ديپلوماسي

پاکستان په سعودي عرب باندې د حملو له کبله د ایران تر ملاتړ لاندې د حوثيانو غندنه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د ۲۰۱۹ کال د جون په ۱۳مه د سعودي له پوځ سره د لارښودنې د سفر پرمهال اخیستل شوی تصوير ښیي چې یو کارکونکی د حوثي توغندي برید نه یوه ورځ وروسته د سعودي عرب په ابها هوایي ډګر کې د زیانونو معاینه کوي. په دې بريد کې ۲۶ ملکي وګړي ژوبل شوي ول. [فایض نورالدین/ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د جون په ۱۳مه د سعودي له پوځ سره د لارښودنې د سفر پرمهال اخیستل شوی تصوير ښیي چې یو کارکونکی د حوثي توغندي برید نه یوه ورځ وروسته د سعودي عرب په ابها هوایي ډګر کې د زیانونو معاینه کوي. په دې بريد کې ۲۶ ملکي وګړي ژوبل شوي ول. [فایض نورالدین/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستاني دیني عالمان او سیاستدانان په سعودي عرب باندې بريدونه غندي کوم چې د یمن حوثي یاغیانو کړي وو.

د ایران تر ملاتړ لاندې حوثيان، چې ځان د انصارالله په نوم یادوي، د جون په ۱۶مه د سعودي عرب په سرحدي ښار خمیس مشیت کې د یو پوځي هوايي ډګر د نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو د لېږلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

عرب ايتلاف د جون په ۱۷مه وویل، سعودي ځواکونو دوه بې پیلوټه الوتکې راوغورځولې.

په یمن کې د شخړې له پیل راهیسې، حوثیانو په لسګونو توغندي په سعودي عرب توغولې دي، چې زياتره سعودي پوځ ناکامه کړي دي.

د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور په جون ۲۰۱۹ کال کې په لاهور کې د پاکستان او سعودي د اړیکو په اړه په يو کانفرنس کې خبرې کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان د عالمانو د شورا چيرمين حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، چې په مينځ کې دی او توره پګړۍ يې په سر کړې ده، ګوري. [ضیاء الرحمان]

د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور په جون ۲۰۱۹ کال کې په لاهور کې د پاکستان او سعودي د اړیکو په اړه په يو کانفرنس کې خبرې کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان د عالمانو د شورا چيرمين حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، چې په مينځ کې دی او توره پګړۍ يې په سر کړې ده، ګوري. [ضیاء الرحمان]

د پاکستان حکومت د سعودي ملکي وګړو د نښه کولو له کبله د حوثیانو لخوا وروستۍ هڅه په کلکه وغندله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۱۸مه په یو بیان کې وویل چې پاکستان "د سعودي عرب له سلطنت سره د دې امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د هرډول ګواښونو پروړاندې د خپل بشپړ ملاتړ او پيوستون تصدیق کوي."

په پاکستان کې غصه

پاکستاني وګړو، پوهانو او سیاستدانانو د دې وروستي برید غندنه وکړه.

حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، چې په هيواد کې د لوړ پوړي اسلامي عالمانو د اتحاديې د پاکستان د عالمانو شورا چيرمين دی، د جون ۱۶مه د سعودي په خاوره کې د دې برید په کلکه غندنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د سعودي حکومت په مختلفو جبهو کې د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو د سازشونو د ناکامولو لپاره مبارزه کوي.

اشرفي، چې د نړيوال تنظيم الحرمين الشرفين شورا سيکريټري جنرل دی، وویل، "د اوسني وضعیت په جریان کې، کله چې ټوله نړۍ د کورونا ویروس ناروغۍ د کنټرولولو لپاره مبارزه کوي، حوثي ملیشې په سعودي عرب سلطنت کې په مختلفو ښارونو کې ملکي وګړو او د املاکو په نښه کولو لپاره توغندي بریدونه توغوي." نړيوال تنظيم الحرمين الشرفين کونسل په سعودي عرب کې د مکه مکرمې او مدینې د مقدس ښارونو د ساتنې لپاره یو نړیوال سازمان دی.

