امنیت

د سلیماني د وژنې په اړه د تهران کمزوری غبرګون د رژیم کمزوري په ګوته کوي

کاروانسرای او ای اېف پي

په زرګونو ایرانیان د هفتې په پای کې سړکونو ته راووتل او په زور سره یې دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "په دروغجنو دې مرګ وي" او د رژیم پر ضد نور شعارونه ورکول.

کابل -- د جنورۍ په لومړيو کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې برید وروسته، د ایران لومړنۍ زړورتیا په چټکۍ سره ختمه شوه، او د بې وسۍ هغه احساس په ګوته کوي کوم چې د رژیم ثبات ته ګواښ کوي. په دغه بريد کې د پوځ يو لوړپوړي کمانډر وژل شوی و.

دغه برید، چې د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر مجير جنرل سليماني يې په بغداد کې د جنورۍ په ۳ مه وژلی و،د خونړي انتقام اخيستلو لپاره يې ګڼ شمير غوښتنې رامنځته کړي.

د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي او صدر حسن روحاني د "سخت انتقام" خبرداری ورکړو.

د ملي امنیت عالي شورا، چې د تهران د ملي امنیت يوه اداره ده، وویل چي متحده ایالات به په مناسب ځای او وخت... "د سخت انتقام سره مخامخ شي"

د ايراني پوځ لوړپوړي مشران د جنورۍ په ۱۴ مه په تهران کې په یوې پيښه کې بې کراره ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

د ايراني پوځ لوړپوړي مشران د جنورۍ په ۱۴ مه په تهران کې په یوې پيښه کې بې کراره ښکاري. [د ایران د دفاع وزارت]

په دې عکس کې چې د جنورۍ په ۱۳ مه په ټيلي ګرام کې خپور شوی، په تهران کې یوه ښځه ښیي چې په ښکاره ډول د ایران د امنیتي خدماتو پر يو غړي تنقيد کوي. [فايل]

په دې عکس کې چې د جنورۍ په ۱۳ مه په ټيلي ګرام کې خپور شوی، په تهران کې یوه ښځه ښیي چې په ښکاره ډول د ایران د امنیتي خدماتو پر يو غړي تنقيد کوي. [فايل]

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) پخوانی کمانډر، چې اوس مهال د دغه هیواد د پيښې د ارزولو د شورا سيکريټري دی، په ټویټر ولیکل، تهران به "د امریکې نه ډير سخت انتقام واخلي".

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر تخت روانچي وویل، "بې شکه انتقام به واخيستل شي، سخت انتقام."

د ایران د پوځ مشر ميجر جنرل عبدالرحیم موسوي تر دې پورې وویل چې متحده ایالات د شخړې د پیلولو "جرت" نه لري.

سخت بيانونه

د ډرامايي بیانونو وروسته، د رژیم "پریکنده غبرګون"، لکه څنګه چې روحاني وویل، د جنورۍ په ۸ مه هغه مهال راغی کله چې دې په عراق کې د متحده ایالاتو او نورو بهرنیو ځواکونو په دوو اډو باندې ۲۲ توغندي وویشتل.

په دغه وخت کې، د ایران دولتي میډیا ادعا وکړه چې دغه بريد لږ تر لږه ۸۰ امریکايي سرتیري ووژل. که څه هم، امریکايي او عراقي چارواکو د تلفاتو د نشتوالي تایید وکړو.

په حقیقت کې دغه توغندیو ډیر کم زیان ورسولو.

په دغه وخت کې آی آر جي سي ادعا وکړه، "هر يو نوی ناوړه عمل یا د یرغل حرکت به لا زيات د دردناک او ویجاړونکي عکس العمل سره مخ شي."

خو بیا د آی آر جي سي مشرانو د خپل مخکينې غرورناک چلند نه انکار وکړو.

د آی آر جي سي يو لوړپوړي کمانډر حسین سلامي د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲ مه) د جنورۍ په ۸ مه د توغنديو عملياتو ته په اشارې پارلمان ته وویل، "زموږ هدف په حقیقت کې د دښمن سرتیري وژل نه وو. دا مهمه نه وه."

هغه په دولتي تلویزیون باندې په یوې خپره شوې وینا کې وویل، "فزیکي ویجاړتیا یوازې دا وه چې موږ غوښتل چې ووایو چې موږ له دښمن څخه ډیر ښه یو."

