امنیت

تهران د همکارۍ کولو نه انکار کوي، په داسې حال کې چې ګڼ شمير شواهد شتون لري چې دې د اوکراین الوتکه راغورځولي ده

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د اوکراین د الوتکې د غورځیدو قربانیان د جنورۍ په ۸ مه د تهران نه بهر په یو پټي کې په کڅوړو کې پراته دي. [اسنا]

د اوکراین د الوتکې د غورځیدو قربانیان د جنورۍ په ۸ مه د تهران نه بهر په یو پټي کې په کڅوړو کې پراته دي. [اسنا]

تهران -- د ایران رژیم په دوامداره توګه دا خبره ردوي چې د دې امنیتي ځواکونو په دې هفته کې په تهران کې د یوکرایني الوتکې په وژونکي پیښه کې لاس لري، حتی چې ویډیوګانې، عکسونه او رسمي شواهد په څرګند ډول ښیي چې الوتکه له ځمکې څخه هوا ته د ويشتونکې توغندي لخوا ويشتل شوې وه.

د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې په وینا، دغه الوتکه د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) د پرواز نه یوازې يو څو منټه وروسته په تیاره کې راغوزاره شوه، په داسې حال کې چې د پیلوټ لخوا د راډیو پیغام ترلاسه نه شو چې خطره يې په ګوته کړې وې.

ټول ۱۷۶ مسافر او عمله ووژل شوه، چې ۸۲ ایرانیان، ۶۳ کاناډایان، ۱۱ یوکرینیان، ۱۰ سویډنيان، څلور افغانان، درې جرمنيان او درې برتانویان پکې شامل ول.

د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۹ مه) یوه ویډیو راپورته شوه چې داسې ښکاري چې د الوتکې د ويشتلو شېبه ښیي.

د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي د جنورۍ په ۹ مه په تهران کې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول مشرانو ته ښه راغلاښت وايي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي د جنورۍ په ۹ مه په تهران کې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول مشرانو ته ښه راغلاښت وايي. [د ایران د دفاع وزارت]

دغه ویډیو، چې نیویارک ټایمز يې تایید وکړو، ښیي چې په تيزۍ سره حرکت کونکی شې په اسمان کې د يوې زاویې سره پورته کيږي مخکې له دې چې يوه روښانه رڼا ښکاره شوه، بيا کمه شوه او مخ پر وړاندې يې حرکت وکړو. يو څو سيکنډه وروسته د چاودنې غږ واوریدل شو.

دغه او نورې ويډيوګانې چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپرې شوي په زیاتیدونکي ډول د تهران د هوایي دفاع عملې لخوا د اوکراین نړیوال هوایي شرکت الوتنې پي ايس ۷۵۲ په راغورځولو کې یوې ناوړې غلطۍ ته اشاره کوي.

دا زيات شواهد په داسې حال کې راپورته شول کله چې تهران یو شمیر انتخابونه غوره کړل، چې ډیر یې په دې مجبوره کړل چې د هغې په بهانه شک وکړي، چې په دې کې د رژیم په دې خبره ټینګار شامل دی چې یوازې ځینې اشخاص د الوتکې تور بکسونه ګوري او ايران په بشپړه توګه د مسلې د پلټنې لپاره په دوامداره توګه د اجازې ورکولو نه انکار کوي.

دا پیښه یو څو ګهنټې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې تهران د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسم سلیماني د وژلو انتقام اخيستلو لپاره په عراق کې د متحده ایالاتو پر ځواکونو توغندي وتوغول.د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې سلیماني ووژلو.

په دغه وخت کې د جګړې د زيات تاوتريخوالې په رڼا کې، دې حالاتو د نړۍ ډیر چارواکي او شنونکي په دې اړ کړي چې ګومان وکړي چې د ایراني هوایی دفاع پرسونلو یوه غمیزه خطا کړې ده.

يوه وژونکي خطا؟

ایران د روسیې لخوا جوړ شوی د هوایي دفاع نظام لري، چې زوړ سافټویر استعمالوي چې د پوځي او ملکي الوتکو تر منځ فرق نشي کولی.

د مثال په توګه، د مارچ په میاشت کې په قزاقستان کې د روسیې لخوا د جوړ شوې ايم آی-۸ هلیکوپټر پيښه، د جولای په میاشت کې په ژورو اوبو کې د روسيې په سب میرین کې اور، او د دسمبر په مياشت کې يو لوی اور چې د روسيې د الوتکو وړلو يوازينۍ بيړه يې وسوځوله.

د کاناډا وزیر اعظم جسټین ټراډو د ګڼ شمير استخباراتي سرچینو په حواله د جنورۍ په ۹ مه په ښکاره ډول وويل، د ایران له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي دغه الوتکه هغه وخت وویشتله کله چې دا د تهران نه پاسيدله.

