تجزيه

د ایران لپاره د سلیماني میراث: د خلکو پیسې په ګرانې پراکسي جګړې لګول

د پاکستان فارورډ له خوا

په ۲۰۱۸ کال کې د قدس ځواک وژل شوی کمانډر قاسم سلیماني او د ایران مشر علي خامنه اي ښودل شوي دي. [لیډر.آی آر]

په ۲۰۱۸ کال کې د قدس ځواک وژل شوی کمانډر قاسم سلیماني او د ایران مشر علي خامنه اي ښودل شوي دي. [لیډر.آی آر]

د شنونکو په وينا، د ایران د رژیم د اسلامي انقلاب ساتونکو قول د قدس ځواک د وژل شوي کمانډر ميجر جنرل قاسم سليماني د میراث ساتلو باندې ټینګار د ایراني وګړو په بیه تمامیږي.

مخکې له دې چې هغه د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په برید کې ووژل شو، سلیماني د آی آر جی سي د پراختيا غوښتونکې اجنډې تعقيب په عراق، سوریې ، لبنان ، یمن او د افغانستان په شمول په ټوله سیمه کې د ګڼ شمیر پراکسي جګړو له لارې کولو.

دا نوښتونه ګران و، چې وخت په وخت د تهران غلط لومړیتوبونه په ګوته کوي، په داسې حال کې چې ایرانیان ورځ په ورځ د حکومت او د کمزوري اقتصاد په هکله د بې اطمينانۍ څرګندونه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه کریم سماديان وویل، "له کلونو راهیسې، آی آر جي سي ادعا کړې چې په سیمه کې د ایران فعال حضور د مذهب او د ایران د ستر رهبر علي خامنه اي د روحاني نفوذ سره ژور تړاو لري."

د ایران د کلتور وزیر عباس صالحي په می ۲۰۲۰ کال کې د سلیماني لور زینب ته د شیعه امام په لاس د قاسم سلیماني انځور وړاندې کوي. [جمران.آی آر]

د ایران د کلتور وزیر عباس صالحي په می ۲۰۲۰ کال کې د سلیماني لور زینب ته د شیعه امام په لاس د قاسم سلیماني انځور وړاندې کوي. [جمران.آی آر]

يو مهم انځور. په داسې حال کې چې په جنوري ۲۰۲۰ کال کې د اقتصاد د ښه کولو لپاره د ایران رژیم هڅو ته په اشاره کولو سره، ځوانې جينکۍ، چې په ډير خراب حالت کې ژوند کوي، هغه ځای ته ورغلي چېرته چې د ایران صدر حسن روحاني خبرې کولې. [فايل]

يو مهم انځور. په داسې حال کې چې په جنوري ۲۰۲۰ کال کې د اقتصاد د ښه کولو لپاره د ایران رژیم هڅو ته په اشاره کولو سره، ځوانې جينکۍ، چې په ډير خراب حالت کې ژوند کوي، هغه ځای ته ورغلي چېرته چې د ایران صدر حسن روحاني خبرې کولې. [فايل]

حقیقت دا دی چې آی آر جي سي "په مالي توګه له ستونزو سره مخ دی، او دومره پيسې نه لري چې چې د آی آر جي سي د کمانډرانو او سیمه ایزو متحدینو جیبونه ډک کړي".

هغه وویل، د پيسو دغه نشتوالی، چې د ایران او په ځانګړي ډول د آی آر جي سي پر وړاندې د متحده ایالاتو د حکومت د بندیزونو له امله دی، د ایراني پراکسي ډلو ترمینځ د اختلاف او ناراضګۍ د وروستي زياتوالي لامل دی.

سمادیان وویل، دا ثابتوي چې په حقیقت کې د آی آر جي سي "نظریه" مذهب نه بلکې پیسې دي.

د سوریې په ختیځ کې نفاق د ډیریدو په حال کې دی، په ځانګړي توګه د عراقي ملېشو کاتب حزب الله او آی آر جي سي کمانډرانو او همدارنګه په سیمه کې د قدرت او نفوذ د ترلاسه کولو لپاره د نورو پراکسي ډلو تر مینځ.

د شیخ مودار الاسد، چې د سوریې د قبایلي شورا غړی دی، له مخې، دا درزونه په ځانګړي توګه د مشرۍ، د واک لرونکو ملیشو تر منځ د شتمنۍ او د نفوذ د سرچینو د ترلاسه کولو لپاره د سختې سیالۍ له امله دي، چې دوی وليدله چې د هر جنګيالي میاشتنۍ تنخوا د ۱۵۰۰ ډالرو نه ۳۰۰ ډالرو ته راکمه شوې ده.

په یمن کې، د ایران په ملاتړ د حوثیانو (انصار الله) تر کنټرول لاندې هیوادونو ته د مخدره توکو په قاچاق کې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دا زیاتوالی لږ تر لږه د حوثیانو د هغه اړتیا له کبله دی چې د عاید متبادلې سرچينې ومومي ځکه چې ایران د خپلو پراکسي ډلو لپاره مرسته ختمه کړې ده.

نامناسبه لومړيتوبونه

د خپلو کمیدونکو فنډونو سربیره، تهران د ایران د خلکو د ورځني اړتیاو پر ځای په ترهګرۍ، فرقه واريت او د غلطو معلوماتو په خپرولو باندې پيسو لګولو ته لومړيتوب ورکړی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړو، د دسمبر په ۲ مه، د ایران حکومت پارلمان ته د راتلونکي مالي کال لپاره تقريباََ د ۳۳.۷ ملیارده ډالرو دولتي بودیجې مسوده وړاندې کړه چې د مارچ په ۲۱ مه پیل کیږي.

