کراچۍ -- د يوې وروستۍ مطالعې له مخې، د سکرو کانونو پروژې چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) برخه ده به په سویلي آسیا کې د هوا لوی ککړونکی وګرځي او سیمه ایز خلک به د جدي روغتیايي خطرونو سره مخ کړي.
د سیند صوبې په تهر صحرا کې د تهر کول فيلډ په اينګرو تهر بلاک ۲ کول - فايرډ پلانټ او سرفېس ماین په بلاک ۲ باندې کار د بي آر آی تر چهتر لاندې پيل شوی دی.
دا سیمه تير کال د وچکالۍ په پرله پسې دريم کال سره مخامخ شوې وه.
په واشنګټن کې يو څیړنیز مرکز، د انرژۍ او پاکې هوا په اړه د څیړنې مرکز (سي آر اي ای)، چې د اقليم او هوا د کیفیت په تګلارې باندې کار کوي، د می په ۲۹ مه "د پاکستان په تهر کې د وړانديز شوې د سکرو کيندلو له کبله د هوا ککړتیا، روغتیا او زهرجن اغیزې او بريښتنا کلستر" تر سرلیک لاندې یوه مطالعه خپره کړه.
د دې مطالعې له مخې، د ۳۰ کالو عملیاتي مودې په جریان کې، په تهر کې د سکرو کانونو او بریښنا فيکټريو څخه اخراج به د هوایي ککړتیا پورې اړوند ۲۹،۰۰۰ مرګونه رامينځته کړي، ۴۰،۰۰۰ کسان به د دمې له کبله په بيړنۍ توګه له ډاکټرانو سره ليدل کتل وکړي، په ماشومانو کې به د دمې ۱۹،۹۰۶ نوي کېسونه رامينځته شي، د وخت نه مخکې به ۳۲،۰۰۰ ماشومان وزيږيږي، کارکونکي به د ۲۰ ملیونه ورځو پورې د کار نه چهټياني (د ناروغۍ چهټي) وکړي او د انسانانو ژوند به په مجموعي توګه د ۵۷،۰۰۰ کالو پورې د معذورۍ سره مخ شي چې د پړپوسانو د سختې ناروغۍ، شوګر او د سټروک سره تعلق لري.
د می په ۲۹ مه، د اقلیم انصاف او پاکې انرژۍ لپاره اتحادیې، چې يو ځايي فليټ فارم دی او د پاکستان په مشهورو چاپیریال پوهانو، د ټولنې مشرانو او د مدني ټولنې په فعالینو باندې مشتمل دی، د سي آر اي ای د راپور خپرولو لپاره د زوم له لارې خبرې اترې وکړې.
د سي آر اي ای ستر شنونکي لوري مایل ویرتا وويل، لکه څنګه چې پاکستان له مخکې نه د هوا د ککړتیا له داسې کچې سره مخ دی چې په نړۍ کې ترټولو لوړه ده، نو په تهر کې د سکرو د کانونو او بریښنا د کارخونو څخه اخراج به په هیواد کې د ژوند موده نوره هم راټیټه کړي.
مایل ویرتا وویل، "د تهر څخه اخراج به په سویلي آسیا کې د مرکرۍ او کاربن ډای اکسایډ ترټولو لوی ګرم ځایونه وي." "د سکرو د بریښنا فيکټرۍ به په کال کې تقريباََ ۱،۴۰۰ کلو ګرامه مرکري خپره کړي، چې له هغې څخه پنځمه برخه به د سیمې په ځمکني چاپیریال کې شامله شي."
هغه وویل چې په دې پروژه کار روان دی په داسې حال کې چې نور هیوادونه د اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا او اقتصادي اغیزو له امله د سکرو پر بنسټ د بریښنا پلانټونه ختموي.
اندیښمن ځایي خلک
دتھر په دښته کې د دې پروژو له پیل راهیسې په سیند صوبه کې ګڼ شمير احتجاجونه وشول.
د دسمبر په مياشت کې، د تهرپارکر او عمرکوټ ضلعو په سلګونو اوسیدونکو کراچۍ ته سفر وکړو د هغه پروژو په وړاندې يې احتجاج وکړو کومو چې د بي آر آی سره تړاو لرلو.
احتجاج کونکو وويل چې د بي آر آی پروژې د سیمې اوسیدونکو ته ګټه نه رسوي او پرځای د سیمې هوا او دوديز اقتصاد ویجاړوي او او خلک بې کوره کوي، په داسې حال کې چې کارکونکي کلي ويجاوړي.
په دغه سیمه کې ډیر ځایي خلک د باران پورې اړوند زراعت او څارويو باندې تکیه کوي.
لالا بهيل وویل، چې د احتجاج په منتظمينو کې يو کس دی، وويل، "د کارپوریټ ټولنیز مسؤلیت د یوې برخې په توګه، [د چين لخوا تمويل شوي] پروژې بايد ځایي اوسیدونکو ته دندې، غوره تعليم او د روغتیايي پاملرنې سهولتونه چمتو کړي، خو له بده مرغه، د کان کیندنې شرکتونو سخت دریځ ښودلی دی."
هغه وويل، د بې روزګارۍ له امله، د سيمې په ځوانانو کې سخت خپګان او مايوسي خپره شوې او زياترو کسانو خودکشي کړې ده.
د سیمه ییزو پولیسو د ثبت شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په تهر پارکر او عمر کوټ ضلعو کې لږ تر لږه ۱۳۳ خودکشۍ رامنځته شوي وې.
د احتجاج کونکو له مخې، دې پروژو په تهر سيمه کې هم د کلیوالو نه په غير قانوني توګه ځمکه اخیستې ده.
ګورانو کلی په هغه ۱۲ کلیو کې دی چې د هغه مالګينې او د ناغوښتل شويو اوبو د ساتلو لپاره د زيرمې د جوړولو له کبله ځپل شوی کومې چې د پروژې د کان کیندنې د ځایونو نه راوځي.
د جوړولو کار په می ۲۰۱۶ کال کې پیل شو او له هغه وخت راهيسې پای ته رسیدلی. په جون ۲۰۱۶ کال کې، اوسیدونکو په سیند های کورټ کې يو درخواست جمع کړو او ادعا یې وکړه چې دغه پروجيکټ ځمکه په غير قانوني توګه د ۱۸۹۴ د ځمکې د اخيستلو قانون د فوري شق لاندې د ځمکې د مالکانو له تایید پرته ترلاسه کړه. دا مقدمه اوس هم په محکمه کې ده.
د ګورانو کلیوالو، د ښځو او ماشومانو په ګډون، د جون ۲۰۱۶ نه تر جولای ۲۰۱۸ کال پورې د کراچۍ په شمول د دغه صوبې په مختلفو سیمو کې یو لړ احتجاجونه وکړل.
راج وویل، چې اوسیدونکو هغه ځمکه له لاسه ورکړې چې دوی پرې قانوني او مطلق طبیعي حق لرلو.
د راج له مخې، احتجاج کونکو اندیښنې څرګندې کړي چې څوک به مسؤل وي که چيرې د طبیعي یا د انساني آفتونو له لارې زيرمو او يا نورو پلان شويو زیرمو ته څه پیښ شي.
"دا ډول پیښې به هغه کليوالو ته زيان ورسوي کوم چې زیرمو ته نږدې اوسيږي. راج وویل، دا سیمه اوس په يو بنجر او په کیمیاوي توګه مسموم شوې ځای کې بدل شوې ده."