بشري حقونه

چین په شنجيانګ کې د اسلام پروړاندې عملياتو کې د ۱۰۰۰ څخه ډیر امامان په نښه کړل

د پاکستان فارورډ له خوا

یو امام د ماسپښین د مونځ څخه وروسته د چین د شنجيانګ صوبې په کاشغر کې په ایډکا جومات کې د نورو کسانو سره ناست دی. [فریډریک جى براون/ای اېف پي].

یو امام د ماسپښین د مونځ څخه وروسته د چین د شنجيانګ صوبې په کاشغر کې په ایډکا جومات کې د نورو کسانو سره ناست دی. [فریډریک جى براون/ای اېف پي].

د یو تحقیقاتي راپور له مخې، چین د شنجيانګ په سیمه کې د مسلمانانو په وړاندې د بېجینګ د دوامداره مبارزې د يوې برخې په توګه له ۱۰۰۰ څخه ډير امامان او مذهبي شخصیتونه نیولي دي.

د اویغور بشري حقونو پروژه (يو اېچ آر پي) د می په ۱۳مه د څیړنې موندنې خپرې کړې چې د هغه ۱۰۴۶ امامانو او نورو مذهبي شخصيتونو برخليک يې په ګوته کړو "کوم چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دیني ښوونې او ټولنې د مشرتوب سره د تړاو په تور نیول شوي دي." په دې څيړنه کې د محکمې اسناد، د کورنيو شهادتونه او د عامه او خصوصي ډیټابېس څخه راپورونه کارول شوي وو.

راپور وايي، "دا ټول کېسونه … احتمال لري چې د مجموعي کېسونو یوه ډیره وړه برخه ده، ځکه چې معلوماتو ته په لاسرسي باندې سخت بندیزونه لګول شوي دي."

دغه کسان د "عقیدې د تبليغ" په تور ونیول شول

په دې راپور کې راغلي چې د چین رژیم زیاتره د اویغور هغه مذهبي نارینه په نښه کړي کوم چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ کلونو ترمینځ زیږیدلي دي، خو د قزاقستان توکميز اسلامي امامان يې هم نيولي دي کوم چې د دغه ورته عمر په ګروپ کې شامل دي. همدا راز په دوی کې د قرغزيانو، ازبکانو او تاتاريانو ګڼ شمیر شخصیتونه شامل دي.

مسلمانان سړي د ۲۰۱۹ کال د جون په ۵مه په چین کې د شنجيانګ سیمې په کاشغر کې د روژې د مياشتې په پای کې د لوی اختر د مانځه نه وروسته د سب وى داخلي لارې ته نژدې تېرېږي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

مسلمانان سړي د ۲۰۱۹ کال د جون په ۵مه په چین کې د شنجيانګ سیمې په کاشغر کې د روژې د مياشتې په پای کې د لوی اختر د مانځه نه وروسته د سب وى داخلي لارې ته نژدې تېرېږي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

دا تصوير چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه اخيستل شوی د چين په شنجيانګ سيمه کې د يانګيسار کې په يوې ودانۍ کې د کانټا تار ترشا د چین بیرغ ښي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

دا تصوير چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه اخيستل شوی د چين په شنجيانګ سيمه کې د يانګيسار کې په يوې ودانۍ کې د کانټا تار ترشا د چین بیرغ ښي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

په دې ۶۳۰ کېسونو کې چیرې چې تاييد شوي شواهد شتون لري، لږ تر لږه ۳۰۴ عالمان د "بیا زده کړې" پراخه شبکې پر ځای زندانونو ته لیږدول شوي دي. چين له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک اقليتونه د بيا زده کړې په کېمپونو کې په توقیف کې ساتلي دي.

يو اېچ آر پي راپور ورکړو، "د قید لپاره په لاملونو کې غیرقانوني دیني ښوونه (اکثر ماشومانو ته)، د دولت لخوا د تایید شوي جومات څخه بهر مونځ کول، د غیرقانوني مذهبي توکو ساتل، اړيکه نيول يا بهر ته سفر کول، بيلتون غوښتنه يا افراطيت، او په دودونو يا جنازو کې مراسم ترسره کول او يا تبلیغ کول او همداراز نور تورونه شامل دي چې په ښکاره توګه مذهبي ډلې په نښه کوي."

