بشري حقونه

د چين د 'چينيزم یا چینایي بدلون' پلان د جومات ګنبدونه، اسلامي نظريات له مینځه وړي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه د شنجيانګ په یانګیسار سيمه کې د جیلیکسي نمبر ۱۳ کلي د جومات نه چارچاپېره د څارنې کیمرې او خاردار تارونه شتون لري. بیجینګ د چينيزم د کمپاين د يوې برخې په توګه په شنجيانګ او ټول هیواد کې په زرګونو جوماتونو ته زیان رسوي یا يې ویجاړوي. دا کمپاين د دې لپاره جوړ شوی چې د ایغورانو او نورو توکمیزو اقلیتونو په ګډون په مسلمانانو فشار راوړي ترڅو دوی زيات چينايان شي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه د شنجيانګ په یانګیسار سيمه کې د جیلیکسي نمبر ۱۳ کلي د جومات نه چارچاپېره د څارنې کیمرې او خاردار تارونه شتون لري. بیجینګ د چينيزم د کمپاين د يوې برخې په توګه په شنجيانګ او ټول هیواد کې په زرګونو جوماتونو ته زیان رسوي یا يې ویجاړوي. دا کمپاين د دې لپاره جوړ شوی چې د ایغورانو او نورو توکمیزو اقلیتونو په ګډون په مسلمانانو فشار راوړي ترڅو دوی زيات چينايان شي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

راپورونه ښیي چې بیجینګ په خپل پنځه کلن پلان کې په چټکۍ سره پرمختګ کوي ترڅو مسلمانان او نور اقلیتونه د اسلامي معمارۍ سمبولونو په ړنګولو او په جوماتونو کې د سیاسي زده کړې په امر کولو سره ډېر "چینایان" کړي.

د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو د "چينيزم" پلان د برخې په توګه، د چین کمونست ګوند (سي سي پي) چارواکو د جومات ګنبدونه، مینارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي، او جوماتونه په لاوډ سپیکرو د اذان (مونځ ته رابلل) کولو څخه منع کوي.

دا پلان په ټول چین کې په فعاله توګه پلی کیږي، او یوازې د اکثریت مسلمانانو په شجنيانګ سيمه کې نه.

یوه برتانوي سفارتکار پدې وروستیو کې په چنګ های صوبه کې د جوماتونو او مینارونو لرې کولو ته پاملرنه وکړه.

ګس اړخ ته، د چین په ژینینګ کې د دونګوان لوی جومات عکس د څلور کلن زوړ سفر لارښود کتاب کې د خپل ګنبد او مینارونو سره لیدل کیږي. په ښي اړخ کې يو عکس د سپتمبر په ۱۳مه ورته جومات ښیي. [په چین کې د بریتانیا د ماموریت مرستیاله مشره کریسټینا سکاټ/ ټویټر]

ګس اړخ ته، د چین په ژینینګ کې د دونګوان لوی جومات عکس د څلور کلن زوړ سفر لارښود کتاب کې د خپل ګنبد او مینارونو سره لیدل کیږي. په ښي اړخ کې يو عکس د سپتمبر په ۱۳مه ورته جومات ښیي. [په چین کې د بریتانیا د ماموریت مرستیاله مشره کریسټینا سکاټ/ ټویټر]

د ګانسو صوبې په پینګلیانګ ښار کې د زینتایي جومات ګنبد او سپوږمۍ ویجاړه شوې او د دې شعار 'د ګوند سره مینه وکړئ او هیواد سره مینه وکړئ. یووالی او همغږي' سره بدل شوي دي. [بيټر وينټر]

د ګانسو صوبې په پینګلیانګ ښار کې د زینتایي جومات ګنبد او سپوږمۍ ویجاړه شوې او د دې شعار 'د ګوند سره مینه وکړئ او هیواد سره مینه وکړئ. یووالی او همغږي' سره بدل شوي دي. [بيټر وينټر]

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د می په ۳۰مه اخیستل شوی، یو خالي ځای ښیي چیرې چې یو ځل د ګلوک کورک جومات د چین په شنجيانګ سیمه هوتن کې موجود و. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د می په ۳۰مه اخیستل شوی، یو خالي ځای ښیي چیرې چې یو ځل د ګلوک کورک جومات د چین په شنجيانګ سیمه هوتن کې موجود و. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

په زینینګ ښار کې د دونګوان جومات په ۱۳۰۰ لسیزه کې د مینګ سلطنت پرمهال جوړ شوی و.

