امنیت

په هرمز تنګي کې د سپاه پاسدارانو یرغل په دوامداره توګه د تېلو د اکمالاتو لړۍ ګواښي

د پاکستان فارورډ لخوا

د سپاه پاسداران سمندري کښتۍ په خلیج کې د توغندیو د ویشتلو مشق کوي. [سید شهاب الدین واجدي]

د سپاه پاسداران سمندري کښتۍ په خلیج کې د توغندیو د ویشتلو مشق کوي. [سید شهاب الدین واجدي]

د ایران رژیم د هرمز په تنګي کې، چې د نړۍ له مصروفو اوبو د لارو څخه یوه ده، د تېلو کښتیو ته د "خطرناکو" پارونکو او "د سمندري غلا د اقداماتو" سره په دوامدارته توګه ګواښ کوي.

د امریکا مرکزي قوماندې (سينټکوم) په یو بیان کې وویل، د دسمبر په پېل کې، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) سمندري ګشت کونکي کښتۍ په هرمز تنګي کې "په غیر خوندي او غیر مسلکي ډول" د متحده ایالاتو سمندري کښتیو سره اړیکه ونیوله.

دغه کښتۍ د دسمبر په ۵مه د سمندري اډې پلیټ فارم کښتۍ USS Lewis B. Puller او لارښود توغندي ویجاړونکي USS The Sullivans ته نږدې شوه کله چې دوی په نړېوالو اوبو کې د معمول ګشت کولو.

په دغه بیان کې ویل شوي چې "ایراني کښتۍ هڅه وکړه چې د یو څراغ په روښانه کولو سره پُل پټ کړي او د متحده ایالاتو بېړۍ څخه ۱۵۰ ګزه [۱۳۷ متره] لرې، په خطرناک ډول نږدې او په ځانګړي توګه د شپې، تېره شوه."

ایراني عسکر د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۳۰مه په هرمز تنګي کې. [عطا کینیر/ای اېف پي]

ایراني عسکر د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۳۰مه په هرمز تنګي کې. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د می په ۲۸مه اخیستل شوی عکس د یمن د سور بحر په بندر الحدیده کې لنګرځای ښیي. [ای اېف پي]

د می په ۲۸مه اخیستل شوی عکس د یمن د سور بحر په بندر الحدیده کې لنګرځای ښیي. [ای اېف پي]

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو دوو کښتیو د غږيز اخطارونو او غیر وژونکي لیزرونو سره وضعیت کنټرول کړو، سينټکوم خبرداری ورکړو چې د ایران د سمندري ځواکونو اقداماتو "د مسلکي او خوندي سمندري چلند نړېوال معیارونه سرغړونه وکړه، او د غلطې اندازې او ټکر خطر يې زیات کړو".

د سينټکوم ویاند کرنل جو بوکینو وویل، "په نړېوالو اوبو کې دا خطرناک عمل په ټول منځني ختیځ کې د ایران د بې ثباته کولو فعالیت په ګوته کوي."

امریکايي چارواکو وویل، څو ورځې وړاندې، د دسمبر په لومړۍ نېټه، USS Lewis B. Puller د سمندري قاچاق په يوه مهمه لاره کې چې تهران ترې کار اخلي د کب نیولو له یوې بېړۍ څخه یمن ته د ۵۰ ټنو وسلو د بار مخه ونيوله.

په دغه کارګو کې د راکټونو لپاره د مهماتو ګولۍ، فیوزونه او بارود شامل وو. په بحرین کې مېشته د متحده ایالاتو پنځمې بیړۍ په یو بیان کې وویل چې Puller په دغه لاره کې په یوې میاشت کې په "دویم ځل خورا زياتې غیرقانوني وسلې" ونيولې.

د متحده آيالاتو د پنځمې بېړۍ قوماندان مرستیال اډمیرل براډ کوپر وویل، "دا د پام وړ عمل په ښکاره ډول ښيي چې د ایران د غیر قانوني وژونکو مرستو انتقال او بې ثباته کوونکی چلند دوام لري."

