امنیت

په عراق او یمن کې ایراني پراکسيانې د خلیج امنیت ته د ګواښ لپاره یو ځای شوي دي

د فارس العمران لخوا

سمندري مارغان د جنورۍ په ۲۴مه د اماراتو په مرکزي ښار کې د ابوظبي د بحر په څنډه کې الوتنې کوي. متحده عرب امارات په وروستیو هفتو کې له یمن او عراق څخه د ایران د ملاتړي ملېشو لخوا په نښه شوی دی. [کریم صاحب/ای اېف پي]

سمندري مارغان د جنورۍ په ۲۴مه د اماراتو په مرکزي ښار کې د ابوظبي د بحر په څنډه کې الوتنې کوي. متحده عرب امارات په وروستیو هفتو کې له یمن او عراق څخه د ایران د ملاتړي ملېشو لخوا په نښه شوی دی. [کریم صاحب/ای اېف پي]

شنونکو وویل، په یمن او عراق کې د ایران د نیابتي ډلو تر منځ د عملیاتي همغږۍ نښې د خلیج د هېوادونو او سیمې امنیت ته نور هم زيان رسوي.

په متحده عرب اماراتو (يو ای اي) کې د تاوتریخوالي یوه تازه څپه د جنورۍ په میاشت کې د ډرون او توغندیو بریدونو سره پیل شوه، چې د یمن حوثیانو يې ادعا کړې ده.

اوس یوه نوې ډله میدان ته راغلې ده.

د فبرورۍ په ۲مه، اماراتي ځواکونو د متحده عرب اماراتو په نښه کولو لپاره د "دښمن ډرونونو" مخه ونیوله او تباه يې کړل. په ایران پورې تړلې عراقي ملېشې چې ځان د الویات الواد الحق په نامه يادوي، په یو بیان کې چې د ایران د پراکسيانو له خوا خپور شوی د برید ادعا وکړه.

د ایران په ملاتړ عراقي ملېشې کتایب حزب الله په عراق کې د حوثیانو لپاره د پیسو راټولولو لپاره په زیارتونو کې صندوقونه نصب کړل. خو دغې کمپاین پراخه ملاتړ ترلاسه نه کړو. [دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی]

د ایران په ملاتړ عراقي ملېشې کتایب حزب الله په عراق کې د حوثیانو لپاره د پیسو راټولولو لپاره په زیارتونو کې صندوقونه نصب کړل. خو دغې کمپاین پراخه ملاتړ ترلاسه نه کړو. [دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی]

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی ساري وروسته د عملیاتو لپاره الویات الواد الحق ته "مبارکي" ورکړه، او د حوثي لوړ پوړي چارواکي محمد علي الحوثي د پوسټ ړنګولو څخه مخکې په ټویټر کې یې په یو پیغام کې د برید کونکو ستاینه وکړه.

هغه په پیغام کې وويل: "مننه، عراق او د هغې مجاهدین آزاد کړئ."

په مختلفو عامه بیانونو کې، د ایران سره د تړلې عراقي ملېشې عصائب اهل الحق مشر قیس الخزالي اشاره کړې چې هغه د بریدونو ستاينه کوي.

الویات الواد الحق په سعودي عرب باندې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د برید ادعا وکړه، چې په ریاض کې یې د یمن په یمامه ماڼۍ او نورو ځایونو کې ډرون بریدونه پيل کړې ول.

دې د متحده عرب اماراتو په نښه کولو ګواښ هم وکړو، او په متحده عرب اماراتو کې يې د یادګار برج خلیفه لوړې ودانۍ هغه عکسونه وښودل چې دا پکې د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه کيږي.

لږه پېژندل شوې دا ملېشه د کتايب حزب الله لپاره د یو فرنټ ګروپ په توګه ګڼل کيږي.

د فبرورۍ د ۲مې نیټې له برید وروسته په یو بیان کې، د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت وویل چې دوی د هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره چمتو دي، او د "دولت د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات" کوي.

متحده ایالاتو هم ژمنه کړې چې د متحده عرب اماراتو امنیت پیاوړی کړي، او د خپل خلیج اتحادي په دفاع کې د مرستې لپاره د یو لړ "عملونو" د برخې په توګه د لارښود توغندیو ویجاړونکي او عصري جنګي الوتکې ځای په ځای کوي.

همغږيز بریدونه

د پوځي شنونکي جلیل خلف المحمدوي په وینا، دا روښانه ده چې د ایران نیابتي ځواکونه د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک په مستقیم امر د سیمه ایز او خلیج امنیت ته زیان رسولو لپاره خپل عملیات همغږي کوي.

هغه المشارق ته وویل، "د متحده عرب اماراتو او تر هغه مخکې د سعودي عرب پر ضد بریدونه په ښکاره ډول دا په ډاګه کوي."

