سياست

د جګړې او په بهر کې د بې ثباتۍ لپاره د ایران ليوالتيا کورنۍ ناکرارۍ ته وده ورکوي

د پاکستان فارورډ لخوا

ایرانیان د نومبر په ۱۹مه د اصفهان په مرکزي ښار کې د وچکالۍ او انحراف له امله د خپلې صوبې د يو مهم سیند د وچیدو وروسته په يو احتجاج کې د خپلې غوسې د څرګندولو لپاره راټول شوي دي. دا پراخه احتجاج، چې د اصفهان صوبې کروندګرو او نورو اوسیدونکو پکې ګډون کړی و، د نومبر په ۹مه د اوبو د بحران په اړه د مظاهرو له پیل راهیسې تر ټولو لوی احتجاج و. [فاطمه نصر/ای اېف پي/اثنا]

ایرانیان د نومبر په ۱۹مه د اصفهان په مرکزي ښار کې د وچکالۍ او انحراف له امله د خپلې صوبې د يو مهم سیند د وچیدو وروسته په يو احتجاج کې د خپلې غوسې د څرګندولو لپاره راټول شوي دي. دا پراخه احتجاج، چې د اصفهان صوبې کروندګرو او نورو اوسیدونکو پکې ګډون کړی و، د نومبر په ۹مه د اوبو د بحران په اړه د مظاهرو له پیل راهیسې تر ټولو لوی احتجاج و. [فاطمه نصر/ای اېف پي/اثنا]

له هغه وخت راهيسې کله چې د ایران صدر ابراهیم رئیسي په دې اوړي کې دنده پیل کړه، د هغه د حکومت اعلان شوې بهرنۍ پالیسۍ د ایران د ګاونډي هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ښه کولو باندې تمرکز کړی دی.

خو څارونکي وايي چې حکومت په حقیقت کې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) د بې ثباته کوونکو سیمه ایزو پاليسیو یرغمال کړی دی.

دوی وویل، دا پاليسۍ، چې د پراکسي ځواکونو په کارولو تکیه کوي او د هغو هېوادونو ګټو ته زيان ورسوي چې د آی آر جي سي مشرانو په نظر کې "دښمنان" ګڼل کیږي، د لسیزو راهیسې د ایران بهرنيو اړیکو ته زيان رسولی دی.

دوی په ایران کې دننه د مشهورو احتجاجونو هم لامل شوي، چې د اوبو د کمي، د بجلۍ د نه ختمیدونکي نشتوالي، د بشري حقونو څخه سرغړونې او د وبا د ناسم مدیریت له کبله رامینځته شول.

د ایران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د وژل کیدو څخه وروسته په وروستیو ورځو کې د رژیم لخوا د ډېرو عکسونو څخه یو عکس. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د وژل کیدو څخه وروسته په وروستیو ورځو کې د رژیم لخوا د ډېرو عکسونو څخه یو عکس. [د ایران د دفاع وزارت]

شنونکي خبرداری ورکوي چې په سیمه کې د ایران د تېرې یوې لسیزې د سختې پالیسۍ له تېرېدو وروسته، د حکومت پر ضد د خلکو د پراخو احتجاجونو سره یوځای، په ایران کې د "عرب پاڅون" په څېر د داخلي پاڅون لپاره حالات برابر شوي دي.

د سلیماني میراث ساتل

شنونکي وايي، د ایران خلک د آی آر جي سي د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د میراث د ساتلو لپاره د رژیم د ټینګار له امله په پراخه کچه د اقتصادي بحران سره مخ دي.

مخکې له دې چې هغه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه په بغداد کې د متحده ایالاتو په برید کې ووژل شو، سلیماني د آی آر جی سي په عراق، سوریې، لبنان، یمن او د افغانستان په شمول په ټوله سیمه کې د ګڼ شمېر پراکسي جګړو له لارې د توسعه پالنې اجنډې تعقيب کولو.

دا نوښتونه په لوړ لګښت تمام شول، چې وخت په وخت د تهران غلط لومړیتوبونه په ګوته کوي، په داسې حال کې چې ایرانیان ورځ په ورځ د حکومت او د کمزوري اقتصاد په هکله د بې اطمينانۍ څرګندونه کوي.

