امنیت

چین په غیر مستقیم ډول د ایران د اقتصادي ملاتړ له لارې په یمن کې ګډوډۍ ته لمن وهي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د راپورونو له مخې، د مارچ په ۲۵مه د حوثي یاغیانو د بريد وروسته د جدې په ساحلي ښار کې د سعودي آرامکو د تېلو د يوې فيکټرۍ څخه لوګي او اور پورته کیږي. [ای اېف پي]

د راپورونو له مخې، د مارچ په ۲۵مه د حوثي یاغیانو د بريد وروسته د جدې په ساحلي ښار کې د سعودي آرامکو د تېلو د يوې فيکټرۍ څخه لوګي او اور پورته کیږي. [ای اېف پي]

په ایران باندې د چین له خوا د اقتصادي بندیزونو څخه سرغړونې په یمن او ټوله سیمه کې د خپلو پراکسي ډلو لپاره د تهران ملاتړ ته وده ورکوي.

د ټانکرونو د ډاټا تعقيب کولو وښودل، د مارچ په لومړۍ نېټه، رویټرز راپور ورکړو چې د چین د ایران د تېلو پیرود په وروستیو میاشتو کې د ریکارډ کچې ته لوړ شوی، چې په ۲۰۱۷ کال کې د حد څخه زيات شوی کله چې تجارت د متحده ایالاتو بندیزونو تابع نه و.

د درېو ټانکرونو د اټکل له مخې، د چین واردات د جنورۍ په میاشت کې په ورځ کې له ۷۰۰۰۰۰ بیرلو (بي پي ډي) څخه ډېر شول، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چین د کسټمز لخوا د ثبت شوي ۶۲۳۰۰۰ بیرلو د حد څخه ډېر دی.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د تېلو په اړه بیا بندیزونه ولګول وروسته له دې چې د تهران د اټومي پروګرام محدودولو یو تړون ناکامه شو او ایران یې د خپل بشپړ ظرفیت پورې د تېلو رايستلو څخه منع کړو.

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بېجينګ د تيانانمن په څلورلارې کې د پوځي پرېډ په ترڅ کې د چين ډي اېف-۴۱ اټومي وړتيا لرونکي بين البراعظمي بالستيک توغندي ليدل کيږي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بېجينګ د تيانانمن په څلورلارې کې د پوځي پرېډ په ترڅ کې د چين ډي اېف-۴۱ اټومي وړتيا لرونکي بين البراعظمي بالستيک توغندي ليدل کيږي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

خو، د دولتي خبري اژانس ایرنا په وینا، د یکشنبې په ورځ (د اپرېل په ۳مه)، د ایران د تېلو ملي شرکت (اېن آی او سي) مشر محسن خوجستمهر اعلان وکړو چې "د اقتصادي فشارونو سربېره د تېلو تولید هغه ارقامو ته رسيدلې کوم چې د بندیزونو څخه مخکې و".

هغه وویل چې تولید د بندیزونو څخه مخکې د ۳.۸ ملیونه بي پي ډي کچې ته بحال شوی. هغه زیاته کړه، "موږ اوس په دې حالت کې یو چې خپل صادرات دوه چنده کړو."

چین له ایران څخه تېل واردوي

چین له ډېرې مودې راهیسې په پټه له ایرانه تیل اخلي، پداسې حال کې چې ليږدونې په رسمي کسټمز معلوماتو کې نه منعکس کيږي ځکه چې پیرودونکي د متحده ایالاتو د بندیزونو ویره لري.

خو د جنورۍ په میاشت کې، د چین کسټمز د موجوده بندیزونو سربېره په یو کال کې د ایران د خامو تېلو د واردولو خبر ورکړو.

له ایران څخه د چین د تیلو واردات په داسې حال کې ترسره کیږي چې تهران په یمن کې د حوثي یاغیانو په ګډون د خپلو نیابتي ډلو تمویل او تجهیز ته دوام ورکوي.

په یمن کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دوه میاشتنی اوربند د شنبې په ورځ د مسلمانانو د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ نافذ شو.

حوثي یاغیانو او د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف دواړو د اوربند په تعقيبولو موافقه کړې ده.

خو دا اوربند د سعودي عرب په وړاندې د بریدونو د لړۍ څخه وروسته وشو.

حوثي یاغیانو د مارچ په ۲۵مه په سعودي عرب کې په ۱۶ هدفونو بې پیلوټه الوتکې او توغندي وویشتل، چې په پايله کې يې په جده کې د آرامکو د تېلو د توزیع سټېشن په نښه کړو او د ذخیرې په دوو ټانکونو کې یې اور رامنځته کړو.

څو ورځې وړاندې دوی په سعودي عرب کې پر ملکي تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پېل کړل.

دوی په الشوقیق کې د تېلو پاکولو په یوه فيکټرۍ او په جیزان کې د آرامکو د تېلو د توزیع فيکټرۍ د برید لپاره د ایران کروز توغندي وکارول.

