په پاکستان کې د چین لخوا جوړ شوي د سکارو د بجلۍ پلانټونه، چې د اوږدې مودې راهیسې يې د چاپیریال جدي اندیښنې راپورته کړي دي، اوس د سکارو په بیو کې د لوړوالي سره د هېواد لپاره لوی اقتصادي بارجوړ شوی دی.
پاکستان په وروستیو هفتو کې د مهنګايۍ له امله د اقتصادي بحران په ترڅ کې د انرژۍ له سخت کمي سره مخ دی. د دې لپاره چې مسله نوره هم خرابه کړي، د سکارو بیې په سویلي افریقا کې د مدني ناکراریو اوپه اوکراین باندې د روسیې د یرغلله امله په پراخه کچه لوړې شوې دي.
د بهرنیو زیرمو د نشتوالي سره، اسلام آباد د چین لخوا د جوړ شويو پلانټونو لپاره د ارزان سکارو په لټه کې دی.
وزیر اعظم شهباز شریف د جون په ۲۷مه د لوړې کچې په غونډه کې له افغانستان څخه د ارزان خو د لوړ کیفیت سکارو واردولو لپاره د امریکايي ډالرو پر ځای د روپیو کارولو منظوري ورکړه.
![د کراچۍ اوسېدونکي د جولای په ۲مه د بجلۍ د لوډشیډنګ خلاف احتجاج کوي. د دې پر ځای چې د انرژۍ په بحران کې له پاکستان سره مرسته وکړي، د چین لخوا جوړ شوي د سکارو بجلۍ پلانټونه یو لوی اقتصادي بوج ګرځیدلی دی. [زرک خان]](/cnmi_pf/images/2022/07/13/36185-photo_2__2_-585_329.jpg)
د کراچۍ اوسېدونکي د جولای په ۲مه د بجلۍ د لوډشیډنګ خلاف احتجاج کوي. د دې پر ځای چې د انرژۍ په بحران کې له پاکستان سره مرسته وکړي، د چین لخوا جوړ شوي د سکارو بجلۍ پلانټونه یو لوی اقتصادي بوج ګرځیدلی دی. [زرک خان]
![د ۲۰۲۱ کال يو زوړ عکس د لارو يوه ډله ښيي چې د افغانستان څخه سکارہ وړي او په کرم ضلعه کې د خرلاچي په پوله پاکستان ته د ننوتلو لپاره په کتار کې ولاړې دي. [زرک خان]](/cnmi_pf/images/2022/07/13/36186-photo_3__1_-585_329.jpg)
د ۲۰۲۱ کال يو زوړ عکس د لارو يوه ډله ښيي چې د افغانستان څخه سکارہ وړي او په کرم ضلعه کې د خرلاچي په پوله پاکستان ته د ننوتلو لپاره په کتار کې ولاړې دي. [زرک خان]
د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړو، "وزیر اعظم ته خبر ورکړل شو چې د افغانستان څخه د سکارو واردول، چې په پېل کې یوازې د ساهیوال او حب بجلۍ پلانټونو لپاره اړین دي، به د وارداتو په بیل کې په کال کې له ۲.۲ ملیارد ډالرو څخه د ډېرو پيسو بچت وکړي."
د باختر دولتي خبري اژانس د جولای په ۲۹مه راپور ورکړو، البته، افغان چارواکو د سکارو د في ټن بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه او په صادراتو یې ٪۳۰ ټيکس ولګولو.
په پنجاب صوبه کې د هوانګ شینډنګ روی - ساهیوال د سکارو پاور پلانټ او په بلوچستان صوبه کې د حبکو د سکارو د بجلۍ پلانټ -- چې دواړه د ۱۳۲۰ میګاواټه بجلۍ تاسیسات دي چې ملي شبکې ته بجلي چمتو کوي -- د چین لخوا جوړ شوي او تمویل شوي د بجلۍ پروژې دي چې د فعاليت لپاره سکارو ته اړتیا لري.
سکاره د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)، چې د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (BRI)يوه پاکستانۍ برخه ده، د پاکستان د انرژۍ په پروژو کې یوه لویه برخه لري. BRI د یو کمربند یو سړک (OBOR) په نوم هم یادیږي.
تهرډ پول په اکتوبر ۲۰۲۱ کال کې راپور ورکړو، د چین له خوا د ۱۸ 'لومړیتوب' د انرژۍ د پروژو څخه، نهه د سکارو وې.
په دې کې، څلور -- د هواننګ شانډونګ روی - ساهیوال د سکارو د بجلۍ پلانټ او د حبکو د سکارو د بجلۍ پلانټ په ګډون -- بشپړ شوي او له ۲۰۱۷ کال راهیسې ملي شبکې ته بجلي ورکوي.
چین د سپتمبر په میاشت کې ژمنه وکړه چې په نړېوالو هڅو کې د خپلې مرستې د یوې برخې په توګه د بهرنیو سکارو پروژې پای ته ورسوي ترڅو د اقلیم تودوخې د شنو خونو ګازونو اخراج کم کړي.
