انرجي

شنونکي وايي چې د پاکې انرژۍ لپاره د چين هڅې د عمل په پرتله يوازې خبرې دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د ۲۰۱۵ کال په ۱۹ نومبر په چین کې د شانشي صوبې ډېټونګ ته نږدې د سکارو د بریښنا سټیشن نه لوګي پورته کيږي. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د ۲۰۱۵ کال په ۱۹ نومبر په چین کې د شانشي صوبې ډېټونګ ته نږدې د سکارو د بریښنا سټیشن نه لوګي پورته کيږي. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

بیجینګ -- که څه هم چین ادعا کوي چې دا د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینو ته مخه کوي چې د ۲۰۶۰ کال پورې د کاربن اخراج د کمولو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي، خو د دې عملونه د هغې له ټکو سره سمون نه خوري ځکه چې دا په "ګندا خشاکو" کې زیاته سرمايه کاري کوي.

د انرژۍ شنونکي او د چاپیریال ساتونکي خبرداری ورکوي چې د چین رژیم پلان لري چې په لسګونو د سکارو بهرنۍ فيکټرۍ تمویل کړي او د خپل کورني تولید سره هم په غلط سمت کې روان دی.

د دې د ایکولوژي او چاپیریال وزارت د جنورۍ په ۵ مه اعلان وکړو چې د اخراج د کمولو په هڅه کې به چین د فبرورۍ په میاشت کې د کاربن سوداګرۍ سیسټم استعمال کړي.

دغه وزارت نوي مقررات خپاره کړل چې صوبايي حکومتونو ته اجازه ورکوي چې د لومړي ځل لپاره د بجلۍ د لويو سوداګرو د ککړتیا حد وټاکي.

دا فایل تصوير چې د ۲۰۱۸ کال د مې په ۲۳ مه اخیستل شوی په پاکستان کې په سند صوبه کې د تھرپارکر په اسلامکوټ کې د بجلۍ د پلانټ يو عمومي منظر ښيي کوم چې دچین په ملاتړ جوړيږي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

دا فایل تصوير چې د ۲۰۱۸ کال د مې په ۲۳ مه اخیستل شوی په پاکستان کې په سند صوبه کې د تھرپارکر په اسلامکوټ کې د بجلۍ د پلانټ يو عمومي منظر ښيي کوم چې دچین په ملاتړ جوړيږي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

شرکتونه کولی شي چې د کوچني کاربن نښې سره د نورو څخه د ککړتیا حق واخلي، خو تمه کیږي چې دا پروګرام به ټول اخراج کم کړي او د دې د ترسره کولو لپاره به بيه زياته کړي.

که څه هم، په چین کې ۶۰٪ بجلي لاهم د سکارو څخه ترلاسه کيږي، او شنونکي خبرداری ورکوي چې د سکارو پياوړي ډله به د کاربن د مناسب حد لپاره خورا سخت فشار راوړي.

ستونزمن اهداف ترسره کول

ځینې کتونکي وايي، چین -- تر دې دمه د نړۍ ترټولو لوی ککړونکی او د سکارو لوی استعمالوونکی دی -- د خلکو په سترګو کې خاوره اچوي.

د حقیقت خلاف، صدر شي جینپینګ د سپتمبر په ۲۲ مه په ملګرو ملتونو کې د نړیوالې تودخې په اړه د مشرتابه لپاره د خپل هیواد يوه هڅه ښکاره کړه، او ژمنه یې وکړه چې دا به تر ۲۰۳۰ کال نه مخکې د اخراج لوړې کچې ته ورسیږي او ۳۰ کاله وروسته به د کاربن اخراج ختم کړي.

دا اقدام د چین د هڅو وروستۍ بیلګه په ګوته کوي چې ځان د يو مثبت هيواد په توګه ښکاره کړي، ځکه چې د چین رژیم د معلوماتو خپل جنګ نويو کچو ته رسولی او د کرملین لخوا کارول شوي او ازمويل شوي ریښتیني تاکتیکونه په کار اچوي او د سازشي نظريو خپرولو ته خپل شکل ورکوي او په ګڼ شمیر متنازعه موضوعاتو کې پړه په بل اچوي.

