https://pakistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_pf/features/2020/01/23/feature-01
مظاهرې |

د ایراني مشرانو له خوا د ناکامېدونکي اقتصاد په هکله د داخلي اندېښنو له پامه غورځولو ناارامي ډېره کړې ده

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

په عکس کې، په زرګونو ایرانیان د مرغومي له نیمایي راهیسې سرکونو ته راوتلي او د «مرګ په دکتاتور» چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي دی -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه ورکوي.

ایراني مشران چې په ډېرېدونکي ډول له ناراضو وګړو او د سقوط په لورروان اقتصاد سره مخامخ دي، هڅه کوي چې د وضعیت کنټرول وساتي او په ورته وخت کې د لویدیځ پر وړاندېځان ځواکمن ښیي.

د نا ارامۍ د ارامولو په یوه هڅه کې، ستر مذهبي مشرآیت الله علي خامنه اي د تېرې جمعې په ورځ له ۱۳۹۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په تهران کې خطبه ورکړه.

د دې پرځای چې خامنه اي د هغو مهمو مسایلو په هکله خبرې وکړي چې ایرانیان یې اغیزمن کړي دي، هغه په مکرر ډول هڅه وکړه چې خپلې خبرې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د وژنې په لور چې د مرغومي په ۱۳مه پېښ شو، ورتاوې کړي.

image

په عکس کې، د ایران ستر مذهبي مشرعلي خامنه اي د مرغومي په ۲۷مه د خپلې وینا په ترڅ کې ونه توانېد چې د داخلي ناارامۍ مهمې سرچینې بیان کړي، او د هغو پرځای یې هڅه وکړه چې د لوېدیځ ضد احساسات راوپاروي. [د ستر مذهبي مشر دفتر]

image

عکس خبرې کوي. تېره اونۍ د اقتصاد د پرمختګ لپاره د ایران د رژیم د هڅو په هکله د وینا پر مهال، دوه کوچنۍ نجونې چې د بې وزلۍ ژوند یې کاوه د هغه ځای تر شا تېرې شوې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په کې خبرې کولې. [آرشیف]

د سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته، د ایران رژیم -- د نژدې یوې اونۍ لپاره -- وکولی شوای چې څپه تاوه کړي او د خلکو په منځ کې د حکومت ملاتړ او د لویدیځ ضد احساسات وهڅوي.

خو دغه احساسات په چټکۍ سره هغه وخت په بل مخ واوښتل چې تهران -- له پېښې څخه درې ورځې وروسته -- اعتراف وکړ چې اسلامي انقلابي ګارډ د مرغومي په ۱۸مه په تصادفي توګه د اوکراین د هوایي کرښې الوتکه ویشتلې او راغورځولې ده.

دغه اعتراف او معلوماتو چې اسلامي انقلابي ګارډ او جیګپوړو ایراني چارواکو دروغ ویلي وو او هڅه یې کوله چې دا پېښه پټه کړي د خلکو غوسه راوپاروله او په ټول ایران کې بې ساري لاریونونه راووتل.

په لسګونو زره لاریون کوونکي سرکونو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي دی -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

اعتراض کوونکي له پامه غورځول

خو د خامنه اي دې هڅو چې بیرته ملاتړ ترلاسه کړي ځینې ایرانیان لا نور په غوسه کړل.‌

په ایران کې یوې فعالې ای اېف پي ته وویل،‌ «هغه حتی دا هڅه ونه کړه چې خلک غلي کړي او اعتراض کوونکي یې په بشپړ ډول له پامه وغورځول.»

د نورو هغو ایرانیانو په څېر چې ای اېف پي ورسره تماس نیولی وو، هغې هم د ناوړه عواقبو له وېرې غوښتنه وکړه چې هویت یې پټ وساتل شي.

هغې وویل، «هغه په ښکاره وویل چې سلیماني د اوکراینۍ الوتکې له مسافرینو څخه ډېر مهم وو.»

د تهران د هوایي دفاع د ځواکونو له خوا له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي یوه توغندي دغه الوتکه «په یوه غمجنه غلطۍ» کې راوغورځوله.

د ۸۲ ایرانیانو، ۶۳ کاناډایانو، ۱۱ اوکراینیانو، ۱۰ سویډنیانو، څلورو افغانانو، درې جرمنیانو او درې برتانویانو په ګډون ټول ۱۷۶ مسافر او عمله ووژل شول.

یوه بل ایراني د ټیلیګرام د مسینجر له لارې د وینا په ځواب کې وویل چې خامنه اي «په ښکاره وویل چې ... مړي که په ځمکه وي او که په هوا کې، زما لپاره مهم نه دي.»

خامنه اي همدارنګه وویل چې اعتراض کوونکي د ایران استازيتوب نه کوي.

په تهران کې یوه ۲۴کلن هنرمند ای اېف پي ته وویل، «کله چې هغه وایي چې دا خلک زموږ له ډلې څخه نه دي، دا خبره د خلکو تر منځ وېش ژوروي او د خلکو او حکومت تر منځ فاصله زیاتوي.»

هغه وویل، «او هغه زما په څېر یو څوک، چې رژیم ته نژدې نه یم، دې ته مجبوري چې په لا ډېر شدت سره د بدلون غوښتونکي شي.»

اوږدې اقتصادي ستونزې

د خامنه اي بیانیې د ایران د خلکو د اندېښنې او نارضایتۍ منبع له پامه وغورځوله.

په داسې حال کې چې وروستي لاریونونه د ایران له خوا د الوتکې د راغورځولو او د پېښې د مدیریت کولو لپاره د ایراني مشرانو د څرګنده ضعف له امله راوپارېدل، د ایران د اوږدمهالو اقتصادي ستونزو له امله یوه ‌ژوره غوسه پټه ده.

