چاپیریال

په ګوادر کې د سکارو نوی پاور پلانټ د چین او چاپیریال په اړه بحثونه راپورته کوي

د زرک خان له خوا

په ۲۰۲۲ کال کې د ګوادر يو زوړ عکس. پاکستان پلان لري چې د چین له دولتي ادارو څخه د مالي مرستې ترلاسه کولو وروسته هلته د سکارو د بجلۍ پلانټ جوړ کړي. [زرک خان]

په ۲۰۲۲ کال کې د ګوادر يو زوړ عکس. پاکستان پلان لري چې د چین له دولتي ادارو څخه د مالي مرستې ترلاسه کولو وروسته هلته د سکارو د بجلۍ پلانټ جوړ کړي. [زرک خان]

د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د وارداتي سکارو پر بنسټ د ۳۰۰ میګاواټه بجلۍ پروژې بیا تصویب نه یوازې د ​چین د ۲۰۲۱ کال ژمنې​، چې په بهر کې به د سکارو د بجلۍ نوي پلانټونه نه جوړوي، په اړه بحثونه راپورته کړي بلکې ​د پاکستان​په اقتصاد او چاپیریال يې اغيزې هم رامننځته کړي دي​.

پاکستان اوسمهال ​د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی) يوه پاکستانۍ برخه ده، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور)​ په نوم هم پيژندل کيږي، لاندې په ګوادر کې د سکارو پاور پلانټ په اړه د چین د دولتي ادارو سره خبرې اترې کوي.

شاه جهان مرزا، د دولتي ملکیت پرايويټ بجلۍ او زیربنا بورډ مشر دی، دي تهرډ پول ويب پاڼې ته په یوې مقاله کې چې د مارچ په ۱۶مه خپره شوې وه وویل، چارواکي غواړي چې د دې پروژې لپاره تمویل د کال تر پایه پورې بشپړ شي ترڅو د جوړولو کار ژر تر ژره پېل شي.

چین -- چې د نړۍ ترټولو لوی ککړونکی او د سکارو ترټولو لوی مصرف کونکی دی -- د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ژمنه وکړه چې د سکارو د کمولو لپاره به په نړېواله هڅه کې د خپلې ونډې د یوې برخې په توګه د بهرنیو سکارو پروژې پای ته ورسوي ترڅو​د اقليم ګرمونکي ګرين هاوس ګيس اخراج کم کړي​​.

خو په حقيقيت کې،​ چین د خپلې انرژۍ اړتیاوې پوره کولو او د پاکستان په ګډون په مخ پر ودې هېوادونو کې د خپل نفوذ د زیاتولو په هڅه کې د سکارو تولید ته وده ورکوي​.

د سي پېک د ويبپاڼې له مخې، د چین د مخابراتو ساختماني شرکت (CCCC)، چې زياتره د چين دولتي اداره ده، پدې پروژه کار کوي، چې د اټکل له مخې ۵۴۲.۳۲ مليونه آمريکايي ډالره لګښت لري.

CCCC یو له ۲۴ چینایي دولتي شرکتونو څخه دی چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ کال د اګست په مياشت کې په تور لیست کې شامل کړی دی.

دا پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د سي پېک لاندې تصویب شوې او منظور شوې وه، خو په رسمي توګه پرې کار پېل نه شو.

وروسته له هغې چې د هغه وخت وزیر اعظم عمران خان په دسمبر ۲۰۲۰ کال کې د سکارو پر بنسټ د بجلۍ تولید د بندولو اعلان وکړو، څارونکو تمه لرله چې دا پروژه به وځنډول شي ځکه چې د دې لپاره مالي تمویل شتون نه لرلو.

خو د ګوادر د پاور پلانټ د جوړولو په اړه بحث په تېره جولای کې بیا هغه وخت پېل شو کله چې اوسني حکومت د اقتصادي ستونزو او د وارداتو د زیاتوالي له امله د دې پروژې لپاره د متبادل تېلو د برابرولو پریکړه وکړه.

چارواکو وویل، د چین حکومت پاکستان دې ته اړ کړو چې د خپلې تګلارې موخې بدلې کړي او پلانټ بیرته وارداتي سکارو ته واړوي.

