تجزيه

آی آر جي سي زیات افراطي عناصرو ته ترفيع او انعام ورکوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د آی آر جي سي ګومارونکي دلته په ۲۰۱۹ کال کې په تهران کې د فراغت په ورځ لیدل کیږي. [ خامنه اي ډاټ آی آر ]

د آی آر جي سي ګومارونکي دلته په ۲۰۱۹ کال کې په تهران کې د فراغت په ورځ لیدل کیږي. [ خامنه اي ډاټ آی آر ]

په پېل کې، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) یو ایډیالوژیکي ځواک و، چې د روح الله خمیني د رژیم د راوستلو او "انقلاب صادرولو" دنده یې په غاړه لرله.

شنونکي وايي، له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې، آی آر جي سي په ایډیالوژیکي روزنې خپل ټینګار زیات کړی، چې د پوځي روزنې سره دې ته مساوي اهميت ورکوي او خپلو خورا سخت دریځو عناصرو ته انعام او پروموشن ورکوي.

لکه څنګه چې د ځواک نوم -- چې "ایران" پکې شامل نه دی -- وړاندیز کوي چې د آی آر جي سي پوځي وړتیاوې د مخالفينو پروړاندې د مبارزې نه علاوه د بل ریښتیني کورني هدف لپاره ندي.

دا ځکه چې آی آر جي سي په عمده توګه د سیمه ایزې پراختیا پالیسۍ د پلي کولو او د "انقلاب صادرولو" ماموریت -- چې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني هدف دی -- د ترسره کولو لپاره جوړ شوی دی.

د ایران مشر علي خامنه اي په ۲۰۱۹ کال کې د هغه وخت د آی آر جي سي د قدس ځواک له قوماندان قاسم سلیماني سره لیدل کیږي، يو څو میاشتې مخکې له هغې چې سلیماني په بغداد کې ووژل شو. [ خامنه اي ډاټ آی آر ]

د ایران مشر علي خامنه اي په ۲۰۱۹ کال کې د هغه وخت د آی آر جي سي د قدس ځواک له قوماندان قاسم سلیماني سره لیدل کیږي، يو څو میاشتې مخکې له هغې چې سلیماني په بغداد کې ووژل شو. [ خامنه اي ډاټ آی آر ]

د مجلس (پارلمان) سپیکر محمد باغیر غالیباف دلته په ۲۰۲۰ کال کې لیدل کیږي. [ايرنا]

د مجلس (پارلمان) سپیکر محمد باغیر غالیباف دلته په ۲۰۲۰ کال کې لیدل کیږي. [ايرنا]

د دې نوي سرتيري او روزونکي پدې ډول روزول شوي او د پروموشنونو سره هڅول شوي چې پدې پورې اړه لري چې دوی د دغه موسسې اصلي عقیدې ته څومره وفادار دي او د دې سیمه ایزو فعالیتونو ته څومره ژمن دي.

د می په ۳مه په یو راپور کې، د منځني ختیځ انسټیټیوټ (ايم اي آی) وویل چې د آی آر جي سي د روزنې هڅې په وروستیو کې زیاتې شوې دي، او یادونه یې وکړه چې د روزنې په زیاتولو کې پانګونې رژیم ته ګټه ورکړې ده.

په راپور کې ویل شوي، ایډیالوژیکي ژمنتیا ته د اضافي معاش سره انعام ورکول کیږي او د پروموشنونو او په آی آر جي سي کې د رتبو لوړېدو لامل کیږي.

دې دا هم یادونه وکړه چې د آی آر جي سي د عناصرو درېم او څلورم نسلونه (هغه کسان چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ ګومارل شوي) له خورا ایډیالوژیکي پلوه سخت دریځو څخه دي.

د سرتېرو نظریاتي روزنه

شنونکي وايي، آی آر جي سي هغه کسان استخداموي چې په نظرياتي توګه لیوالتیا لري، او له همدې امله د ذهن سازۍ لپاره حساس دي، یا هغه کسان چې مالي ملاتړ ته اړتیا لري، او دوی په هغه خلکو کې بدلوي چې دوی یې غواړي.

د دې ادارې غړيو ته، چې اوس د ایران په سیاست او اقتصاد کې مهم لوبغاړي دي، د خپل افراطیت او د فقهاو سرپرستي (ولایت الفقه) عقیدې ته د ژمنتیا لپاره انعام ورکول کیږي.

دا د ایران مشر علي خامنه اي ته د وفادارۍ غوښتنه کوي، کوم چې په ایران کې ترټولو زيات واک لري او په کلکه د آی آر جي سي ملاتړ کوي.

د فقهاو سرپرستي په سیمه کې د ايران استبدادي نظام او د "انقلاب" صادرول توجیه کوي. دا په پراخه کچه په لویه شیعه ټولنه کې د یوې عقیدې د تېروتنې په توګه رد کيږي.

د انقلاب د صادرولو له لارې په سيمه کې لاسوهنه د دې اصلي هدف دی.

خامنه يي د آی آر جي سي سره نږدې اړیکې ساتي او د هغې په ټولو پریکړو، ستراتیژیو او کړنو اغیزه کوي.

د ایران د سمندري ځواکونو یو پخواني شنونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، المشارق ته وویل، "خامنه اي او رژیم په بشپړه توګه په آی آر جي سي باندې تکيه کوي."

آی آر جي سي د هېواد د بودیجې يوه لويه برخه ترلاسه کوي، او د ایران د اقتصاد په مهمو سکتورونو تسلط لري.

دا د تېلو، مخابراتو، ترانسپورت، بندرونو او بار وړلو، کسټمز، صادراتو او وارداتو د صنعتونو او همدارنګه په صنعتي او کرهنیز سکتورونو کې پراخه ګټې لري.

