جرم او انصاف

ایران په پای کې موافقه وکړه چې د اوکراین غورځيدلې الوتکې تور بکسونه ورکړي

کاروانسرای او ای اېف پي

يو لاروی ملبې ته نږدې ولاړ دی وروسته له هغې چې په تهران کې د جنورۍ په ۸ مه د اوکراین الوتکه، چې ۱۷۶ مسافر يې وړل، د امام خمیني هوایي ډګر ته نژدې راغوزاره شوه. درې ورځې وروسته، د جنورۍ په ۱۱ مه، د اسلامي انقلاب ساتونکو قول ومنله چې دوی په تصادفي ډول دغه الوتکه ويشتلې وه. [روح الله وحدتي/اثنا/ای اېف پي]

يو لاروی ملبې ته نږدې ولاړ دی وروسته له هغې چې په تهران کې د جنورۍ په ۸ مه د اوکراین الوتکه، چې ۱۷۶ مسافر يې وړل، د امام خمیني هوایي ډګر ته نژدې راغوزاره شوه. درې ورځې وروسته، د جنورۍ په ۱۱ مه، د اسلامي انقلاب ساتونکو قول ومنله چې دوی په تصادفي ډول دغه الوتکه ويشتلې وه. [روح الله وحدتي/اثنا/ای اېف پي]

مونټريال، کنيډا -- د دوه میاشتو له ځنډ وروسته، د ایران رژیم د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۱ مه) په پای کې موافقه وکړه چې د اوکراین نړیوال هوایي شرکت پي ايس ۷۵۲ د الوتنې د معلوماتو ریکارډر، یا تور بکسونه اوکراین یا فرانس ته د تجزيې لپاره ورکړي.

سرچينو ای اېف پي ته تاييد کړه چې په مونټریال کې د ملګرو ملتونو د نړيوال ملکي هوایي چلند سازمان (آی سي ای او) په یوې غونډه کې، د آی سي ای او لپاره د ایران استازي فرهاد پرورش وویل چې دغه آلې به کیو ته واستول شي.

تمه کيږي چې تور بکسونه به د هغه تیرو شیبو په اړه معلومات ولري مخکې له دې چې الوتکه د جنورۍ په ۸ مه د تهران له هوایي ډګر څخه د الوتلو لږ وروسته راوغورځيدله.

سره له دې چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د الوتکې ويشتلو ته اشاره کوله،تهران د څو ورځو لپاره په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د توغندیو برید د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتکه پي ايس ۷۵۲ راغورځولي وه.

د ايران رژيم د مارچ په ۱۱ مه په پای کې موافقه وکړه چې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکې تور بکسونه ورکړي چې دې د جنورۍ په ۸ یې مه په تصادفي ډول په تهران کې راغورځولي وه. [پکسلز ټکی کام]

د ايران رژيم د مارچ په ۱۱ مه په پای کې موافقه وکړه چې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکې تور بکسونه ورکړي چې دې د جنورۍ په ۸ یې مه په تصادفي ډول په تهران کې راغورځولي وه. [پکسلز ټکی کام]

خو د جنورۍ په ۱۱ مه له زیاتیدونکي نړیوال او داخلي فشار له کبله، د ایران صدر حسن روحاني په پای کې دا حقیقت ومنلو -- چې د ایران پوځ دغه الوتکه په "ویجاړونکې غلطۍ" سره راغورځولي وه، چې ټول ۱۷۶ سپاره مسافر په کې ووژل شول.

د کنيډا، افغانستان، اوکراین، ایران، سویډن او د انګلستان وګړي په دغه الوتکه کې سپاره ول.

د روحاني اعتراف -- او د پټولو د هڅې پيښې -- په ایران کې د حکومت ضد د څو وورځو احتجاجونه رامنځته کړل.

په زرګونو ایرانیان سړکونو ته راووتل او دا شعارونه "مرګ په دکتاتور" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "مرګ په دروغجنو" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې ورکول.

ځینې زده کونکو مظاهرینو وويل چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) "نا اهله" او "د خلکو لپاره شرم" دی.

دا الوتکه پنځه ورځې وروسته له هغې راوغورځولې شوه کله چې د امریکې یوې بې پیلوټه الوتکې د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د آی آر جي سي قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسم سلیماني ووژلو.

'په سم لورې یو ګام'

په اوټاوا کې، د کنيډا د بهرنیو چارو وزیر فرېنسواس - فیلیپ شېمپېن د تهران د ژمنې هرکلی وکړو چې دا به په پای کې تور بکسونه شریک کړي او ويې وويل چې دا "د ایران لخوا په سم لورې یو ګام دی."

هغه وویل، "زه د ایران په ژمنې باور لرم، خو زه به د دوی د کړنو ارزونه هغه وخت وکړم، کله چې تور بکسونه په اروپا کې وي، او موږ خپل ماهرین لرو چې د دې د تجزیې کولو وړتیا لري."

په کنيډا کې د اوکراین سفیر آنډري شېو چینکو ټویټ وکړو، اوکراین "د ایران د پریکړې هرکلی وکړو چې هغوی ته تور بکسونه ورکړي." هغه زياته کړه، "که چيرې اضافي مهارت ته اړتیا وي" نو د پرواز د معلوماتو ریکارډر به د تجزيې لپاره فرانس ته واستول شي.

د آی سي ای او په ناسته کې، د کنيډا د ترانسپورت وزیر مارک ګارنیو فشار ډیر کړ او زیاته یې کړه: "موږ د پي ايس ۷۵۲ له غمجنې راغورځولو څخه معلومات نه شو ترلاسه کولی تر څو چې ټول حقایق په ډاګه شوي او تحلیل شوي نه وي."

د هغه د خبري یادښتونو له مخې، هغه وويل، "د دې حقیقت څخه دوه میاشتې وروسته، موږ باید د ایران لخوا د الوتنې ریکارډرونو لوستلو لپاره په بندوبست کولو کې د ناکامه کيدو په اړه ډيره انديښنه ولرو، سره له دې چې بار بار ترې د دې غوښتنه شوې وه."

"ایران باید اوس عمل وکړي چې د الوتنې د ریکارډرونو لوستلو لپاره بندوبست وکړي ... د کنيډا خلک او نړیواله ټولنه بالکل نور انتظار نشي کولی."

آی سي ای او هم په تهران فشار راوړو چې "د پیښې تحقیقات د نړیوالې حادثې تحقیقاتو د احکاماتو سره سم په وخت سره ترسره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500