امنیت

تاوتریخوالی وروسته له هغې کم شو کله چې د متحده ایالاتو د پوځ څخه د ایران انتقام څه تلفات ونه رسول

کاروانسرای او ای اېف پي

په دې انځور کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک يو سرتيری د عراق په الاسد هوایي اډه کې چمتو ولاړ دی، چې ایراني توغندیو د جنورۍ په ۷ مه په نښه کړې وه. [جیم واټسن/ای اېف پي]

په دې انځور کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک يو سرتيری د عراق په الاسد هوایي اډه کې چمتو ولاړ دی، چې ایراني توغندیو د جنورۍ په ۷ مه په نښه کړې وه. [جیم واټسن/ای اېف پي]

داسې ښکاري چې تاوتريخوالی د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) په عراقي اډو، چې د متحده ایالاتو ځواک او نور بهرني ځواکونه پکې موجود ول، باندې د ایراني توغندیو برید وروسته کم شوی دی. په دغه بريد کې هيڅ تلفات نه وو رامنځته شوي.

د متحده ایالاتو صدر ټرمپ قوم ته په خطاب کې تایید وکړو چې بریدونو په عراق کې د متحده ایالاتو تاسیساتو ته یوازې لږ زیان رسولی دی.

په واشنګټن او تهران کې چارواکو وويل، ایران د متحده آيلاتو لخوا د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسم سلیماني د وژلو انتقام اخيستلو لپاره د اسلامي جمهوریت د لومړي اقدام په توګه د چهارشنبې په ورځ د عراق په هغه پوځي اډو باندې توغندي وویشتل، کوم چې د متحده آيالاتو د پوځ لخوا کارول کيږي.

سلیماني د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې ووژل شو.

د ایران ستر مشر علي خامنه اي د جنورۍ په ۸ مه په تهران کې یوې غونډې ته وینا کوي او په عراق کې د متحده ایالاتو په اډو باندې د توغندیو د برید مسؤلیت پر غاړه اخلي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران ستر مشر علي خامنه اي د جنورۍ په ۸ مه په تهران کې یوې غونډې ته وینا کوي او په عراق کې د متحده ایالاتو په اډو باندې د توغندیو د برید مسؤلیت پر غاړه اخلي. [د ایران د دفاع وزارت]

په بغداد کې د چهار شنبې د شپې له برید وروسته پوځ وويل، ټولټال ۲۲ توغندو د عراق په الاسد او اربیل کې هغه دوه اډې په نښه کړې، چې د متحده ایالاتو سرتیري پکې موجود ول.

آی آر جي سي، چې په تير اپریل کې يوه تروریستي ډله ګرځول شوې وه، سمدلاسې د توغندیو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیستو او نور ګواښونکي بیانونه یې خپاره کړل.

دغه ډلې وويل، "هر يو نوی ناوړه عمل یا د یرغل حرکت به لا زيات دردناک او ویجاړونکي عکس العمل سره مخ شي."

د ایران په ملاتړ عراقي ملیشو ګواښونه هم خپاره کړل او ژمنه یې وکړه چې د دوی بریدونه به "د ایران د غبرګون له اندازې څخه کم نه وي."

ټرمپ د خپل بيان په پیل کې وويل، "تر څو پورې چې زه د متحده ایالاتو صدر یم، ایران ته به هیڅکله اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلې ولري،" او وروسته یې په تفصیل سره څرګنده کړه چې متحده ایالات به څنګه پر تهران نوي بندیزونه ولګوي.

ټرمپ په تفصیل سره څرګنده کړه چې څنګه سلیماني له څو لسیزو راهیسې په عراق، یمن، سوریه، لبنان او افغانستان کې د زرګونو امریکایانو او د هغوی د متحدینو د وژلو او ژوبل کیدو مسؤلیت لرلو.

د متحده ایالاتو صدر وویل، "هغه باید ډیر مخکې له منځه وړل شوې وای."

د نړۍ غبرګون

د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) د نړۍ مشرانو د ایران توغندي برید وغندل.

د برتانیې وزیر اعظم بورس جانسن د چهارشنبې په ورځ په ایران غږ وکړو چې په عراقي اډو د توغندیو بریدونه تکرار نه کړي.

جانسن پارلمان ته وویل، "ایران باید دغه بې پروا او خطرناک بریدونه تکرار نه کړي بلکې باید د دې پر ځای په بيړني توګه تاوتريخوالی کم کړي."

د جرمني د دفاع وزیر د ایران نوی برید په کلکه وغندلو او په تهران یې غږ وکړو چې د شخړې "خپريدل" پای ته ورسوي.

انګريټ کريمپ کارنبيور ای آر ډي خپرونکي ته وويل، "د جرمني حکومت دغه برید په کلکه غندي ... دا اوس مهال په ایرانیانو پورې اړه لري چې د نور تاوتريخوالی نه ډډه وکړي."

د اروپایي اتحادیې (اي يو) د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورریل وویل، دا برید د "جارحيت او زياتې جګړې" يو بل مثال دی.

هغه زیاته کړه، "دا د هیچا په ګټه نه ده چې تاوتریخوالی نور زيات کړي." هغه هم خبرداری ورکړو چې دا کړکيچ د داعش پر وړاندې د مبارزې مخه نيسي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران به د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰ مه) د ایران د کړکیچ په اړه بېړنۍ غونډې وکړي څو دا بحث وکړي چې دا ډله د تاوتريخوالي کمولو لپاره څه کولی شي.

دا بريد د عراق له خپلواکۍ څخه سرغړونه ده

د عراق د پارلمان سپيکر محمد ال هالبوسي د چهارشنبې په ورځ د انتقام اخيستلو لپاره د ایران د توغندیو بریدونه "د عراق د ملي حاکمیت د سرغړونې" په توګه وغندل.

هالبوسي، چې د عراق د اعتراف قوت شریکولو په سیسټم کې ترټولو لوړ پوړی سني عربي دی، د بيړني اقداماتو غوښتنه وکړه چې عراق د بهرني قوتونو لپاره د نيابتي جګړې ډګر جوړيدو نه منع کړي.

هغه وویل، "په داسې حال کې چې موږ نن سهار د ایران له خوا د عراقي حاکمیت د سرغړونې غندنه کوو ... موږ مخالفینو ته د خپل بشپړ انکار تایید کوو چې د انتقام اخيستلو لپاره عراقي ډګر وکاروي."

د عراق د وزیر اعظم دفتر ورته بیان خپور کړو.

د عراق د وزیر اعظم دفتر زياته کړه، "عراق د خپل حاکمیت هر ډول سرغړونه او په خپله خاوره کې بریدونه ردوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ته يو شهيد کمانډر ته وژل شوی وايې، آيا دا ستا اسلام دی؟

ځواب