د ایران د احصایې د مرکز په وینا، انفلاسیون ۴۰٪ ته نژدې دی، چې د خوراکي او نورو لومړنیو اړتیاوو د لوړو قېمتونو بار د مصرفوونکیو په اوږو ورپرېوځي. د نړۍ وال بانک د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د ۱۵ - ۲۴ کلنو ځوانانو کې د بې کارۍ کچه له ۲۸٪ څخه لوړه ده.

داسې ښکاري چې دغه شرایط به لا نورهم خراب شي ځکه برتانیې، فرانسې او جرمني د مرغومي په ۲۴مه د ایران د رژیم سره د ۱۳۹۴ هستوي تړون له مخې، د مکررو سرغړونو په تورد دغه هېواد پر ضد یوه شخړه پیل کړه.

د امریکایی مقاماتو په وینا، له یاد تړون -- چې د عمل ګډ هر اړخیز پلان (JCPOA) نومیږي -- ته د ایران نه ژمنتیا، په ۱۳۹۷ کال کې د متحده ایالاتو حکومت دې ته اړ کړ چې له تړون څخه ووځي او د تهران پر ضد بندیزونه ولګوي.

د ۱۳۹۸ د غوایی له میاشتې راهیسې، ایران د متحده ایالاتو د بندیزونو په ځواب کې او له دغو بندیزونو څخه د اروپا د نه تیریدو له امله په تدریجي توګه خپل تعهدات کم کړي دي.

اقتصادي نا ارامي

په داسې حال کې چې ایران د اقتصادي ستونزو پړه په چټکۍ سره په متحده ایالاتو باندې ور اچوي، د ایران خلک ورځ تر بلې زړورکیږي چې د خپل حکومت سیاستونه ترسوال لاندې راولي.

دې ټکان ورکوونکې پرېکړې چې د پيټرولو بیې یې ۲۰۰٪ ډېرې کړې، د لړم په ۲۴مه په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارول.

د ایران د حکومتي احصایو له مخې، په هغو اعتراضونو کې د ۱۲۰ زرو او ۲۰۰ زرو تر منځ خلکو برخه اخیستې وه.

که څه هم چې هغه اعتراضونه د پیټرولو د قیمت د لوړېدلو له امله وو، لاکن د نا ارامۍ ریښې تر ډېره اقتصادي ستونزو ته ور رسیږي چې له پوروړي بانکي سکټور څخه نیولې په اقتصاد کې د پوځ اړوند سازمانونو پراخ او مبهم رول پورې غځېدلي دي.

ډېر ایرانیان وایي چې رژیم، په خپل هېواد کې د پانګونې پر ځای، په سیمه -- په ځانګړې توګه سوریه، عراق او یمن -- کې د نیابتي جنګونو په ملاتړ سره د خپلو خلکو اقتصادي ستونزې ډیروي

د رژیم له خوا د لاریون کوونکیو، ژورنالستانو، د بشري حقونو د فعالانو او محصلانو پر ضد له تاوتریخوالي څخه ډکو عملیاتو چې د لړم د لاریونونو پر وخت ترسره شول، یوازې دا ثابته کړه چې د خلکو د اندېښنو د ارامولو پر ځای د هغوی اندېښنې زیاتوي.

سختې خبرې، کوچنی انتقام

دغه اقتصادي ستونزې او له دې امله رامنځته شوې داخلي ناارامي ښایي په وروستي کړکیڅ کې د غرب پر ضد د ایران د رژیم د مقابلې تمایل کم کړي وي.

د سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته په لومړي سر کې، خامنه اي، ولسمشر حسن روحاني، او یو شمېر نورو جیګپوړو ایراني چارواکو د متحده ایالاتو پر ضد د «سخت انتقام» خبرداري ورکړل.

د هغوی «انتقام» دا وو چې د مرغومي په ۱۸مه یې په عراق کې د متحده ایالاتو په ا‌‌‌‌ډو باندې ۲۲ توغندي وتوغول.

ایراني مقاماتو ادعا وکړه چې په برید کې یې ۸۰ تنه امریکایي عسکر وژلي دي. پنتاګون وویل چې په حقیقت کې دغه برید ډېر کم مادي زیان ورساوه او د هغو ۱۱ امریکایي عسکرو چې سرسري ټپي شوي ول درملنه وشوه.

د لویدیځو ځواکونو سره د مخامخ کېدلو لپاره د خپلې کمزورتیا په پوهیدو سره، ایراني مشرانو له خپلو پخوانیو لاپو څخه په شاه شول.

د اسلامي انقلابي ګارډ جیګپوړي قوماندان حسین سلامي د مرغومي په ۲۲مه پارلمان ته وویل، «زموږ هدف اصلا دا نه وو چې د دښمن عسکر ووژنو. هغه مهم نه وو.»

د رژیم د وړتیاوو په هکله د ایراني مشرانو لاپو او د پوځ د «سخت انتقام» خجالت د ایران په اداري او پوځي تاسیساتو کې غټې کمزورتیاوې رابرسېره کړې.

روحاني د مرغومي په ۲۶مه وویل چې ایران «هره ورځ په دې کار کاوه چې د پوځي ټکر یا جګړې مخه ونیسي» او ویې ویل چې لا هم له نړۍ سره خبرې اترې «ممکنې» دي.

دا لا معلومه نه ده چې ایا ایرانی رژیم دې ته راضي دی چې د ایران له خلکو سره خبرې اترې وکړي او د هغوی غوښتنې واوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
4
تبصرې 0
د تبصرو تګلاره