امنیت

د مسافر وړونکې جټ الوتکې ټکر ته نږدیږیدل په ایران کې د خوندیتوب اندېښنې او ناکامۍ په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د ځمکنیو کارکوونکو غړي د تېر سپتمبر په ۱۳مه په کابل کې د پاکستان د نړېوال هوايي شرکت (PIA) الوتکې تر څنګ ولاړ دي. د PIA په وینا، د PIA دوه الوتکې د جولای په ۲۴مه د ایران په هوايي حریم کې ټکر ته نږدې شوې وې. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د ځمکنیو کارکوونکو غړي د تېر سپتمبر په ۱۳مه په کابل کې د پاکستان د نړېوال هوايي شرکت (PIA) الوتکې تر څنګ ولاړ دي. د PIA په وینا، د PIA دوه الوتکې د جولای په ۲۴مه د ایران په هوايي حریم کې ټکر ته نږدې شوې وې. [عامر قریشي/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د هوايي شرکت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۶مه) وویل، د پاکستان دوه مسافر وړونکي جټ الوتکې د ایران په هوايي حریم کې د هوايي ټرافیک د کنټرولرانو لخوا د انساني تېروتنې له امله په لوړه ارتفاع سره ټکر ته نږدې شوې وې.

پاکستان انټرنیشنل ایرلاینز (PIA) وویل، دا نږدې ټکر د یکشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شو کله چې د ایران د هوايي ترافیک کنټرول (ATC) پېښور ته روان د PIA پرواز PK-۲۶۸ ته له ۳۶۰۰۰ فوټو څخه ۲۰،۰۰۰ فوټو ته د راښکته کېدو اجازه ورکړه.

د دولتي شرکت په وینا، د PIA بله مسافر وړونکې الوتکه -- PK-۲۱۱ چې دوبۍ ته روانه وه -- د ۳۵۰۰۰ فوټو په لوړوالي کې لاندې روانه وه، او دغه الوتکې په ۱۰۰۰ فوټه فاصله کې يو بل ته نژدې شوې.

د PIA ویاند عبدالله حفیظ خان ای اېف پي ته وویل، د کاکپیټ "د ټکر مخنیوي سیسټم د دواړو پیلوټانو سره مرسته وکړه چې خپله لاره سمه کړي او د ټکر مخنیوی وکړي کله چې دغه الوتکي یو بل ته نږدې شوې."

د اوکرايین د غورځيدلې الوتکې پاتې شوني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۰مه ښودل شوي دي. [ارنا]

د اوکرايین د غورځيدلې الوتکې پاتې شوني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۰مه ښودل شوي دي. [ارنا]

هغه وویل، "موږ به ایراني چارواکو ته لیک وليکو چې د دې پیښې پلټنه وکړي ځکه چې ATC باید د پیښور په لور روانې الوتکې ته د ښکته کېدو اجازه نه وې ورکړې."

د IAA ویاند میر اکبر رضوي د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، د ایران د هوايي چلند ادارې (IAA) له دواړو پیلوټانو څخه د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه.

خو یو ایراني چارواکي د پاکستان دا ادعا رد کړه.

د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي سلاکار هادي یوسف پورزاري د سه شنبې په ورځ ټویټ وکړو، "د ایران هوايي حریم په سیمه کې تر ټولو خوندي دی."

بندیزونو ځپلی ایران په دې وروستیو کلونو کې له څو هوایي آفتونو سره مخ شوی، پداسې حال کې چې چارواکي په هوا کې د خپلو زړو بیړیو د ساتلو لپاره د فالتو پرزو په اخیستلو کې د ستونزو په اړه شکایت کوي.

غمجن يادونه

دې پیښې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه آفت یادونه راتازه کړه چې په کې د ایران ​سپاه پاسدارن انقلاب اسلامي​ (IRGC) ​​په ناڅاپي ډول د اوکراین د نړېوال هوایي شرکت الوتکه ۷۵۲​​ له ځمکې څخه هوا ته د دوو توغندیو په واسطه وويشتله، چې په کې ټول سپاره ۱۷۶ کسان ووژل شول.

اوکراینۍ الوتکه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه يو څو ساعته وروسته له هغه ولوېده کله چې تهران په بغداد کې ​​د ميجر جنرل قاسم سلیماني، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان و، د وژل کېدو په غچ کې په عراق کې په امریکايي ځواکونو توغندي وویشتل​.

سره له دې چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د الوتکې وويشتلو ته اشاره کوي، تهران د څو ورځو لپاره په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د توغندیو برید د اوکراین الوتکه ۷۵۲ راغورځولې وه.

د الوتکې له ویشتلو درې ورځې وروسته، د هغه وخت صدر حسن روحاني په پای کې ومنله چې د سپاه پاسداران ځواکونو دغه الوتکه ویشتلې وه.

دغه اعتراف -- او د پېښې د پټولو هڅې -- په ایران کې د څو ورځو لپاره د حکومت پر ضد احتجاجونه رامنځته کړل.

