https://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/features/2019/01/30/feature-01
| امنیت

په فاطمیون او زینبیون ملېشو د متحده ایالاتو بندیزونه د ایران له خوا د نا ارامۍ صدور په نښه کوي

پاکستان فارورډ

image

د فاطمیون لوا غړي په سوریه کې په کتار ولاړ دي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تېره اونۍ په سوریه کې د ایران په ملاتړ جنګېدونکو فاطمیون لوا او زینبیون غونډ پر ضد بندیزونه اعلان کړل، څو په دې ګام سره په تهران او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په سرتېرو باندې فشار واچوي.

د خزانې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د سلواغې په ۴ مه یادې دوه ملېشې په خپل مالي تور لست کې شاملې کړې، چې نړۍ والو مالي شبکو ته د هغوی لاسرسی پرې کړي او د هغوی عملیات بند کړي.

دواړه ملېشې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د هغو کډوالو له ټولنو څخه راټولې او استخدام شوي چې په ایران کې دننه اوسېږي او سوریې ته د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په ګټه د جنګېدلو لپاره لېږل کیږي.

image

ایران له ماهان هوایي شرکت څخه په استفادې د خپلې پراختیا غوښتنې د اجنډا د ملاتړ لپاره په ټول منځني ختیځ کې وسلې، پوځي تجهیزات او خارجي جنګیالي انتقالوي. [فاطمیون لوا/ټیلیګرام]

فاطمیون لوا له افغان اتباعو څخه تشکیل شوې، په داسې حال کې چې زینبیون غونډ له پاکستانیانو څخه جوړ شوی دی.

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر، سټیون منوچن، په یوه اعلامیه کې وویل، «د ایران بې رحمه رژیم په ایران کې د کډوالو له ټولنو څخه ناوړه استفاده کوي... او هغوی د سوریې په شخړه کې د انساني سپر په توګه استعمالوي،»

«د خزانې وزارت له خوا د هغو ملېشو او نیابتي ګروپونو په نښه کول، چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د فشار د هغه کمپاین برخه ده چې هغه ناقانونه شبکې بندوي چې رژیم یې په نړۍ کې د ترهګرۍ او نا ارامۍ د صادرولو لپاره کاروي.»

د خزانې وزارت همدارنګه د قشم فارس ایر، یوې هوایي کرښې، چې ویل کېږي د وار له مخه تر بندیز لاندې راغلي، ماهان ایر له خوا کنټرولېده، او په ارمنستان کې مېشت فلایټ ټریول اېل اېل سي، لپاره چې د ماهان لپاره بازار موندنه کوي، بندیزونه طرحه کړي دي.

فشم فارس تر ۱۳۹۶ پورې یو غیرفعال شوی شرکت وو، او دغه وخت ایران بېرته فعال کړ چې د دوه بوینګ ۷۴۷ الوتکو په کارولو سره د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په استازیتوب، دمشق ته مسافران او کارګو انتقال کړي.

د خزانې وزارت وویل، په دغو الوتکو کې د ماهان ایر کارمندان کار کوي او د ماهان شرکت تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.

د بې وسه ځوانانو ښکار کول

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا،‌فاطمیون لوا «هغه په میلیونونو بې اسنادو افغان کډوال ښکار کوي چې په ایران کې پراته دي، او هغویدې ته مجبوروي چې د نیولو یا له هېواد څخه د اېستلو تر ګواښ لاندې یې په سوریه کې وجنګوي،»

په اعلامیه کې راغلي، «د فاطمیون لوا څو سوه جنګیالي، چې تر ۱۴ کلنو پورې ماشومان هم په کې شامل دي، په سوریه کې د ایران په ګټه د جنګ کولو په ترڅ کې وژل شوي، او د وژل شویو افغان جنګیالیو جسدونه په ماهان ایر کې بېرته ایران ته وړل شوي دي،»

د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د چارو مرستیال، سیګل مندیلکر، په یوه اعلامیه کې وویل، د ایران رژیم «پراخه فاجعه او بې ځایه کېدنه رامنځته کړې» ده.

هغه وویل، «ایران د ماهان ایر او د هغه د تجارتي هوانوردۍ سکتور ځواکمنولو ته دوام ورکوي چې هغه افراد او وسلې چې ورته اړتیا وي، انتقال او دا تراژیک کمپاین ترسره کړي او په ټوله سیمه کې فرقه ییزو شخړو ته زور ورکړي،»

«مونږ په بې صبرۍ سره هغه څوک په نښه کوو چې ماهان ایر او د نورو توظیف شویو هوایي شرکتونو تجارتي ملاتړ ته دوام ورکوي، او هر څوک چې زمونږ د خبرداریو پروا ونه کړي، هغوی خپل ځانونه د بندیزونو له سخت خطر سره مخامخ کوي.»

