بشري حقونه

د چین فشار په ګوادر کې د حقونو د غورځنګ د ځپلو لامل شو

د زرک خان له خوا

د ګوادر په زرګونو اوسیدونکو د نومبر په ۲۰مه هغه ایکسپرېس وی بنده کړه چې د چین لخوا پرمخ وړل شوي بندر ته ځي. ګوادر د سي پېک یوه مهمه برخه ده، چې د چین د جنجالي بېلټ او سړک نوښت (بي آر آی) پاکستانۍ برخه ده. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ګوادر په زرګونو اوسیدونکو د نومبر په ۲۰مه هغه ایکسپرېس وی بنده کړه چې د چین لخوا پرمخ وړل شوي بندر ته ځي. ګوادر د سي پېک یوه مهمه برخه ده، چې د چین د جنجالي بېلټ او سړک نوښت (بي آر آی) پاکستانۍ برخه ده. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ځايي خلکو په وینا، پاکستاني چارواکي د بیجینګ په امر، په ګوادر کې د یوې میاشتې اوږد احتجاج پر وړاندې مبارزه کوي. ګوادر د هند سمندر بندر دی چې یو وخت د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) "د تاج زيور" پروژه ګڼل کېده.

تمه کیږي چې د بلوچستان په سویل لویدیځ ساحل کې بندري ښار د سي پېک یوه لویه برخه جوړه شي. سي پېک د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI)،​​چې د یو کمربند یو سړک (OBOR) په نوم هم پیژندل کیږي،​​ پاکستانۍ برخه ده.

د پاکستان د جماعت اسلامي یو ځايي مشر مولانا هدایت الرحمان چې "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" کمپاین یې جوړ کړی دی، په یو ویډیويي پیغام کې وویل، د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو د دسمبر په ۲۶مه د لسګونو مظاهره چیانو نیول پېل کړل.

د ځایي خبریالانو په وینا، چارواکو د بيړني حالت قانون پلي کول هم پېل کړل چې د پنځو یا ډېرو خلکو راټولول منع کوي او د څو ورځو لپاره يې د انټرنیټ خدمت محدود کړو.

د کویټې اوسېدونکي او سیاسي فعالان د دسمبر په ۲۷مه د ځايي پرېس کلب مخې ته په یو احتجاج کې برخه اخلي چې په ګوادر کې د حقونو د کمپاین خلاف د زور کارونې غندنه وکړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د کویټې اوسېدونکي او سیاسي فعالان د دسمبر په ۲۷مه د ځايي پرېس کلب مخې ته په یو احتجاج کې برخه اخلي چې په ګوادر کې د حقونو د کمپاین خلاف د زور کارونې غندنه وکړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

دا اقدامات وروسته له هغې وشول کله چې رحمان د دسمبر په ۲۱مه په ګوادر کې مېشتو چینایي اتباعو ته خبرداری ورکړو چې له بندري ښار څخه ووځي.

"ګوادر ته خپل حق ورکړئ" تر شعار لاندې کمپاين کې، مظاهره چیانو له اکتوبر راهيسې غوښتنه کړې ده چې د سیمه ایزو او ​چینایي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولاو د هغو پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه پای ته ورسول شي چې د سي پېک برخه ده.

دوی د اوبو او د بجلۍ د کمي د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

د کمپاین د یوې برخې په توګه، د اکتوبر له ۲۷م څخه د دسمبر تر ۲۵م پورې، په زرګونو اوسیدونکو د ګوادر بندر ته د ننوتلو لاره او ایکسپرېس وی بنده کړه.

رحمان د اکتوبر په ۲۲مه په لاهور کې د عاصمه جهانګیر څلورم کانفرنس ته وویل، "موږ اوبه، بجلي یا تعلیم نه لرو. موږ داسې سي پېک نه غواړو."

رحمان په هغه وخت کې وویل، د دې پر ځای چې د ګوادر اوسیدونکو ته ښوونکي او سکولونه ورکړي، سي پېک د پوځي پوستونو د جوړولو او پوځي پرسونلو د ځای پر ځای کولو لامل شوی چې د چینايي اتباعو او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.

ورته یوه میاشت اوږده احتجاج​​د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ترسره شوی و​​.

دغه عمليات وغندل شول

د بشري حقونو سازمانونو او سیاسي ګوندونو په ډله ایزه توګه د نیولو او اضطراري اقداماتو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

جمعیت اسلامي په ټول هېواد کې د دې لپاره احتجاجونه وکړل چې په ګوادر کې د حقونو د کمپاین پر وړاندې د زور استعمال وغندي.

د بخښنې نړېوال سازمان (AI) د دسمبر په ۳۰مه په ټویټر وویل، "خلک حق لري چې په سوله ایزه توګه خپل خپګان څرګند کړي او دولت مکلفیت لري چې د دې حق د څرګندولو اجازه ورکړي."