د آی آر جي سي د فضا کمانډر برید جنرل امير علي حاجي زاده دا دريځ تکرار کړ.

د ایران د دولتي رسنیو په وینا، هغه وویل چې "موږ د وژلو اراده نه لرله."

'په هر څه کې مبالغه کول'

د رژیم په ظرفیتونو د وياړ لپاره د ايراني مشرانو اړتيا او په "ناوړه انتقام" کې د پوځ او ديني ادارو غټې کمزورۍ په ګوته کړي دي.

په کابل کې میشت پوځي شنونکي عزیز احمد وردک وویل، "د متحده ایالاتو او ایراني پوځ د وړتیا موازنه بالکل نه شي کيدې."

د سلیماني تر مرګ وروسته، تهران د خپلو وړتیاو په اړه ویاړ وکړ او ویې ویل چې دا به سخت انتقام واخلي او امریکایان به له سیمې څخه وباسي.

وردک وویل، "خو تر نن ورځې پورې، دې نه سخت انتقام اخیستی او نه یې امریکایان له سیمې څخه ويستلې دي." "دا ډول بيانونه یوازې د سیمې هیوادونه ويرول دي."

هغه وویل، "د ایران پوځ په ځانګړي توګه آی آر جي سي دروغ وايي او د خپل ځان په اړه په هرڅه کې مبالغه کوي." "حقیقت دا دی چې ایران هغه پوځي او جنګي وړتیا نه لري چې ادعا يې کوي."

په کابل کې میشت پوځي شنونکي عزیز ستانکزۍ وويل، آی آر جي سي "په هیواد کې د عامو خلکو د نظر کنټرولو لپاره د دروغو نه کار اخيستی دی."

هغه وویل، ایراني مشرانو "د خپلو رسنیو له لارې پروپيګنډه پیل کړې او ادعا کوي چې په عراق کې د امریکې پر اډو باندې د دوی د توغندیو په بريد کې تر ۸۰ پورې امریکایان وژل شوي دي."

هغه وویل، "د ایران سیاسي او پوځي چارواکو د سخت انتقام اخیستلو د پایلو په اړه پيش ګويې کړې وه، نو ځکه دوی په قصدي ډول نه غوښتل چې په عراق کې امریکايي ځواکونو ته زیان ورسوي."

هغه وویل، "د ایران حکومت او پوځ پوهیږي چې دوی د نړۍ له خورا پیاوړي پوځ سره د مقابلې توان نه لري."

'ديکتاتور مرده باد'

د رژیم کمزوري په ټول هیواد کې د داخلي احتجاجونو د څپې له امله نوره هم په ډاګه شوې ده.

په زرګونو ایرانیان د هفتې په پای کې د زياتې غوسې سره سړکونو ته وروسته له هغې راووتل کله چې آی آر جي سي د جنورۍ په ۸ مه د ناکرارۍ په دوران کې د یوکراین د مسافرو الوتکې د راغورځولو اعتراف وکړو. په احتجاجونو کې کمی نه دی راغلی.

احتجاج کونکو چیغې وهلې، "دیکتاتور مرده باد" -- چې خامنه اي ته يوه اشاره ده - "په دروغجنو دې مرګ وي" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې ورکول.

په ټولنیزو رسنیو کې ډیرې خپرې شوي ویډیوګانې ښیي چې احتجاج کونکو د خامنه اي څخه وغوښتل چې استعفا ورکړي او هغه کسان دې محاکمه شي کوم چې د الوتکې د راغورځولو مسؤل دي.

احتجاج کونکو چيغې وهلې، "خامنه اي، شرم وکړه. له هیواده وځه."

د اوکراین الوتکه د پاڅيدو نه يوازې اته منټه وروسته په تیاره کې راوغورځيده -- او يوازې څو ګهنټې وروسته له هغه کله چې تهران په عراق کې په امریکایي ځواکونو توغندي وتوغول. ټول ۱۷۶ مسافر او عمله ووژل شوه.

سره له دې چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د الوتکې ويشتلو ته اشاره کوي، تهران د څو ورځو لپاره په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د دې خپل توغندي د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتکه پي ايس ۷۵۲ راغورځولې وه.

