بشري حقونه

'دیکتاتور مرده باد': په ایران کې غوسه احتجاج کونکي د رژیم د ختميدو غوښتنه کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

په زرګونو ایرانیان د جنورۍ په ۱۳ مه د هفتې په پای کې سړکونو ته راووتل او په زور سره یې دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "په دروغجنو دې مرګ وي" او د رژیم پر ضد نور شعارونه ورکول.

تهران -- په ایران کې د حکومت ضد احتجاجونه بیا زور واخيستو کله چې د اسلامي انقلاب ساتونوکو قول (آی آر جي سي) په تیره هفته کې اعتراف وکړ چې دوی د اوکراین د مسافرو الوتکه راغورځولي ده.

په داسې حال کې چې دې اعتراف د لوی نړیوال کړکيچ امکانات کم کړل، خو دې په هیواد کې دننه د حکومت پر ضد احتجاجونه بيرته رامنځته کړل. په تیر مني کې د پټرولو د بیو د لوړېدو په خلاف احتجاجونو هيواد لړزولی و مخکې له دې چې رژیم په زور سره هغوی غلي کړل.

په زرګونو ایرانیان د هفتې په پای کې د زياتې غوسې سره سړکونو ته راووتل او د دوشنبې د ورځې (د جنورۍ په ۱۳ مه) پورې يې په دوامداره توګه احتجاج وکړو.

احتجاج کونکو چیغې وهلې، "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر آیت الله علي خامنه ای ته يوه اشاره ده - "په دروغجنو دې مرګ وي" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې ورکول.

د هفتې په اوږدو کې په زرګونو ایرانیان سړکونو ته راووتل او د رژیم له مشرانو یې د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه. [فايل]

د هفتې په اوږدو کې په زرګونو ایرانیان سړکونو ته راووتل او د رژیم له مشرانو یې د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه. [فايل]

احتجاج کونکي د جنورۍ په ۱۳ مه د تهران په شریف يونيورسټۍ کې ښودل شوي دي. [فایل]

احتجاج کونکي د جنورۍ په ۱۳ مه د تهران په شریف يونيورسټۍ کې ښودل شوي دي. [فایل]

په ټولنیزو رسنیو کې ډیرې خپرې شوي ویډیوګانې ښیي چې احتجاج کونکو د خامنه اي څخه وغوښتل چې استعفا ورکړي او هغه کسان دې محاکمه شي کوم چې د الوتکې د راغورځولو مسؤل دي.

احتجاج کونکو چيغې وهلې، "خامنه اي، شرم وکړه. له هیواده وځه."

ځینې زده کونکي احتجاج کونکو وويل چې آی آر جي سي "نا اهله" او "د خلکو لپاره يو شرم" دی.

په ټول هیواد کې په احتجاج کوونکو باندې د اوښکو ګيس وکارول شو، او د ژوندیو مهماتو کارول هم راپور شوي دي.

ای اېف پي راپور ورکړو چې په تهران کې د مشهور آزادي چوک، چې د مرکز نه سویل اړخ ته شتون لري، کې د پولیسو ګڼ شمير موجود و، او د اوبو توپو او لکړو سره وسله وال پولیس په امیر کبیر، شریف او تهران يونيورسټو او همدا ډول انقلاب چوک کې لیدل شوي دي. د باسیج ملیشو نږدې ۵۰ کسان، چې د رنګ ټوپکونه يې هسکول چې احتمالاََ چارواکو ته احتجاج کوونکي په ګوته کړي، امير کبير ته نږدې هم ولیدل شول.

د نړۍ مشران د ایران پر رژیم غږ کوي چې د ایران د خلکو د حقونو درناوی وکړي چې د خپلو نظرونو څرګندونه وکړي اوهغه خونړی عمل تکرار نکړي کوم چې دوه میاشتې مخکې پیښ شوی و.

د پټرولو د بیې د لوړېدو يوې ناوړې پریکړې په تیر نومبر کې په ټول هیواد کې احتجاجونه راپورته کړل.

احتجاجونه هغه وخت مرګوني شول کله چې د ایران رژیم "ناوړه عمليات" ترسره کړل -- او په زرګونو احتجاج کونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالین او زده کونکي یې ونیول.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د ۱۵ او ۱۸ نومبر تر مینځ لږ تر لږه ۳۰۴ کسان ووژل شول او په زرګونو نور ژوبل شول "کله چې چارواکو د وژونکي ځواک په کارولو سره احتجاجونه ختم کړل."

د ناکرارۍ د لوړوالي په جریان کې، تهران انټرنیټ بند کړو چې نړۍ ته د رژیم د ظلم د انځورونو او ویډیو خپرولو مخه ونیسي.

آی آر جي سي غمجنه غلطي مني

د اوکراین الوتکه د جنورۍ په ۸ مه د پاڅيدو ه يوازې اته منټه وروسته په تیاره کې راوغورځيده -- او يوازې څو ګهنټې وروسته کله چې تهران د آی آر جي سي قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسيم سليماني د وژلو په ځواب کې په عراق کې په امریکایي ځواکونو توغندي وتوغول. د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې سلیماني ووژلو.

ټول ۱۷۶ مسافر او عمله ووژل شوه، چې ۸۲ ایرانیان، ۶۳ کاناډایان، ۱۱ یوکرینیان، ۱۰ سویډنيان، څلور افغانان، درې جرمنيان او درې برتانویان په کې شامل ول.