عربي ایتلاف د الحدیده په سواحلو کې دوه بې پېلوټه کښتۍ هم ویجاړې کړې، چې حوثي یاغیانو پلان لرلو چې يادې کښتۍ په هغه ټانکرونه باندې د بريد لپاره استعمال کړي کومې چې د باب المندب تنګي څخه تېرېږي.

د روان کال په لومړیو کې، حوثي یاغیانو په یمن کې له یو لړ ماتې خوړلو وروسته پر متحده عربي اماراتو هم درې جلا بریدونه وکړل.

د یمن د حقوقي او بشري حقونو مرستیال وزیر نبیل عبدالحفیظ وویل، د حوثي یاغیانو بریدونه "حوثیانو ته د وسلو په دوامداره قاچاق سره د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ایران ناوړه ارادې څرګندوي".

هغه روانو خبرو ته په اشارې سره وویل چې کېدې شي ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې شرایط ومني، "ایران نړیواله ټولنه او متحده ایالات غولوي کله چې دا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي."

چارواکو وویل، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) حوثیانو ته د وسلو قاچاق ته دوام ورکړی، چې سیمه ایز تاوتریخوالي ته وده ورکوي او په یمن کې د تلپاتې سولې ترلاسه کولو لپاره فرصت ضایع کوي.

عبدالحفیظ وویل، د آی آر جي سي قاچاقبرو شبکو په مکرر ډول هڅه کړې چې د ملګرو ملتونو لخوا د وسلو هغه بندیز مات کړي کوم چې حوثیانو ته د وسلو په رسولو بندیز لګوي.

هغه زیاته کړه، "هيڅکله هم يو داسې وخت نه دی تېر شوی چې موږ د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لخوا د ایراني وسلو نيولو په اړه نه وي اوريدلي."

د چین څخه د بالستیک توغندیو برخې

په عېن حال کې، د ایراني منځګړو په وړاندې بندیزونه چې له چین څخه د بالستیک توغندیو پرزې قاچاق کوي په سیمه کې د بې ثباتۍ لپاره د بیجینګ د ونډې یوه بله نښه ده.

متحده ایالاتو د مارچ په ۳۰مه نېټه د بنديزونو اعلان وکړو چې موخه یې هغه ادارې په نښه کول دي کوم چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره د اکمالاتو په پېرودلو کې ښکېل دي.

د ترهګرۍ د چارو لپاره د متحده آيالاتو د خزانې د وزارت انډر سيکريټري براین نیلسن په یو بیان کې وویل، دا اقدام د واشنګټن ژمنه "پیاوړې کوي" چې ایران د بالستیک توغندیو د جوړولو څخه منع کړي.

د دغه بیان له مخې، دا بندیزونه ایراني وګړی محمد علي حسیني او د هغه "د شرکتونو شبکه" د دې پروګرام د عرضه کوونکو په توګه په نښه کوي.

په دغه بیان کې ویل شوي، حسیني په شخصي توګه په لوړ پوړو غونډو کې ښکېل و او د سینا کمپوزیټ ډیلیجان شرکت د مدیر په توګه یې په خپل رول کې د آی آر جي سي له لوړ پوړو چارواکو سره سفرونه کړې ول.

هغه د جعلي بار وړلو اسنادو په کارولو سره له چین څخه د نایټریل بوټاډین ربړ پروسس کولو ماشینونه او همدارنګه د چینایي عرضه کونکو څخه د غیر فعال ګاز جیټ میلنګ سیسټم ترلاسه کړل.

په بیان کې یادونه شوې چې "جیټ میلونه، چې د مایع انرژۍ میلونو په نوم هم پیژندل کیږي، د جامد توغندیو پروپیلنټ په تولید کې کارول کیږي."

دغه بندیزونو د پي بي صدر شرکت هم په نښه کړو چې د ایران د پارچین کیمیاوي صنعتونو (پي سي آی) لپاره يې د کلیدي منځګړیتوب په توګه کار کولو. پي سي آی د ایران د دفاعي صنایعو سازمان (ډي آی او) یوه برخه ده.

پي بي صدر شرکت د پي سي آی په استازیتوب د چین څخه د ترلاسه شويو سنټرفیوج اجزاو ترلاسه کونکي په توګه کار وکړو چې د بالیسټیک توغندیو په پروپیلنټ تولید کې کارول کیږي.

د خزانې وزارت وویل، دا بندیزونه د مارچ په ۱۳مه د عراق په اربیل باندې د ایران د میزایلو برید او د مارچ په ۲۵مه په سعودي آرامکو باندې د برید او همدارنګه په سعودي عرب او متحده اماراتو باندې د ایراني پراکسيانو لخوا د نورو توغندیو بریدونو وروسته لګول شوي دي.

ایران د مارچ د ۱۳مې د میزایلو د بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500