اقتصاد

عام خلک د خفګان په حالت کې د ایران د اسلامي جمهوریت يو څلويښتمه کلیزه لمانځي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د ایران صدر حسن روحاني د تهران د ازادۍ په څلورلارې کې د اسلامي جمهوریت د يو څلويښتمې کلیزې د لمانځلو په دوران کې یوې غونډې ته خطاب وکړو. یوازې یو څو زره ایرانیانو په کې برخه اخیستې وه. [د ایران د صدر دفتر]

د ایران صدر حسن روحاني د تهران د ازادۍ په څلورلارې کې د اسلامي جمهوریت د يو څلويښتمې کلیزې د لمانځلو په دوران کې یوې غونډې ته خطاب وکړو. یوازې یو څو زره ایرانیانو په کې برخه اخیستې وه. [د ایران د صدر دفتر]

تهران -- د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۱ مه) د ايراني رژيم لخوا د اسلامي جمهوریت د تاسیس د يو څلويښتمې کلیزې پر مهال د عامو خلکو مزاج ښه نه و.

يو څو زره ایرانیان د تهران د ازادۍ په څلورلارې کې راټول شوي وو، چیرې چې د ایران صدر حسن روحاني او نورو چارواکو د لمانځلو په مراسمو کې خبرې وکړې.

خو سخت بيانونه او د بیرغ هسکول د یو داسې وضعيت تر سیوري لاندې راغلل چې د ککړتیا د څادر په څیر دروند وي او اکثر د ایران په مرکزي ښار غوړيدلی وي.

په داسې یو هیواد کې چې د بندیزونو سره مخ دی، د احتجاجونو لخوا کمزوري شوي او د پوځي فشارونو له امله ځپل شوي، د تهران ډير اوسيدونکي د خپلې ناهيلۍ د پټولو هڅه کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی تصوير یو دیوال ښیي چې د ایران په اصفهان کې د چارواکو لخوا ډیر ځله خپور شوی. دغه تصوير د "خامنه اي مرده باد" شعار لري، چې د هیواد ستر مشر ته يوه اشاره ده. [فايل]

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی تصوير یو دیوال ښیي چې د ایران په اصفهان کې د چارواکو لخوا ډیر ځله خپور شوی. دغه تصوير د "خامنه اي مرده باد" شعار لري، چې د هیواد ستر مشر ته يوه اشاره ده. [فايل]

د فبرورۍ په پیل کې په ټولنیزو رسنیو کې يو خپور شوی تصوير د تهران په کوڅو کې اوسيدونکی یو کوچنی هلک ښیي. په ایران کې د غربت په ډیریدو سره، دا ډول منظرونه ډير عام شوي دي. [فايل]

د فبرورۍ په پیل کې په ټولنیزو رسنیو کې يو خپور شوی تصوير د تهران په کوڅو کې اوسيدونکی یو کوچنی هلک ښیي. په ایران کې د غربت په ډیریدو سره، دا ډول منظرونه ډير عام شوي دي. [فايل]

رانا، چي ۲۰ کاله عمر لري، د يبالوجۍ زده کونکي ده او د تجريش په ضلعه کې په يو مارکيټ کې ګرځي، وويل، "دلته وضعیت غير يقيني دی."

دا د ښار یوه برخه ده چیرې چې ځواني میرمنې په بشپړ ډول د اسلامي جمهوریت د محافظه کاره کپړو قواعدو څخه سرغړونه کوي، لنډ کوټونه، فيشني میک اپ او هغه سکارفونه غوره کوي چې ډیر ویښتان ښکاره کوي.

خو، د ورته آزادۍ سربیره، رانا وویل چې هغه احساس کوي چې هغه په خفګان کې اخته ده.

هغې د "لويې طبقياتي خلا" او د ایران مخ په زياتيدونکي "جلاتوب" ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، "د ژوند کیفیت سم نه دی -- موږ ککړتیا لرو، قهرجن خلک لرو، لوړې بیې لرو."

د پاڅونونو او بدو پيښو لړۍ

د ایران اقتصاد په تیرو دوو کلونو کې په دوامداره توګه خراب شوی دی.

کله چې حکومت د نومبر په میاشت کې د پټرولو نرخونه لوړ کړل، نو په ټول هیواد کې احتجاجونه راپورته شول او مخکې له دې چې زور يې اخيستې وې، امنیتي ځواکونو دغه احتجاجونه ختم کړل، په داسې حال کې چې انټرنیټ تقريباََ په بشپړ ډول شتون نه لرلو.

ایراني چارواکو وویل چې د ۱۲،۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰،۰۰۰ پورې خلکو په دې احتجاجونو کې برخه واخیسته، خو نورو سرچینو دغه شمیر تر دې هم لوړ ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، لږ تر لږه ۷،۰۰۰ کسان د دې پاڅون پرمهال ونیول شول. ملګرو ملتونو د تلفاتو او نيول شويو کسانو د شمير او علاج په اړه د ایران د رژیم له خوا د شفافيت د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د متحده ایالاتو سره کړکیچ د جنورۍ په لومړيو کې هغه وخت زور واخیستو کله چې د امریکې یوې بې پیلوټه الوتکې په بغداد کې د ایران ميجر جنرل قاسم سلیماني ووژلو.

سلیماني د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک مشر و، چې په بهرني ماموریتونو کې تخصص لري او افراطي ډلو ته روزنه، پيسې او وسلې چمتو کوي.

د خپل سیمه ایز نفوذ پراخولو او د واکمنۍ د رامنځته کولو په لټه کې،قدس ځواک افغاني، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان ګوماري چې د دې د ګټو لپاره په سوريه کې جګړه وکړي. .

