بشري حقونه

د اویغورانو سره ناوړه چلند احتمالاً د بیجینګ لخوا په لوړه کچه تصویب شوی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

اېډریان زینز، چې یو کارپوه دی او د اویغورانو سره د چلند په اړه یې څېړنه کړې، د مۍ په ۲۴مه په زرګونو عکسونه او رسمي اسناد خپاره کړل چې په شنجيانګ کې په ډله ایزه توګه د بنديتوب د پلي کولو لپاره د تاوتریخوالي په طريقو باندې نوي رڼا اچوي. [فايل/اېډریان زینز/ټویټر]

اېډریان زینز، چې یو کارپوه دی او د اویغورانو سره د چلند په اړه یې څېړنه کړې، د مۍ په ۲۴مه په زرګونو عکسونه او رسمي اسناد خپاره کړل چې په شنجيانګ کې په ډله ایزه توګه د بنديتوب د پلي کولو لپاره د تاوتریخوالي په طريقو باندې نوي رڼا اچوي. [فايل/اېډریان زینز/ټویټر]

واشنګټن -- متحده ایالاتو او جرمني د سه شنبې په ورځ (د مۍ په ۲۴مه) سختې اندیښنې څرګندې کړې ځکه چې نويو فايلونو د چین د اویغور مسلمان اقلیت د بند په اړه د حقونو څخه د سرغړونې "حیرانوونکي" تورونه په ډاګه کړل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس وویل چې شواهد ښیي چې ناوړه چلند احتمالاً په بیجینګ کې په لوړه کچه تصویب شوی دی.

هغه خبریالانو ته وویل، "موږ په دې راپورونو او ټکان ورکوونکو عکسونو باندې حیران یو."

هغه د چین ولسي جمهوریت ته په اشارې سره وویل، "دا تصور کول خورا ستونزمن دي چې د فشار اچولو، نيولو، د نسل وژنې کمپاين کولو او د بشریت پروړاندې د جرمونو د ترسره کولو لپاره يوه منظمه هڅه د پي آر سي د حکومت د لوړې کچې مرسته خوښي او تصويب ونه لري."

د چین پر کمونست ګوند تور لګول شوی چې په لرې لوېدیځه سیمه کې یې تر یو میلیون ډېر اویغوران او نور ډېر مسلمانان او ترک نژاده وګړي د څو کلونو د عملیاتو په ترڅ کې بنديان کړي دي. متحده ایالاتو، نورو هېوادونو او د بشري حقونو فعالانو دا کار "نسل وژنه" بللی دی.

پرايس وویل، "موږ په دوامداره توګه په پي آر سي غږ کړی او کوو چې سمدلاسه په خپلسري توګه ټول توقیف شوي کسان خوشې کړي، د بندیانو کېمپونه ختم کړي، ډله ایز توقیف، شکنجه کول، اجباري شنډول او په جبري توګه د مزدورانو کارول پای ته ورسوي."

اېډریان زینز، چې یو کارپوه دی او د اویغورانو سره د چلند په اړه یې څېړنه کړې، په زرګونو عکسونه او رسمي اسناد خپاره کړل چې په ډله ایزه توګه د بنديتوب د پلي کولو لپاره د تاوتریخوالي په طريقو باندې نوي رڼا اچوي.

ډېرو رسنیو د شنجيانګ د پولیسو فایلونو په نوم افشا شوي اسناد خپاره کړل چې داسې ښکاري چې په شنجيانګ کې د ډله ایز بندیتوب سیسټم د دننه برخې په زرګونو عکسونه ښیي چې ډېر توقیف شوي اویغوران پکې شامل دي.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ځوان کس د توقیف په وخت کې یوازې ۱۵ کلن و.

دغه فایلونه، چې څه برخه یې د بي بي سي او Le Monde په شمول د ډېرو خبري سازمانونو لخوا تایید شوې ده، په توقیف خانو کې په ژوند باندې هم رڼا اچوي.

په عکسونو کې داسې ښکاري چې افسران ښیي چې بندیان، چې مخونه يې پوښل شوي او په زينځيرونو تړل شوي، په ډنډو سره منع کوي، پداسې حال کې چې نور ساتونکي په نيونيفارم کې د وسلو سره ولاړ دي.

دا عکسونه پداسې حال کې خپاره شول کله چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل باچلیټ چین ته خپل سفر پېل کړو.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس - ګرین فیلډ په یو ټویټ کې وویل چې باچلیټ "باید دا مسله په کلکه وڅیړي او په چینایي چارواکو فشار راوړي ترڅو بشپړه، له خنډ پرته لاسرسی -- او ځوابونه چمتو کړي".

د هغې وزارت په یو بیان کې وویل، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک هم د دې تورونو په اړه د "شفافو تحقیقاتو" غوښتنه وکړه.

په ياده بیان کې ویل شوي، بیرباک له خپل چینايي سیال وانګ یي سره په یوه تلیفوني اړیکه کې "په شنجيانګ کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه ټکان ورکوونکو راپورونو او نويو شواهدو ته اشاره وکړه."

د دې میاشتې په پېل کې د ای اېف پي لخوا ترلاسه شوی د پولیسو ډېټابېس د زرګونو توقیف شويو اویغورانو نومونه او توضیحات لري.

د مسلمانانو اتحاد

په منځني ختيځ کې ديني عالمانو او پوهانو ويلي چې عربي او اسلامي هېوادونه او بلاکونه بايد د شنجيانګ پر مسلمانانو د چين د ظلمونو په اړه خپل دريځ يو موټی کړي او د دغه ظلم د ختمولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

دیني عالمانو وويل چې د چین حکومت د اویغورانو سره د ناوړه چلند د دوام د مخنیوي لپاره ترټولو غوره لاره دا ده چې په پراخه کمپاینونه ترسره کړو او د چینایي توکو بایکاټ وکړو.

دوی وویل، عربي هېوادونه باید د سازمانونو او بلاکونو لکه د د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) او د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) له لارې د چین د مسلمان اقليتونو په وړاندې د ظالمانه کړنو غندنه وکړي.

په الازهر يونيورسټۍ کې د شريعت او حقوقو پروفيسر نایف عبد ربو وویل، "په دیني لحاظ سره، د یو مسلمان دنده دا ده چې د خپل مسلمان ورور ملاتړ او مرسته وکړي، که هغه د ظلم قرباني وي."

د ام القره يونيورسټۍ د تقابلي فقهې پروفيسر عبدالله المقرین وویل، "چین په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې پراخې [اقتصادي] ګټې لري."

هغه وویل، هېوادونه کولی شي له دې څخه د يو ځواک په توګه کار واخلي ترڅو د چین په حکومت فشار راوړي چې د مسلمانانو پر وړاندې له خپلو اقداماتو څخه ډډه وکړي.

المقرين د چين د مسلمانانو پر ضد د ظلمونو د خبرونو د شريکولو لپاره د ولسي مظاهرو او د ټولنيزو رسنيو په کارولو ټينګار وکړو او په حکومتونو يې د فشار راوړلو لپاره د چين د اقداماتو په وړاندې په دريځ نيولو باندې ټينګار وکړو.

هغه زیاته کړه، "د انفرادي هېوادونو دریځونه ممکن د پام وړ پایله رامنځته نه کړي، د هغو ډله ايزو اقداماتو برعکس چې د او آی سي او جي سي سي په څېر ډلې يې پورته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500