دین

مسلمانان د جوماتونو د ړنګولو او د 'چينايي' اسلام لپاره د بیجینګ د کمپاین په وړاندې مقاومت کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

سړي د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۳مه په بیجینګ کې له بند شوي نیوجي جومات سره نږدې تیریږي. چین د حکومت د "چينيزم" پلان د یوې برخې په توګه د جوماتونو هر ډول عربي او اسلامي طرز جوړښت، لکه منارونه او ګنبدونه، ويجاړوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

سړي د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۳مه په بیجینګ کې له بند شوي نیوجي جومات سره نږدې تیریږي. چین د حکومت د "چينيزم" پلان د یوې برخې په توګه د جوماتونو هر ډول عربي او اسلامي طرز جوړښت، لکه منارونه او ګنبدونه، ويجاړوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- د چین د جنوب لویدیځ په غرونو کې د یون نان صوبې د ناګو په کوچني کلي کې، ځایي مسلمانان د حکومت د هغه پلان پر ضد مظاهره کوي چې غواړي د دوی د جومات ځینې برخې ړنګې کړي.

د ناجيينګ جومات د هغه مسلمان هوی توکمي اقليت وياړ دی چې په دغه ښار کې ژوند کوي.

په اصل کې دا جومات په ۱۳۷۰ کال کې جوړ شوی او څو ځله پراخه شوی دی. په ۲۰۰۱ کال کې، کارګرانو د جومات نوې ودانۍ جوړه کړه. د سپینو برجونو لوړ جوړښت پنځه پوړونه لري، یو تالار چې د ۱۰۰۰۰ مربع متره مساحت لري، څلور منارونه چې له ۷۲ مترو څخه لوړ دي او ورسره یو شين ګنبد لري.

اوس دغه جومات​ د چين د صدر شي جين پينګ د "چينيزم" کمپاين هدف دی​.

د مۍ د ۲۷مې نېټې په سهار د چين په يون نان صوبه کې د ناجيينګ جومات بهر ځايي مسلمانانو له پوليسو سره سخته نښته وکړه. 'استاد لي ستاسو استاد نه دی' د ټویټر حساب له مخې، داسې انګیرل کیږي چې شخړه د حکومت د هغه پلان له امله رامنځته شوې چې په زوره جومات ړنګ کړي. [ټویټر/whyyoutouzhele@]

د مۍ د ۲۷مې نېټې په سهار د چين په يون نان صوبه کې د ناجيينګ جومات بهر ځايي مسلمانانو له پوليسو سره سخته نښته وکړه. 'استاد لي ستاسو استاد نه دی' د ټویټر حساب له مخې، داسې انګیرل کیږي چې شخړه د حکومت د هغه پلان له امله رامنځته شوې چې په زوره جومات ړنګ کړي. [ټویټر/whyyoutouzhele@]

پولیس د مۍ په ۲۷مه د چین په یون نان صوبه کې د ناجیینګ جومات د ړنګولو لپاره د حکومت د پلان په وړاندې د احتجاجونو وروسته ځای پر ځای شول. [ټویټر/whyyoutouzhele@]

پولیس د مۍ په ۲۷مه د چین په یون نان صوبه کې د ناجیینګ جومات د ړنګولو لپاره د حکومت د پلان په وړاندې د احتجاجونو وروسته ځای پر ځای شول. [ټویټر/whyyoutouzhele@]

وروسته له هغې چې پوليسو په عارضي توګه د چين د يون نان صوبې له ناجيينګ جومات څخه ووتل او بېرته لاړل، ځايي مسلمانان جومات ته ورننوتل او خوازه يې ړنګه کړه. [ټویټر/whyyoutouzhele@]

وروسته له هغې چې پوليسو په عارضي توګه د چين د يون نان صوبې له ناجيينګ جومات څخه ووتل او بېرته لاړل، ځايي مسلمانان جومات ته ورننوتل او خوازه يې ړنګه کړه. [ټویټر/whyyoutouzhele@]

نیویارک ټایمز (NYT) د جون په ۸مه راپور ورکړو، "د چین کمونست ګوند (سي سي پي) په منظم ډول په ټول هېواد کې د هوی په سیمو کې جوماتونه بند کړي، ویجاړ کړي یا یې په زور سره بیا ډیزاین کړي، او د عربي معمارۍ ځانګړتیاوې لکه ګنبد او منارونه په چین کې په اسلام د ناغوښتل شوي بهرني نفوذ د ثبوت په توګه غندي."

