سياست

د قاني د کمزوري مشرتابه لاندې د آی آر جي سي قدس ځواک په ټپه ودرېدلی دی

د فيصل العمران لخوا

ایرانیان د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۴ مه په هغه وخت کې د آی آر جي سي د قدس ځواک د نوي ټاکل شوي قوماندان اسماعیل قاني انځورونه په يوې مظاهره کې پورته کړي چې د هغه د مخکیني مشر قاسم سلیماني د وژل کیدو خلاف احتجاج وکړي. [عطا کنېر/ای اېف پي]

ایرانیان د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۴ مه په هغه وخت کې د آی آر جي سي د قدس ځواک د نوي ټاکل شوي قوماندان اسماعیل قاني انځورونه په يوې مظاهره کې پورته کړي چې د هغه د مخکیني مشر قاسم سلیماني د وژل کیدو خلاف احتجاج وکړي. [عطا کنېر/ای اېف پي]

د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ قول د قدس ځواک نفوذ او ځواک، چې د ایران د بهرنیو عملیاتو رهبري کوي، د بریګيډیر جنرل اسماعیل قاني تر مشرۍ لاندې کمزوری شوی.

کتونکي وايي، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په میاشت کې د خپل پخواني مشر قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته، قااني په خپل نوي رول کې خپل ځان ته په امتياز ورکولو کې پاتې راغلی، او د پام وړ لاسته راوړنې یې ندي ترلاسه کړي.

د سلیماني د ځای ډکولو لپاره د ایراني مشر علي خامنه اي د قاني ټاکنه د رژیم د رسنیو لخوا د پروپيګنډې يو پراخه کمپاین و، چې هڅه یې کوله چې د سلیماني د مرګ بشپړ اغیز کم کړي.

خو د پردې تر شا، څارونکو وویل، دا عامه پوهه وه چې د سلیماني وژلو رژیم ته په بشپړه توګه زيان رسولی و.

بریګيډير جنرال اسماعیل قاني، چې د آی آر جي سي د قدس ځواک قوماندان دی دلته په یو بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [ایران ال یوم]

بریګيډير جنرال اسماعیل قاني، چې د آی آر جي سي د قدس ځواک قوماندان دی دلته په یو بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. [ایران ال یوم]

دوی زياته کړه، پداسې حال کې چې قاني په دې عهده کې خپلې دوهمې کلیزې ته نږدې کیږي، ډېر ایرانیان اوس باور لري چې هغه د ​​دې دندې لپاره وړتيا نلري، لکه څنګه چې په سیمه کې د آر جي سي د کم نفوذ او اغیز څخه ثابته شوې ده.

کمزوری فعاليت

عراقي پوځي کارپوه حاتم الفالحي وویل، د رژیم د هڅو سربيره چې قاني د یو تجربه کار قوماندان په توګه انځور کړي، چې د ایران په بهرنۍ اجنډا باندې د تمرکز کولو لپاره کافي وړتیا لري، د هغه فعالیت "کمزوری شوی، یا په لویه کچه ناکامه" شوی دی.

هغه وویل، د آی آر جي سي قدس ځواک نوی قوماندان "د سلیماني له خوا د پاتې شوې خلا د ډکولو یا د لاسته راوړنې د ترلاسه کولو توان نلري"، او "د ایران رژیم په دې قانع شوی چې هغه د چلينجونو مقابله نشي کولی".

الفالحي وویل، د قاني کمزوري مشرتابه د ایران رژیم مایوسه کړی دی، کوم چې په عراق، سوریه او یمن کې د ایران نفوذ او ځواک د کميدو په حال کې ليدلی دی.

هغه زیاته کړه، د ناکامۍ ډېر شاخصونه شتون لري، خو تر ټولو ښکاره یې "په عراق کې پر خپلو دوديزو متحدینو -- د هغې پراکسي ملیشې -- باندې د ایران د کنټرول کمیدل" دي.

