اسلام آباد -- په پاکستان کې د اقلیم د بدلون په اړه بحث وروسته له هغه رامینځته شو کله چې په وروستیو هفتو کې لویو سیلابونو هېواد ویجاړ کړو او د چين لخوا جوړ شوي د سکارو بجلۍ پلانټونه یې په ګوته کړل. دا پلانټونه پدې تور تورن دي چې په هېواد کې لویه د هوا ککړتیا رامنځته کوي او ځایي خلک د جدي ستونزو سره مخ کوي.
د پاکستان د ناورینونو د مدیریت ادارې د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵مه) په خپل وروستي راپور کې وویل، د مونسون سخت بارانونو د جون په نیمایي کې پېل شوي ول او په نتیجه کې سیلابونو تر ۱۶۰۰ څخه زیات کسان وژلي او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان یې اغیزمن کړي دي.
چاپیریال پوهانو وویل، د دې اوړي د نه ختمیدونکي مونسون بارانونو سربیره، د اپرېل او مۍ په میاشتو کې د ډراماتیک تودوخې څپې په سیلابونو کې ډېره مرسته کړې.
که څه هم، ځینې شنونکي په پاکستان کې د چین لخوا جوړ شوي د سکارو د بجلۍ پلانټونه هم په هېواد کې د اقلیم د بحران لپاره د نورو عواملو په توګه تورنوي.
سکارو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) لاندې د پاکستان د انرژۍ د پروژو یوه لویه برخه ده. سي پېک د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)، چې د يو کمربند يو سړک (اوبور) په نوم هم يادېږي، يوه برخه ده.
تهرډ پول، یوه خبرې ويب پاڼه چې د همالیا د اوبو په سرچينو باندې تمرکز کوي، په تیر اکتوبر کې راپور ورکړو چې د چین له خوا د ۱۸ 'لومړیتوب' د انرژۍ د پروژو څخه، نهه د سکارو په واسطه فعاليت کولو.
د سکارو د بجلۍ پلانټونه په نړۍ کې د شنو خونو ګيسونو پنځمه برخه تولیدوي -- د هرې بلې سرچینې څخه ډېره -- او دا اخراج په مستقیم ډول د خراب موسمي پیښو سره تړاو لري، لکه وروستي سیلابونه.
د سکارو د پروژو د ختمولو غوښتنه
چین -- چې تر دې دمه د نړۍ ترټولو لوی ککړونکی او د سکارو ترټولو لوی مصرف کونکی دی -- د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې ژمنه وکړه چې د اقلیم تودوخې د شنو خونو ګيسونو اخراج کمولو لپاره به په نړیواله هڅه کېد خپلې ونډې د یوې برخې په توګه د بهرنیو سکارو پروژې پای ته ورسوي.
خو په حقيقت کې،چین د خپلې انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو په هڅه کې د سکارو تولید ته وده ورکوي.
د بوسټن يونيورسټۍ (بي يو) د نړېوالې پراختیا پالیسۍ مرکز د فبرورۍ په میاشت کې وویل چې په ټوله نړۍ کې د سکارو پلانټونه چې د چین پراختیایي مالیه یا بهرنۍ مستقیمه سرمايه کاري یې ترلاسه کړې فعال دي، چې د ۴۱ ګیګاواټو (جي ډبليو) د تولید ظرفیت لري.
بوسټن يونيورسټۍ وویل، "هغه هېوادونه چې د چین لخوا تمویل شوي د سکارو ترټولو ډېر عملیاتي ظرفیت لري، هغه پاکستان، ویتنام، اندونیزیا، هند او سویلي افریقا دي."
چاپېریال پوهان د سکارو د موجوده پلانټونو د ژر ختمولو غوښتنه کوي، نه یوازې دا چې د دوی په جوړولو دې بندیز ولګي.
بوسټن يونيورسټۍ زیاته کړه، "د سکارو پلانټونه عموماً له ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې ژوند لري، او نږدې ټول د چین لخوا تمویل شوي د سکارو پلانټونه ... له یوې لسیزې څخه کم عمر لري."
په پاکستان کې، د چین لخوا تمویل شوي د سکارو پروژې ژر تر ژره د ختمولو غوښتنی د وروستیو سیلابونو له امله د رامینځته شوي تباهۍ وروسته زور اخيستی دی.
د لاهور یو څیړونکی امجد سعید، چې د چاپیریال او انرژۍ په برخه کې کار کوي، وویل، "د وروستیو سیلابونو وروسته، د پاکستان لپاره دا ښه وخت دی چې د اقلیم د بدلون لپاره د توافق پلان جوړ کړي او د چین لخوا تمویل شوي د سکارو پروژې بندې کړي."
هغه وویل، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هېوادونه د اقلیم د بدلون، د هوا ککړتیا او اقتصادي اغیزو له امله د سکارو پر بنسټ د بجلۍ کارخانې بندوي.
هغه وویل، "د سکارو د بجلۍ پروژې د ځمکې د اوبو د زیاتیدونکي کمي او زهرجن کېدو لامل کیږي، چې په پايله کې د دوی په شاوخوا کې مېشت ځایي ټولنې ناروغه کوي او چاپیریال ککړوي."
