تجزيه

تهران د سلیماني تر وژنې یو کال وروسته د سیمې لپارہ یو ګواښ دی

د فاریس العمران لخوا

د ایران د اسلامي انقلابي ساتونکو قول (آی آر جي سي) غړي د وروستي جنګ په مشقونو کې په عربي خلیج کې د متحده آيالاتو د الوتکې وړلو بيړۍ د راګیرولو لپاره د برید سرعت کښتۍ کاروي چې په تخيل کې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه او تجارتي ټانکرونو په نښه کړي. [آی آر جي سي]

د ایران د اسلامي انقلابي ساتونکو قول (آی آر جي سي) غړي د وروستي جنګ په مشقونو کې په عربي خلیج کې د متحده آيالاتو د الوتکې وړلو بيړۍ د راګیرولو لپاره د برید سرعت کښتۍ کاروي چې په تخيل کې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه او تجارتي ټانکرونو په نښه کړي. [آی آر جي سي]

تهران په دوامداره توګه د متحده ایالاتو او په سيمه کې د هغې متحدینو ته ګواښونه کوي، يو کال وروسته له هغې چې د ایران رژیم خپل یو ډیر اغیزمن پوځي کمانډر له لاسه ورکړو.

د متحده آيالاتو له برید څخه فوراََ وروسته، چې د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر میجر جنرل سليماني يې په بغداد کې د جنورۍ په ۳ مه وژلی و، ايراني چارواکو د خونړي غچ لپاره غوښتنه وکړه.

د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي او صدر حسن روحاني د "سخت انتقام" خبرداری ورکړو.

د ملي امنیت عالي شورا، چې د تهران د ملي امنیت يوه اداره ده، وویل چي متحده ایالات به "د سخت انتقام سره مخامخ شي … په مناسب ځای او وخت کې."

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول غړي د جنګي وروستي مشقونو د یوې برخې په توګه عربي خلیج ته توغندي وتوغول چې په تخیل کې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه او تجارتي ټانکرونو په نښه کړي. [آی آر جي سي]

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول غړي د جنګي وروستي مشقونو د یوې برخې په توګه عربي خلیج ته توغندي وتوغول چې په تخیل کې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه او تجارتي ټانکرونو په نښه کړي. [آی آر جي سي]

متخصصین د ځمکې لاندې په تاسیساتو کې د اوږدې فاصلې په راکټونو باندې کار کوي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) تر کنټرول لاندې ده. [آی آر جي سي]

متخصصین د ځمکې لاندې په تاسیساتو کې د اوږدې فاصلې په راکټونو باندې کار کوي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) تر کنټرول لاندې ده. [آی آر جي سي]

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) پخوانی کمانډر، چې اوس مهال د دغه هیواد د پيښې د ارزولو د شورا سيکريټري دی، په ټویټر ولیکل، تهران به "د امریکې نه ډير سخت انتقام واخلي".

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر ماجد تخت روانچي وویل، "بې شکه انتقام به واخيستل شي، سخت انتقام."

د ایران د پوځ مشر ميجر جنرل عبدالرحیم موساوي تر دې حده پورې وویل چې متحده ایالات د شخړې د پیلولو "جرت" نه لري.

د ډرامايي بیانونو وروسته، د رژیم "پریکنده غبرګون"، لکه څنګه چې روحاني وویل، د جنورۍ په ۸ مه هغه مهال راغې کله چې دې په عراق کې د متحده ایالاتو او نورو بهرنیو ځواکونو په دوو اډو باندې ۲۲ توغندي وویشتل. .

توغندیو یوازې لږ تر لږه مادي زیان ورسولو.

په همدغه ورځ، يو څو ګهنټې وروسته له هغې چې ایراني رژیم په عراق باندې خپل توغنديز بریدونه پیل کړل، ایراني ځواکونو د اوکراین د نړیوال هوایي شرکت الوتکه ۷۵۲ راغوزاره کړه، په داسې حال کې چې روحاني يو څو ورځې وروسته ومنله چې دا یوه "ویجاړونکې غلطي" وه.

په سیمه کې ګډوډي رامينځته کول

په فرانس کې د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د عراقي مرکز مشر غازي فیصل حسین وویل، "ایران او د هغې ملیشو [د سلیماني وژنه] د يوې بهانې په توګه وکاروله چې په متحده ایالاتو او په غربي ګټو باندې خپلې حملې مشروع کړي. "

په داسې حال کې چې د ایران پوځ، د آی آر جي سي په شمول، دا توان نه لري چې له متحده ایالاتو سره په مستقیمه توګه مقابله وکړي، ایران په سیمه کې د "فساد راپورته کولو فعالیتونو" ته دوام ورکړې.

هغه وویل، په دې فعالیتونو کې "په عراق کې خپلو پراکسيو ته لارښونه کول شامل و چې په نړیوالو سفارتي او پوځي مشنونو باندې د توغندیزو بریدونه پيل کړي او د هغې وسله والو ډلو ته ملاتړ چمتو کړي … لکه د لبنان حزب الله ډله او حوثیان [انصارالله] چې په لبنان، سوریه، يمن او د سیمې په نورو هیوادونو کې ستونزې رامينځته کړي."

حسین وویل، تهران د خپلې توسعې ستراتیژۍ سره کار کوي او دغه سیمه د جګړې په ډګر بدلوي، چې په دې توګه امنیت ګواښوي او د ثبات، سولې او پرمختګ امکانات ته زيان رسوي.

البته، هغه ګواښونه او ستونزې چې د ایران لخوا رامینځته شوي دي "کيدی شي چې ډیرې جدي او خطرناکې وي که چیرې سلیماني نه وې وژل شوی".