فرقه ییزه شخړه را پارول

په راولپنډۍ کې د امنیتي چارو تحلیلګر، سعد ملک، وویل، «له دې څخه انکار نشي کېدلی چې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي په زرګونو شیعه پاکستاني او افغان جنګیالي د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ په سوریه کې جنګ کوي، او د دغو نایبانو له ډلې څخه ډېر فرقه یي دي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د سوریې پوځ ... د انساني ځواک له کمي سره مخامخ دی، او زمونږ په سیمه کې شیعه جنګیالي د هغوی اړتیاوې پوره کوي،»

هغه وویل، «مونږ وار له مخه په سیمه کې اورپکۍ سخت ځپلي یو، او د ایران نفوذ نا امني لا نوره زیاتوي،»

په کوېټه کې د افغانستان د چارو تحلیلګر، حبیب الله خلیلي، پاکستان فارورډ ته وویل، «ایران په پراخ ډول زمونږ خاوره د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي، او د افغان شیعه جنګیالیو فاطمیون ملېشهد افغانستان په نا ارامو شمالي سیمو کې یو لوی امنیتي خطر دی،»

هغه وویل،‌«افغان چارواکي په هېواد کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ په هکله ډېر اندېښمن دي. په موجودو شرایطو کې،د ایران د نفوذ له منځه وړلو څخه پرته، د افغانستان د دوامدارې سولې هدف نشي ترسره کېدلی.»

د سیاسي علومو متخصص، د پوځي چارو تحلیلګر او د لاهور د پنجاب پوهنتون متقاعد پروفیسر، حسن عسکري رضوي وویل، «زینبیون غونډ او فاطمیون لوا زمونږ په سیمه کې جیوپولیټیکي او فرقه ییزې ترینګلتیاوې د بدترېدلو له خطر سره مخامخ کوي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل،‌«د ایران د نیابتي ملېشو پر ضد د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وروستی اقدام به د اورپکۍ د ګواښ د شنډولو د پروسې ملاتړ وکړي.‌اوس به د فاطمیون او زینبیون جنګیالي ونشي کولی چې په ازادانه توګه عملیات او خوځښت وکړي.»

رضوي په اړوندو مقاماتو غږ وکړ چې «د هغو ډلو پر ضد د مجادلې لپاره پالیسي جوړه کړي چې تر بهرني نفوذ لاندې عملیات کوي».‌

هغه وویل،‌«مونږ باید خپلو ځوانانو ته ثابته کړو چې په سوریه او عراق کې جنګ یو جهاد نه دی، بلکې، هغه د بهرنیو ځواکونو د جیوپولیټیکيهدفونو جګړه ده،»

[په کوېټه کې عبدالغني کاکړ د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
44
نه
تبصرې 4
د تبصرو تګلاره
Captcha

که چيرې آمریکا په هغه جنګیالیانو باندي بندیز ولګوي کوم چې په سوریا او یمن کې د سعودي او اسراییل لپاره جنګییږي نو دا به ښه وي ګڼې دا فضول خبره ده.

ځواب

يوازې ايران د آمريکې، د هغې د اتحاديانو او د هغوی د ګټو پر وړاندې جګړه کوي. د يو قوم په توګه، مونږ ټول آمريکا خپل دښمن ګڼو خو تر اوسه پورې مونږ د آمريکې په وړاندې څه کړي دي. يوازې د خولې جګړه. مونږ تر اوسه پورې د آمريکې نه مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

ځواب

دا کړۍ پاکستان، آمريکې او سعودي جوړه کړې ده چې د روس پر وړاندې د استعمالولو نه وروسته د شيعه ګانو پر وړاندې يې استعمال کړه. د دې په ځواب کي به يې ګلونه نه وې وړاندې کړې. له دې کبله په هر يو شيعه کې د آزادۍ مينه رامنځته شوه، که ايران ترې ګټه واخلي او يا شيعه ګان په دې اماده وي، په دې کې هيڅ فرق نشته. اوس آمريکه د هغې ترهګرو ته د شکست نه وروسته غوغا او شور کوي. القاعده، داعش، طالبان، لشکر جهنګوي دا ټول د کوم باغ مولۍ دي.

ځواب

ايران او سعودي هيڅکله هم د پاکستان خيرخوا نه شي جوړيدی. دا يوازې په خپلو فرقه ايزو جنګونو کې د پاکستان بې عقله خلک هڅوي. د ايران د اسرايل سره خفيه تعلقات او د سعودي د آمريکې سره نږدې تعلقات د دې خبرې ثبوت دی چې سعودي او ايران دواړه د امت مسله تر ټولو لوی دښمنان دي.

ځواب