سياست

د سلیماني د تباهۍ میراث لا هغسې جګړه ځپلې سیمې ته زیان رسوي

د فارس العمران لخوا

د ایران په ملاتړ د ملېشو غړي چې په سوریه کې جنګیدلي او مړه شوي، د نومبر په میاشت کې د ایران په قم کې ښخ شوي دي. [محمد وحدتي/ ايريب نیوز]

د ایران په ملاتړ د ملېشو غړي چې په سوریه کې جنګیدلي او مړه شوي، د نومبر په میاشت کې د ایران په قم کې ښخ شوي دي. [محمد وحدتي/ ايريب نیوز]

په بغداد کې د متحده آيالاتو په یو برید کې د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو نږدې درې کاله وروسته، د هغه د وینو تویولو او وژنو میراث لا هم څرګند دی.

سلیماني، چې نه یوازې یې په ټوله سیمه کې د بهرنیو پوځي عملیاتو مشري کوله، بلکې په ایران کې دننه د نظر د اختلاف په ځپلو کې یې هم لاس لرلو، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه ووژل شو.

د هغه پرځای اسماعیل قااني وټاکل شو، چې د سلیماني د مشرۍ په څیر وړتیاو څرګندولو کې پاتې راغلی دی.

د قااني تر مشرۍ لاندې د خورا کمزوري قدس ځواک سربېره، د ایران رژیم د سوریې څخه تر یمن پورې د ایران او د منځني ختیځ د پراخې سیمې او د خلکو په لګښت د سلیماني د میراث په ساتلو ټینګار کوي.

یوه یمني کورنۍ د طایز په لویدیځ کې د یو غار څخه بهر ناسته ده چېرې چې دوی د بې وزلۍ او د کور د نشتوالي له کبله پناه اخيستې ده. [احمد البشا/ای اېف پي]

یوه یمني کورنۍ د طایز په لویدیځ کې د یو غار څخه بهر ناسته ده چېرې چې دوی د بې وزلۍ او د کور د نشتوالي له کبله پناه اخيستې ده. [احمد البشا/ای اېف پي]

راپورونه ښیي چې سلیماني چې د ایران تر ټولو خطرناک شخص بلل کیږي. هغه په وروستیو کلونو کې پلان لرلو چې د منځني ختیځ نقشه بیا جوړه کړي ترڅو د سیمه ایزو نیم پوځي ډلو په کارولو سره د ایران ګټې ترلاسه کړي.

د خپل مرګ څخه مخکې، هغه په عراق او سوریه کې ۸۲ وسله والې ادارې جوړې کړې وې چې د سپاه پاسداران سره تړاو لري او له هغې څخه تمویل او ملاتړ ترلاسه کوي. دا شمېر تېر کال د ایران د مشر علي خامنه يي پوځي سلاکار ميجر جنرل یحیی رحیم صفوي تایید کړی و.

سلیماني پخپله د دغو پراکسي ډلو مشري کوله او د دوی د روزنې او د وسلو او پیسو د سمبالولو پروسه یې څارله ترڅو دوی په سیمه کې وده او پراختیا ومومي.

د رحیم صفوي په وینا، د هغو وسله والو شمېر چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم په دفاع کې د جګړې لپاره د ایران له خوا استخدام شوي، له ۷۰،۰۰۰ څخه اوښتی دی -- چې له عراق، لبنان، سوریې، افغانستان او پاکستان سره تړاو لري. دوی د سپاه پاسداران تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د ایران په مجلس (پارلمان) کې د امنیت د کمیټۍ پخواني چيرمين حشمت الله فلاحت پشیح د ۲۰۲۰ کال د می په میاشت کې له ایراني ورځپاڼې اعتماد سره په مرکه کې وویل، سپاه پاسداران د سوریې په جګړه کې شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالر لګولي دي.

د سلیماني تر قوماندۍ لاندې، ملېشو د سوریې د ختیځو ښارونو د اوسیدونکو په وړاندې دښمني پېل کړه، مخکې لدې چې د دوی د ځواک او د نړېوال ایتلاف له خوا د هوایي بریدونو په پایله کې د دوی فعالیت کم شو.

د سیمه ایز حاکمیت لپاره پلان

د سوریې د قبایلو او قبیلو د شورا ویاند مدر حماد الاسد وویل، "د دې ښارګوټو د ډیموګرافیک جوړښت د بدلولو پروسه [په ختیځ سوریه کې] د سلیماني د تسلط لپاره د هغه پلان یوه برخه وه چې هدف یې د هغه هېواد سیمه ایزې ګټې پیاوړې کول دي.

په ایران پورې تړلو ملېشو په زور او یا د مالي هڅونې له لارې په سلګونو کورونه او زراعتي فارمونه ونیول چې بهرني عناصر او د هغوی کورنۍ پکې ځای په ځای کړي.

دوی همدارنګه کورونه او زراعتي فارمونه د پوځي مرکز او ګودامونو په توګه وکارول ترڅو ایراني وسلې د پولې له لارې سوریې ته قاچاق کړي.