تل پاتې ګواښونه

بریګيډير جنرل اسماعیل قاني د سلیماني د مرګ نه لږ وروسته د آی آر جي سي قدس ځواک د کمانډر په توګه وټاکل شو.

هغه په لویه کچه هغه پلانونه جاری ساتلي دي چې د هغه نه مخکیني مشر جوړ کړې ول، لکه څنګه چې تمه کیده، خو هغه د سلیمانې په ځای اخېستلو کې ناکامه شوی دی.

سلیماني د علي خامنه اي وروسته په ایران کې ترټولو پیاوړی کس ګڼل کيدو.

د پوځ او ستراتیژۍ شنونکی حاتم الفلاحي وویل، هغه یو غير معمولي شخصیت و چې هغه د خامنه اي پرته بل چا ته ځواب ده نه و.

هغه وويل، هغه له ستر رهبر سره د خپلو نږدو او باوري اړیکو له امله خورا پیاوړی ګڼل کيدو، او هغه توان لرلو چې دا نفوذ د تهران پلوه اجنټانو په سیمه کې د یوې پراخې شبکې په جوړولو کې استعمال کړي چې د هغه حکمونه یې تعقیب کړل.

که څه هم دا ممکنه نه ده چې قاني به په هيواد کې دننه یا بهر د سلیماني مقام ته ورسيږي، ایران د پراختيا غوښتونكې خپلې اجنډې سره سیمې ته ګواښ کوي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد شاقي وویل چې ایران د خپل چلند د بدلولو یا د تروريستي فعالیتونو د بندولو هیڅ اراده نه لري.

"آی آر جی سی د ملیشو ملاتړ ته دوام ورکوي چې جارحانه بریدونه ترسره کړي او خپلو ملګرو ته لارښونه کوي چې د خپلې خاورې بهر ناکرارۍ ته لمن ووهي چې نړۍ ته د بغاوت پيغام ورسوي او دا تایید کړي چې د سلیماني د غير موجودګۍ له امله د هغې ستراتیژي نه ده اغیزمنه شوې."

د بريدونو لوی انجام

شاقي وویل، د سلیماني له مرګ راهیسې، تهران هڅه کړې چې "د ترهګرو د یو مهم رهبر له لاسه ورکولو صدمه برداشت کړي او خپلې ډلې وهڅوي چې خپل عملیات پيل او ګړندي کړي".

د خلیج اوبو په اړه د متحده ایالاتو وروستي بریدونه او د اضافي آلاتو ځای پر ځای کول د ایران یا د هغې د ملیشې ډلو لخوا د هرډول احتمالي برید لپاره د چمتووالي په چوکاټ کې ترسره کيږي، چې تهران ته نږدې د نومبر په ۲۷ مه د ایران د اټمي ساینسدان محسن فخریزاده د وژلو ورسته يې ګواښونه ورکول بيرته پيل کړي دي.

د آی آر جي سي پخوانې غړی فخریزاده د دفاع نايب وزیر، د وزارت د دفاعي نوښت او څیړنې د موسسې مشر او د ایران د اټمي پروګرام بنسټ ایښودونکی و.

هيڅ يوې ډلې یا حکومت د دې وژنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تهران خپل عمومي دښمنان په دې تورن کړي دي: اسراییل، متحده ایالات، سعودي عرب او د ایران د خلکو د مجاهدینو تنظیم، چې یو سیاسي - وسله وال سازمان دی چې د اسلامي جمهوریت د مشرۍ د ړنګولو او د خپل حکومت د راوستلو لپاره هڅې کوي.

د ایران ملاتړي ملیشو هم د قاسم سلیماني د وژنې د کلیزې نه مخکې په عراق او سیمه کې د متحده ایالاتو پر ګټو بریدونه پیل کړي دي، چې په دې کې د دسمبر په ۲۰ مه په بغداد کې د متحده آيالاتو په سفارت خانې د توغندیو بریدونه هم شامل دي.

پوځي سرچينې وايي، د ایران نورې غلطې اندازې يا جارحيت ویجاړونکې پایلې لرلی شي، وروسته له دې چې د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړو چې هغه به په عراق کې په امریکایي وګړو باندې د هر ډول وژونکي برید لپاره "ایران مسؤل وګرځوي".

شاقي وويل، که ایرانیان "يو برید پیل کړي، نو غبرګون به یې سخت او کلک وي او دوی به د هغو فعالیتونو له کبله له سخت انجام سره مخ شي ... چې په سیمه کې وضعیت لاپسې خرابوي او دا د تاوتریخوالي او شخړو په بهېر کې ښکیل کړي."

د عراقي ځواکونو او ستراتیژۍ ماهر اله الناشو وویل، آی آر جي سي او د هغې سیمه ایزې ملیشې د سلیمانې سره یا پرته د سیمې لپاره جدي خطر لري.

"په داسې حال کې چې دا ریښتیا دي چې دغه کس ولایت الفقيه [د فقیهانو ساتنه] رژیم ته عالي خدمات وړاندې کړې ول، خو ولې د ډيرو هغه کړکیچونو لامل و چې عراق او د سیمې هیوادونه لا اوس هم ترې تيريږي، او هغه د ایران په سختې پالیسۍ کې مهم رول لوبولی و، چې [د سلیماني] وړتیا او رول [د ډارولو موخو په خاطر] ته وده ورکړل شوې وه."

هغه وویل چې داسې نه ښکاري چې د سلیماني د مرګ نه یو کال وروسته چاپیریال ډیر بدل شوی دی، ځکه چې ایرانیان او د هغوی متحدین نه یوازې په سیمه، بلکې د نړۍ په ټولو برخو کې ستونزې او کړکیچ رامینځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500