په بیجینګ کې د برتانیا د ماموریت مرستیالې کریسټینا سکاټ د سپتمبر په ۱۳مه په ټویټر يو پوسټ خپور کړو، "زما (۴ کلن زوړ) لارښود کتاب زوړ شوی دی." هغه مشوره ورکوي، "د دونګوان لوی جومات ته لاړشئ. نو زه لاړم. د ترمیم لپاره تړل شوی و (داسې ښکاري چې د ګنبد او مینارونو لرې کول پکې شامل ول ...)"

هغې د خپل لارښود کتاب څخه د جومات یو عکس خپور کړو، چې یو لوی مرکزي شين ګنبد او دوه برج لرونکي مینارونه ښيي، د يو مينار په څنګ کې هغې د ځان عکس اخيستې و او دغه جومات د اسلامي زينت پرته ښيي، پداسې حال کې چې بهر د چین بیرغ موجود و.

د ټویټر یو کارونکي ځواب ورکړو او ويې ویل چې مینارونه لاهم د جولای په میاشت کې لیدل کیدل.

سکاټ د نږدې نانګوان جومات عکسونه هم خپاره کړل چې د جومات د سپین ګنبد په شاوخوا کې پکې خوازې ښودل شوي وې او سپوږمۍ پکې د ګنبد او مینارونو څخه لرې شوې وې.

'یووالی او همغږي'

د ويجاړولو دا کار په ټول چین کې روان دی.

بيټر وينټر، چې په چین کې د مذهبي آزادۍ او بشري حقونو په اړه د ایټالیې يوه مجله ده، په اپرېل ۲۰۲۰ کال کې راپور ورکړو، چارواکو په هینان ولایت کې لږ تر لږه د پنځو جوماتونو څخه د ګنبدونو او ستورو او سپوږمۍ سمبولونه لرې کړل.

په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې، لږ تر لږه د ۱۶ جوماتونو اسلامي سمبولونه د ګانسو صوبې په پینګ لیانګ ښار کې لرې شوي دي.

په لږ تر لږه یوه قضیه کې، کارمندانو د جومات ګنبد او سپوږمۍ ویجاړه کړه او د دې شعار "د ګوند سره مینه وکړئ او هیواد سره مینه وکړئ. یووالی او همغږي." سره يې بدل کړل.

د جوماتونو لاوډ سپیکرونه هم ویجاړ شوي، پداسې حال کې چې چارواکو ادعا کړې چې د اذان آواز "خلک ځوروي".

په نومبر ۲۰۱۹ کال کې، په لیاوچینګ کې د ګوان کاونټي د مذهبي چارو ادارې جوماتونو ته امر وکړو چې د اذان پرځای د چین ملي سرود وغږوي.

یو سیمه ییز امام بیټر وينټر ته وویل، "د حکومت ادعا یوازې یوه بهانه ده." "خلک د نڅا پرمهال هرچیرې موسيقي غږوي. ایا دا خلک نه ځوروي؟ حکومت ولې په دې سترګې پټوي؟"

پداسې حال کې چې ډېر امامان او نور چینایي مسلمانان د دې بدلونونو مخالفت کوي، دوی وايي چې دوی د سي سي پي د چينيزم کمپاین پرضد په مزاحمت کولو کې بې وسه دي.

د شینیانګ یو امام وویل، "حکومت ویره لري چې مسلمانان به له بهرنیانو سره یو ځای شي، نو دوی موږ ته امر کوي چې اسلامي جوړښتونه په چینایي سټایل کې بدل کړو." "که موږ سرغړونه وکړو، دوی ممکن موږ ونیسي او موږ د امامانو په توګه له دندې څخه ګوښه کړي."

'موږ د نافرمانۍ جرات نلرو'

علي، چې يو بزګر دی او د ډونګوان جومات ته نږدې انارونه پلوري، د ځایي امامانو ستونزه یې تشریح کړه.

هغه د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۸مه) په یوې مرکه کې اېن پي آر ته وویل، "حکومت وايي دوی غواړي زموږ جوماتونه په چينايي سټايل کې بدل کړي ترڅو دوی د بیجینګ تیانانمین چوک په څیر ښکاره شي."