ارتیش محرومه شوی او له پامه غورځول شوی

د ایران د سمندري چارو پخواني شنونکي وویل، اسلامي جمهوریت آی آر جي سي ته د ایران په دودیزو وسله والو ځواکونو ارتيش لومړیتوب ورکړی دی، او یادونه یې وکړه چې "آی آر جي سي د تخصص په پرتله نظریاتو ته ډېر ارزښت ورکوي".

هغه وویل، "دا ځواک د انقلابي دورې په لومړیو کې [د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې] جوړ شو چې د مسلکي روزل شوي پوځ مخه ونيسي، چې انقلابیانو ورته د بې وفا په توګه وکتل او ويې ويل چې دا د لویدیځ سره احتمالي خواخوږي لري."

د بوديجې او دفاع له پلوه، ارتیش د ایران او عراق د جګړې له پای ته د رسېدو راهیسې له پامه غورځول شوی دی. او پدې باندې د دې سيال آی آر جي سي یا خامنه اي باور نلري.

آی آر جي سي له اوږدې مودې راهیسې د ارتیش په لوژستیک او د چمتووالي په څانګه باندې چې د ايټکا په نوم پیژندل کیږي تسلط لري.

بیا هم په یو فایل کې چې د فبرورۍ په میاشت کې افشا شوی، د آی آر جي سي یو لوړ پوړي چارواکي یادونه وکړه چې "موږ [آی آر جي سي] باید د ايټکا په اړه یو څه وکړو، ځکه چې د ارتیش خلکو پدې وروستیو ورځو کې د پرمختګ کولو هڅه کړې ده".

سره له دې چې د آرتیش ځواکونه ډیره عملي روزنې ترلاسه کوي، دوی یوازې د هېواد په پوځي ډګر کې لږ څه رول لري.

په ایران کې مېشت پوځي کارپوه او د ارتیش تجربه کار بابک اسلانینیا وویل، "خامنه اي، چې د آی آر جي سي مشر دی، د آی آر جي سي له نیمګړتیاوو څخه ښه خبر دی، خو ټینګار کوي چې د ارتیش په پرتله دې ته لومړیتوب ورکړي."

"د نیمګړتیاو یوه بیلګه د اوکراین نړېوال هوایي شرکت الوتنې ۷۵۲ راغورځول دي. دوی د دې پر ځای چې د هېواد د حاکمیت دفاع يې کړې وې، زموږ خپل ملکي وګړي ووژل او دا یوازې یوه بېلګه ده."

هغه وویل، "خامنه اي او آی آر جي سي د هېواد د دفاع په پرتله په اسلامي بنسټپالنې، قدس ځواک او په سيمه کې د بې ثباته کولو کړنو باندې ډېر تمرکز کوي."

اسلانینيا یادونه وکړه، "دا ځکه چې د دوی لپاره عامه او ملي حاکمیت هیڅکله مهم نه دي."

تر ټولو سخت افراطيانو ته انعام ورکول

لکه څنګه چې آی آر جي سي د ایران په سیاسي ډګر کې په زیاتیدونکي توګه نفوذ لري، د هغې د غړو شمېر چې په حکومت کې د سیمه ایزو سفیرانو، ښاروالانو، مدیرانو او منځنیو مدیرانو په توګه ګومارل شوي هم زیات شوی دی.

د ایران صدر ابراهیم رئیسي خپله کابینه په پراخه کچه له سخت دریځو څخه ډکه کړې ده، چې ډېر یې د آی آر جي سي پخواني چارواکي دي.

په دوی کې د آی آر جي سي پخوانی چارواکی محمد باغیر غالیباف دی، چې د آی آر جي سي د قدس ځواک پخواني قوماندان قاسم سلیماني سره يې نږدې اړيکه لرله.

پداسې حال کې چې غالیباف په تهران کې د ښاروالۍ په دوره کې د ډېرو پیسو په اختلاس تورن شوی، هغه د محاکمې پرته وتښتېدو او د ۲۰۲۰ کال د مۍ په مياشت کې د مجلس سپيکر جوړ شو.

د اپرېل په مياشت کې، ترکیې ته د خپلې کورنۍ د سفر له کبله په ورځپاڼو کې د هغه په اړه راپورونه ورکړل شول. د کورنۍ غړو د توکو څخه ډک ۲۰ لوی سوټ کېسونه بېرته راوړل چې دوی اخیستي ول، او په داسې وخت کې يې د خلکو غوسه راوپاروله چې زیات خلک په ایران کې له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خامنه يي په ګډون د رژیم چارواکي په دوامداره توګه وایي چې دوی څومره ساده ژوند کوي او څومره لږ شيان لري، سره له دې چې ټول شواهد د دې خلاف دي.

د سمندري چارو شنونکي وویل، "که تاسو تېرو ۴۰ کلونو ته وګورئ، زه فکر نه کوم چې تاسو به د آی آر جي سي د یو لوړ پوړي افسر مثال ومومئ چې په ایران یا بهر کې د هر ډول ناوړه چلند لپاره مسؤل ګرځول شوی وي."

"په ډېرو مواردو کې، دوی بل ځای ته لیږدول کیږي یا نوي پوستونه یا نوې دندې ورته ورکول کیږي."

دې پروسې په ایران کې دننه خپګان رامنځته کړی -- چې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی ځکه چې آی آر جي سي خپله خزانه ډکوي او د خپلو سیمه ییزو وابسته ادارو تمويل کوي -- او د دې له کبله مشهور لاریونونه رامنځته شوي چې آی آر جي سي د دغه لاريونونو په ځپلو کې مرسته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

"په ډېرو مواردو کې، دوی بل ځای ته لیږدول کیږي یا نوي پوستونه یا دندې ورته ورکول کیږي."

ځواب