د روغتیا مخ په زياتيدو اندېښنې
کراچۍ ته نږدې د پورټ قاسم پاور پلانټ د قضیې مطالعې په جریان کې، د بوسټن يونيورسټۍ سره تړاو لرونکو څېړونکو یوې ډلې وموندله چې په پاکستان کې د چین لخوا تمویل شوي د بجلۍ پلانټونه ممکن د چاپیریال زیان منونکو سیمو ته هم وغځيږي.
بوسټن يونيورسټۍ په تېر نومبر کې وویل، د پورټ قاسم د بجلۍ پروژه "د بجلۍ پلانټ ته د نږدې کېدو له امله د شاوخوا ټولنې لپاره د پام وړ روغتیا خطرونه رامینځته کوي، پداسې حال کې چې د مطالعې په نفوس کې په کال کې د ۴۹ اضافي مرګونو اټکل کیږي."
همدارنګه، په پاکستان کې د چین لخوا تمویل شوي د بجلۍ دوه نورې پروژې -- په سند کې د تهر د سکارو د بجلۍ پروژه او په ګلګت بلتستان کې د بونجي د بجلۍ مرکز -- د ځایي خلکو په ځمکو کې جوړ شوي دي.
د تهر صحرا په سیمه کې د پروژو د پېل راهیسې، په سند صوبه کې ګڼ شمېر احتجاجونه شوي دي.
پخوانیو مطالعاتو وړاندوینه وکړه، د تهر اوسیدونکي به په سیمه کې د سکارو پورې اړوند پروژو د مستقیمې پایلې په توګه د روغتیا د لويو ستونزو سره مخ شي.
د اقلیم انصاف او پاکې انرژی لپاره اتحاد (ACJCE)، چې یو محلي پلېټ فارم دی چې د پاکستان مخکښ چاپیریال پوهانو او د ټولنې مشران پکې شامل دي، د ۲۰۲۱ کال په خپله مطالعه کې "د سکارو رش: د تهر د خلکو د ځمکو په حقونو باندې د سکارو د بجلۍ د تولید اغیز""سکارو ته د پاکستان بدبختانه تګ" ټولنیزې اغیزې وغندلې.
ACJCE وموندله چې دا ګمان کوي چې د ۱۰ کلیو له ټولنو څخه شپږ چې په تهر کې يې سروې کړې ده به "په بشپړه توګه بې ځایه" شي.
د مۍ ۲۰۲۰ مطالعې له مخې، چې د انرژۍ او پاکې هوا د څیړنې مرکز (هیلسنکي، فنلینډ) لخوا ترسره شوی وه، د تھر د سکارو کانونو او د بجلۍ د پلانټونو څخه اخراج د ۳۰ کالو په موده کې د هوا ککړتیا پورې اړوند د ۲۹۰۰۰ مرګونو لامل کیدې شي.
په ورته ډول، د نیلم او جهلم د اوبو بجلۍ پلانټ، د چین لخوا تمویل شوې بله پروژه، احتمالي مهمو استوګنځایونو او داخلي ځمکو ته غځيږي.
د هند اکانومیک ټایمز راپور ورکړو چې د سپتمبر په مياشت کې، چینایي انجینرانو په ناڅاپي ډول د نیلم او جهلم د هایډرو پاور پلانټ مرمت کولو پلانونه پریښودل، چې د جولای په میاشت کې د ټیلریس په تونل کې د درزونو له امله وتړل شو.
چینایانو د سیمه ایزو احتجاجونو او "د باور وړ امنیت په وړاندې کولو کې د پاکستان د پولیسو ناکامۍ" ته اشاره وکړه.
اقتصادي بوج
په اسلام آباد کې چارواکي او شنونکي وايي، د چین لخوا تمویل شوي د سکارو پروژې د پاکستان حکومت لپاره یو اقتصادي بوج ګرځېدلی دی.
د پاکستان د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د سکارو د بیو د لوړیدو په ترڅ کې، اوس د پاکستان لپاره ګرانه ده چې د دغه پلانټونو د چلولو لپاره ګران سکاره واخلي ترڅو په هېواد کې د بجلۍ د مخ په زیاتیدونکي بحران باندې قابو ومومي."
ياد چارواکي وویل چې د سکارو غیر متوقع نرخونه د چین لخوا تمویل شوي سکارو څخه د بجلۍ تولیدولو پروژې چلول "ناممکن" کوي.
ډان ورځپاڼې د مۍ په ۱۰مه راپور ورکړو چې په پاکستان کې د چین د بجلۍ تولیدونکو شرکتونو ګواښ وکړو چې د مۍ په میاشت کې به خپلې کارخانې تر هغه وخته پورې ودروي ترڅو چې حکومت هغوی ته ۳۰۰ ملیارده پاکستانۍ روپۍ نه وي ورکړي.
چینایي شرکتونو وويل چې دوی ته د سکارو د نرخونو سره سم اړین نغدي پيسې ندي ورکړل شوي.
پاکستان اوس له چین څخه د سي پېک پورې اړوند د بجلۍ پروژو لپاره د قرضې د معاف کولو غوښتنه کوي.
د مالیې وزارت يو چارواکي وویل، "بیجینګ، چې ادعا یې کړې چې د هر موسم ملګری دی... پرځای یې په [پاکستان] باندې په دوامداره توګه فشار راوړی چې د هغې قرضه ورکړي."