هیلسنکي کې د انرژۍ او پاکې هوا په اړه د تحقیقاتو مرکز (CREA) د نومبر په ۲۰ مه يو راپور خپور کړو، خو تر ۲۰۶۰ کال پورې د کاربن اخراج د ختمولو لپاره، چین باید د سکارو د بجلۍ کارخانې بندې کړي او د هوا او لمر ظرفیت لوړ کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د موجوده پلانټونو ډیر ظرفیت او نوي جوړ شوي پلانټونه په دې معنی دي چې د بیجینګ لپاره به خپل هدف ترلاسه کول سخت کړي.

دې د چین له حکومته وغوښتل چې هغه ټول د سکارو د بجلۍ نوي پلانټونه بند کړي کوم چې په ۲۰۲۰ کال کې جوړ شوي او په راتلونکې عشره کې د هوا او لمر بجلۍ وده دوه چنده کړي.

سربیره پردې، دې وویل، چین باید تر ۲۰۳۰ کال پورې د سکارو په واسطه د بجلۍ تولید ظرفیت نږدې ۶۸۰ ګيګا واټ ته راکم کړي -- د اوسني پلانونو پرځای چې دا نږدې ۱۳۰۰ ګيګا واټ ته رسوي.

د دې اضافي پلانټونو د بندولو او د نويو پلانټونو د جوړیدو د مخنيوي لپاره د مناسبې پالیسۍ مداخلت پرته، څیړونکو وویل چې د چین لخوا د خارجیدونکي کاربن ډای آکسایډ کچه به د ۲۰۲۰ کچې په مقابله تقریباََ هیڅ کمی ونه ښیي.

په ۲۰۱۹ کال کې د چین ګرين هاوس ګيس اخراج ۱۳.۹ ملیارده ټنه اټکل شوی و -- چې د ګردې نړۍ د اخراج ۲۹٪ برخه ده چې د نړۍ له تودوخې سره تړاو لري.

په سکارو باندې د اقتصاد تکيه د کمولو لپاره له ژمنو سره، د چین له خوا د چاپیریال لپاره د خطر لرونکي خشاک کارول د جون په میاشتې کې هغې لوړې کچې ته ورسيدو کوم چې په ۲۰۱۳ کال کې ليدل شوی و.

د وبا څخه خلاصی اخراج ته وده ورکوي

د صوبايي اقتصادونو د راژوندي کولو لپاره په هڅه کې چې د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله ځپل شوي وو، بیجینګ د نويو سکارو د پلانټونو جوړولو لپاره د دولتي قرض ورکونکو څخه قرضه ترلاسه کړه.

په سان فرانسیسکو کې ميشت د چاپیریال غير دولتي موسسې د نړيوالې انرژۍ څارونکي (GEM) په وینا، د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمایي کې چینایي رژیم د ۲۳ ګيګا واټو لپاره د سکارو نوي پروژې تصویب کړې، چې په ګډه د تیرو دوو کلونو په پرتله ډیرې دي.

د CREA مشر شنونکي لاري میلي ویرتا وویل، د نړیوال کورونا ویروس له بحران څخه د چين بیرته راوتل د ډيرې انرژۍ صنعتونو، لکه تعمیراتي کار، له کبله ممکن شول چې د بجلۍ په ګريډونو او د سکارو په رسد باندې فشار زیاتوي.

د انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ ايګزيکيټيو فاتح بیرول وویل، "زه ویره لرم چې که چیرې حکومتونه نوې پاليسۍ پلي نه کړي، نو موږ لیدلی شو چې سږکال په اخراج کې کمی بيرته لوړيدی شي."

هغه وويل، "که چیرې حکومتونه د خپلو اقتصادي بيرته بحالۍ په پيکجونو کې د پاکې انرژۍ پالیسي ونه لري، نو موږ به بیرته هغه ځای ته لاړ شو چې موږ پکې د وبا د ناروغۍ نه مخکې وو."

بيرول وويل، چین یوه مهمه ازموینه ده چې څرنګه نور هیوادونه به د کورونا ویروس له وبا څخه خلاصی ترلاسه کړي.

هغه وويل، "موږ ټول پوهیږو چې چین لومړی هيواد و چې کورونا ویروس يې لرلو او لومړی هيواد و چې هلته کې لاکډاون و او چیرې چې اقتصاد کمزوری شوی و."

"خو چین هم لومړی هیواد دی چیرې چې اقتصاد بیرته راګرځیدلی، او نن ورځ، د چینایانو اخراج د بحران څخه مخکې د کچې نه لوړ دی."