د دغه بودیجې ارزښت ۸۴۱۳ ټریلیونونو رياله دی -- چې د تیر کال د ارقامو په پرتله ۷۴٪ لوړ دی خو د ایراني اسعارو په چټکۍ سره د کمیدو له امله په اسعارو کې تقريباََ ۵ ملیارده آمريکايي ډالره کمې راغلی دی.

په دغه بجټ کې د قاسم سلیماني د کارونو د ساتنې او خپرونې د موسسې لپاره ۸۰.۵ ملیارده ریال (۳۲۷۰۰۰ آمريکايي ډالره) شامل دي. دغه موسسه عموماََ د "قاسم سلیماني موسسې" په نوم پیژندل کیږي، چې د هغه له مرګ وروسته جوړه شوه.

د سلیماني ۲۹ کلنه لُور زینب سلیماني د دې موسسې مشري کوي.

زینب د دسمبر په ۵ مه یو بيان خپور کړو او ویې ویل چې هغه به دا پیسې ونه مني او بهتره به دا وي چې دا پیسې د خلکو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره استعمال شي.

که څه هم، نورو راپورونو څرګنده کړه چې دغه موسسې سږکال له حکومت څخه ۴۰۰۰۰۰ ډالره تمویل ترلاسه کړو، او دغه پیسې په دې کال کې د آی آر جي سي د بجټ د فرعي کټګورۍ په توګه د قاسم سلیماني د موسسې لپاره مختص شوي وې.

د آی آر جي سي لپاره تمویل ډیریږي.

د مارچ په مياشت کې، خامنه اي د آی آر جي سي لپاره د راتلونکي کال تمویل د حکومت د وړاندیز شوي تخصیص څخه ۳۳٪ زیات کړو.

د ناسمو لومړیتوبونو په بله نښه کې، آی آر جي سي یادګارونه ويجاړوي او د آی آر جي سي د کمانډرانو په اړه نقاشي کوي. په دې کې د بغداد هوایي ډګر ته د ننوتلو په دروازه کې "د بریا ښکلا" نقاشي هم شامله ده، چې د مشهور متحرک ځواکونو (پي اېم پي) لخوا د جون په ۱۹ مه پرانیستل شوه.

دغه نقاشي د سلیماني او د پی اېم اېف مرستیال مشر ابو مهدي المهندیس، چې دواړه د هوایي ډګر سره نږدې د متحده ایالاتو په برید کې وژل شوي وو، په داسې حال کې ښيي چې د عراقیانو هجوم ته سلامي وړاندې کوي.

د سلیماني مجسمه، چې په پراخه کچه يې تنقيد شوی دی، د جون په میاشت کې د هغه په ښار کرمان کې د جیروفټ په ښار کې د کورونا ویروس د کړکیچ په وختونو کې جوړه شوې وه، په داسې حال کې چې د ټولنیزې رسنۍ کارونکي د ایران رژیم په لومړیتوبونو تنقيد کوي.

په ورته وخت کې، په لبنان کې، د ایران په ملاتړ او د حزب الله په مالي مرسته په سویل کې د مارون آل راس په ښار کې د سلیماني د مجسمې پرانسته وکړل شوه.

د ایراني خلکو څخه پیسې راټولول

په داسې حال کې چې ایراني وګړي د خرابیدونکي اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دي، خامنه اي د باسیج لپاره بجټ هم دوه چنده کړو، چې د آی آر جي سي تر کنټرول لاندې ده او زياتره د کورني اختلاف پروړاندې مبارزه کوي.

د باسیج نيم پوځي ځواکونه په تیر نومبر کې د ډله ایزو احتجاجونو پرمهال وروسته له هغې ځای په ځای شول کله چې د پټرولو په نرخ کې د ۲۰۰٪ زياتوالي پريکړه وشوه.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا لږ تر لږه ۳۰۴ نارینه، ښځې او ماشومان د عملياتو په دوران کې ووژل شول.

تهران په ښکاره ډول په احتجاجونو کې د آی آر جي سي مداخلت او مبارزه د درملو یا خواړو څخه ډیره اړینه ګڼي.

ايران واير په ايران کې د سیمه ییزو خبري سرچینو په حواله راپور ورکړو، د مارچ په میاشت کې، خامنه اي ژمنه وکړه چې د ایران د ملي پراختیا فنډ څخه به یو ملیارده يورو (۱.۲ ملیارده آمريکايي ډالره) د کورونا ويروس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ترلاسه کړي، خو د ایران د روغتیا وزارت د دې مرستو یوازې ۲۷٪ برخه ترلاسه کړې ده او د روغتیایي کارمندانو تنخواګانې نه شي ورکولی.

د ولسي جرګې د روغتیا د کمیټۍ چيرمين حسین علي شهریاري سیمه ییزو خبري ادارو ته وویل، "د دې فنډ څخه یو ملیارده ډالره ایستل شوي خو بل ځای لګول شوي دي." "حکومت باید د شفافيت لاره خپله کړي او د روغتیایي کارمندانو عادې غوښتنو ته ځواب ورکړي."

د ایران د صحي کارمندانو سره د اړینو تجهیزاتو او درملو مرسته کولو پر ځای، په داسې حال کې چې وبا په هيواد کې خپره شوې ده، آی آر جي سي د اپرېل په میاشت کې د کورونا ويروس ناروغۍ د "معلومولو" لپاره د خندا وړ وسيله معرفي کړه.

دا د رژیم په هغو ډیرو مثالونو کې يو مثال دی چې د سلیماني تر مرګ مخکې او وروسته د ګڼ شمیر وژونکو پیښو وروسته د آی آر جي سي د خراب شوي انځور د ښه کولو لپاره ګڼ شمیر سرچینې او قیمتي وخت ضايع کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500