ياد سازمان په ورپسي ټویټ کې زياته کړه چې "په هر ډول عامه غونډو باندې بشپړ بندیز لګول د احتجاج حق د سرغړونې په معنی دی او دا ناوړه پیغام استوي چې د اختلاف لپاره هېڅ ځای نشته."

په ګوادر کې د انټرنیټ بندېدو په ځواب کې، د بخښنې نړېوال سازمان د جنورۍ په ۳ مه ټویټ وکړو چې: "دا ډول د انټرنېټ بندېدل نه اړین دي او نه متناسب، او د ګوادر خلک د خبرو اترو، معلوماتو ترلاسه کولو، خوندیتوب موندلو او کار کولو څخه منع کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (HRCP)، چې په ملي کچه د حقونو خپلواکه اداره ده، هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له مظاهره کوونکو سره خبرې اترې وکړي او د هغوی غوښتنې دې په عادلانه توګه واوري.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د جنورۍ په ۲مه په یو بیان کې وویل، "د دوی مشروع شکایتونه -- کوم چې نوي نه دي -- په هغو غوښتنو تمرکز کوي چې د پاکستان هر وګړی یې حق لري: د شخصي امنیت حق، د تګ راتګ او سوله ایزې غونډې حق، پاکو اوبو، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی، د جبري ورکېدو پای ته رسېدل، او ډېر اقتصادي فرصتونه او معیشت."

د بېلټ او سړک نوښت اورپکۍ ته لمن وهي

ځايي خلک وايي، دا عمليات ​پر اسلام آباد د چین د فشار له امله رامنځته شوي​ چې د رحمان په مشرۍ د بشري حقونو کمپاین مخه ونيسي.

اشرف علي، چې په ګوادر کې يو زده کونکی دی، وويل، "پر ځای د دې چې ګوادر د سوداګرۍ او تجارت مرکز کړي او د اوسیدونکو لپاره پرمختیايي پروژوې جوړې کړي، چین پاکستاني چارواکي په دې مجبوري چې دغه بندري ښار د امنیت يوه سيمه جوړه کړي او ​د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي​."

هغه وويل، د بېجينګ په امر د رحمان په مشرۍ د کمپاين پر ضد د زور استعمال به په بلوچستان کې قومي اورپکۍ ته نوره هم وده ورکړې.

په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې سارې وده، په ځانګړې توګه د بلوچستان او سند په صوبو کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو د دې تاثیراتو ته پام نه کوي يا په اړه يې اندېښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.

د بي آر آی اړونده شرکتونو او پروژو هم په خپلو پاکستاني کارکونکو​​ د کووېډ-۱۹ اقداماتو په پلي کولو کې د زغم نه ښودلو سره خپګان رامینځته کړی دی​​، چې پکې په جبري توګه لاک ډوانونه او دوی له خپلو کورنیو څخه جلا کول شامل دي.

پر دوی دا تور هم لګول شوی چې چینايي اتباعو ته د پاکستاني کارګرو په پرتله زیاتې پیسې ورکوي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله غوسې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته اړ کړي چې له یو بل سره يو ځای شي چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

پولیسو وویل، د سپتمبر په ۲۸مه، په کراچۍ کې په یو برید کې یو وسله وال یو کس ووژلو او دوه نور چینایي کسان يې ژوبل کړل.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس) یوه برخه ده، په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د بي اېل ای وسله والو د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ستونزه د هغو کسانو له خوا رامنځته شوې چې سي پېک نه مني.

ځواب

د ګوادر خلکو ته باید خپل حقونه ورکړل شي چې د ګوادر په مسلمانو خلکو دې غیر مسلمان مسلط نه شي. کافر هېڅکله د مسلمان خیر غوښتونکی نه شي کیدی. چین هم د خپلو ګټو لپاره دوستان جوړوي. موږ ګورو چې چين په راتلونکي کې په پاکستان حکومت کوي. دا ٪۱۰۰ يقيني خبره ده.

ځواب

هو

ځواب

هو

ځواب

د ګوادر خلکو ته دې خپل جايز حقونه ورکړل شي.

ځواب

هو

ځواب

د ګوادر دھرنا د چین، سي پېک یا پاکستان پر ضد نه، بلکې د غنډه ټېکس، بهتې، د کښتيو مافیا، په چیک پوسټونو کې د خلکو د بې عزتۍ، په پوله له سوداګرو او کاروباريانو څخه د بهتې اخیستلو پر ضد ده. دوی د ټيکسونو په اخیستلو سره د کوچنیو کب نیونکو کاروبار ویجاړوي. د جماعت اسلامي د حقوقو تحريک دعوامي اجتماعي مشکلاتو د حل لپاره په قانوني ډول جمهوري مبارزه کوي، چې د دروغو پروپيګنډې نه علاوه بل څه نه دي. د کښتيو مافیا د متحده ایالاتو د یوې وسیلې په توګه د سي پېک سلسلې پروړاندې کاروي، چې هره ورځ په ملیونونو ملیارده غنډه ټېکس راټولوي.

ځواب