اقتصادي بوج
په اسلام آباد کې چارواکي او شنونکي وايي، د چین لخوا تمویل شوي د سکارو پروژې د حکومت لپاره یو اقتصادي بوج ګرځېدلی دی.
د پاکستان د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "اوس د پاکستان لپاره ګرانه ده چې د دغه پلانټونو د چلولو لپاره ګران سکاره واخلي ترڅو په هېواد کې د بجلۍ د مخ په زیاتیدونکي بحران باندې قابو ومومي."
هغه وويل، په نړېوال بازار کې د يو ټن سکارو بيه د مارچ په مياشت کې ۴۲۵ ډالرو ته رسېدلې وه، مخکې له دې چې راټيټه شي.
ياد چارواکي وویل چې د سکارو غیر متوقع نرخونه د چین لخوا تمویل شوي د سکارو څخه د بجلۍ تولیدولو پروژې چلول "ناممکن" کوي.
ډان ورځپاڼې د مۍ په ۱۰مه راپور ورکړو چې په پاکستان کې د چین د بجلۍ تولیدونکو شرکتونو ګواښ وکړو چې د مۍ په میاشت کې به خپل پلانټونه تر هغه وخته پورې ودروي ترڅو چې حکومت هغوی ته ۳۰۰ ملیارده پاکستانۍ روپۍ نه وي ورکړي.
چینایي شرکتونو وويل چې دوی ته د سکارو د نرخونو سره سم اړین نغدي پيسې ندي ورکړل شوي.
پاکستان اوس له چین څخه د CPEC پورې اړوند د بجلۍ پروژو لپاره په قرضو کې د نرمۍ غوښتنه کوي.
د مالیې وزارت چارواکي وویل، "بیجینګ، چې ادعا یې کړې چې 'د هر موسم ملګری دی' ... پرځای یې په [پاکستان] په دوامداره توګه فشار راوړی چې د هغې قرضه ورکړي."
د چاپیریال خطرونه
په پاکستان کې د CPEC پورې اړوند د سکارو پروژې په دې تورنې شوي چې له اوږدې مودې راهیسې په سویلي آسیا کې په پراخه کچه هوا ککړوي او ځایي خلک د جدي روغتیا د خطرونو سره مخ کوي.
په تهر کې د سکارو کانونو او د بجلۍ د پلانټونو جوړولو او چلولو پلان په ځواب کې د سختو اغیزو په اړه خبرداری ورکړل شو.
په می ۲۰۲۰ کال کې، د انرژۍ او پاکې هوا په اړه د څیړنې مرکز (CREA)، چې په واشنګټن ډي سي کې میشته يوه څېړنيزه موسسه ده، "د پاکستان په تهر کې د وړاندیز شوي سکارو کان کیندنې او د بجلۍ کلستر له امله د هوا ککړتیا، روغتیا او زهرجن اغیز" په نوم یوه څیړنه خپره کړه.
د دغه مطالعې له مخې، د ۳۰ کلونو په عملیاتي موده کې، په تهر کې د سکارو کانونو او بجلۍ پلانټونو څخه د اخراج له کبله به د هوا د ککړتیا پورې اړوند ۲۹۰۰۰ مرګونه رامنځته کړي، ۴۰۰۰۰ کسان به د دمې ايمرجنسي وارډونو ته لاړ شي، په ماشومانو کې به د سالنډۍ ۱۹۹۰۰ نوي کېسونه رامنځته شي او ۳۲۰۰۰ ماشومان به له وخت څخه مخکې پيدا شي.
دغه سازمان زیاته کړه چې د پلانټونو له کبله به د ۲۰ مليونه ورځو د کار څخه د رخصتۍ سبب وګرځي (د ناروغۍ رخصتي) او د ۵۷۰۰۰ کلونو مودې په حساب سره په انسانانو کې به اوږدمهاله د سږو ناروغي، د شکر ناروغۍ او سټروک پورې اړوند معلولیتونه رامينځته شي.
ياد راپور خبرداری ورکړو، "وړاندېز شوي پلانټونه به په سویلي آسیا کې د هوا د ککړتیا، د مرکري او CO2 د اخراج ترټولو لوی ځایونه وي." "دغه پلانټونه به په کال کې د اټکل له مخې ۱۴۰۰ کیلوګرامه مرکري خارج کړي، چې یو پر پنځمه برخه به یې په سیمه کې د ځمکې په چاپيريال کې زیرمه شي."
د CREA مخکښ شنونکي لوري میلي ویرتا د ۲۰۲۰ کال د مۍ په مياشت کې د زوم بحث په جریان کې وویل، په عېن حال کې، نور هېوادونه د اقلیم د بدلون، د هوا ککړتیا او اقتصادي اغیزو له امله د سکارو پر بنسټ د بجلۍ پلانټونه له منځه وړي.