د می په ۲۲مه، د پاکستان د عالمانو شورا "يوم عظمت حرمين الشرفين" کمپاين پيل کړو چې په سعودي خاوره باندې د حوثيانو د بريدونو غندنه وکړي.

د جمعیت علماء اسلام (جی يو آی اېف) ګوند مرکزي مشر مولانا عبدالباقي وویل، "هغه عناصر چې غواړي په مسلمانانو کې ګډوډي او تفرقه رامینځته کړي په خپلو ناوړه پلانونو او سازشونو کې به بریالي نه شي."

باقي وویل، "د سعودي عرب ساتنه د هر مسلمان لپاره د عقیدې یوه برخه ده."

هغه وويل، د هغه ګوند په پارلمان کې د حوثيانو بریدونه په کلکه غندلي او د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون یې د نړۍ له اسلامي سازمانونو څخه غوښتي چې د حوثیانو پرضد اقدامات وکړي.

په کراچۍ کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر محمد حسین شاه وویل، د پاکستان لخوا پراخه غندنه -- په حکومتي کچه او د سیاسي او مذهبي ګوندونو پورې -- ښیي چې دغه هیواد د یمن په شخړه کې خپله پخوانۍ بې طرفي پريښودې ده.

شاه وویل، "د یمن شخړې په پیل کې، د پاکستان پارلمان په اپرېل ۲۰۱۵ کال کې پریکړه وکړه چې په دې بحران کې بې طرفه پاتې شي، یوه میاشت وروسته له هغې چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په حوثي یاغیانو باندې د هوایي بریدونو سره په شخړه کې مداخله وکړه."

هغه وويل، د پاکستان او سعودي عرب د ورورولۍ د اړيکو له کبله، او په ځانګړې توګه، په فبروري ۲۰۱۹ کال کې اسلام آباد ته د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د دوه ورځني سفر له کبله، پاکستان د یمن په جګړه کې خپل دريځ بدل کړی دی.

دوامداره بريدونه

اسلام آباد په منظم ډول د سعودي عرب په خاوره کې حوثي بریدونه غندلي دي.

په جون ۲۰۱۹ کال کې، د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عرب د ابها هوایي ډګر په وړاندې د حوثي وسله والو لخوا توغول شويو بريدونه وغندل چې ۲۶ ملکي وګړي پکې ژوبل شوي ول.

پاکستان په می ۲۰۱۹ کال کې د مکې په لور د حوثيانو لخوا د بالیسټک توغندیو غندنه وکړه.

د سعودي پولیسو افسر میجرجمال النوخېفي د دې میاشتې په پیل کې المشاریق ته وویل، په سلطنت باندې د حوثيانو دوامداره بمبارۍ د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول (آی آر جي سي) د تګلارې يو ثبوت دی، چې د ملیشو ملاتړ، تمویل او رهبري کوي.

النوخېفي وویل، حوثيانو په تیرو کې په ۵۰ ورځو کې پنځه ورته بریدونه ترسره کړي دي، چې په دې کې د جون په ۱۳مه د بالستیک توغندیو یوه هڅه شامله ده چې سعودي ځواکونو ناکامه کړه.

د المشاریق د يو راپور له مخې، د سلطنت د توغندیو دفاعي سیستم د عصري بې پیلوټه الوتکې او بالسټیک توغنديو په ویشتلو کې بريالي شو.

النوخېفي وویل، د دې بريدونو هدف دا دی چې د ایراني رژیم نه پام واړوي، کوم چې د ملګرو ملتونو د نوي راپور په اړه د نړیوالې غصې سره مخ دی چې دا تاییدوي چېد تیر سپتمبر په میاشت کې کروز توغندي، چې د سعودي عرب د تیلو تاسیساتو ته يې زیان رسولی و، د ایران سره تعلق لرلو.

هغه وويل، "د بریدونو نه وروسته ښودل شوي غصه او غندنه دا په ګوته کوي چې په سيمه ايزه او نړيواله کچه آی آر جي سي او د دې ملګري څومره رد کړی شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500