امنیت

د متحده ایالاتو پوځ چمتو دی ځکه چې تاوتریخوالی د ایران د غلطو کړنو له کبله وده کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک منسوبين د دسمبر په ۱۶ مه د قطر په ال اُدید هوایی اډه کې د الوتنې نه مخکې د الوتکې د کتلو په دوران کې ګرځي. [سینټکام]

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک منسوبين د دسمبر په ۱۶ مه د قطر په ال اُدید هوایی اډه کې د الوتنې نه مخکې د الوتکې د کتلو په دوران کې ګرځي. [سینټکام]

پوځي سرچینې وايي، د ایران غلطې اندازې ویجاړونکې پایلې لرلی شي، وروسته له دې چې د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړو چې هغه به په عراق کې په امریکایي وګړو باندې د هر ډول وژونکي برید لپاره "ایران مسؤل وګرځوي".

ټرمپ او د متحده آيالاتو پوځ پر ایران تور ولګوو چې د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۰ مه) په بغداد کې د متحده آيالاتو پر سفارت خانې د توغنديز برید تر شا و چې مادي زیان یې رامنځته کړو خو څوک پکې نه وو مړه شوي.

په عراق کې د متحده ایالاتو او نړیوالو ګټو باندې د تیرو حملو پړه د ایران په ملاتړ په عراقي ملیشو باندې اچول شوې ده.

دا خبرداری په بغداد کې د متحده آيالاتو په برید کې د لوړ پوړي ایراني جنرل قاسم سلیماني د وژل کیدو له لومړۍ کليزې نه وروسته ورکول کیږي او په داسې حال کې چې د آمريکې پوځ خپل ځواکونه په سيمه کې چمتو ساتي.

دا درې ایراني راکټونه چې په بغداد کې د متحده ایالاتو د سفارت خانې په لور پيل شوي او ناکامه شوي وو دغه ودانۍ ته نږدې وموندل شول. [فايل]

دا درې ایراني راکټونه چې په بغداد کې د متحده ایالاتو د سفارت خانې په لور پيل شوي او ناکامه شوي وو دغه ودانۍ ته نږدې وموندل شول. [فايل]

د متحده ایالاتو او سعودي عرب بحري او هوایي ځواکونه د دسمبر په ۱۷ مه په خلیج کې په ګډ عملیاتو کې ګډون کوي چې دا د روانو مشقونه یوه برخه ده چې موخه يې په بحر کې د راپورته شويو ګواښونو مخه نيول دي او د تګ راتګ آزادي او د سوداګرۍ آزاد جریان يقيني کول دي. [سينټکام]

د متحده ایالاتو او سعودي عرب بحري او هوایي ځواکونه د دسمبر په ۱۷ مه په خلیج کې په ګډ عملیاتو کې ګډون کوي چې دا د روانو مشقونه یوه برخه ده چې موخه يې په بحر کې د راپورته شويو ګواښونو مخه نيول دي او د تګ راتګ آزادي او د سوداګرۍ آزاد جریان يقيني کول دي. [سينټکام]

د دوو عشرو څخه په زیاته موده کې سلیماني د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک (آی آر جي سي- کيو اېف) مشري وکړه، چې په عراق، سوریه، لبنان، بحرین، یمن او افغانستان کې يې د پراکسي ملیشو سره مالي مرسته کړي، هغوی يې په وسلو سمبال کړي او هغوی ته يې روزنه ورکړې ده.

د هغه مرګ د تهران د عشرو راهيسې اوږد په هغه کمپاین کې يوه مهمه شیبه رامنځته کړه چې په مینځني ختیځ او نورو هيوادونو کې افراطیت او ناکرارۍ ته وده ورکړي.

د هغه له وژلو راهیسې، د ایران رژیم د متحده ایالاتو پروړاندې يو لړ ګواښونه کړې دي.

د تهران لپاره سخت خبرداری

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې د یکشنبې ورځې برید ته په اشارې سره وویل، "د يکشنبې په ورځ په بغداد کې زموږ په سفارت خانې د يو څو راکټونو بريد وشو."

هغه زياته کړه، "اندازه ولګوئ چې دوی له کوم ځای څخه راغلي: ایران."

هغه زیاته کړه، "اوس موږ په عراق کې د امریکایانو پرضد د اضافي حملو په اړه خبرې اورو." ایران ته د روغتیا د دوستانه مشورې وړاندې کولو څخه مخکې: که یو امریکایي ووژل شي، نو زه به ایران مسؤول وګڼم. په دې غور وکړئ."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له مخکې نه تهران ته ګوته نیولې وه، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو مرکزي کمانډ (سینټکام) وویل چې د راکټ حمله "تقريباََ او يقيناََ د ایران په ملاتړ د بدمعاشې ملیشې ډلې لخوا ترسره شوې ده."

سینټکام په یو بیان کې وویل، په داسې حال کې چې دې "د متحده ایالاتو په عمله کې نه څوک ژوبل کړي او نه يې پکې څوک وژلي، خو دغه برید د متحده ایالاتو د سفارت خانې ودانۍ ته زيان رسولی دی، او دا څرګنده ده چې اراده يې د تلفاتو څخه ډډه کول نه و."

په دې راپور کې ويل شوي چې "امریکا به ایران د هر هغه امریکایانو د مرګ لپاره محاسبه کړي چې د ایران د ملاتړو بدمعاشو ملېشو ډلو د کار په پایله کې رامنځته کيږي."