په يون نان صوبه کې د ناجيينګ جومات او د شاديان لوی جومات هم په چين کې له پاتې شويو لويو ودانيو څخه دي.

چین له هغه وخت راهیسې هڅه کړې​چې په مذهب باندې کنټرول ترلاسه کړي کله چې شي جين پینګ یوه لسیزه مخکې واک ته ورسیدو​، او بیجینګ د مسلمانانو په وړاندې په خپلو عملياتو کې ادعا کوي چې دا د ترهګرۍ او افراطي فکر سره د مبارزې لپاره کار کوي.

د اټکل له مخې، له ٢٠١٧ کال راهیسې په لوېدیځ شينجيانګ سیمه کې شاوخوا یو ملیون اویغور، هوی او نور مسلمان اقلیتونه ​د حکومت په کمپاین کې نیول شوي چې نړېوالې ټولنې دغه عمل نسل وژنه بللې ده​.

په رپوټونو، تحقیقاتو او انکشافونو کې د مسلمانانو سره په پراخه کچه د ځورونې، خپلسري توقیف او د مسلمانانو د دیني او تولیدي حقونو څخه د سرغړونې په اړه تفصیلات ورکړل شوي.

په دغه تورونو کې په ډله ايزه توګه اجباري کار، ​​اجباري شنډول​،​ ​سیستماتیک جنسي تیري​ او د ​اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول​ شامل دي.

بېرته جګړه کول

ډیوډ سټروپ، چې په انګلستان کې په مانچسټر يونيورسټۍ کې د هوی یو عالم دی، وویل، په داسې حال کې چې د شينجيانګ څخه بهر په ټولنو باندې اغیزې يې لږې دي، ​زیاتره خلکو لیدلي چې جوماتونه يې ويجاړ شوي او يا په "زور سره ترميم" شوي​ ترڅو د چینایي سینګار د رسمي مفکورو سره سمون ولري.

نيويارک ټايمز راپور ورکړو، د سي سي پي د "چينيزم" کمپاین په ۲۰۲۱ کال کې ناګو ته ورسیدو.

يادې ورځپاڼې وویل، "دولتي چارواکو کورونو ته تلل پېل کړل، ځینې وختونه هره ورځ، ترڅو اوسیدونکي وهڅوي چې په جومات کې د بدلونونو ملاتړ وکړي." "د ښار یو بلبورډ د حکومت د يو پلان انځور ښيي: ګنبد پکې نه ښکاري، منارونه د پاګوډا په څير سینګار شوي."

په شاډيان کې هم ورته هڅې شوې دي. چارواکي د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره کور په کور ګرځيدلي، او د لوی جومات مخې ته یوه لویه سره نښه -- چې د سعودي عرب په مدینه کې د پیغمبر (ص) د جومات په څېر جوړه شوې ده -- باندې لیکل شوي "چينايي اسلام ته غاړه کیږدئ".

په هارورډ يونيورسټۍ کې د چین او اسلام عالم روسلان یوسوپوف نيويارک ټايمز ته وویل، "د سیمه ایزو مسلمانانو په تصور کې د دې ځایونو د بشپړ واک له امله"، "دوی بالاخره مجبور شول چې دا دوه جوماتونه پریږدي."

خو اوسیدونکي بېرته جګړه کوي.

د ځایی عیني شاهدانو او د آنلاين خپور شوي ویډیو له مخې، د مۍ د ۲۷مې نېټې په سهار، کارګران د ساختماني کرینونو، د خوازو او بلدوزرونو سره د ناګو ښار د ناجیینګ جومات سیمې ته ننوتل -- چې شاوخوا ۴۰۰ بلوا پولیس ورسره ول.

د داسې قوي پولیس ځواک ګمارل په ګوته کوي چې تمه کېده احتجاجونه وشي.