دغه څیړنه ښيې "چې ځینو کسانو ته د مونځ د طريقې د ښودلو، په مصر کې د شپږو میاشتو لپاره د زده کړې کولو، او د قرآن کريم د سوځولو نه د انکار کولو له کبله د ۱۵ کالو سزا ورکړل شوه، او همدارنګه هغو کسانو ته د عمر قید سزا ورکړل شوه کومو چې د خپلې عقيدې تبليغ کولو او خلک يې منظم کولو."

د خپلوانو د شهادت له مخې، په ډیرو کېسونو کې، د دې "جرمونو" تر شا اصلي کړنې تبليغ کول، په ګډه مونځ کول یا د امام په توګه عمل کول دي.

دا سزاګانې په شنجيانګ کې د "انصاف" سخت نوعيت په ګوته کوي : ۹۶٪ کسانو ته لږ تر لږه د پنځو کالو او ۲۶٪ کسانو ته د ۲۰ يا ډيرو کالو د قيد سزا، چې په دې کې ۱۴ کسانو ته د عمر قید سزا هم ورکړل شوې ده.

د يو اېچ آر پي له مخې، لږ تر لږه ۱۸ امامان د توقیف په حالت کې یا لږ وروسته مړه شول.

د افراطیت سره دین ضم کول

بي بي سي د يو اېچ آر پي د راپور له بیا کتنې وروسته راپور ورکړو، چینايي توقیف یا خلک تورنول په ندرت سره ښکاره کیږي، خو د هغو موجوده اسنادو یوه کتنه ښیي چې څنګه د چین رژیم هڅه کړې چې عامه مذهبي څرګندونه د افراطيت یا سیاسي بيلتون غوښتنې سره وتړي.

د جين بینن په وینا، چې د شنجيانګ د قربانيانو د ډیټابېس محقق دی، د مثال په توګه، په ۲۰۱۸ کال کې د شنجيانګ لپاره يوازې ۷۷۱۴ جنايي قضاوتونه شتون لري، سره له دې چې په دغه سیمه کې په دغه کال کې ۷۴۳۴۸ جنايي کېسونه درج شوي دي.

هغه وویل، د محکمې اسناد "ورک دي،" چې دا وړاندیز کوي چې چین په قصدي ډول ریکارډ ختموي.

په یو کېس کې چیرې چې اسناد شتون لري، اوکین ماهمت، چې په شنجيانګ کې د قزاقستان اقليت د ۵۱ کالو امام دی، په ۲۰۱۷ کال کې د "افراطیت د خپرولو" په تور تورن شوی و.

د توقیف په لومړني نوټس کې راغلي، ماهمت ځکه ونيول شو چې هغه عام خلک دې ته هڅولې وو چې د ملي قوانينو سرغړونه وکړي کوم چې "د واده تړونونو، تعلیم او عامه حکومتولۍ په اړه د موادو د لوستلو سره تړاو لري او همداراز دوی هغه مواد جوړ کړل او خپاره يې کړل چې د افراطيت سره يې تړاو لرلو."

د هغه کورنۍ د شواهدو له مخې چې د شنجيانګ د قربانیانو ډیټابېس راټول کړی ول، هغه د جمعې د مانځه د امامتۍ او په جومات کې د ودونو د مراسم د ترسره کولو په تور نیول شوی و.

د راپورونو له مخې، هغه د ۸ نه تر ۱۰ کالو پورې د قيد سزا ترلاسه کړه.

حتی د حامي پریفیکچر څخه د دولت لخوا منظور شوی امام، ۵۸ کلن باقیتان میرزان، په اګست ٢٠١٨ کال کې د "افراطیت د خپرولو" په تور نیول شوی و. په می ۲۰۱۹ کال کې یوې محکمې هغه ته په بنګټوان اروومچي زندان کې د ۱۴ کالو د قيد سزا واوروله.

د هغه کورنۍ وايي، د میرزان یوازینې "جرم" د امام په توګه خپله دنده په باقاعدګۍ سره ترسره کول و.

په یوې بله قضیه کې، عابدین ایوپ، چې د آتوش ښار یو مشهور عالم او امام دی، د محکمې په اسنادو کې د "مذهبي افراطي" په توګه معرفي شوی دی چې "بیا زده کړې او اصلاح ته يې اړتیا لرله … او هغه له هغه خلکو سره خبرې کړي وې چې شک پرې کيدو چې د ملي امنیت لپاره خطر و."