الاسعد وویل، د ملکیتونو ضبطول "د المیادین، پالمیرا، البو کمال او دیر ايزور په ښارونو کې د زرګونو سوري وګړو د بې ځایه کیدو لامل شو."

هغه زیاته کړه، ملېشو جوماتونه د مدافعې په مرکزونو بدل کړل چې د ایران د رژیم اصولو درس پکې ورکوي او د سوریې ملي او مذهبي هویت له منځه وړي.

هغه وویل، "د سلیماني میراث د ګڼ شمېر سوریانو په وژلو او له مینځه وړلو کې ښودل شوی و. دغه کسانو ایران د نفوذ او پټو توقیف خانو مخالفت کولو. په دې کې توقیف خانو کې ګڼ شمېر کسان د شکنجه کولو وروسته وژل شوي وو."

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د نومبر د ۷مې د یو راپور له مخې، ملېشو هم د ګواښونو او ډارولو له لارې اوسیدونکي دې ته اړ کړل چې د هغوی له لیکو سره یوځای شي، چې د تېر کال له پېل راهیسې د ځايي استخدام شویو کسانو شمېر "شاوخوا ۳۰۰۰" ته رسېدلی دی.

په عراق کې د بشریت ضد جنایتونو دوام

سیاسي څیړونکي عبدالقادر النیل المشارق ته وویل، په عراق کې د سپاه پاسداران سره وابسته ډلې، چې تر ټولو وحشیانه یې کتائب حزب الله او عصائب اهل الحق دي، په ځانګړې توګه په موصل او انبار کې، د وحشتناکو جنایتونو مسؤليت لري.

هغه وویل، د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو د "اسلامي دولت" (داعش) پر وړاندې په جګړو کې او د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د کرپشن او د ایران د نفوذ د پراخېدو پر ضد د مشهورو احتجاجونو په ترڅ کې په زرګونو بې ګناه عراقیان په زوره ورک کړل او ووژل.

النیل وویل،"د ملېشو دښمنانه چلند، چې د سلیماني له خوا رامنځته شوی و، د هغه له وژل کېدو وروسته هم دوام لري."

هغه وویل، "د ملېشو پر مشرانو د سلیماني د وژنې د ښکاره اغېزو، د تصمیم نیوونکو د ډېروالي او د نفوذ لپاره د مبارزې سربېره، د هغوی فعالیتونه ونه درېدل."

هغه وویل، په خپلواکو او نړېوالو تاسیساتو باندې د راکټي بریدونو غچ اخیستنه دوام لري، چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته ګواښ کوي، او همدارنګه د فعالینو وژل او د وسلو او مخدره توکو قاچاق دوام لري، چې د عراق اقتصاد ته زيان رسوي.

کتايب حزب الله د فبرورۍ په میاشت کې په متحده عرب اماراتو د بې پیلوټه الوتکو په ناکامه حمله کې لاس لرلو، چې د خلیج د سیمې امنیت ته ګواښ کوي او تېر کال یې د سعودي عرب په مرکزي ښار ریاض هم ورته برید کړی و.

د کنټرول او سیمه ییزې پراختیا لپاره د سلیماني هیلې یوازې په سوریه او عراق پورې محدودې نه وې بلکې تر لبنان پورې غزیدلې وې، چې له اقتصادي بحران سره مخ دی.

سیاستدانان او هېوادوال، په لبنان کې دننه او هم په بهر کې، د هېواد د اقتصاد د خرابيدو پړه د حزب الله په کرپشن اچوي.

دوی وايي چې ګوند یې د خپل اصلي ملاتړي ایران تابع دی او پر مشرانو یې د متحده آيالاتو د بندیزونو لګولو لامل شوی -- او د لبنان خلک یې قیمت ادا کوي.

په یمن کې د حوثیانو د جګړې اوږدېدل

د سلیماني سیمه ایز پلانونو یمن ته رسیدلي، چېرې چې سپاه پاسداران د حوثیانو سره د وسلو، پیسو او تخنیکي مهارتونو سره مرسته کوي ترڅو د خلیج هېوادونو امنیت د بالیسټیک توغندیو او ډرونونو سره په نښه کړي.

اسد کانجو، چې د عرب پرمختګ په مرکز کې یو څیړونکی دی، د اکتوبر په ۲۵ مه په یوه راپور کې په یمن کې د "حوثیانو په پیاوړي کولو او د دولت او د ادارو په نسکورولو" کې د سلیماني مهم رول په ګوته کړ.

هغه وویل چې د سپاه پاسداران قدس ځواک پخواني قوماندان د سعودي عرب په مشرۍ عربي ایتلاف او د حوثي ملېشو د ملاتړ لپاره د جګړې له پېل وروسته د سخت تاوتریخوالي څخه ګټه پورته کړه او په دې توګه یې جګړه اوږده کړه چې د مارچ په میاشت کې اووم کال ته داخله شوه.

د ملګرو ملتونو په وینا، د سلیماني پلان چې یمن د ایران په نیابتي جګړو کې د یوې نوي اډې په توګه بدل کړي، د یمنیانو لپاره د ژوند د حالاتو لپاره ناوړه پایلې لرلې چې "په نړۍ کې ترټولو لوی بشري بحران" سره مخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500