د یوې لسیزې په زیاتره وخت کې، د ایران رژیم په سوریه کې ډېره سرمايه کاري کړې ده، د بشارالاسد د رژیم په پوځي توګه ملاتړ کوي او په نورو برخو کې په پراخه کچه پيسې خرچ کوي -- خو لږ اغیز لري.

ایران په سوریه کې ډېرې پیسې لګولې، او د پيسو لګولو ته یې دوام ورکړی، خو د ایران د رژیم لپاره يې د امید وړ ګټې نه دي ترلاسه کړي.

دوی نه هم د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو خورا پياوړی کړی، چې اوس دا ځواک حتی د ملیونونو ډالرو په لګښت سره د تېرو دوو کالو په پرتله ډېر کمزوری شوی دی.

د ایران او عرب هېوادونو د اړیکو کارپوه عبدالله کابلي په وینا، ایراني چارواکو هم په سوریه او روسیه کې د سلیماني نفوذ خورا لوړ ښودلی دی.

روسیه او ایران دواړه د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د سوریې په جګړه کې لاسوهنه وکړه. خو لکه څنګه چې جګړه پای ته رسیږي، دوی د سیالانو په توګه راڅرګندیږي، په داسې حال کې چې هر یو غواړي د خپل رول څخه ګټه پورته کړي او د بل پرځای خپله اجنډا پرمخ بوځي.

کابلي المشارق ته وویل، "تهران په دې باور لرلو چې سلیماني [د روسیې صدر ولادیمیر] پوتین دې ته هڅولی و چې په سوریه کې پوځي مداخلت وکړي."

هغه وضاحت وکړو، "خو حقیقت دا دی چې په سوریه کې د ایران په ملاتړ له وسله والو څخه په ګټې اخیستو سره، روسیې د وضعیت کنټرول په لاس کې واخیستو او سیاسي او اقتصادي ګټې یې ترلاسه کړې."

د ایران پراکسۍ تباهي رامينځته کوي

په عين حال کې، د سوریې د جګړې په ترڅ کې د ایران بشري او مالي لګښتونه ډېر شوي دي.

شنونکو وويل، ایران په تېره لسیزه کې د بشارالاسد رژیم ته په سلهاو ملیونه بېرله تیل او په ملیونونو ډالره ورکړي دي، او ټولې دغه مرستو -- چې د ایرانيانو په ژوند کې یې نیمګړتیاوې او کړاوونه رامنځته کړي دي -- هيڅ ګټه نه ده ورکړې.

دوی وویل، په سیمه او نړۍ کې د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو له لاسه ورکول یوه بله ناوړه پايله ده چې تهران ورسره د خپلو سیمه ییزو لاسوهنو له امله مخ دی او د دې د تصور وړ اختتام شتون نلري.

په یمن کې، آی آر جي سي د وسلو قاچاق ته دوام ورکوي چې د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو او په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت ترمنځ جګړې ته وده ورکوي.

د دسمبر په ۲۰مه، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو په شمالي عرب سمندر کې د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه ۱۴۰۰ AK-47 ټوپکونه او مهمات ترلاسه کړل، او همدارنګه د عملې پنځه غړي -- چې ځانونه یې د یمنيانو په توګه څرګند کړې ول -- ونيول.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د دسمبر په ۲۲مه په یو بیان کې وويل، "دا بې ریاسته کښتۍ داسې ښکاريده چې له ایران څخه روانه شوې وه او په نړیوالو اوبو کې په یوې داسې لاره روانه وه چې په تاریخي توګه په یمن کې حوثیانو ته په غیرقانوني ډول د وسلو د لیږد لپاره کارول کیږي."

يو اېس اېس وېنسټن چرچل په ۲۰۲۱ کال کې د فبرورۍ په مياشت کې او يو اېس اېس مونټیري د می په مياشت کې په ترتیب سره د سومالیا ساحل ته نږدې او په بحیره عرب کې د وسلو دوه نور سمندري کښتۍ ونيولې چې ګمان کيږي دغه وسلې د حوثیانو لپاره وې.

