تجزيه

د ایران له سپاه پاسداران سره د چین غیر مستقیم ملاتړ د هغې خپلې اقتصادي ګټو ته زيان رسوي

د پاکستان فارورډ لخوا

کارمندان د ابوظبۍ په خلیفه بندر کې تګ کوي چې د هغه مهمې پروژې په توګه اعلان شوی چې چین به يې په منځني ختیځ کې د خپل بېلټ او روډ نوښت (بي آر آی) سره په ګډه جوړ کړي. د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو تېر کال په ابوظبۍ کې مهم هدفونه په نښه کړي دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

کارمندان د ابوظبۍ په خلیفه بندر کې تګ کوي چې د هغه مهمې پروژې په توګه اعلان شوی چې چین به يې په منځني ختیځ کې د خپل بېلټ او روډ نوښت (بي آر آی) سره په ګډه جوړ کړي. د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو تېر کال په ابوظبۍ کې مهم هدفونه په نښه کړي دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

له ایران سره د چین مخ پر ودې اړیکې یو ګران کار ثابتيږي.

ریکارډونه ښیي چې د سیمه ایزې پراختيا لپاره د ایران پالیسي، چې په غیر مستقیم ډول د چین د مخ په زیاتیدونکي اقتصادي ملاتړ لخوا تمویل کیږي، په سیمه کې د بیجینګ لویو او خورا مهمو اقتصادي ګټو ته زيان رسوي.

د چين او ايران ترمنځ د ۲۵ کالو ستراتيژيک تړون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړيکو پراختيا زياته پاملرنه ترلاسه کړې ده، چې په تېره مياشت کې تهران ته د چین د دفاع وزیر د وي فینګ د لوړې کچې سفر ثابته کړې ده.

خو پداسې حال کې چې دواړه خواوې د مخ پر ودې اړیکو ګټې په ګوته کوي، شواهد وړاندیز کوي چې د چین لګښتونه خورا زيات دي.

د آرامکو د تېلو د شرکت کارمندان د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۰مه د سعودي عرب د خرېس د تېلو د پروسس کولو په فيکټرۍ کې د سخت ويجاړ شويو تاسیساتو سره نږدې ولاړ دي. د ایران په ملاتړ دغه برید چین دې ته اړ کړو چې هره ورځ اضافي ۹۷ میلیونه ډالره تادیه کړي ځکه چې د برینټ خام تېلو بیه په ریکارډي توګه ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله. [فیض نورالدین/ای اېف پي]

د آرامکو د تېلو د شرکت کارمندان د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۰مه د سعودي عرب د خرېس د تېلو د پروسس کولو په فيکټرۍ کې د سخت ويجاړ شويو تاسیساتو سره نږدې ولاړ دي. د ایران په ملاتړ دغه برید چین دې ته اړ کړو چې هره ورځ اضافي ۹۷ میلیونه ډالره تادیه کړي ځکه چې د برینټ خام تېلو بیه په ریکارډي توګه ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله. [فیض نورالدین/ای اېف پي]

د ایراني رسنیو په وینا، چین ته د ایران صادرات په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۵۸ فيصده زیات شوي، په داسې حال کې چې له چین څخه واردات ۲۹ فيصده زیات شوي دي.

رویټرز د مارچ په لومړۍ نېټه راپور ورکړو، د ټېنکرونو د ډاټا تعقيب کولو وښودل چې د چین لخوا د ایران د تېلو پیرود د دې کال په پېل کې ریکارډ کچې ته لوړ شوی، چې په ۲۰۱۷ کال کې د حد څخه زيات شو کله چې تجارت د متحده ایالاتو د بندیزونو تابع نه و.

د درېو ټانکرونو د اټکل له مخې، د چین واردات د جنورۍ په میاشت کې په ورځ کې له ۷۰۰۰۰۰ بیرلو (بي پي ډي) څخه ډېر شول، چې په ۲۰۱۷ کال کې د چین د کسټمز لخوا د ثبت شوي ۶۲۳۰۰۰ (بي پي ډي) حد څخه ډېر دی.

