امنیت

د سليماني د يو داسې آرمان ناوړه پايلې چې یمن د پراکسي جګړو ډګر وګرځوي

د نبیل عبدالله التمیمي له خوا

د يمن يوه کورنۍ د ۲۰۲۰ کال د سمبر په ۲ مه د تيز په لويديځ ښار کې د غار نه بهر ناسته ده چېرته چې دوی د غربت او د کور د نشتوالي له امله پناه اخیستې ده. [احمد الباشا/ای اېف پي]

د يمن يوه کورنۍ د ۲۰۲۰ کال د سمبر په ۲ مه د تيز په لويديځ ښار کې د غار نه بهر ناسته ده چېرته چې دوی د غربت او د کور د نشتوالي له امله پناه اخیستې ده. [احمد الباشا/ای اېف پي]

عدن -- حتی د ایران د ميجر جنرل قاسم سلیماني له مرګ څخه یو کال وروسته، یمن اوس هم د هغه د هغه سکيم له کبله له ناوړه پايلو سره مخ دی چې دغه هيواد د ايران د سیمه ایزو پراکسي جګړو لپاره د لومړۍ کرښې هيواد جوړ کړي.

سلیماني، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک (آی آر جي سي- کيو اېف) پخوانی کمانډر دی، د یمن په اوسني حالت کې لوی لاس لرلو، چې د اقتصادي او سیاسي سقوط په درشل کې دی.

د يمن ډیټا پروژې په وینا، د یمن په کړکیچ کې، چې د ایران تر ملاتړ لاندې حوڅیانو (انصارالله) لخوا رامنځته شوی، د ۲۰۱۵ کال راهيسې، له ۱۷۵۰۰ څخه ډیر ملکیان مړه شوي او ژوبل شوي دي. د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړو چې له ۲۰ ملیونو څخه ډیر خلک د خوراک له کمي سره مخ دی او ۱۰ ملیونه د قحط له خطر سره مخ دي.

د متحده آيالاتو پرضد د پرله پسې اخطارونو او د هغې د پلویانو پرضد د حملو پيلولو لپاره د ايران د پراکسې جګړو وروسته، سلیماني د جنورۍ په دریمه نيټه په بغداد کې د متحده ایالاتو په یو برید کې وژل شوې و.

یو جنګيالی په يو دروند مشين ګن ډزې کوي په داسې حال کې چې د يمن د حکومت وفادار ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۲۲ مه په مرکزي یمن کې د ماريب شمال لویدیځ ته تقريباََ ۵۰ کلوميټره لرې په الجدان کې د حوثي جنګیالیو سره جنګيږي. [ای اېف پي]

یو جنګيالی په يو دروند مشين ګن ډزې کوي په داسې حال کې چې د يمن د حکومت وفادار ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۲۲ مه په مرکزي یمن کې د ماريب شمال لویدیځ ته تقريباََ ۵۰ کلوميټره لرې په الجدان کې د حوثي جنګیالیو سره جنګيږي. [ای اېف پي]

د قدس د ځواک وژل شوی کمانډر قاسم سلیماني د دسمبر په ۱۰ مه په هغه پخواني بې نيټې تصوير کې ښودل شوی کوم چې د ایراني ځواکونو لخوا خپور شوی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

د قدس د ځواک وژل شوی کمانډر قاسم سلیماني د دسمبر په ۱۰ مه په هغه پخواني بې نيټې تصوير کې ښودل شوی کوم چې د ایراني ځواکونو لخوا خپور شوی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

د هغه مرګ د تهران د عشرو راهيسې اوږد هغه کمپاین کې يوه مهمه شیبه رامنځته کړه چې په مینځني ختیځ او نورو هيوادونو کې افراطیت او ناکرارۍ ته وده ورکړي.

سلیماني او آی آر جي سي د حوثیانو سره مالي، پوځي او لوژیستیکي مرسته وکړه، او هغوی ته يې وړتيا ورکړه چې په یمن کې د ایران اجنډا پلې کړي، کوم چې د جنګ په اوږدولو سره يې د یمنیانو کړاوونه پیچلي کړي دي. دغه جنګ اوس په خپل شپږم کال کې دی.

د ځواک سیمه ایز انډول ګډوډول

له پیل راهیسې، آی آر جي سي په پام کې لري چې حوثیان په سیمه کې د ځواک انډول ګډوډولو لپاره د پراکسي ځواک په توګه استعمال کړي، ځکه چې د دې ملیشې ستراتیژیکي موقعیت د سعودي عربستان سویل سرحد او باب المندب تنګي ته نږدې دی، چې د نړیوالې سوداګرۍ دروازه ده.