د مذهبي ازادۍ مجلې بیټر وینټر د ټولنیزو رسنیو د راپورونو په حواله راپور ورکړو چې په زرګونو ځایي اوسیدونکو له پولیسو سره په سخته نښته کې مقاومت وکړو، افسران یې دې ته اړ کړل چې شاته شي او بله ورځ د لا زیاتو وسله والو امنیتي پرسونلو سره بېرته راستانه شي.

د ځینو سرچینو په وینا، شاوخوا ۵۰۰۰ پولیس او پوځي افسران په دغه ښارګوټي کې ځای په ځای شوي ول.

په ټولنيزو رسنيو کې ويډيوګانو او عیني شاهدانو وویل، لسګونه افسرانو چې ډنډې او بلوا ډالونه یې په لاس کې لرل، ​د جومات څخه بهر هغه خلک وويستل چې په دوی یې شیان غورځول​.

یوې ځايي ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د مۍ په ۲۷مه ای اېف پي ته وویل، "دوی غواړي چې په زوره دغه جومات ويجاړ کړي، چې لامله یې دلته خلکو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړل."

هغې وویل، "جومات زموږ په څېر مسلمانانو لپاره یو کور دی." "که دوی هڅه وکړي چې دا ويجاړ کړي، نو موږ به یې یقیناً دوی ته اجازه ورنکړو."

"ودانۍ یوازې ودانۍ دي -- دا خلکو یا ټولنې ته هېڅ زیان نه رسوي. ولې دوی باید دا له منځه یوسي؟"

مهم ټکی

یو نوټس د مۍ په ۲۸مه د تونګای حکومت لخوا خپور شو -- چې ناګو اداره کوي -- وویل چې دوی د یو کېس په اړه تحقیقات پېل کړي چې ټولنیز مدیریت او نظم یې په جدي توګه ګډوډ کړی دی.

په ياد نوټس کې ښکېلو کسانو ته امر شوی چې "سمدستي ټول غیرقانوني او جنایي اعمال ودروي"، او ژمنه یې وکړه چې هر هغه چا ته به "سخته سزا" ورکړي چې د تسليمېدو څخه ډډه وکړي.

نوټس زياته کړه، هغه کسان چې په رضاکارانه توګه د جون د ۶مې نېټې څخه مخکې تسلیم شي، د هغوی سره به نرم چلند وشي.

دوو شاهدانو وویل، پولیسو د پېښې په اړه کسان نیولي دي چې شمېر يې معلوم نه دی او د مۍ د ۳۰مې نېټې پورې څو سوه افسران په ښار کې ځای پر ځای دي.

دوی زیاته کړه چې د جومات د شاوخوا سیمو اوسیدونکو د نښتو راهیسې په دوامداره توګه د انټرنیټ د بندښت او نورو ارتباطي مسلو سره مخ شوي.

د تونګای د تبلیغاتو څانګې یو چارواکي، چې د مۍ په ۳۱مه ورسره ای اېف پي اړیکه ونیوله، د انټرنیټ بندېدل رد کړل خو د نورو تبصرو څخه یې ډډه وکړه.

یوه هفته وروسته، کله چې نيويارک ټايمز د ناګو څخه لیدنه وکړه، نو ساختماني کرینونه لاهم د جومات په انګړ کې ولاړ وو. امنیت ټینګ و، او یوې بې پیلوټه الوتکې د جومات دپاسه پرواز کولو. په ساده جامو کې د پولیسو افسران خبریالې ته راغلل او هغه یې له ښاره وشړله.

د هوی یو اوسیدونکي ښاغلی نا، چې په ۳۰ کلنۍ کې دی او د حکومت د غچ اخیستنې له ویرې یې یوازې د خپل وروستي نوم په واسطه د پیژندلو غوښتنه وکړه، وویل چې د جومات ویجاړول ناګزیر دي.

که څه هم، هغه هیله څرګنده کړه چې اوسیدونکو ته به د نورو آزديو اجازه ورکړل شي چې دوی يې پرېښودل نه غواړي، چې پکې د دوی ماشومانو ته د مذهب د سپارلو حق شامل دی.

هغه وویل، "که تاسو د خپل مهم ټکي ساتنه نشئ کولی، نو نور به تاسو ته د هغه کس په توګه وګوري چې څه مهم ټکی نلري." او دوی به یې بار بار تر پښو لاندې کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500