چاپیریال

يوې مطالعې موندلې چې د چین د سکارو د بجلۍ پروژې په تهر کې د څښاک اوبه زهرجنې کړي دي

د زرک خان لخوا

خلک په ۲۰۲۲ کال کې په سویلي سند صوبه کې اوبه څښي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

خلک په ۲۰۲۲ کال کې په سویلي سند صوبه کې اوبه څښي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

یوه وروستۍ څېړنې، چې يې وموندل چې د سکارو د بجلۍ پلانټ د تهر په صحرا سیمه کې د څښاک اوبو ته زیان رسوي، د پاکستان په چاپیریال باندې د چین لخوا د جوړ شوي د سکارو د بجلۍ پلانټ د اغیزې په اړه بحث بیا راپورته کړی دی.

د چاپیریال قانون نړېوالې ټولنې (ELAW)، چې په اوریګون کې مېشته د چاپیریال يوه څېړنيزه موسسه ده، په خپل وروستي راپور کې وويل چې د تهر د سکارو بلاک ۱۱ پاور پلانټ کې يا هغې ته نږدې د نهو ځایونو څخه راټول شوي د څښاک د اوبو نمونې "د انسان لپاره غیر مناسب دي ځکه چې دا د زهرجنو فلزاتو لوړه کچه لري، چې پکې سیلینیم، ارسنیک، پارا، کرومیم او لیډ شامل دي".

په سند صوبه کې د تهر د سکارو څخه جوړ شوی بلاک ۱۱ پاور پلانټ د سکارو د بجلۍ پلانټونو څخه یو دی چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې ​​د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)،​​چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، پاکستانۍ برخه ده، لاندې جوړ شوی او تمویل شوی.

دغه راپور، چې د ساینس پوه ډاکټر مارک چرناک، چې په ELAW کې کار کوي، لخوا خپور شوی، وموندل چې د څښاک د اوبو نمونې د پارا، سیلینیم او لیډ غیر خوندي کچه لري چې نه یوازې د نړېوال روغتیا سازمان (ډبليو اېچ او) د څښاک د اوبو د کیفیت د لارښود د ارزښت سره سم نه دی بلکې د څښاک د اوبو د کیفیت لپاره د سند صوبايي حکومت معیارونو سره هم سم نه دی.

په تهر کې د چین لخوا جوړ شوي د سکارو د بجلۍ پروژې لپاره جوړه شوې زیرمه په ۲۰۲۰ کال کې پدې اخیستل شوي عکس کې لیدل کیدی شي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په تهر کې د چین لخوا جوړ شوي د سکارو د بجلۍ پروژې لپاره جوړه شوې زیرمه په ۲۰۲۰ کال کې پدې اخیستل شوي عکس کې لیدل کیدی شي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په دغه څېړنه کې ويل شوي چې د زهرجنو فلزاتو ډېره کچه د "وروستي اصل څخه ده او د تھر د سکارو په ډګرونو کې د سکارو فعالیتونو سره تړاو لري".

پخوانیو مطالعاتو وړاندوینه وکړه، د تهر اوسیدونکي به په سیمه کې د سکارو پورې اړوند پروژو له امله د روغتیا د لويو ستونزو سره مخ شي.

د ۲۰۲۱ کال په یوې څېړنه کې،​​"د سکارو رش: د تهر د خلکو د ځمکو په حقونو باندې د سکارو د بجلۍ د تولید اغیز"​،​د اقلیم انصاف او پاکې انرژۍ اتحاد (ACJCE) په ګوته کړه چې د سکارو په لټه کې، "د ځمکې، اوبو، ککړتیا، بیکارۍ، او د عامې روغتیا اندېښنو په اړه د پراخو احتجاجونو سربېره د تهر د خلکو حالت له پامه غورځول شوی دی."

يوې بلې مطالعې، چې د انرژۍ او پاکې هوا د څیړنې مرکز (هیلسنکي، فنلینډ) لخوا په ۲۰۲۰ کال کې ترسره شوې وه، هم وويل چې د تھر د سکارو کانونو او د بجلۍ د پلانټونو څخه اخراج د ۳۰ کالو په موده کې د هوا ککړتیا پورې اړوند د ۲۹۰۰۰ مرګونو لامل ګرځیدلی شي.

په تهر سیمه کې د پروژو له پېل راهیسې په​سند صوبه کې ګڼ شمېر احتجاجونه​​ شوي دي.

په تهر کې د حقونو فعال، لیلا رام وویل، "لومړی، د سکارو د بجلۍ پروژو په غیرقانوني توګه د کلیوالو څخه ځمکه اخیستې او په زرګونو کورنۍ یې د خپلې ځمکې څخه بې ځایه کړي دي."

هغه وويل، "اوس، دوی زموږ د څښاک اوبه زهرجنوي او زموږ چاپيريال خرابوي."

اقتصادي بوج

چين په پاکستان کې د سکارو د بجلۍ پلانټونه جوړ کړي او تمويل کړي، چې د شنونکو په وينا، د سکارو د مخ په زياتيدونکي نرخونو سره د اسلام آباد لپاره يو اقتصادي بوج جوړ شوی او ​​او د دې ناوړه اقتصادي وضعیت یو له لوی لاملونو ​​څخه دی.

د پاکستان د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "اوس د پاکستان لپاره ګرانه ده چې د دغه پلانټونو د چلولو لپاره ګران سکاره واخلي ترڅو په هېواد کې د بجلۍ د مخ په زیاتیدونکي بحران باندې قابو ومومي."

ياد چارواکي وویل چې د سکارو د غیر متوقع نرخونو له کبله د چین لخوا د جوړ شويو د سکارو بجلۍ جوړولو پروژې چلول "ناممکن" کار دی.

چین -- چې د نړۍ ترټولو لوی ککړونکی او د سکارو ترټولو لوی مصرف کونکی دی -- د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې ژمنه وکړه چې د سکارو د کمولو لپاره په نړېواله هڅه کې د خپلې ونډې د یوې برخې په توګه به د بهرنیو سکارو پروژې پای ته ورسوي ترڅو​​ د ګرين هاوس ګېس اخراج، چې د اقليم د ګرمېدو سبب جوړيږي، کم کړي​​.

خو په حقيقت کې،​ چین د پاکستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د خپلې انرژۍ د اړتیاو پوره کولو او ګټې ترلاسه کولو په لوړه هڅه کې​ د سکارو تولید ډېر کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500