هغه د ساختماني بدلونونو په اړه وویل، "زه فکر کوم جومات په هر ډول ښه ښکاري." "خو موږ څه وایو، آيا مونږ څه بله لاره لرو؟ زموږ امام او زموږ د جومات مدیر په مسله کې هیڅ انتخاب نه لرلو. دوی توقیف شول او مجبوره شول چې د ګنبد د لرې کولو په حق کې لاسلیک وکړي."

د دونګوان د مانځه تالار تر ۳۰۰۰ پورې مونځ کونکي ځای کولی شي، او پدې جومات کې به په ټول چین کې د مونځ ترټولو لويه جمعه کيدله. دا په اسلامي مطالعاتو کې د لوړو زده کړو لپاره د ښوونې او روزنې مرکز او ادارې په توګه هم کار کوي.

په هرصورت، د بدلونونو سره، ډېر ځایي مسلمانان بل ځای ته مخه کوي.

یو ځایي مسلمان په ۲۰۱۹ کال کې بيټر وينټر ته وویل، "په ۲۰۱۸ کال کې، د سي سي پي لخوا د امام یویکسیانګ له ټاکل کیدو راهیسې، ډېرو مسلمانانو په دونګوان جومات کې مونځ کول پريښودل ځکه چې د نوي امام الفاظ د قران سره متصادم، او ډېرو مسلمانانو د هغه د منلو نه انکار وکړو."

د اسلامي علومو ښوولو پرځای، امامان د "سیاسي او نظرياتي تعلیم" او "چینایي تاریخ" کورسونو تدریس کوي.

يو مشر مسلمان دغه مجلې ته وویل، "موږ مخکې د 'سیاست' او 'چینایي تاریخ' په څیر کورسونه نه درلودل." "یوازې وروسته له دې چې ما یویکسیانګ وټاکل شو دوی د ګمارل شویو ملایانو [ملیانو] لپاره دا کورسونه تنظیم کړل."

هغه وویل، "که موږ اطاعت ونه کړو، حکومت به وسله وال پولیس متحرک کړي ترڅو موږ ته سزا راکړي." "موږ عام خلک د سرغړونې جرات نلرو."

بیټر وينټر راپور ورکړو، ځینې امامانو د بدلونونو خلاف مزاحمت کړی، نو چارواکو د نینګشیا هوی خودمختارې سیمې ګیوان ښار ته سفر وکړو ترڅو وښیي چې څنګه جوماتونه په چينايي سټايل کې بدل شوي.

دغه مجلې راپور ورکړو، د دې لیدنې هدف "په ټول هیواد کې د نه ودریدونکي پالیسۍ د پلي کولو لپاره د هغوی د ارادې مخالفت کول و."

په شينجيانګ کې نسل وژنه

ولسمشر شي جینپینګ له کلونو راهیسې د "چينيزم" لپاره هڅه کوي.

د اګست په مياشت کې په یوه وینا کې، شي جينپينګ وویل، "مذهبي او توکمیزې ډلې باید د چین د یووالي بیرغ لوړ ونيسي."

دې پالیسۍ په ځانګړي توګه په شنجيانګ سیمه کې شهرت ترلاسه کړی، چیرې چې چینايي چارواکو زيات نه زيات په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات ایغوران او نور ترک مسلمانان -- د قازقانو ایغورانو په شمول -- بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، بې له محکمه کولو توقيف خانې او زندانونه شامل دي.

په ملیونونو نور د سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

بیجینګ د فني زده کړو د مرکزونو په توګه د تاسيساتو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

که څه هم، دا تاسیسات په پراخه کچه د غیرقانوني توقیف خانو په توګه راپور شوي چې ځینې پکې د "تمرکز کېمپونو" په څير دي.

متحده ایالات او نور لویدیځ حکومتونه وايي چې بیجینګ په شنجيانګ کې د ایغور او نورو مسلمانانو ترکي وګړو په وړاندې نسل وژنه کوي

د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري، په جبري توګه توګه د مسلمانانو ښځو شنډول، په جبري توګه د غړيو لرې کول، جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي.

په نورو جرمونو کې چې چینايي چارواکو په شنجيانګ کې کړي د سیمې د څه د پاسه د ۱۰۰۰ امامانو او مذهبي اشخاصو خپلسری توقیف ، تقريباََ د ۱۶۰۰۰ جوماتونو تباه کول يا ویجاړول يا شامل دي.

د ای اېف پي یوې پلټنې تیر کال وموندله چې په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوي، چې د انسانانو پاتې شوني او د ويجاړ شويو قبرونو خښتې په ځمکه خورې ورې پاتې شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500