امنیت

د ایران د قدس ځواک نوی کمانډر د بریا ترلاسه کولو لپاره له لویو خنډونو سره مخ دی

د پاريس العومران لخوا

بريګيډير جنرل اسماعیل قاني (ښي اړخ ته په پوځي یونیفورم کې) د ایران د ستر رهبر علي خامنه اي، صدر حسن روحاني، او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د فبرورۍ په ۶ مه په تهران کې د آی آر جي سي د قدس ځواک پخواني مشر قاسم سلیماني تابوت ته مخامخ لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

بريګيډير جنرل اسماعیل قاني (ښي اړخ ته په پوځي یونیفورم کې) د ایران د ستر رهبر علي خامنه اي، صدر حسن روحاني، او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د فبرورۍ په ۶ مه په تهران کې د آی آر جي سي د قدس ځواک پخواني مشر قاسم سلیماني تابوت ته مخامخ لیدل کیږي. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- شنونکي وايي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي قول قدس ځواک (آی آر جي سي- کيو اېف) نوی ټاکل شوی کمانډر بریګيډير جنرل اسماعیل قاني به د خپل پخواني مشر ځای ډکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

د متحده ایالاتو یوې بې پيلوټه الوتکې په بغداد کې د جنورۍ په ۳ مه په يو برید کې جنرل قاسم سلیماني ووژلو. د آی آر جي سي- کيو اېف د مشر په توګه، هغه د ستر رهبر علي خامنه اي وروسته په ایران کې ترټولو پیاوړی کس ګڼل کيدو.

شنونکي وايي، تمه کیږي چې قاني، چې د سلیماني تر مرګ وروسته سمدلاسه د خامنه اي لخوا ټاکل شوی و، به د بدلون پرځای فعاليتونو ته دوام ورکړي. خو هغه په ایران کې دننه یا بهر د سلیماني په څير مقام نه لري او دا امکان نشته چې ترلاسه به يې کړي.

د پوځ او ستراتیژۍ شنونکي حاتم الفلاحي وویل، سلیماني یو غير معمولي شخصیت و چې هغه د خامنه اي پرته بل چا ته ځواب ده نه و.

قاني (ښي اړخ ته) د فبرورۍ په ۹ مه په تهران کې د خامنه اي او روحاني سره ليدل شوی، چې ټول اندیښمن ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

قاني (ښي اړخ ته) د فبرورۍ په ۹ مه په تهران کې د خامنه اي او روحاني سره ليدل شوی، چې ټول اندیښمن ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

هغه وويل، هغه له ستر رهبر سره د خپلو نږدو او باوري اړیکو له امله خورا پیاوړی ګڼل کيدو، او هغه توان لرلو چې دا نفوذ د تهران پلوه اجنټانو په سیمه کې د یوې پراخې شبکې په جوړولو کې استعمال کړي چې د هغه حکمونه به یې تعقیب کول.

الفلاحي وویل، د سلیماني مرګ "ډيره ګډوډي رامنځته کړه، په ځانګړې توګه د ایران سره تړلې ملېشو د اړیکو او مدیریت په اړه".

د قدس ځواک په بهرني ماموریتونو کې تخصص لري او افراطي ډلو ته روزنه، پيسې او وسلې چمتو کوي.

د خپل سیمه ایز نفوذ پراخولو او د واکمنۍ د رامنځته کولو په لټه کې، قدس ځواک افغاني، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان ګوماري چې په سوريه کې د دې د ګټو لپاره جګړه وکړي.

الفلاحي وویل چې "قاني باید هغه خلا ډکه کړي چې د هغه د پیشوا لخوا پریښودل شوې وه او دا معلومه کړي چې څنګه په عراق، لبنان او سوریه کې د نفوذ په وړاندې د سخت مخالفت په پام کې نيولو سره رژیم وساتي."

الفلاحي زیاته کړه چې هغه بايد دا هم معلومه کړي چې څنګه په ملېشو باندې ټینګ کنټرول وساتي. هغه يادونه وکړه چې د ملیشو د متحد کولو لپاره د قاني وړتیا تر پوښتنې لاندې ده.

رژیم د عامه قهر سره مخ دی

لکه څنګه چې په ایران کې اقتصادي وضعیت خرابیږي، د کمزوري حکومتدارۍ او بندیزونو له کبله، ایراني وګړي د خراب حالت سره مخامخ دي.

الفلاحي وویل چې د دې حالاتو پروړاندې احتجاجونه د ظالمانه مخنيوي سره مخ شوي چې یوازې د رژیم پروړاندې يې نفرت زيات کړی دی.

عصام الفایلي، چې په بغداد کې د المستنصریه يونيورسټۍ کې د سیاست درس ورکوي، وویل، د خلکو د زیاتیدونکي قهر سره، د رژیم مشران -- د قاني په ګډون -- د لویدیځ سره د ښمنۍ چلند کوي.

