر لږه ۳۰ فيصده کم کړي.

که څه هم، لوی خارج کونکو چین، هند، روس او استرالیا دا ژمنه لاسلیک نه کړه.

روس د نړۍ څلورم لوی د ګاز تولیدونکی هیواد دی، خو د روس صدر ولادیمیر پوتین، چې سفر يې وکړو، هم د COP26 په سرمشریزه غونډه کې غیر حاضر و.

بایډن د پوتین په اړه وویل، "د هغه تونډرا سوځويږي -- په حقیقت کې، تونډرا سوځيږي." "هغه د اقلیم ډیرې جدي ستونزې لري، او هغه پدې برخه کې د څه کار کولو لپاره لیوالتیا نلري."

سختې ژمنې پوره کول

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین له سرمشریزې غونډې څخه په کور کې د پاتې کیدو په اړه د شي د پریکړې دفاع وکړه.

هغه د چهارشنبې په ورځ وویل، "عملونه د خبرو په پرتله ډېر اهميت لري."

د سرمشریزې غونډې څخه څو ورځې مخکې، بیجینګ ملګرو ملتونو ته د اقلیم نوی پلان وړاندې کړو چې د ۲۰۶۰ کال څخه مخکې د کاربن د کمي د ترلاسه کولو لپاره د هغې هدف تاییدوي او د هغې د اخراج شدت -- د اقتصادي تولید د هر يونټ د اخراج مقدار -- له ۶۵ فيصده څخه ډېر کم کړي.

شي جين پينګ ژمنه کړې چې له ۲۰۲۶ کال څخه به د سکارو کارول کم کړي او تر ۲۰۶۰ کال پورې به د کاربن اخراج پای ته ورسوي.

د لویې ژمنې سربيره، چین په ټول هیواد کې له ۶۰ څخه زیاتو ځايونو کې د سکارو فيکټرۍ جوړوي، پداسې حال کې چې په لسګونو بې کاره فيکټرۍ بیا پرانستل شوي یا تولید يې پراخه کړی دی.

چین خپله ۶۰ فيصده انرژي د سکارو له سوځولو څخه تولیدوي. د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت په وینا، متحده ایالات شاوخوا ۱۹ فيصده انرژي د سکارو څخه تولیدوي.

د ګلوبل انررژۍ مانیټر (جي اي اېم) د معلوماتو له مخې، چې په متحده ایالاتو کې میشته سازمان دی او په ټوله نړۍ کې د فوسیل تېلو پروژو لیست جوړوي، پروس کال، چین د سکارو بریښنا په ظرفیت کې د ۳۸.۴ ګیګاواټه اضافه وکړه -- چې د نړۍ په نورو ځایونو کې د جوړ شوي مقدار څخه درې چنده ډېره ده.

د جي اي ايم د سکارو پروګرام ډايريکټر کریسټین شیرر وویل، "د سکارو دا نوې ښکېلتيا د اقلیم لنډ او اوږد مهاله دواړو اهدافو ته زيان رسوي."

فشار وده کوي

په بیجینګ باندې فشار مخ په زیاتیدو دی.

د اګست په لومړیو کې، د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د حکومت بین الحکومتي پېنل (آی پي سي سي) خبرداری ورکړو چې د نړۍ تودوخه به د ۲۰۳۰ کاله پورې د صنعتي کچې څخه مخکې ۱.۵ سنټي ګريډ ته ورسیږي.

د نړیوالې تودوخې دا کچه به په انسانیت باندې ویجاړونکي اغیزې ولري، چې پکې سختې موسمي پیښې لکه اورونه، طوفانونه، وچکالۍ او سیلابونه شامل دي.

د جوړیدو په څو کلونو کې، د ۱۹۵ هیوادونو لخوا تصویب شوي جدي راپور په حکومتونو باندې سخته نيوکه کوي کوم چې د ډیرو شواهدو سره چې د اقلیم بدلون يو موجوده ګواښ دی له ځنډ څخه کار اخلي.

په دې ليست کې لومړی چین دی.

د بیجینګ د سنګوا يونيورسټۍ د څیړونکو په وینا، د دې لپاره چې چین خپل د اخراج هدفونه پوره کړي، د ۲۰۵۰ کال پورې د بریښنا ۹۰٪ برخه بايد له اټومي او نويو کیدونکو انرژۍ څخه توليد شي.

اوس مهال دا یوازې ۱۵ فيصده ده.

چین د نړۍ له دریمې برخې څخه ډېر د باد او لمر ظرفیت لري او د نوي کیدونکو انرژۍ په کارولو سره توليد شوي بریښنا اوس د سکارو په پرتله ارزانه ده.

هان چن، چې په متحده ایالاتو کې د اقلیم د مدافع ډلې د ملي سرچینو د دفاع شورا کې د چین د انرژۍ د پالیسۍ څیړونکی دی، وويل، "خو یوټیلټي شرکتونه لاهم د سکارو د لابي د شدید فشار له امله د شنه بریښنا مقدار ډېرولو ته زړه نازړه دي."

له همدې امله نوي کیدونکي انرژي یوازې د چین د انرژۍ په ترکیب کې ۱۵٪ برخه لري، سره له دې چې ټوله سرمايه کاري په صنعت کې روانه ده.

په ډهاکه کې د اقلیم د بدلون او پراختیا د نړیوال مرکز ډايريکټر سلیم الحق وویل، "د آی پي سي سي نوی راپور یو مشق ندی بلکې وروستی خبرداری دی چې د خالي ژمنو بلبله ده، چې د ماتېدو په حال کې ده.

"دا ځان وژونکي او په اقتصادي توګه غیر منطقي خبره ده چې پدې برخه کې له ځنډ څخه کار واخلو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500