په زرهاو زره ایرانیان سړکونو ته راووتل او دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده​ -- " دروغجن مرده باد" او د رژیم پر ضد يې نور شعارونه ورکول.

ځینې محصلین احتجاج کوونکو وويل چې IRGC "نا اهله" دی او "د خلکو لپاره يو شرم" دی.

له یو کال څخه ډېر وروسته، د ۲۰۲۱ کال د مارچ په مياشت کې، د ایران د ملکي هوایي چلند سازمان په وروستي راپور کې وموندل چې یو آپریټر الوتکه ۷۵۲"ونه پیژندله" او د قوماندان له اجازې پرته یې توغندي وتوغول.

په هرصورت، د کاناډا یو رسمي راپور چې په جون ۲۰۲۱ کال کې خپور شوی و د ایران ملکي او پوځي چارواکي د دې تراجيدۍ لپاره "بشپړ مسؤل" وبلل.

تحقیقاتو وموندله چې د هوايي دفاع يونټ چلونکي "شاید پخپله د توغندیو د توغولو لپاره عمل وکړو"، خو د ایراني چارواکو "نا اهلیت، بې احتیاطۍ او د انساني ژوند لپاره بې پامي" ته يې هم اشاره وکړه.

د ياد راپور له مخې، چې شواهدو، د غورځېدو ځای او عیني شاهدانو ته د لاسرسي د نشتوالي پکې هم اعتراف وشو، د ایران د الوتکې ضد توغندیو عمله په لوړه خبرتیا کې وه، خو چارواکو هغه مهال هوايي حریم ونه تړلو او یا یې هوايي شرکت ته خبر ور نه کړو.

د الوتکې PS752 قربانیانو د کورنیو ټولنې د نومبر په میاشت کې په خپل راپور کې وویل چې لوړ پوړي ایراني چارواکي د دغه پېښې مسؤل دي.

په راپور کې ویل شوي، "د پوځي خبرتیا په لوړه کچه، د ایران حکومت په قصدي توګه د ملکي الوتنو لپاره د هوايي حریم د نه تړلو له لارې د متحدہ آیالاتو د احتمالي بریدونو په وړاندې د مسافر وړونکي الوتکي د انساني ډهال په توګه وکارولې."

​د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د یوې مرکې آډیو فایل، چې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۲۵مه رسنیو ته افشا شوی و،​​د رژیم د پېښو نسخې ته یو بل ګوزار ورکړو.

ظریف وویل چې د الوتکې ۷۵۲ نسکوریدو په اړه معلومات نه روحاني او نه یې د کابینې غړیو او به کوم کس لرل، او د IRGC د لوړ پوړو چارواکو پرته دا معلومات هیچا نه لرل.

هغه وویل، د پیښې یوه ورځ وروسته، هغه اړ شو چې د دې په اړه ټویټ وکړي او دا خبره رد کړي چې IRGC دغه الوتکه په نښه کړې وه، خو هغه د دې کار کولو څخه ډډه وکړه.

کله چې هغه د IRGC چارواکو څخه وغوښتل چې د روحاني کابینې ته حقیقت ښکاره کړي ترڅو ممکن هغوی ورته د حل لاره ومومي، نو دوی "ما ته داسې وکتل لکه چې زه د دين سپکاوی کوم".

نامناسبه لومړيتوبونه

په وروستیو کلونو کې، په نورو برخو کې سیستماتیکي ناکامۍ او حادثې هم د ایران ناکامي په ګوته کوي چې په خپلو زیربناوو کې سرمايه کاري وکړي یا خپل ملکي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي. دغه ناکامۍ کله ناکله د غمجنو پایلو سبب ګرځي.

د دې پر ځای چې د ایران د کمزوري اقتصاد مخه ونیسي او په مهمو زیربناوو کې سرمايه کاري وکړي، رژیم غوره کړې چې خپلې کمېدونکي سرچینې په IRGC او سيمه ايزو پراکسيانو، د لبنان د حزب الله، عراقي ملېشو او ​​په يمن کې د حوثي یاغیانو په ګډون،​​باندې ولګوي.

په ایران کې دننه ناکراري مخ په ډېرېدو ده ځکه چې د دې هېواد اقتصاد او د عامو خلکو ژوند په دوامداره توګه​د رژیم د مشرانو د ناسم مدیریت او ناسم لومړیتوبونو​​ له کبله له ستونزو سره مخ دی.

دا ناکراري د مخ پر زیاتیدونکو شواهدو له امله زياته شوې چې لوړ پوړي مشرانو، د خامنه اي او په IRGC کې د هغه د متحدینو په ګډون، د خپلو اتباعو د اقتصادي هوساینې په پرتله په بهر کې د رژیم پراختیایي اجنډې ته لومړیتوب ورکړی دی.

شواهد ښیي چې د ایران د نفوس نيمه برخه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. که څه هم په عامه توګه موجود ارقام ښیي چې په ایران کې د بیکارۍ کچه شاوخوا ۱۲ فيصده ده، خو اصلي شمېره خورا لوړه ده، پداسې حال کې چې ځینې څارونکي وايي چې دا کچه ٪۵۰ ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500