سره له دې چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د الوتکې ويشتلو ته اشاره کوي، تهران د څو ورځو لپاره په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د توغندیو برید د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتکه پي ايس ۷۵۲ راغورځولي وه.

د ایران د ملکي هوایي چلند مشر او د ټرانسپورټ نايب وزير علي عابدزاده د جنورۍ په ۱۰ مه په تهران کې يو نيوز کانفرنس ته وويل، "یوه خبره يقيني ده: دا الوتکه په توغندي نه وه ویشتل شوې."

خو د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱ مه)، له زیاتیدونکي نړیوال او داخلي فشار له کبله، د ایران صدر حسن روحاني په پای کې دا حقیقت ومنلو -- چې د ایران پوځ دغه الوتکه په "يوې ناوړه غلطۍ” سره راغورځولې وه.

د آی آر جي سي د فضا کمانډر د جنورۍ په ۸ مه د الوتکې د راغورځيدو مسولیت په غاړه واخیستو خو ویې ویل چې د توغندي چلوونکي په خپلواک ډول عمل وکړو او د مسافرو الوتکه یې وروسته له هغې په نښه کړه کله چې هغه په دې د "کروز توغندي" ګمان وکړو.

بریګيډير جنرل آمير علي حاجي زاده د شنبې په ورځ په دولتي تلویزیون باندې په خپل بيان کې وویل، "دا د لنډې فاصلې توغندی و چې الوتکې ته نږدې وچاوديدو. له همدې امله الوتکې توان ولرلو او د څه وخت لپاره يې پرواز کولو ته دوام ورکړو." "دا هغه مهال وچاودیدو کله چې په ځمکه راوغورځېد."

هغه وویل چې هغه د مخابراتو په سیسټم کې د خرابۍ له امله د لوړ پوړو چارواکو نه په اجازه ترلاسه کولو کې پاتې راغې.

ایران د روسیې لخوا جوړ شوی د هوایي دفاع نظام لري، چې زوړ سافټویر استعمالوي چې د پوځي او ملکي الوتکو تر منځ فرق نشي کولی.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي غوښتنه وکړه چې تهران دې مسؤلینو ته سزا ورکړي، تاوان ورکړي او بخښنه وغواړي.

هغه په فېسبوک کې ولیکل، "موږ تمه لرو چې ایران ... به مجرمان محاکمه کړي."

د کاناډا وزیر اعظم جسټن ټروډو وویل، د ایران له اعلان وروسته، مخنيوي او احتساب ته اړتیا ده.

هغه "د قربانیانو د کورنیو او خپلوانو لپاره د شفافيت او انصاف غوښتنه وکړه."

د ایران په رژیم کې دننه درزونه

څنګه چې د ايران لخوا د اوکراین د الوتکې د راغورځولو په اړه د خلکو غوسه راپورته کیږي -- او هغه څه چې ډیر کتونکي ګوري چې دا د حکومت لخوا د پیښې د پټولو يوه هڅه ده -- د ایران سیاسي مشرتابه او پوځي مشرتابه ترمنځ ژور اختلافات راپورته کیږي.

څو ایراني ورځپاڼو د الوتکې د راغورځولو او وروسته د حالاتو د سمبالولو له کبله پر حکومت تنقيد وکړو.

اصلاح غوښتونکي ورځپاڼې اعتماد د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲ مه) د خپل سرلیک لاندې وليکل، "بخښنه وغواړئ، استعفا ورکړئ."

د ایران رسمي دولتي ورځپاڼې ايران، چې د تورې الوتکې لکۍ په عکس کې یې د ټولو قربانیانو نومونه خپاره کړې ول، وویل، "نه معاف کيدونکی".

د تهران همشهري ورځپاڼې په خپل لومړي مخ باندې د وينې په سرو الفاظو کې د "شرم" لفظ وليکلو.

ارمانې ملي، چې يوه بله اصلاح غوښتونکي ورځپاڼه ده، په لومړي مخ باندې وليکل، "د منلو وړه نه ده".

کیهان، چې یوه بله سخت دريځه ورځپاڼه ده، وغوښتل چې د خامنه اي د "سختو امرونو" پر اساس دې د "الوتکې د غورځېدلو دردوونکې پیښې" پلټنه وشي.

نیم رسمي فارس خبري اژانس، چې له آی آر جي سي سره تړاو لري، يوه سخته تبصره خپره کړه او د ایراني مشرانو د "نیمګړتیاو" يې غندنه وکړه چې د الوتکې د راغورځېدو تراژیدي يې "دوه چنده ناوړه" کړه.

"دا مهمه ده چې هغه کسان چې د خلکو نه یې حق پټولو ... باید د هغوی احتساب وکړې شي." "موږ دا په داسې حال نشو پرېښودی."

د جاوان، چې د آی آر جي سي سره هم نږدې تړاو لري، لومړۍ پاڼې وویل، "د دردناکې غلطۍ لپاره ژوره بخښنه."

د خامنه اي دفتر وويل، هغه آی آر جی سي ته امر وکړو چې "نیمګړتیاوې" ختم کړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې دا ډول غلطي بيا ونشي. هغه د وژل شويو کسانو د کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تهران!!!!

ځواب