هغه د ۸۸ کالو و کله چې پولیسو هغه په ۲۰۱۷ کال کې ونيولو.

د ایوپ خورزې مریم محمد، چې اوس په متحده ایالاتو کې اوسیږي، بي بي سي ته وویل چې د هغې د کورنۍ تقريباََ ۶۰ غړي د هغې د تره د نیولو راهیسې نیول شوي دي، چې په دوی کې د هغې میړه او د امام اته ماشومان شامل دي.

د يو اېچ آر پي يو سينير پروګرام افسر پیټر ارون وویل، د چین له خوا د امامانو د نښه کولو ترشا دليل "د دوی وړتیا ده چې خلک په ټولنه کې رايوځای کوي."

هغه بي بي سي ته وویل، "دولت د اوږدې مودې راهیسې د امامانو سره په احتیاط سره چلند کوي ځکه چې دوی پوهیږي چې دوی څومره نفوذ لري." "په تیرو څو کلونو کې توقیفونه او قيدونه د اویغور کلتور او مذهب د محدودولو لپاره د درېو عشرو جبر خپلې لوړې کچې ته رسولی دی."

د اسلامي کلتور د له مینځه وړلو هڅه

د يو اېچ آر پي راپور په دغه شواهدو کې اضافه کوي چې د هغو ادعاګاونو ملاتړ کوي چې بیجینګ د مسلمانانو د کلتور او مذهب د له مینځه وړلو او د هان چین په اکثریتي کلتور کې د قومي اقليتونو د یوځای کولو هڅه کوي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ (ای اېس پي آی) په تير سپتمبر کې د سټلایټ تصويريونو او د احصایې ماډلونو په کارولو سره راپور ورکړو، چینايي چارواکو په شنجيانګ کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي او يا يې زیانمن کړي دي.

دغه راپور وويل، زياتره تباهي په تیرو دریو کالو کې رامينځته شوه او تقريباََ ۸۵۰۰ جوماتونه ویجاړ شول.

د څیړنو له مخې، د ډیرو جوماتونو ګنبدونه او مينارونه ويجاړ شول کوم چې له ويجاړيدو څخه بچ پاتې شوي ول. د اټکلونو له مخې، له ۱۵۵۰۰ څخه لږ جوماتونه په خپل حالت کې دي او ويجاړ شوي جوماتونه د شنجيانګ په شاوخوا کې پاتې شوي دي.

ای اېس پي آی وويل، چارواکو په شنجيانګ کې د اسلامي مقدس ځايونو تقريباََ دریمه برخه -- د زیارتونو، هدیرو او زیارتونو په ګډون، ویجاړه کړه.

د ای اېف پي یوې پلټنې تیر کال وموندله چې په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوي، چې د انسانانو پاتې شوني او د ويجاړ شويو قبرونو خښتې په ځمکه خورې ورې پاتې شوي دي.

د چین رژیم په سیمه کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په تور تورن دی، چې په دې کې غیر قضایي توقیف، جبري کار، په جبري توګه شنډول، جنسي تیري او نسل وژنه شامل دي.

په شنجيانګ کې په نيول شويو کسانو کې ډیر هغه ځای ته ليږدول شوي چې بیجینګ یې د "بیا زده کړې" تاسیساتو په توګه يادوي. دا تاسيسات د دې لپاره جوړ شوي چې افراطیت ختم کړي او د زياتو کاري فرصتونو لپاره مسلکي روزنه چمتو کړي.

د يوې خپلواکې څيړنې له مخې، هلته کې د ۴۰۰ څخه زيات تاسیسات شتون لري، چې په دې کې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

د پخواني توقيفيانو، ساتونکو، خپلوانو او نورو ګواهانو له مخې، "ډارونکي او منظمه سرغړونې" په کېمپونو کې ترسره کيږي .

دوی د ذهن سازۍ تخنيکونه، د بجلۍ د شاک په واسطه شکنجه کول بیان کړل -- چې په دې کې د ساتونکو له خوا جنسي تيري، د بجلۍ ډنډې کارول، د خوراک څخه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییزه جنسي تیری او په جبري توګه شنډول شامل دي.

په شنجيانګ کې د کېمپونو څخه بهر ښځې هم په شنجيانګ کې د زیږون د مخنیوي لپاره د هڅو د برخې په توګه په جبري توګه د اسقاط حمل او شنډ کيدو سره مخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500