جرم او انصاف

ایران یو کال وروسته هم د اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو لپاره هيڅ يو کس مسؤل نه دی ګرځولی

د آرديشير کوردستاني له خوا

کله چې ایراني چارواکو په پای کې ومنله چې د دغه هیواد پوځي الوتکه ویشتلې وه، نو دې پیښې په ایران کې د حکومت ضد احتجاجونه رامینځته کړل. په زرهاو زره ایرانیان سړکونو ته راووتل او دا شعارونه " دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- "دروغجن مرده باد" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې ورکول.

تقريباََ یوکال وروسته له هغې چې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو قول د اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه د تهران له امام خمیني نړیوال هوایي ډګر څخه روانه وه راوغورځوله، اسلامي جمهوریت تر دې دمه هيڅ يو کس د دې تراژیدۍ لپاره مسؤل نه دی ګرځولی.

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸ مه د اوکراین نړیوال هوایي شرکت پرواز ۷۵۲، چې له تهران څخه کییف ته روان و، د آی آر جي سي د توغندیو له بیټرۍ څخه د ځمکې نه هوا ته ويشتونکو توغوندو له خوا وویشتل شو. ټول ۱۷۶ سپاره کسان پکې مړه شوي ول.

د پیښې په قربانیانو کې ۸۲ ایرانیان، له ۵۰ څخه ډیر ایراني-کاناډایان او ۱۱ يوکرانیان، او د سویډن، انګلستان، افغانستان او جرمنی وګړو په ګډون کسان پکې شامل ول.

د يوکراين الوتکه یو څو ګهنټې وروسته له هغې راغوزاره شوه کله چې تهران د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسم سلیماني د وژلو انتقام اخيستلو لپاره په عراق کې د متحده ایالاتو پر ځواکونو توغندي وتوغول.

د غورځیدلي اوکراینۍ الوتکې پاتې شوني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۰ مه ښودل شوي دي. [ارنا]

د غورځیدلي اوکراینۍ الوتکې پاتې شوني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۰ مه ښودل شوي دي. [ارنا]

په دغه الوتکه کې ترټولو کوچنۍ قرباني، چې يو کال عمر لري، پيزار، چې یو ایرانې - کاناډایي ماشومه وه، چې د خپلو مور او پلار سره ووژل شوه. [عکس د حمشاريون لاين - آی آر]

په دغه الوتکه کې ترټولو کوچنۍ قرباني، چې يو کال عمر لري، پيزار، چې یو ایرانې - کاناډایي ماشومه وه، چې د خپلو مور او پلار سره ووژل شوه. [عکس د حمشاريون لاين - آی آر]

سره له دې چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا د الوتکې ويشتلو ته اشاره کوله، تهران د څو ورځو لپاره په دوامداره توګه د دې نه انکار وکړو چې د توغندیو برید د اوکراین پرواز ۷۵۲ راغورځولی و.

د جنورۍ په ۱۱ مه د ایران صدر حسن روحاني په پای کې دا حقیقت ومنلو -- چې آی آر جي سي دغه الوتکه راغورځولې وه.

دې اعتراف -- او د پټولو د هڅې پيښې -- په ایران کې د حکومت ضد د څو وورځو احتجاجونه رامينځته کړل.

په زرهاو زره ایرانیان سړکونو ته راووتل او دا شعارونه "دیکتاتور مرده باد" -- چې ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي ته يوه اشاره ده -- " دروغجن مرده باد" او د رژیم پر ضد نور شعارونه يې ورکول.

ځینې محصلینو احتجاج کونکو وويل چې آی آر جي سي "نا اهله" ده او "د خلکو لپاره يو شرم" دی.

له هغه مياشتو راهیسې، ایراني چارواکو له نړیوالې پلټنو سره همکاري بنده کړې، او اوس د ایران - کاناډا پر کورنیو انتقاد کوي چې خپل عزيزان يې پکې له لاسه ورکړې ول او د ځوابونو غوښتنه کوي.

بې ځوابه پوښتنې

د کاناډا یو خپلواک راپور، چې د دسمبر په ۱۵ مه خپور شوی و، وويل، "د دې وحشتناکې پیښې ډیر مهم جزیات لاهم روښانه نه دي." دغه راپور په ځانګړي توګه یادونه کړه چې ولې ایراني فضا په دغه شپه د دغه بدې پيښې لپاره خلاصه وه.

دغه راپور، چې د وزيراعظم جسټن ټراډو پخواني وزير رالف ګوډال، چې په دې پيښه کې د حکومت يو ځانګړی سلاکار دی، ليکلی دی، وويل چې "ایران د دې مسؤلیت په غاړه لري ځکه چې لږ تر لږه تر دې دمه دې خپلې پلټنې (خوندیتوب، جرمي یا بل ډول) په بشپړه توګه په خپلواکې، بې طرفه او شفافې طريقې سره نه دي ترسره کړي."

دغه راپور وويل، "هغه پارټي چې د دې وضعیت مسولیت په غاړه لري پخپله پلټنه کوي او هغه هم زیاتره په پټه توګه. دا باور یا اعتماد نه رامينځته کوي."

دغه راپور وویل، "د پوځ له خوا د راغورځولو په صورت کې، چې په دې معنی دی چې په دغه پيښه کې ښکيل حکومت (په دې صورت کې ایران) د خوندیتوب تفتیش بشپړ کنټرول په لاس کې لري، چې دا په ښکاره توګه د ګټو سره په ټکر کی دی او دا تضمین په کې کم دی چې خپلواکي، بې طرفي یا مشروعیت يقيني کړي."

د نومبر په لومړیو کې، د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان په ایران غږ وکړو چې "د پیښې تحقیقات ګړندي کړي" او د حادثې په اړه خپلې وروستۍ موندنې خپرې کړي.