د سیاسي چارو تجزيه کار وحدت الجلیل وویل، "سلیماني غوښتل چې د آی آر جي سي استخباراتي او امنیتي مهارتونه حوثيانو ته وسپاري، چې ځانګړي دندې ترسره کړي چې دا کار به دوی ته نفوذ اور کنټرول ورکړي او د سیمې او نړۍ امنیت به ګډوډ کړي."

هغه وویل چې دا به د کیفیتي عملیاتو، لکه د بالستیکي توغندیو او د بې پيلوټه الوتکو (يو ای ويز) له لارې او د نړیوال بار وړلو په لارو کې د ماینونو ښخولو له لارې ترلاسه شي.

سعودي عرب د تېر کال له پیل راهیسې د لسګونو بالسټیکي توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو په واسطه په نښه شوی، چې په دې کې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۴ مه د هیواد په ختیځ کې د ارامکو په تاسیساتو باندې ویجاړونکي او بې ساري بريد شامل دی.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان ایران مسؤل وګرځولو.

د تیرې میاشتې په پيل کې، د سعودي د تیلو په یو ټرمینل کې وروسته له هغې اُور ولګيدو کله چې عرب ايتلافي ځواکونو د حوثيانو د چاودیدونکو توکو څخه ډکې دوه کښتۍ ودرولې.

بیا د نومبر په ۲۵ مه یوه چاودنې د سویلي سعودي عرب په شقيق بندر کې د یونان د تیلو یو ټينکر تباه کړو. په لندن کې د سمندري استخبارات شرکت ډرایډ ګلوبل وويل چې دا چاودنه د حوثيانو له خوا "د اوبو د چاودیدونکو توکو وسيلې" له امله شوې وه.

څو ورځې وړاندې، حوڅيانو وویل چې دوی په جده کې د آرامکو په يو پلانټ باندې د قدس-۲ توغندي سره برید وکړو. آرامکو وویل چې دغه بريد د تیلو په ټينکۍ کې سوری وکړو، چې چاودنه او اُور يې رامنځته کړو.

د حزب الله سره روزنه ترلاسه کول

الجلیل، چې په عراق، سوریه او لبنان کې يې په هغو پراکسي جنګونو ټينګار وکړو چې سلیماني پيل کړې ول، وويل، "قاسم سلیماني ته دا دنده ورکړل شوې وه چې په سیمه کې د آی آر جي سي نفوذ پراخه کړي."

"که څه هم یمن له دې دریو هیوادونو څخه خورا لرې دی … خو سلیماني خپلې اړیکې وکارولې او په هغه هیوادونو کې یې هغه ملیشې تنظیم کړې چې له هغه سره يې تړاو لرلو چې له حوثیانو سره خبرې وکړي او هغوی ته ماهرین او ښه وسلې ولیږي."

هغه د حوثيانو پوځ او امنیتي کمانډران لبنان، عراق او ایران ته هم ولیږل چې روزنه او تجربه ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۵ کال په پیل کې، د حزب الله یو کمانډر فایننشل ټایمز ته وویل چې د حوثي او حزب الله جنګیالیو د تیرو ۱۰ کلونو لپاره یوځای روزنه ترلاسه کړې ده. "دوی له موږ سره په ایران کې روزنه ترلاسه کړه، بیا موږ دلته [په لبنان] او یمن کې دوی ته روزنه ورکړه."

په می ۲۰۱۵ کال کې د مطالعاتو لپاره ستراتیژیکي فيکر مرکز د راپور په بنياد، آی آر جي سي په مستقیمه توګه د هوڅيانو ايليټ ځواکونو ته په روزنه ورکولو کې برخه اخیستې ده.

په دغه راپور کې ويل شوي، ټريننګ په دوو پړاونو کې ترسره شو، لومړی پړاو په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې ترسره شو چې د لوړې او منځنۍ کچې کمانډرانو باندې يې تمرکز کولو. دا ټريننګ په لبنان سوریه او ایران کې ترسره شو.

دغه راپور څرګنده کړه چې دوهم پړاو په سادا کې د حوثیانو په کيمپونو کې ترسره شو، په داسې حال کې چې د حزب الله او آی آر جي سي عسکرو په دغه ټريننګ کې برخه اخیستې وه.

د قاچاق غیرقانوني عملیات

د سیاسي چارو تجزيه کار فیصل احمد وویل، "هغه ملاتړ او پاملرنه چې سلیماني حوثیانو ته ورکړې وه د یمن په تباه کولو کې او د سیمې هیوادونو ته په سخت زیان رسولو کې بريالې شوې ده."