دغه راپور وويل، "ايران د دې ډلو ملاتړ کوي ځکه چې ایران مادي ملاتړ او لارښود دواړه چمتو کوي." "دوی بدمعاشان دي ځکه چې دوی په حقیقت کې د ايران د ګټو لپاره او په داسې لور کار کوي چې د عراقي حاکمیت سره په مستقيمه توګه يوه درغلې ده."

د اشتعال زیاتوالی

د یکشنبې په ورځ په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې ته څېرمه ګڼ شمير راکټونه وچاوديدل.

عیني شاهدانو لږ تر لږه پنځه چاودنې واورېدې، بیا یې د اور غټ اوازونه واوریدل او سرې لمبې يې وليدلې، چې دا يې وښودله چې د متحده ایالاتو د سفارت خانې د سي - رام راکټ دفاعي سیستم فعال کړی شوی و.

عراقي ځواکونو وویل چې دې بریدونو مادي زیان اړولی، خو تلفات یې نه دي اړولي.

په عراق کې د متحده ایالاتو پر ګټو د بریدونو ادعا هغه ډلو کړې چې دواړه امریکایي او عراقي چارواکو په عراق کې د ایران پلوه مشهورو وسله والو ډلو، د کاتب حزب الله په ګډون، لپاره د پوښ په توګه بیان کړي دي.

خو په غیر معمولي اقدام کې، د کاتب حزب الله په ګډون ګڼو ډلو د یکشنبې برید وغندلو.

دغه ملېشو وویل، "په دې وخت کې د (متحده ایالاتو) په سفارت خانې بمي برید يو نامناسب عمل ګڼل کیږي"، په داسې حال کې چې دوی د متحده ایالاتو د سفارت خانې له خوا د سي - رام سیسټم استعمالول هم وغندل.

په سوشل ميډيا باندې په يو پوسټ کې، مشهور عالم او د يوې ملیشې پخوانې مشر مقتدا الصدر وویل چې "هیڅ څوک حق نه لري چې د دولت څخه بهر وسلې استعمال کړي".

په لسګونو راکټونو او د سړک د غاړي بمي چاودنو په تيرو څو مياشتو کې د متحده ایالاتو سفارت خانې او نور بهرني پوځي او سفارتي ځايونه په نښه کړي دي.

د متحده ایالاتو او عراق چارواکو د کاتب حزب الله په ګډون په سخت دریځې ډلې پړه اچولې ده.

د اکتوبر په مياشت کې، دې ډلو د نامعلومه نيټې پورې د اوربند موافقه وکړه، خو د یکشنبې برید دریمه ښکاره سرغړونه ده.

په لومړي بريد کې، د نومبر په ۱۷ مه، د متحده ایالاتو په سفارت خانې او د عراق په مرکزي ښار په مختلفو برخو کې د راکټونو حمله وشوه، چې یوه ځوانه ښځه پکې مړه شوه او پنځه ملکي وګړي پکې ژوبل شول.

د دسمبر په ۱۰ مه، د سړک د غاړې بمي چاودونو هغه دوه کاروانونه په نښه کړل چې د نړیوال ایتلاف لپاره يې لوژیستیکي وسایل لیږدول چې له عراقي سرتیرو سره د داعش پروړاندې په جګړه کې مرسته وکړې.

پوځي اثاثې

د متحده ایالاتو یو ايټمي آبدوز د ځواک په نوي ننداره کې د دوشنبې په ورځ د هرمز تنګي څخه تیر شو. يُو اېس اېس جورجیا په اتو کلونو کې د متحده ایالاتو لومړی ايټمي آبدوز و چې د دغه تنګي څخه تير شو -- چې په ظاهره د ځواک شتون زيات کړي او د متحده ایالاتو هوډ څرګند کړي.

په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د ځواکونو مشر جنرل فرانک مک کینزي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن "چمتو دی چې غبرګون څرګند کړي" که چیرې ایران پر دوی برید وکړي.

د سپتمبر په مياشت کې، د متحده ایالاتو یوه بيړۍ يُو اېس اېس نمټز له دغه تنګي څخه تیره شوه، چې یوه مهمه سمندري لاره ده چې د نړیوالې انرژۍ رسولو لپاره اړینه ده. دا د نومبر له وروستیو راهیسې د خلیج په اوبو کې ګشت کوي.

د دې میاشتې په پیل کې، د متحده ایالاتو د هوایي ځواک بي ۵۲ اېچ سټرېټوفریټریسس جوړې د متحده ایالاتو د نورو هوایي ځواک او سیمه ایز ملګري الوتکې سره په عربی خلیج کې د لنډې خبردارۍ، دوامداره مشن ترسره کړو.

د دسمبر په ۹ مه د ځواک او پیوستون د نندارې نه مخکې د نومبر په ۲۱ مه په سیمه کې د ورته اوږدې فاصلې مشن ترسره شوې و چې د متحده آيالاتو پوځ ګڼ شمېر منسوبينو وويل چې د دې موخه د جارحيت مخه نیول او د متحده ایالاتو د همکارانو او ملاتړو ته ډاډ ورکول وو.

د نهم هوایي ځواک کمانډر لفټيننټ جنرل ګریګ ګیلوټ هغه وخت وویل، د هوایي ځواک د دوو مشنونو موخه "د متحده ایالاتو د هوایي ځواک قوي او متنوع وړتیا روښانه کول و چې په چټکۍ سره چمتو کیدلی شي."

هغه وویل، "د نوښت د ترلاسه کولو، ساتلو او له هغې څخه د ګټې اخیستلو لپاره د جګړې په ډګر کې ځواکونه ځای پر ځای کول، بهر ايستل او په شاوخوا کې په چټکۍ سره ځای پر ځای کول د احتمالي یرغل د مخنيوي لپاره يو مهم عنصر دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500