په امریکا کې میشت ایراني ژورنالیست شاهین محمدي وویل، دا پیښه ډیری پوښتنې راپورته کوي.

په تهران کې یوې پوځي محکمې په دې وروستیو کې د پیښې په اړه په ایران کې د قربانیانو کورنیو ته د اطمينان ورکولو په خاطر اوریدنه وکړه چې معاوضه واخلي او د دې نه ډډه وکړي چې څه پيښ شوې ول او ولې پيښ شوې ول.

محمدي وویل، سمه پلټنه به د آی آر جي سي لوړ پوړي چارواکي مجبوره کړي چې محکمې ته راشي او وضاحت وکړي چې ولې دا پیښه رامينځته شوه، چيرې د کمانډ په کړۍ کې غلطي شوې وه، او ولې د حقیقت په ښکاره کولو کې ډیر ځنډ شوی و -- چې دا يو داسې کار دی چې دغه ډله یې د ترسره کولو لپاره چمتو نه ده.

د لوړ پوړو چارواکو دفاع کول

د آی آر جي سي سره وابسته فارس خبري اژانس په هغه وخت کې وویل چې خامنه اي، چې په ښکاره توګه د ټولو وسله والو ځواکونو مشر دی، ته د ريو ورځو پورې د پیښې د حقيقت په اړه خبر نه و ورکړل شوی.

د ایران د سمندري ځواکونو د چارو یو شنونکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې، وویل، "دا مسله چې څنګه سمبال کړې شوه یوه واضحه موخه يې لرله: چې آی آر جي سي او نور چارواکي له انتقاد څخه خوندي وساتي."

د پیښې په اړه توضیحات پټول د رژیم د هڅو سره د وړتیا او مسلکتوب په ښودلو کې مرسته کوي.

"که نه نو، دوی به سختو پوښتنو ته ځواب ورکړي لکه د کمانډ په لړ کې کوم ځای نيمګړتيا وه، یا کوم يو ملکي چارواکی، که چيرې وي، په په دې کې ښکيل و."

بله پاتې پوښتنه دا ده چې د توغنديو بیټرۍ آپریټرانو ته کوم ډول روزنه ورکړل شوې وه.

د ایران حکومت خپل تحقیق وويل چې د توغنديو د بیټرۍ چلونکو له توغندیو د ویشتلو نه مخکې له خپلو کمانډرانو سره اړیکه نه لرله.

بريګيډير جنرل آمرعلي حاجي زاده، چې د جنورۍ په ۱۱ مه یې د آی آر جي سي د فضايي ځواک مشري کوله، وويل، "یوه غلطي وشوه او زه شخصاََ د دې لپاره ټول مسؤلیت منم. کله چې ما خبر ترلاسه کړو، ما وغوښتل چې زه مړ شوې وې. زما د هرې سزا پریکړه که وکړل شي نو زه به یې قبلوم.

حاجي زاده اوس هم خپل کار کوي او داسې نه ښکاري چې د هغې غلطۍ لپاره څه سزا ترلاسه کړي چې هغه یې اعتراف کړی دی.

هغه وویل، د آی آر جي سي ټول ځواکونه په هغه شپه سخت چمتو و، او "د ملکي الوتکو د فضا خالي کولو لپاره زموږ پرله پسې غوښتنې د خاصو وجوهاتو له امله نه وې منل شوې، او دا يې څرګنده نه کړه چې څه لاملونه وو.

ځنډول

د مسؤلیت منلو سربیره، ایراني چارواکو په دې تحقیق کې له ټال مټول او ځنډ څخه کار اخيستی دی چې په دې کې د اوکراین، کاناډا او فرانس کارپوهان شامل وو -- چیرې چې د الوتکې ریکارډر ډي کوډ کړی شو او ولوستل شو.

د کاناډا چارواکي وايي، تر دې دمه، اسلامي جمهوریت د ۲۵ سيکنډونو په ریکارډ کې يوازې ۱۹ سيکنډونه شریک کړي دي مخکې له دې چې توغنديو دغه الوتکه وویشتله.

په ورته ډول، اوکرایني چارواکي وايي چې له ایران سره خبرې اترې پرمختګ نه کوي ځکه چې د دسمبر تر ۲۴ مې پورې تهران تر دې دمه اسناد او شواهد نه دي شریک کړي چې دې د اکتوبر په مياشت کې د دوه اړخیزو خبرو اترو پر مهال له کییف سره د شریکولو موافقه کړې وه.

د دسمبر په ۲۲ مه، ایراني خبري اژانس تسنیم راپور ورکړو چې ایراني تحقیق کونکو د نورو هغه هیوادونو استازو ته چې وګړي یې د الوتکې د راغورځولو قربانيان پاتې شوي ول، د الوتکې د راغورځیدو په هکله تخنیکي راپور وړاندې کړی و.

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولبا دا رد کړل او ویې ویل چې کییف لا تر اوسه دغه راپور نه دی ترلاسه کړی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزيز یاوین یینین د دسمبر په ۹ مه وویل، ایران، چې د معاوضې ورکولو موافقه يې کړې وه، د راتلونکې کال په بجټ کې د ۲۰۰ ملیونو یورو تجويز هم بيرته اخيستې دی چې د هغه کسانو خپلوانو ته معاوضه ورکړي کوم چې د الوتکې په راغورځيدو کې مړه شوې ول.

د هغه په وینا، د تاوان د مقدار په اړه د ایراني ډلې سره خبرې لا نه دي پیل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران او پاکستان دواڼه د دهشتګردی موریانې دي. د دواړو فوج او انټیلیجنس د دنیا د امن لپاره خطرناک دي. باید چی ختم کړای شي.

ځواب