هغه وويل، دوی له دې امید سره داسې کوي چې د سلیماني د وژلو په اړه په دوامداره توګه بحث کول به ایرانیان له خپلو ستونزو څخه لرې کړي او رژیم ته به وخت ورکړي چې د خپل "زوال" مخه ونيسي.

الفایلي وویل، په داسې حال کې چې ایراني مشران غواړي چې په دې سخت وخت کې له نړیوالې ټولنې سره د نښتې مخه ونیسي، تهران د خپلو بهرنيو اجنټانو سره ورته اړیکې لري کومې چې سلیماني لرلې.

الفایلی وویل، قاني چې د لسیزو راهیسې د رژیم د ایډیالوژۍ ساتلو لپاره پیژندل شوی و، اوس د سلیمانې د ماموریت د سرته رسولو هڅه کوي.

ملېشې په وفادارۍ ښودلو مجبوره شوې

قاني او د عراقي ملېشې جوړ شوی يو ملا مقتدا الصدر د جنورۍ په ۱۳ مه په قم کې د ایران تر ملاتړ لاندې عراقي ملېشو ترټولو لوړ پوړو مشرانو سره وکتل، چې موخه يې په سیمه کې د بهرني شتون په وړاندې د "مزاحمت شورا" جوړول و.

الفایلي وویل، د ایران مشرانو او په ځانګړي توګه قاني د دې "روغې جوړې" په غونډه کې ګډون وکړو چې دا ښکاره کړي چې د ایران رژیم "اوس هم نفوذ لري او [وفادار] وسله والې ډلې په کنټرول کې لري".

هغه وويل، دغه ډلې، چې ټولې د وروستي سیمه ییزې نښتې په اوږدو کې له ورته فشار سره مخ دي، قانې ته په چټکۍ سره ځواب ورکړو چې د هغه د وړتيا لومړی ټسټ و چې هغه ماموریت سر ته ورسوي کوم چې سليماني پيل کړی و.

د عراق د سیاسي چارو کارپوه خطاب الازاوي وویل، دا هغه اجنټان دي چې تهران يې د خپل نظرياتي او سیاسي منشور مطابق د خپل وجود د دفاع لپاره په مبارزه کې کاروي.

هغه وويل، دا څرګنده ده چې دې ډلو د دې مسؤلیت دروند بار اوچت کړی او پریکړه یې کړې چې د ایران تر واک لاندې پاتې شي، ځکه چې د يو اړخ د مرګ مطلب د ټولو مرګ دی.

الازاوي وویل، "د خپل پیشوا په څیر، قاني یو سخت دریځه شخص دی چې د تسلیمیدو او لاسته راوړنو قرباني کول یا امتيازات ردوي."

په افغانستان کې تر پلټنو لاندې

د رسنیو د راپورونو له مخې، کله چې سلیماني د ټولې ډلې مشر و، قاني په ښکاره په افغانستان او پاکستان کې د قدس ځواک د عملیاتو څارنه کوله.

خو په ځانګړي توګه په افغانستان کې د هغه رول تر څیړنې لاندې دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په پیل کې وویل چې دا په ۲۰۱۸ کال کې د بامیانو په صوبه کې د ایراني بودیجې په مرسته جوړ شوي هسپتال ته د قاني د سفر څيړنه کوي.

د بامیانو ګورنر محمد طاهر ظاهر د جنورۍ په ۷ مه وویل، یو ایراني پلاوی په جون ۲۰۱۸ کال کې د هسپتال د ليدلو لپاره له کابل څخه راغلی و او قاني ځان په کابل کې د ایران د سفیر په توګه معرفي کړی و.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د جنورۍ په ۹ مه په یو نيوز کانفرنس کې وویل، د ۲۰۱۸ کال د ليدنې پرمهال د قاني کړنې تر پلټنې لاندې دي.

زمان وویل، "اسماعیل قاني هیڅکله په کابل کې د ایران سفیر نه و، او موږ دا مسله څېړو چې معلومه کړو چې دا لیدنه کله او څنګه وشوه او د څه مقصد لپاره."

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه اکبر جان پولاد وویل، "د هر هغه چا لپاره چې د جعلي اسنادو سره یو هیواد ته سفر کوي، دا څرګنده ده چې دوی بد او تخریبي ارادې لري، او يو پوځي کمانډر د يو نايب سفیر یا سفارتکا په توګه معرفي کول د ایران تخریبي اهداف ښیي."

هغه وویل، قاني په هغه وخت کې د فاطمیون ډويژن جوړنکی او مشر و. "کيدې شي چې بامیانو ته د هغه سفر د فاطمیون جګړمارو د استخدام او له هغوی سره د اړیکو د جوړولو لپاره تنظیم شوی و."

فاطميون ډويژن هغه يوسله واله ډله ده چې په افغان وګړو باندې مشتمله ده، چې په اصلې توګه د آی آر جي سي له خوا ګمارل شوي چې په سوريه کې د صدر بشارالاسد د رژیم لپاره جګړه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500