امنیت

د سلیماني مرګ درې کاله وروسته لاهم د سپاه پاسداران قدس ځواک ځوروي

د بهروز ليرګاني له خوا

د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخواني قوماندان قاسم سلیماني دلته په لبنان کې په ۲۰۱۹ کال کې په اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي. [تابناک]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخواني قوماندان قاسم سلیماني دلته په لبنان کې په ۲۰۱۹ کال کې په اخیستل شوي عکس کې لیدل کیږي. [تابناک]

کارپوهان وايي چې یو ډېر کمزوری ځواک، د سپاه پاسداران قدس ځواک، د دې ځواک د پخواني قوماندان​ قاسم سلیماني​ په دوامداره توګه د مرګ ترټولو مهمه پایله ده چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په مياشت کې د متحده ایالاتو په هوایي برید کې وژل شوی و.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک، چې يو ځل يو پياوړی ځواک و او د ایران د بهرنیو عملیاتو مشري کوي، نفوذ او ځواک ​د سلیماني د ځای ناستي، بریګیډیر جنرل اسماعیل قااني، تر مشرۍ لاندې کمزوری شوی دی​.

د استخباراتو شنونکي ساسان تمغا المشارق ته وویل، تهران نشي کولای قدس ځواک بیا جوړ کړي او يا یې د سلیماني وروسته پیاوړی کړي.

تمغا وویل، د سلیماني ځای ناستي د ایران او عراق د جګړې له پای ته رسیدو راهیسې خپل وخت د افغانستان او پاکستان سره د ایران په پولو کې عملیاتو ته وقف کړی دی، نو د هغه تجربه یوازې د دغو سیمو پورې محدود ده.

کارپوهان وايي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قااني، چې د اپرېل په میاشت کې دلته لیدل شوی، په سیمه کې د خپل مخکیني مشر پوهه او اړیکې نلري. [تسنیم]

کارپوهان وايي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قااني، چې د اپرېل په میاشت کې دلته لیدل شوی، په سیمه کې د خپل مخکیني مشر پوهه او اړیکې نلري. [تسنیم]

په منځني ختیځ کې د قدس ځواک نفوذ له سیمې سره د قااني لږ آشنایت یوازې تر سوریې پورې محدود دی، چې زیاتره يې د فاطمیون ډويژن په جوړولو کې د خپلې ښکېلتیا له لارې ترلاسه کړی دی. فاطميون ډويژن په ایران کې په افغان کډوالو باندې مشتمل دی.

ياده پراکسي ډله په سوریه کې د سوریې د رژیم ترڅنګ د جګړې لپاره ځای پر ځای شوې ده.

د معني خيز لاسته راوړنو نشتوالی

تمغا وویل، د قااني انتخاب، چې په مستقيمه توګه يې د سلیماني تر مشرۍ لاندې د هغه د ځای ناستي په توګه دنده ترسره کوله، پدې معنی ده چې رژیم په ورته لاره دوام لري.

خو د دواړو تر منځ بنيادي اختلافاتو دغه اراده شنډه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران د رژیم پروپيګنډه د سپاه پاسداران د قدس ځواک د "نويو بریاوو" ستاينه کوي، خو دا خورا څرګنده ده چې د سلیماني مرګ د رژیم بنسټونه ولړزول.

که څه هم د سلیماني له مرګ وروسته په ټولیزه توګه د رژیم پالیسي نه ده بدله شوې، خو د هغه ځای ناستی ونه توانیدو چې په هماغه ډول فعاليت وکړي لکه څنګه چې سلیماني رهبري کړې وه او نفوذ يې لرلو.

په کرمان کې مېشت سیاسي شنونکي فرامرز ایراني وویل، قااني نه دی توانیدلی چې د هغه اړيکو څخه ګټه ترلاسه کړي چې سلیماني جوړې کړې وې.

ایراني وویل، په درېو کلونو کې چې هغه د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشري په غاړه لري، هغه هېڅ د پام وړ لاسته راوړنه یا ریښتینې بریا نده ترلاسه کړې. په عېن حال کې، هغه په سیمه کې د اړیکو د جوړولو لپاره د سلیماني په څیر وړتیا نلري.

هغه وويل، "سلیماني د سیمې شخصیتونه، په ځانګړې توګه عراقیان، ښه پیژندل. هغه له ډېرو سختو افراطي ډلو، دواړه شیعه او سني، سره اړیکې لرلې او د وخت په تېرېدو سره یې د دوی ترمنځ اعتبار ترلاسه کړی و."

هغه یادونه وکړه، "سلیماني دا توان لرلو چې ياده ډلې تر خپل نفوذ لاندې راولي. البته، دا نفوذ د دوی سره د اوږدې مودې د همکارۍ له امله و."

"قااني داسې څه مخينه نلري."

د اختلافاتو زیاتېدل

په تېرو دوو کلونو کې بغداد ته د قااني هېڅ سفر هم د کتونکو له خوا بریالی ندی بلل شوی.

په تېر ژمي کې عراق ته په خپل سفر کې، او همدارنګه د جون په میاشت کې بغداد ته په خپل "پټ" سفر کې، قااني په دې کې پاتې راغی چې پراکسي ملېشې قانع کړي چې د عراق په پوځي اډو د توغندیو ډزې بندې کړي.

په همدې توګه، هغه ونه توانیدو چې عراقي شیعه ملېشې يو ځای کړي او یا یې وهڅوي چې د عراق د حکومت په وړاندې خپل چلند بدل کړي.

ډېر کارپوهان وایي، ملېشو لکه سید الشهداء، عصائب اهل الحق، کتائب حزب الله او ورسره تړلو ملېشو په تېر کال کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک امر ندی منلی.

د دې ډلو تر منځ اختلافات رامنځته شوي، کوم چې کولی شي وروسته د سپاه پاسداران د قدس ځواک په واکمنۍ اغیزه وکړي.

څارونکي وايي، د اسلامي جمهوریت مخالف ځواکونه باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د تخریب تجزيه وکړي.

که څه هم د ایران زیاتره پروپيګنډه د قااني پر وړتیاوو تمرکز کوي، خو د رژیم ګڼ شمېر چارواکي په ښکاره ډول دې نتیجې ته رسیدلي چې هغه نشي کولی په اوسنیو چيلنجونو کې بریالی شي.

تمغا وویل، لویدیځ باید پدې تکيه ونکړي چې د سپاه پاسداران قدس ځواک بیا نشي جوړیدی.

هغه وویل، "لویدیځ باید د اسلامي جمهوریت په وړاندې د قدرت له موقف څخه عمل وکړي ځکه چې دا یوازینی منطق دی چې د ایران د رژیم چارواکي پرې پوهیږي."

تمغا وویل، "که د اسلامي جمهوریت په وړاندې لږه کمزوري هم وښودل شي، نو رژیم به یې د خپل دریځ د ټینګولو لپاره استعمال کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500