که څه هم، یوازې تېره هفته، راپورونه ښیي چې چین اوس ارزان، لوړ کیفیت لرونکي روسي تېل اخلي، چې په پايله کې د ایران د تېلو یوه مهمه برخه پيرودونکي نه لري.

د دې برعکس، ډېر کتونکي دا پوښتنه کوي چې دا ټولې چینایي پیسې په ایران کې چېرته ځي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې ایرانیان د بې وزلۍ، بیکارۍ، ګرانۍ او مايوسۍ سره مخ دي؟

ایرانیان کرپټ ایراني چارواکو ته اشاره کوي چې د تېلو ځینې ګټې په جیبونو کې اچوي، خو له ایران سره د چین پراخه مرسته د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) مستقیم ملاتړ هم کوي.

د مۍ په ۱۶مه د ایران او چین د اړیکو په اړه د منځني ختیځ انسټیټیوټ راپور وويل، "د ویلو اړتیا نشته، هر ډالر چې د چین له بېنکونو څخه د ایران خزانې ته انتقال کيږي -- اوس په پټه توګه، خو په ښکاره توګه کله چې بندیزونه لرې شي -- هغه یو ډالر دی چې په ټوله سیمه کې د آی آر جي سي د تخریبي کړنو د تمویل لپاره کارول کېدی شي."

سپاه پاسداران د چین اقتصادي ګټو ته زيان رسوي

په دغه راپور کې ویل شوي، په یمن کې حوثي وسله وال، چې سپاه پاسداران یې ملاتړ کوي، د ایران جوړ توغندي توغوي او بې پیلوټه الوتکې کاروي، چې "د چین تر ټولو مهم هراړخیز ستراتیژیک شریکانو: سعودي عرب او متحده عرب اماراتو (يو ای اي)" ته زیان رسوي.

حوثي یاغیانو د مارچ په مياشت کې په سعودي عرب کې په ۱۶ هدفونو بې پیلوټه الوتکې او توغندي وویشتل، چې په پايله کې يې په جده کې د آرامکو د تېلو د توزیع سټېشن په نښه کړو او د ذخیرې په دوو ټانکونو کې یې اور رامنځته کړو.

دا هماغه شرکت دی چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په مياشت کې د دوه ګوني برید لاندې راغې چې پړه يې په ايران اچول شوې وه. دغه کار چین دې ته اړ کړو چې هره ورځ اضافي ۹۷ میلیونه ډالره تادیه کړي ځکه چې د برینټ خام تېلو بیه په ریکارډي توګه ترټولو لوړې کچې ته ورسیدله.

د مارچ په مياشت کې، حوڅيانو په سعودي عرب کې پر ملکي تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پېل کړل.

دوی په الشوقیق کې د تېلو پاکولو په یوه فيکټرۍ او په جیزان کې د آرامکو د تېلو د توزیع فيکټرۍ د برید لپاره د ایران کروز توغندي وکارول.

عربي ایتلاف د الحدیده په سواحلو کې دوه بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې، چې حوثي یاغیانو د باب المندب تنګي څخه په تېرېدونکو د تېلو په ټېنکرونو باندې د بریدونو پلان لرلو.

د روان کال په پېل کې، حوثي یاغیانو په یمن کې له یو لړ ماتې خوړلو وروسته پر متحده عربي اماراتو (يو ای اي) درې جلا بریدونه وکړل.

عراق، چې په ۲۰۲۱ کال کې د چین د بېلټ او روډ نوښت (بي آر آی) تر ټولو لوړ ګټه اخیستونکی دی، د ۱۰.۵ ملیارد ډالرو تمویل سره، د بې پیلوټه الوتکو لخوا هم په نښه شوی، چې پړه يې په هغه عراقي ملېشو باندې اچول شوې ده چې ايران يې ملاتړ کوي.

ایا دا د ارزښت وړ دی؟

په منځني ختیځ کې د چین د بي آر آی په لوړ پوړو پروژو کې يوه هم د ایران سره تړاو نلري، کومه چې پخپله يوه خورا مهمه خبره ده.