هغه خبریالانو ته وویل، "موږ پوهیږو چې دا کیدای شي قصداََ نه وي." "کاناډایان پوښتنې لري، او د ځوابونو مستحق دي."

نورو غربي مشرانو د هغه ملاتړ وکړو، پشمول د انګلستان د وزیر اعظم بورس جانسن، چې هغه وویل چې ګڼ شمير شواهدو د توغنديو برید د احتمال ملاتړ کوي، کوم چې "کيدې شي قصداََ نه وي."

د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ په ډاګه کړه، د واشنګټن چارواکي دا باور لري چې کییف ته روان بوینګ ۷۳۷ د ایراني يو يا ډيرو توغندیو لخوا هغه مهال وویشتل شوه کله چې دا د تهران نه بهر وچاوديده.

ایران شواهد ردوي

د شواهدو سربیره، ایران په دوامداره توګه د دې نه انکار کوي چې د توغندي برید د مسافرو الوتکه راغورځولي وه.

د ایران د ملکي هوایي چلند مشر او د ټرانسپورټ نايب وزير علي عابدزاده د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰ مه) په تهران کې يو نيوز کانفرنس ته وويل، "یوه خبره يقيني ده: دا الوتکه په توغندي نه وه ویشتل شوې."

عابدزاده وويل، "موږ ځینې ویډیوګانې کتلي دي. موږ تایید کوو چې د ۶۰ نه تر ۷۰ سيکنډو پورې الوتکې ته اور لګيدلی و." "دا چې دا په څه شې باندې وويشتل شوې وه، په ساینسي ډول صحيح نشي کیدی."

هغه وویل، "دا ډول افواه ګانې هیڅ معنی نه لري."

د ترانسپورت وزارت په یو بیان کې وویل، "په توغندې باندې د الوتکې د ويشتلو دا کیسه هیڅکله هم صحيح نه شي کيدې."

رسمي ایراني سرچینې د دروغو اوږد تاریخ لري.

په وروستي مثال کې، د ایران دولتي رسنیو وویل چې د جنورۍ په ۸ مه د عراقي اډو په وړاندې د توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۸۰ امریکایی عسکر وژل شوي وو. که څه هم، امریکايي او عراقي چارواکو تایید وکړ چې په دغه برید کې هيڅ زیان نه دی رامنځته شوی.

اوکراین، متحدین د حقایقو په لټه کې دي

اوکراین د جنورۍ په ۱۰ مه له نړیوالو ملګرو څخه وغوښتل چې هغه شواهد چمتو کړي چې دوی یې لري چې د پیښې په تحقيقات کولو کې د تحقیق کونکو سره مرسته وکړي.

د اوکراین ریاست په انګلیسي ژبه کې په يو بيان کې وویل، "که يو هیواد داسې معلومات ولري چې د دې پیښې په اړه په شفاف او بې طرفه پلټنې په ترسره کولو کې مرسته وکړي، نو موږ چمتو یو چې دا ترلاسه کړو او په لا نورو تاييدولو کې به همکاري وکړو."

په دغه بیان کې راغلي، "اوکراین د حقايقو په موندلو کې دلچسپي لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ويډیم پریسټایکو د جمعې په ورځ وویل، د دې نه سمدلاسه وروسته، د متحده ایالاتو چارواکو کییف ته د دې حادثې په اړه مهم معلومات ورکړل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو بیان خپور کړو چې "د پیښې د لامل په اړه په هر ډول تحقیقاتو کې د بشپړې همکارۍ" غوښتنه کوي.

اروپایي اتحادیې د جنورۍ په ۱۰ مه د "خپلواکو او معتبرو" تحقيقاتو غوښتنه وکړه.

ټراډو وویل، د کاناډا حکومت به تر هغه وخته پورې "بشپړه پلټنه" يقيني کړي ترڅو چې "د کاناډایانو پوښتنو ته ځواب نه وي ورکړل شوی."

جانسن د اوکراین صدر وولډومر زیلینسکي سره په ټيلي فون خبرې وکړې چې په کې هغه د حقایقو ترلاسه کولو لپاره د اوکراین د هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړل او د پیښې په اړه یې د "بشپړې، معتبره او شفافې" پلټنې غوښتنه وکړه.

د برتانیې وزیر اعظم ویاند وویل، "هغه راپورونه چې موږ لیدلي ډیر انديښمن دي او موږ په فوري توګه په دې غور کوو."

د متحده ایالاتو د ترانسپورت ملي خوندیتوب بورډ د جنورۍ په وروستیو کې وویل چې دې د ایران څخه د الوتکې د راغورځيدو رسمي اعلاميه ترلاسه کړې او يو استازی به واستوي چې د پیښې په اړه په تحقیقاتو کې ګډون وکړي.

د هوايي چلند د داخلي کسانو په وینا، یوازې یو څو هیوادونه د تور بکسونو د تحلیل کولو وړتيا لري -- په ځانګړي توګه انګلستان، فرانس، جرمني او متحده ایالات.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500