په عین حال کې، په عراق کې، د ایران د نیابتي ملېشو تر منځ درزونه رامنځته کیږي، لکه څنګه چې د عاصیب اهل الحق وروستیو کړنو او سرغړونو دريځ څرګنده کړې ده.

او په لبنان کې، له حزب الله او د هغه له مشر حسن نصرالله سره د سلیمان د اړیکو اغیزې لاهم په ژور اقتصادي بحران کې ليدل کیږي چې هیواد یې زیانمن کړی او د حزب الله لخوا د پريکړې کولو د پروسې د کنټرول کولو له امله د حکومت په فلج کې هم محسوس کیږي.

د پاڅون ګواښ

د بنديزونو او د مخ په کمېدو فنډونو سربیره، تهران د ایران د خلکو د ورځني اړتیاو پر ځای په ترهګرۍ، فرقه واريت او د غلطو معلوماتو په خپرولو باندې پيسو لګولو ته لومړيتوب ورکړی دی.

د آی آر جي سي لپاره تمویل ډېر دی.

صدر رئیسي د واک له اخیستو وروسته په لومړي ځل، چې له مشر علي خامنه يي سره نږدې اړیکې لري، د راتلونکي مالي کال لپاره د بجټ -- هغه یو سند چې د هغه لومړیتوبونه څرګندوي -- مسوده وړاندې کړه.

د نوي مالي کال بجټ، چې د مارچ په ۲۱مه پیل کیږي، د انتظاميې لخوا چمتو کیږي او مجلس (د ایران پارلمان) ته وړاندې کیږي، چې باید يې په خپل آخرني شکل کې تصویب کړي.

د خپلې بودیجې په مسوده کې، د رئیسي انتظاميې د آی آر جي سي لپاره ځانګړې شوه بودیجه خورا زیاته کړه، چې د راتلونکي کال لپاره د آی آر جي سي په بودیجه کې ۲۴۰ فيصده زیاتوالی ښیي.

تېر کال، د مخکیني کال په پرتله د آی آر جي سي په بودیجه کې ۵۸ فيصده زیاتوالی راغلی و -- چې د پورته رجحان یوه برخه ده چې داسې ښکاري چې مخ په زياتيدو ده.

په تېره لسیزه کې، د آی آر جي سي او تر یوې کمې اندازې پورې، د ارتش (د ایران دودیز وسله وال ځواکونه) لپاره هر کال د پام وړ زیاتوالي سره د کلنۍ بودیجې يوه لویه برخه ځانګړې شوې ده.

دوی ته دا مرستې په داسې حال کې ورکول کیږي چې ایران د ديواليه کېدو په څنډه کې دی او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغه بودیجې په مسوده کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د نشراتو (آی آر آی بي) لپاره تمویل -- چې د رژیم د پروپيګنډې اصلي مشین دی، چې په مستقیمه توګه د خامنه اي تر واک لاندې دی -- هم د تېر کال په پرتله ۵۶ فيصده زياتوالی اټکل شوی دی.

څارونکي یادونه کوي، سره له دې چې دا د بندیزونو نرمولو ته سخته اړتیا لري، او که څه هم دا د بندیزونو د لرې کولو لپاره په فعاله توګه خبرې اترې کوي، د ایران رژیم لاهم داسې نه ښکاري چې هغه څه کوي چې د بندیزونو د لرې کولو لپاره اړین دي.

د تېر کال په اوږدو کې، د رژیم ضد مظاهرې د اوږدې مودې لپاره د بجلۍ د بندیدو، د اوبو د کمي، د معاشونو د بنديدو، د کم معاشونو او بیکارۍ له امله په ګڼ شمیر لوی ښارونو کې شوي دي.

آی آر جي سي په سیمه کې د خپل شتون له امله کمزوری شوی او د بودیجې د نشتوالي له امله کېدی شي توان ونلري چې د رژیم خلاف د يو بل لوی پاڅون سره مبارزه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500