د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې اګریګېټس بزنس خبري ويب پاڼې راپور ورکړو، "په ۲۰۱۸ کال کې په بیجینګ کې د چین-عرب هېوادونو د همکارۍ فورم (سي ای اېس سي اېف) په غونډه کې، چین په دغه سیمه کې د ۲۳ ملیارد ډالرو قرضې او پراختیايي مرستو ژمنه وکړه.

"په دغه غونډه کې، د متحده عربي اماراتو د خلیفه بندر، د عمان دقم، د سعودي عرب جیزان او د مصر بندر سعید او عین سوخنا د کلیدي پروژو لپاره په ګوته شوې چې چین به يې په منځني ختیځ کې د بي آر آی په همکارۍ سره جوړې کړي."

دغه خبري وېب پاڼې وویل، "چینایي قراردادیان په قطر کې د زیربناوو د جوړولو په لویو قراردادونو کې هم ښکيل دي، چې په دې کې د حماد نړېوال هوایي ډګر (ايچ آی ای) لپاره د ۲۵ ملیارده ډالرو د پراختیا پلانونه شامل دي.

د ایران د سمندري ځواکونو یو پخواني شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، د بیجینګ له نظره، "د ايران سره د ۲۵ کالو د تړون مطلب دا دی چې چین په ایران کې، په ځانګړې توګه د فارس خلیج په جاسک او کیش ټاپوګانو کې، پښه ټینګه کړي".

هغه وویل، د دغه تړون په پايله کې له ایران سره د چین پراخه پوځي همکاري "یوه لازمي پایله ده".

اوس هم نړېوال بندیزونه له تهران سره د بیجینګ اړیکې پیچلې کوي او د چین د اقتصادي او پوځي پلانونو په لاره کې يو لوی خنډ ګرځېدلی شي.

د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۲۵مه)، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په بیجینګ کې د هاوکون انرژۍ ګروپ شرکت او د هغې په فرعي شرکت هاوکون انرژي لميټيډ، چې په هانګ کانګ کې د چين د انرژۍ شرکت دی، بنديز ولګوو ځکه چې دغه شرکت د ایران د آی آر جي سي قدس ځواک څخه د لسګونو ملیونو ډالرو په ارزښت ملیونه بېرله ایراني تېل اخيستلې ول.

په ایران کې په پیټرو چین پارس شرکت -- چې د ایران او بیجینګ میشته انرژۍ شرکتونو ترمنځ يوه ګډه پروژه ده -- او په بیجینګ کې په فوجي پیټرو کیمیکل زوشان شرکت لمیټډ باندې هم بنديزونه ولګول شول.

دواړه شرکتونه د آی آر جي سي د قدس ځواک څخه د لسګونو ملیونو ډالرو په ارزښت د ایراني خام تېلو په پلور او پیرود کې ښکیل وو.

او په بیجینګ کې د شانډونګ سي رائټ پیټرو کیمیکل شرکت لمیټډ باندې هم بنديزونه ولګول شول ځکه چې دغه شرکت داسې تاديات کړې ول چې د آی آر جي سي د قدس ځواک د تېلو پلور او مخکښو شرکتونو سره يې تړاو لرلو.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په مياشت کې، د متحده ایالاتو د چین په يوې لویې ترانسپورتي شبکې، د چین د سمندري ليږد شرکت (کاسکو)، پر دوو يونټونو باندې بندیزونو، چې په ایران باندې د بندیزونو په مخنیوي کې د ښکیلتیا له امله لګول شوې ول، سمدلاسه په آسیا کې د تېلو د لیږد بیه زياته کړه او ټول لګښتونه یې نږدې ۳۰ فيصده لوړ کړل.

پر چینايي شرکتونو یا اتباعو باندې د دوی د ایران اړوند فعالیتونو له امله بندیزونه کولی شي چین د خپلو نړېوالو بازارونو د پام وړ برخې له لاسه ورکړي، چې اټکل کیږي په ایران کې د سرمايه کارۍ د احتمالي ګټې په پرتله څو چنده ګټه ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500