اقتصادي بوج

اقتصاد پوهان او چارواکي وايي، په وارداتي سکارو د ګوادر د پاور پلانټ چلول به د پاکستان اقتصادي بحران نور هم خراب کړي.

چین د مخکې نه په پاکستان کې د سکارو پاور پلانټ جوړ کړی او تمویل کړی دی، چې د شنونکو په وینا، د اسلام آباد لپاره اقتصادي بار جوړ شوی او د دې د خراب اقتصادي وضعیت يو لوی لامل دی.

پاکستان په وروستیو مياشتو کې د ګرانۍ له امله د اقتصادي بحران په ترڅ کې د انرژۍ له سخت کمي سره مخ دی. د دې لپاره چې مسله نوره هم خرابه کړي، د سکارو بیې په سویلي افریقا کې د مدني ناکراریو او​​په اوکراین باندې د روسیې د یرغل​​له امله په پراخه کچه لوړې شوې دي.

د بهرنیو زیرمو د نشتوالي سره، اسلام آباد د مخکې نه د چین لخوا د جوړ شويو پلانټونو لپاره د ارزان سکارو په لټه کې دی.

د پاکستان د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "اوس د پاکستان لپاره ګرانه ده چې ګران سکاره واخلي ۔۔۔ ترڅو په هېواد کې د بجلۍ د مخ په زیاتیدونکي بحران باندې قابو ومومي."

ياد چارواکي وویل چې د سکارو د غیر متوقع نرخونو له کبله د چین لخوا د تمویل شويو د سکارو بجلۍ جوړولو پروژې چلول "ناممکن" کار دی.

ډان ورځپاڼې د می په ۱۰مه راپور ورکړو چې په پاکستان کې د چین د بجلۍ تولیدونکو شرکتونو ګواښ وکړو چې د تیرې می په میاشت کې به خپل پلانټونه تر هغه وخته پورې ودروي ترڅو چې حکومت هغوی ته ۳۰۰ ملیارده پاکستانۍ روپۍ (۱.۱ ميليارده آمريکايي ډالره) ور نکړي.

چینایي شرکتونو وويل چې دوی ته د سکارو د نرخونو سره سم اړین نغدي پيسې ندي ورکړل شوي.

چاپیریالي، امنیتي اغیزې

کراچۍ ته نږدې د پورټ قاسم پاور پلانټ د قضیې مطالعې په جریان کې، د بوسټن يونيورسټۍ (بي يو) د نړېوالې پرمختیا د پالیسۍ مرکز سره تړاو لرونکو څېړونکو یوې ډلې وموندل چې په پاکستان کې د چین لخوا تمویل شوي پاور پلانټونه ممکن د چاپیریال زیان منونکو سیمو ته هم وغځيږي.

بوسټن يونيورسټۍ په نومبر ۲۰۲۱ کال کې وویل، د پورټ قاسم د بجلۍ پروژه، چې د چین له خوا جوړ شوي د سکارو پلانټونو څخه یو دی، "پاور پلانټ ته د نږدېوالي له امله د شاوخوا ټولنې لپاره د پام وړ روغتیا خطرونه رامینځته کوي، پداسې حال کې چې د مطالعې په نفوس کې په کال کې د ۴۹ اضافي مرګونو اټکل کیږي."

په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې ساري وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې تاثیراتو ته پام نه کوي يا په اړه يې اندېښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.

د ځايي خلکو په وينا، پاکستاني چارواکو د بېجينګ په امر د دسمبر په مياشت کې ​​په ګوادر کې د احتجاجي غورځنګ​​ خلاف عمليات پېل کړل.

احتجاج کوونکو غوښتل چې د سیمه ایزو او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د هغو پروژو لپاره د ګوادر بندر، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي پېک) يوه مهمه برخه ده، په امنیتي پوسټونو کې د ځایي خلکو د ځورونې مخنيوی وشي.

اشرف علي، چې د ګوادر زده کونکی دی، په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان فارورډ ته وويل، "ګوادر د سوداګرۍ او تجارت د مرکز او د اوسیدونکو لپاره د پرمختیايي پروژو د جوړولو پرځای، چین پاکستاني چارواکي دې ته مبجوروي چې دغه بندري ښار د امنیت يوه سيمه جوړه کړي او ​د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي​​."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500