هغه وویل، بغداد ته د خپلو پټو سفرونو په ترڅ کې، قاني په ملېشو باندې د واک کارولو وړتيا نه لرله، کومو چې د امرونو "په بشپړه توګه اطاعت نه کول پيل کړي" او د جزیاتو په اړه جګړې کوي، په ځانګړې توګه کله چې دوی د هغوی ګټو ته زيان رسوي.

قاني هغه وخت د بې باورۍ څرګندونه وکړه کله چي هغه په بغداد کې د جون په مياشت کې په یوې غونډه کې د ملېشو مشرانو په هڅولو کې پاتې راغی چې خپل راکټي بریدونه بند کړي او د عراق د حکومت په وړاندې خپل جارحيت کم کړي.

د عراق حکومت د ایران له مشرانو څخه غوښتي وو چې خپلې ډلې "تر کنټرول لاندې" وساتي.

د ملېشو یو ایتلاف چې ځان د "عراق د مقاومت د همغږۍ کمیټۍ" په توګه يادوي، چې عصائب اهل الحق، سید الشهداء او د کتائب حزب الله سره وابسته کوچنۍ ډلې پکې شاملې دي، په دوامداره توګه د ایران له لارښوونو څخه سرغړونه کوي او له پامه يې غورځوي.

درزونه او خنډونه

په وروستیو میاشتو کې په عراق کې د ایران پلوه ملېشو ترمنځ د پیسو د اخیستلو، د قاچاق د ځایونو او د نشه یي توکو د قاچاق پر سر د شخړو او د واک او نفوذ د ترلاسه کولو پر سر د اختلافاتو رامنځته کېدل پیل شوي دي.

الفالحي وویل، د دې وضعیت سره، قاني دومره نفوذ نلري چې "ملېشې دې ته اړ کړي چې د هغه غوښتنې ته غاړه کیږدي یا د هغه د غوسې سره د مخامخ کيدو په اړه دوه ځله فکر وکړي".

هغه وویل، "هغه د اوږدې مودې لپاره د افغانستان او پاکستان د دوسيو مسؤل و، خو اوس هغه د لوړې پیچلتیا او مختلفې جغرافیې دوسیې سره مخ دی، او هغه یقیناً نوی سلیماني نه دی لکه څنګه چې ایران هغه ګڼلی و."

هغه وویل، قاني په عربي ژبه خبرې نه کوي، او د عراقي او سیمه ایزو مسلو سره په هوښیارۍ او مسلکي توګه د معامله کولو لپاره کافي تجربه نلري. هغه همدارنګه مهارت نلري چې د آی آر جي سي د سیمه ایزو پراکسيو لپاره د وسلو د قاچاق رهبري وکړي.

د آی آر جي سي د قدس ځواک د ناکامیو په وروستي مثالونو کې د عراق او سوریې پولې ته نږدې د نړیوال ایتلاف بریالي هوایي بریدونه شامل دي چې د وسلو د ذخیره کولو هغه تاسیسات په نښه کوي چې د ایران سره د وابسته ملېشو لخوا کارول کیږي او هغه کاروانونه چې د پولې هاخوا ایراني وسلې لیږدوي.

سربیره پردې، په یمن کې د حوثي یاغیانو لپاره ټاکل شوي د ایراني وسلو بار د عربي سمندر په اوبو کې ضبط شوی دی.

عراقي لیکوال او ژورنالیست هلال العبیدي وویل، قااني توان نلري چې "د سلیماني لخوا پیل شوې پروژې ته دوام ورکړي یا د آی آر جي سي لپاره مثبتې یا مهمې پایلې ترلاسه کړي."

هغه وویل، "د هغه او سلیماني ترمنځ پرتله کول په ښکاره ډول د هغه نیمګړتیا د دوو کسانو د کار تر منځ د بنسټیز توپیر څخه روښانه کوي، په ځانګړې توګه که موږ د هر یو لاسته راوړنې، د دوی رولونه او سیمه ایز او نړیوال ارتباطات لیست کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500