هغه وویل، د ایران نیابتي ډلې "په سیمه کې خپلو تروریستي او تخریبي فعالیتونو ته د دوام ورکولو لپاره له ایرانیانو څخه ملاتړ، تمویل او وسلې ترلاسه کوي."

هغه زیاته کړه، د قانون سرغړوونكي عراقي ملېشې د عراق له ګټو او یا هغه جدي زیان سره تړاو نه لري چې پر بهرنیو هېوادونو د دوی بریدونه د دغه هېواد شهرت او سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ته زیان رسوي.

په متحده عرب اماراتو کې د الويات الواد الحق لخوا د وروستي برید مسؤلیت په غاړه اخیستو وروسته په عراق کې په عامه توګه غوسه رامنځته شوه.

شیعه عالم مقتدا الصدر دا بریدونه وغندل او څرګنده یې کړه چې هغه دا هڅې ردوي چې عراق په "خطرناک سیمه ایز جنګ" کې ښکيل کړي.

هغه په یو بيان کې له عراق څخه په ګاونډیو هېوادونو او سیمې باندې د حملو لپاره د یو مرکز په توګه د کارولو د اجازې نه ورکولو په اهمیت ټینګار وکړو او له حکومته یې وغوښتل چې له هغو کسانو سره په سختۍ سره چلند وکړي چې غواړي عراق په دغه شان شخړو کې ښکيل کړي.

هغه د ایران سره د ملېشو وفادارۍ ته په اشارې سره وویل، "عراق سولې او وقار ته اړتیا لري، نه دا چې د بهر څخه د امرونو تابع شي."

په ټویټر په یو پوسټ کې، د اماراتو د صدر د سفارتي چارو سلاکار انور قرقاش د الصدر دریځ "منطقي" او "د دولتونو د حاکمیت او خپلواکۍ د حرمت له اصولو سره سم" وګڼلو.

د سیاسي چارو شنونکي احمد شوقي وویل، د ایران سره تړلې عراقي ملېشې د وروستیو پارلماني ټاکنو وروسته د سیاسي ګټو په ترلاسه کولو کې د دوی د ناکامۍ له امله هڅول شوي دي.

هغه المشارق ته وویل، دا وروستي بریدونه "د ملېشو لخوا د جارحيت او د بيا تنظيم کېدو د پاليسۍ يوه برخه ده چې ملېشو يې تعقيب کړی او ایرانیانو جوړه کړې ده."

هغه وویل، ملېشې د خپلو کړنو له لارې "عراق له زیاتو بحرانونو او ستونزو سره مخ کوي او د ویجاړونکې سیمه ییزې جګړې اور ته لمن وهي".

هغه زیاته کړه چې عراقیان په پراخه کچه په خپل خواهش کې متحد دي چې "د دې ملېشو چلند او د خپل هېواد له ملي حاکمیت او ګټو سره د دوی دوامداره لاسوهنه وغندي."

د حوثیانو لپاره تمویل برابرول

د جنورۍ په ۲۳مه، کتایب حزب الله د تمویل راټولولو کمپاین پیل کړو ترڅو د حوثیانو سره د متحده عرب اماراتو او سعودي عرب په نښه کولو لپاره د ډرون په جوړولو کې مرسته وکړي.

دا هڅې، چې د "عراق د ځوانانو لخوا د کمپاین" په توګه پيژندل کيږي، د امیر الموساوي تر رهبرۍ لاندې ترسره کیږي. امير الموساوي د کتايب حزب الله تر کنټرول لاندې د ځوانانو شورا ده.

خو عراقیانو پدې کمپاين کې خپله ونډه وانه چوله، سره لدې هڅو سره چې دې کمپاین ته وده ورکړي او د ملېشو تر ملکیت لاندې د سيټلايټ چینلونو لکه التجاه، الاحد او النجابه او د ټولنیزو رسنیو سایټونو لکه صابرین نیوز په واسطه مرستې راټولې کړي.

شنونکو وویل چې دا ناکامي د ایران د نیابتي ډلو د کړنو او د شخړو د پراخولو لپاره د دې هېواد د شتمنیو کمولو په اړه د خلکو ناخوښي په ګوته کوي.

د کتایب حزب الله مشر ابو علي العسکري د جنورۍ په ۲۸مه اعلان وکړو چې ملېشې یې د کمپاین لپاره یو میلیارد عراقي دينار (۶۸۵۰۰۰ آمريکايي ډالره) د "ډالۍ" په توګه مرسته کړې ده.

په ټویټر د "ډالۍ" په اړه تبصره کولو سره، ژورنالیست شاهو القرادګي یادونه وکړه چې د لبنان حزب الله، په یمن کې حوثیان او د سوریې رژیم د عراق په پیسو تمویل کیږي، پداسې حال کې چې عراقیان د خپل هېواد له سرچینو او شتمنیو څخه محرومه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500