بشري حقونه

د ملګرو ملتونو نوي مشر پر چین فشار راوړی چې په شينجيانګ کې د بشري حقونو په اړه 'جدي اندېښنې' حل کړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په ۲۰۲۱ کال کې په استانبول کې د چین قونسلګرۍ ته نږدې احتجاج کونکي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

په ۲۰۲۱ کال کې په استانبول کې د چین قونسلګرۍ ته نږدې احتجاج کونکي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

جینیوا، سویسټزرلېنډ -- د ملګرو ملتونو د حقونو مشر وولکر ټرک د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۷مه) له بیجینګ څخه وغوښتل چې د ​چین په شينجيانګ صوبه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د "جدي اندېښنو" د حل لپاره اقدام وکړي​.

ټرک د لویدیځو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو تر فشار لاندې دی چې د شینجيناګ په اړه قوي دريځ غوره کړي وروسته له هغې چې د هغه نه مخکي مشر په لرې لویدیځه سیمه کې د بشریت پروړاندې احتمالي جرمونو ته په اشارې سره يو حیرانوونکی راپور ورکړی و.

ياد راپور په شينجيانګ کې د اویغورانو او نورو زياتره مسلمانو، ترکي ژبو اقليتونو له حقونو څخه د سرغړونې یو لړ توضیحات وړاندې کړي او له نړۍ څخه يې غوښتلي چې په لرې لویدیځه سیمه کې د بشري حقونو وضعیت ته "عاجل پام" وکړي.

دې د پراخې ځورونې، خپلسري توقیف او د مذهبي او د زیږون د حقونو څخه د سرغړونې "معتبر" تورونه په ګوته کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ټرک د مارچ په ۶مه د سویسټزرلېنډ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۵۲مې شورا غونډې ته راورسېدو. [فیبریس کوفریني/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ټرک د مارچ په ۶مه د سویسټزرلېنډ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۵۲مې شورا غونډې ته راورسېدو. [فیبریس کوفریني/ای اېف پي]

دې د ملګرو ملتونو د کمپاین کونکو او د نورو د اوږدمهاله تورونو ملاتړ هم وکړو چې په بیجینګ دا تور لګوي چې د یو ملیون څخه ډیر اویغور او نور مسلمانان يې د "بېرته زده کړې په کېمپونو" کې توقیف کړي او په جبر سره يې میرمنې شنډې کړي دي.

په دغه تورونو کې ډله ایز بندي کول، اجباري کار، اجباري شنډول، سیستماتیک جنسي تیري او د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول شامل دي.

د اویغور د حقونو کمپاین کونکو، متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو ویلي چې ​چین په شينجيانګ کې د مسلمان اقليتي ډلو "نسل وژنه" کوي​.

په تېر اکتوبر کې ۵۰ هېوادونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې په کې له ملګرو ملتونو څخه د چین "په شينجيانګ کې د اویغورانو او نورو اکثریتي مسلمانو اقليتونو د بشري حقونو پرله پسې سرغړونو" په اړه​ د "بیړنۍ پاملرنې"​ غوښتنه وشوه.

بیجینګ دا تورونه په کلکه ردوي او ټینګار کوي چې د افراطیت سره د مبارزې لپاره په سیمه کې د حرفوي زده کړو مرکزونه چلوي.

'جدي اندېښنې'

ټرک د روان کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لومړۍ غونډې ته په خپله وينا کې وويل، ملګري ملتونه د اقليتونو لکه په شينجيانګ کې ​د اويغورانو​ او​ تبتيانو​ د ساتنې په اړه اندېښمن دي.

هغه وويل، "د ​چين په اړه​، موږ د بشري حقونو د مختلفو مسايلو د تعقيب لپاره له مختلفو لوبغاړو سره د اړيکو چينلونه پرانيستي دي."

"په شينجيانګ سیمه کې، زما دفتر جدي اندېښنې مستند کړي دي -- په ځانګړې توګه په لویه کچه خپلسري توقیفونه او د کورنۍ جدا کول -- او مهمې سپارښتنې یې کړي چې دقیق تعقیب ته اړتیا لري."

ټرک په چین کې د مدني خبرو اترو د محدودیتونو او په هانګ کانګ کې د ملي امنیت د پراخه قانون په اړه هم ناخوښي څرګنده کړه چې په ۲۰۲۰ کال کې د ښار د لوی او اکثر د جمهوريت پلوه تاوتريخجن احتجاجونو وروسته د اختلاف د مخنیوي لپاره نافذ شو.

"موږ په عمومي ډول په مدني ځای د سخت محدودیت په اړه هم اندېښنې لرو، چې پکې د بشري حقونو مدافعینو او وکیلانو خپلسری توقیف او په هانګ کانګ کې د ملي امنیت قانون اغیزې شاملې دي."

دا د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر په توګه د دندې تر پېل کولو وروسته په جنیوا کې شورا ته د ټرک لومړۍ وینا وه.

'له حقایقو څخه انکار کول بند کړئ'

د يادې وينا په ځواب کې، د چين سفير چن زو وويل چې د ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې لپاره د بېجينګ په هڅو سره په شينجيانګ کې بشري حقونه "ښه ساتل شوي" دي.

د متحده ایالاتو سفیر میشل ټېلر د سه شنبې په ورځ له شورا څخه وغوښتل چې "په شينجيانګ کې د بشري حقونو د جدي او روانې سرغړونې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي".

تېره میاشت هغې وویل چې واشنګټن اراده لري چې "په شينجيانګ کې د ایغورانو او د نورو توکمیزو او مذهبي اقليتي ډلو غړو سره د مستند شوي ناوړه چلند ښکاره کولو ته دوام ورکړي".

"زه په ځانګړې توګه د ټرک د عالي کمیشنر څخه مننه کوم چې زما او نورو سره یې ژمنه کړې چې هغه به د خپل دفتر د راپور تر شا ودریږي."

په عېن حال کې، د برتانیې سفیر سایمن منلي پر بیجینګ غږ وکړو چې "د حقایقو له انکار کولو څخه ډډه وکړي او د ټرک د دفتر وړاندیزونو ته په جدي او رغنده توګه پام وکړي".

هیلري پاور، چې په جينيوا کې د بشري حقونو د څار ډلې ډايريکټره ده، له دې شورا څخه وغوښتل چې "​په چین کې د شینجیانګ په شمول په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونې وڅېړي"​ او دا يې په ګوته کړه چې دا غږ "په ټولو سیمو کې په سلګونو ناودلتي موسسو او د ملګرو ملتونو ګڼ شمېر کارپوهانو پورته کړی دی".

د بښنې نړېوال سازمان مشر اګنیس کالمارد پر ټرک غږ وکړو چې د شينجيانګ د راپور په عامه توګه ملاتړ وکړي.

هغه د خپلې وینا نه مخکې خبریالانو ته وویل چې "ټرک به د شينجيانګ د خلکو سره د خپل کار او ژمنې او له چین سره د مبارزې په برخه کې د خپلې زړورتیا په اساس وارزول شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500