په سکارو کې سرمايه کاري کول

د چین دولتي شرکتونه په بهر کې د سکارو په بجلۍ کې د ملیاردونو پيسو سرمايه کاري کوي.

د چاپیریال پوهانو خبرداری ورکړو چې د ټریلیون ډالرو بیلټ او سړک نوښت (BRI) د برخې په توګه، چین په پام کې لري چې له زیمبابوی څخه انډونیزیا پورې د سکارو په لسګونو فيکټرۍ تمویل کړي، کوم چې به د لویو پرمختللي هیوادونو په پرتله ډیر اخراج تولید کړي.

دا اخراج په خپل هيواد کې د کاربن د اخراج کمولو په شمير کې نه شمیرل کیږي.

کریسټین شیریر، چې په GEM کې د سکارو د تحقیق ډايريکټره ده، وویل، "نوي پلانټونه چې احتمالاََ به د ۲۰۳۰ نه وروسته د ډیرو کلونو لپاره کار وکړي، د اقليم د بدلون لپاره په بنيادي توګه د نړیوالو هڅو سره مطابقت نه لري."

د بوسټن يونيورسټۍ د نړیوال پرمختګ پالیسۍ مرکز په وینا، د کاربن خارجولو د بجلۍ نوي سټیشنونه چې له مخکې نه پرې کار روان دی به ۱۹ ګيګا واټ بجلي تولید کړي او هر کال به ۱۱۵ ملیون ټنه خارج کړي.

د برټش پټرولیم په وینا، چین په بهر کې نږدې درې چنده ډیر پلانټونه په پام کې لري، چې دا پدې معنی دي چې د دې بهرني پلانټونه به د لویو اقتصادونو لکه بریتانیا، ترکیې او ایټالیا په پرتله زيات ګيسونه خارج کړي.

تمه کيږي چې په لسګونو پلانټونو کې هر يو پلانټ به د لسیزو اوږد ژوند ولري.

د CREA د میلي ویرتا له مخې، که چيرې بشپړ شي او د ۳۰ کلونو لپاره استعمال کړې شي، نو دا پلانټونه به دومره ګيسونه خارج کړي چې په چین کې به د دريو کالو په جريان کې سکارو د ټولو بجلۍ پلانټونه څخه د خارج شويو ګيسونو برابر وي.

بهر ته سکاره ليږدول

شي ژمنه کړې چې د BRI لاندې "آزاده، شنه او پاکه همکاري تعقیب کړي"، خو چینایي بينکونو د سکارو پروژو تمویل ته دوام ورکړی دی.

د بوسټن يونيورسټۍ له مخې، د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۸ کال ترمینځ، د چین دوو لویو پالیسي بينکونو په ۲۵۱ ملیارد ډالرو کې ۲۳.۱٪ برخه د هغو بهرنیو انرژۍ په پروژو کې سرمايه کاري کړې ده کومه چې د سکارو د پروژو لپاره وکارول شوه.

هغه بهرني پلانټونه چې چینايي شرکتونه یې جوړوي په هغې کې په زیمبابوې کې د ۳ ملیارده ډالرو سینګوا د بجلۍ پلانټ شامل دی -- کوم چې په افریقا کې ترټولو لوی پلانټ دی. لږ تر لږه په اتو پروژو باندې په پاکستان کې کار روان دی، چې په دې کې په بلوچستان کې د دوه ملیارده ډالرو پلانټ شامل دی.

نوې پروژې ټولې په هغه هیوادونو کې دي چې په BRI کې شامل شوي دي، چې دوی د سکارو انرژۍ استعمالولو په راتلونکي کې راګيروي.

د ګرین پیس چین څخه لي شو وویل، د سکارو د نغدو پیسو سیلاب "د پاکې او متبادلې انرژۍ لپاره د پرمختللو هیوادونو د هڅو مخه نيسي".

چین پخپله تقریباََ ۹۶ ملیارده ټنه د سکارو ذخیره لري -- چې په نړۍ کې څلورمه لویه ذخيره ده.

دې اضافي ذخيرې د چین د بجلۍ شرکتونه په دې اړ کړي چې په سویلي او سویل ختیځ آسیا، افریقا او لاتیني امریکا کې د انرژۍ وږو هیوادونو ته مخه وکړي.

میلي ویرتا وویل، "دا د شرکتونو او خدماتو لپاره د بازار چمتو کولو یوه لاره ده چې دغه هیواد ورته پخپله ډيره اړتیا نه لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500