احمد وویل، "سلیماني د خپلو پلانونو او قاچاق د يونټونو له لارې بالسټیکي توغندي … ماهرین، وسلې او مادي ملاتړ چمتو کړو."

زياتره وسلې چې حوثیانو په جګړه کې استعمال کړې ده، په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې په یمن کې د مليشې د کودتا نه مخکې نه وه لیدل شوې.

ایران دغه ملیشې ته د وسلو د قاچاق لپاره د یمن ۲۵۰۰ کیلو میتره اوږد ساحل، د یمن ټاپوګان او بيړۍ استعمال کړي دي.

د یمن ځواکونو د وسلو نه ډکې د ايران دوه بيړۍ -- جهان ١ او جهان ٢ -- په ٢٠١٣ او ٢٠١۵ کلونو کې د یمن په اوبو کې نيولې وې.

سږکال، عرب ایتلاف د اپرېل او جون په میاشت کې په عرب سمندرګي کې د حوثيانو لپاره د وسلو دوه کښتۍ ونیولې.

د یمن ساحل ساتونکو په اوړي کې په څلورو مختلفو عملیاتو کې د وسلو، مهماتو یا کوکینو نه د ډکو ګڼ شمير کښتیو مخه ونيوله.

احمد وویل، "د سلیماني مرګ د آی آر جي سي لپاره د هغه په پلانونو پلي کولو کې خلا رامنځته کړه چې هغه د حوثيانو لپاره جوړ کړی وو."

احمد زیاته کړه، "دا خلا د دې حقيقت ثبوت دی چې ایران د آی آر جي سي افسر حسن ایرلو د خپل سفیر په توګه استولی و چې په مستقیمه توګه د حوثیانو نظارت وکړي او د یمن ښارونو، د بار وړونکو نړیوالو لارو او د سعودي عرب اقتصادي تاسیساتو پرضد پوځي عملیات ترسره کړي."

احمد وویل، دې کارونو "جنګ اوږد کړو او په پایله کې يې یمن په ټولو کچو ویجاړ کړو، چې په نړۍ کې یې تر ټولو خراب انساني بحران رامنځته کړو."

د سیمه ایز امنیت لاره

د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د اباد مرکز ډايريکټر عبدالسلام محمد وویل، "د آی آر جي سي ستراتیژي دا وه چې یمن ته ورسېږي چې بډایه خلیجي هیوادونو ته نږدې شي، او په عین وخت کې په میشته سیمو کې شتون ولري چې یو راتلونکی پوځ جوړ کړي چې د مقدسو ځایونو او تیلو کنټرولو لپاره د خپل ارمان په پوره کولو کې مرسته وکړي."

هغه وویل، حوثي غورځنګ د دې تګلارې لپاره "لازمي وسیله" وه.

هغه د ایران ستر رهبر ته په اشارې سره وویل، ایران به تر هغه وخته پورې خپلې "ناوړه او ویجاړونکي سیمه ایزې پاليسۍ تعقیبوي ترڅو چې د خامنه اي رژیم واکمن وي."

محمد وویل، "نوي مرکزي ښارونه به قبضه شي، او هرکله چې دا [ایران] یو نوی ځای کنټرول کړي، نو هیڅکله به یې نه پریږدي. د دې سره، دا موخه لري چې د امنیت کړۍ جوړه کړي چې د دې به ساتنه وکړي کله چې دا د اټمي وسلو لرلو اعلان وکړي."

د ایران رژیم د دسمبر په ۲ مه نيټه یو قانون منظور کړو چې که نړیواله ټولنه د فبرورۍ له پیل فورې بندیزونه لرې نه کړي، نو د یورانیمو په بډایه کولو کې، چې د وسلو د کچې تیلو ته به نژدی وي، د فوري اضافې او د نړیوالو ايټمي پلټونکو شړلو امر به ورکړي.

دا ډول ګامونه په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ له قدرتونو سره د تاریخي ايټمي معاهدې د یوې برخې په توګه د ایران رژیم لخوا د شويو ژمنو سره په ټکر کې دي.

محمد وويل، "د سلیماني رول د ایران ستراتیژۍ ګړندي کول و، چې په کې د صنعا او دمشق، بیروت او بغداد نیول شامل دي، او د هغه وژل به دا ستراتيژي بدله نه کړي."

هغه زیاته کړه، "په آی آر جي سي کې د هغه لپاره متبادل کسان شتون لري، که څه هم دومره پیاوړي نه دي."

د قدس ځواک نوی کمانډر اسمعیل قاني د نفوذ هغه کچه نه لري چې سلیماني لرله، خو تجزيه کارانو وویل چې شايد هغه ورته لاره استعمال کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500