تهران د سليمانې د وژلو په ځواب کې د امریکې ځواکونه په نښه کړل، خو بيا يې په ناڅاپي ډول د اوکراین یوه الوتکه راغورځوله، چې ټول ۱۷۶ مسافر په کې ووژل شول.

سره له دې چې ویډیوګانو، عکسونو او رسمي شواهدو له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د الوتکې ويشتلو ته اشاره کوله، تهران د څو ورځو لپاره په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د توغندیو برید د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتکه پي ايس ۷۵۲ راغورځولي وه.

خو روحاني په پای کې دا حقيقت ومنلو چې د ایران پوځ دغه الوتکه په "ویجاړونکي غلطۍ" سره راغورځولې وه.

دا اعتراف -- او د پټولو د هڅې پيښې -- په ایران کې د حکومت ضد د څو وورځو لپاره احتجاجونه رامنځته کړل.

په زرګونو ایرانیان سړکونو ته راووتل او د "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "په دروغجنو دې مرګ وي" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې پورته کړل.

ځینې محصلین احتجاج کونکو وويل چې آی آر جي سي "نا اهله" او "د خلکو لپاره يو شرم" دی.

کار موندل ستونزمن دي

یوه ځوانه ایرانۍ پيګاه ګولامي ده، چې په خپل هیواد کې يې پاتې کیدل غوره کړل، چې د ۲۵ کالو انجينيره ده او له خپل واده نه درې ورځې مخکې يې سودا کوله.

هغې، چې ښایسته کوټ يې اغوستې و او سويډ بوټان يې اچولي ول، وویل چې "د هیواد اقتصادي وضعیت اوس واقعي خورا ستونزمن دی، په ځانګړي توګه د ځوانانو لپاره."

"زه ډیر ښه احساس نه کوم ... زما ملګرو پریکړه کړې چې بهر ته لاړې شي. خو ما، د یوې ایرانۍ په توګه، پریکړه وکړه چې پاتې شم او خپل هیواد جوړ کړم."

د سريندې راګونه په هوا کې داسې خپاره شول لکه څنګه چې یو سندرغاړی د ټريفک د شور په دوران کې د خپل اواز د اورولو هڅه کوي.

بهرام سبحاني، چې ۴۷ کلن اليکټريشن دی، ږيره لري، انديښمن دی او په بشپړ ډول غاښونه نه لري، وويل، دا ډيره ګرانه ده چې روزي وګټو.

هغه وویل، "په دې ورځو کې د کار موندل لږ غوندې ستونزمن کار دی، خو دا بهر دی‌."

"بندیزونو بې له شکه موږ متاثره کړي يو، خو موږ باید دا وزغمو ځکه چې موږ نور څه نه شو کولی. موږ په ایران کې ژوند کوو، بل چیرته نه."

هغه اعلامیې چې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۹ مه) خپرې شوې بې له شکه مخ په زياتيدونکي ناکراري زياته کړې.

د ایران د ځواکونو د يوې سپوږمکۍ د پيل د ناکامۍ اعلان وکړو، او آی آر جي سي د هیواد د لنډې فاصلې د بالیستیکي توغندیو په سیستم کې د نوي پرمختګ اعلان وکړو -- چې دواړه په پراخه کچه توګه ګرانې هڅې دي.

د ایران د دوامداره اقتصادي بحران په اړه د غوسې احساس شتون لري، او د کمزوري اقتصاد د ښه کولو پر ځای د آی آر جي سي لخوا د توغندیو په ټیکنالوژۍ باندې د پراخه پيسو لګولو په اړه خبرونه به بې له شکه د ایراني مشرتابه په وړاندې د خلکو احساساتو ته زيان ورسوي.

دا اقتصادي وضعیت د دیلهم تابش شرکت نايب صدر محمد رضا خادمي ته زیان رسوي، کوم چې د ایټالیا څخه د عيش او آرام کورونو لپاره د سمارټ ټیکنالوژۍ آلات خرڅوي.

محمد رضا وویل، "د ۲۰۱۸ کال پای خراب و، او ۲۰۱۹ کال ټول ښه نه و."

هغه وويل، "زه به خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړم. زه به هڅه وکړم چې په ایران کې د تولید دغه کرښه په سیمه ایز ډول ولرم، خو د دې بدلول خورا ګران کار دی."

"موږ د مايوسۍ احساس کوو."

که چیرې وضيعت د تهران په منځنۍ او لوړې کچې طبقو په ضلعو کې خراب وي، نو دا به د اتو ملیونو نفوس لرونکي ښار په پراخه سیمو کې خورا خراب وي.

د مولاوي په سویلي ضعله کې، د معمارۍ سټايلونو ګډوله د سړکونو او دوکانونو یوه کږه وږه لاره وړاندې کوي چیرې چې کسبګر د وخت وياړ لرونکي سوداګرۍ کوي.

په سړکونو کې یوازې څو میرمنې لیدل کیږي، چې زياتره په کې په څادرونو کې پټې وي او ګڼ شمير تازه پخ شوي ډوډۍ وړي.

مهدي ګلزاده، چې یو سوداګر دی او له آسیا څخه توکي واردوي، ستړی ښکاري، په داسې حال کې چې د څښو خواړو د یوې هټۍ څخه راووتلو.

هغه وویل، "په ایران کې ژوند ډیر ګران شوی دی. له دې اقتصادي وضعیت سره، هیڅوک هيڅ شی نه شي واردولی، او ایران د داسې تولیداتو لپاره ضروري توکي نه لري."

"زه يوازې یم ... هیڅ څوک په دې لږ عاید سره واده نه شي کولی. موږ د مايوسۍ احساس کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500