خو د زیاتیدونکي نړیوال او داخلي فشار له کبله، روحاني د جنورۍ په ۱۱ مه په پای کې دا حقیقت ومنلو -- چې د ایران پوځ دغه الوتکه په "ویجاړونکې غلطۍ” سره راغورځولې وه.

محکمې د جنورۍ په ۱۴ مه د دې ناوړه غلطۍ په اړه د لومړنيو ګرفتارو اعلان وکړو او دا یې څرګنده نه کړه چې څومره کسان يې نيولي دي.

ځینې زده کونکي احتجاج کونکو وويل چې آی آر جي سي "نا اهله" دی او "د خلکو لپاره يو شرم" دی.

فايزه هاشمي، چې سیاسي فعاله، د پارلمان پخوانۍ غړي او د ایران د پخواني صدر علي اکبر هاشمي رفسنجاني لور ده، د احتجاج کونکو په ملاتړ خبرې وکړې.

د بي بي سي فارسۍ خدمات لخوا په نشر شوي آډیو ریکارډ کې، هغې له خامنه اي څخه وغوښتل چې استعفا ورکړي چې ساختماني بدلونونه ترسره شي. هغې احتجاج کوونکي هم وهڅول چې د سړکونو احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د پارلمان پخواني سپيکر او مشهور مخالف سیاستدان مهدي کروبي هم وویل چې خامنه اي د هیواد د مشرۍ لپاره "نا اهل" دی.

کروبي په یو ښکاره لیک کې ستر رهبر ته وویل، خامنه اي د هیواد د مشرتابه لپاره هغه وړتوبونه نه لري کوم چې د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې ټاکل شوي دي.

کروبي زیاته کړه، خامنه اي د اوکراین د الوتکې د غورځولو او په الوتکه کې د هرچا د وژلو په "مستقیمه توګه مسؤل" دی.

هغه وويل، "دا د شرم مقام دی چې تاسو د چهارشنبې په ورځ [د جنورۍ په ۸ مه] د پیښې په اړه خبر لرلو او بیا هم پوځي او ملکي چارواکو او د هیواد پروپيګنډې ماشین د دریو ورځو لپاره خلکو ته دهوکه ورکوله."

هغه وویل، "دا هم د شرم خبره ده که تاسو د دوه ورځو لپاره د دغه آفت څخه خبر نه وای." هغه د ګڼ شمیر رسنیو هغه راپورونو ته اشاره وکړه چې ادعا يې وکړه چې ماتحت کسانو خامنه اي ته د پیښې دوه ورځې وروسته خبر ورکړو.

[سليمان د کابل نه د دې راپور په جوړولو کې مرسته کړې. ]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو په شمول امریکایي غلامان د توغندو د قوت په اړه هیڅ درک نه لري چې د ایران د ۱۳ بیلسټیک توغندیو لخوا د هغوی اډې ویشتل شوي دي؟؟؟ ایا بل هیواد د نړۍ ترټولو پرمختللي هوایي دفاع سیسټم، ستر پرمختللي ډرونونو او د نړۍ ترټولو وړ سټلایټ سیسټم په شتون کې امریکایي اډه ويشتلې ده؟؟ نړۍ ستاسو او د اسراییلو د درد په اړه پوهيږي چې د دې حقیقت له امله رامنځته شوی چې د هینري کسینجر په څیر تجربه کار بیروکرات او د هیلري کلنټن په څیر سفارتکار لخوا منل شوې چې ایران لوی ځواک په اوږه ښکته کولو مجبور کړی دی.

ځواب

څه وقار ولرئ، ولې تاسو د امریکې چاپلوسي کوئ< تاسو وايئ، "بزدل"، "بزدل"، "بزدل"، ایا امریکې د زړورتيا څه کار کړی دی؟ ایا د خپل حق لپاره مبارزه کول د بزدلۍ کار دی؟ که د ټیکنالوژۍ سره مبارزه هرڅه وي، نو بیا ولې امریکا له طالبانو سره معاهدې کوي، دوی باید هلته هم جګړه وکړي، ځکه چې دوی د طالبانو په پرتله ښه او جديد پوځ لري. ای احمقه! د مسلمانانو تاریخ له داسې پیښو څخه ډک دی کله چې دوی د وسلې او ټیکنالوژۍ پرځای په خدای باندې له باور سره جګړه کړې. ایا تاسو ته د بدر د جګړې تاریخ یاد نه دی؟

ځواب