"د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه په سیمه کې د خطرناک او غیر مسؤل سمندري فعالیتونو په مخنیوي او ګډوډولو تمرکز کوي."

د نومبر په ۱۵مه، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو وویل چې دوی د ایران څخه حوثیانو ته "د چاودیدونکو توکو" د ليږدولو لپاره یوه کښتۍ ودروله چې د درجنونو بالستیک راکټونو لپاره پکې کافي بارود موجود ول.

د تېلو مهمې لارې

د انرژۍ په نړېوال بحران کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله رامنځته شوی، د هرمز تنګی -- يوه داسې تنګه لاره چې د نړۍ د تېلو د تولید پنځمه برخه ترې تېرېږي -- نوره هم خطرناکه شوې ده.

دا تنګی ایران او عمان د يو بل نه جدا کوي، چې د عرب خلیج د عمان خلیج او بحيره عرب سره نښلوي.

له سعودي عرب، ایران، متحده عرب اماراتو، کویت او عراق څخه صادر شوي ډېر خام تېل د اوبو له لارې لیږدول کیږي.

ایران په وروستیو کلونو کې څو ځله د ستراتیژیکو اوبو د بندولو ګواښ کړی دی.

د عمان د ستراتیژۍ شنونکی عبدالرحمان الخاطري له ورته ګواښ وروسته په ۲۰۱۹ کال کې المشارق ته وویل، که ایران په خپل تر ټولو تنګه نقطه (نږدې ۳.۲ کیلومتره پراخه) کې د تنګي د تړلو په اړه خپل ګواښونه عملي کړي، "نو احتمالي وضعيت به په بشپړ ډول خطرناک وي، او سیمه به په یوې نه ختمیدونکې جګړه کې ډوبه شي".

هغه وویل، "د تېلو بیې به په نړېواله کچه د کمښت له امله لږ تر لږه ٪۲۰ لوړې شي." هغه یادونه وکړه چې ایران "د دې خطرونو څخه ښه خبر دی".

واشنګټن په پرله پسې ډول پر سپاه پاسدارانو تور لګولی چې په ياد تنګي کې یې د سمندري تګ راتګ مخه نیولې ده.

د جون په میاشت کې، د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یوه جنګي بیړۍ مجبوره شوه او د سپاه پاسدارانو د سرعت کښتۍ ته يې خبرداری ورکړو چې د راپور له مخې په مستقیم ډول په هرمز تنګي کې د هغې خوا ته راروانه وه.

د یوې ګهنټې په اوږده پېښه کې، ياده کښتۍ د دې میاشتې د پېښې په پرتله يو بل ته د ۴۵ متره فاصله کې دننه نژدې شوې.

د می په میاشت کې، سپاه پاسداران په خلیج کې د یونان بیرغ لرونکي دوه تېل وړونکي ټانکرونو ته وختل او ويې نیول.

یونان د تهران لخوا د دوو کښتیو نیول وغندل او ويې ويل چې دا "د سمندري غلا د اعمالو په څېر" کار دی.

د اپرېل په میاشت کې، درې ایراني کښتۍ او د متحده ایالاتو ساحل ساتونکي او سمندري کښتۍ د ګهنټو لپاره د سخت وضعيت سره مخ شول کله چې د متحده ایالاتو کښتۍ د عرب خلیج څخه د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران سمندري ځواکونو د جنوبي کوریا د تېلو کښتۍ هانکوک چیمي هغه وخت ونيوله کله چې دا د هرمز تنګي څخه تېرېده. دغه ټانکر په داسې حال کې ونیول شو کله چې ایران د سویلي کوریا په بانکونو کې د ايران د کنګل شوېو پیسو د ورکولو غوښتنه کړې وه، او دغه پېسې څلور میاشتې وروسته خوشې شوې.

سیمه ایز تاوتریخوالی

ایران هم د سیمه ییزو تاوتریخوالو دوامدار سرچینه ده، ځکه چې دا په منځني ختیځ کې د اورپکو ملاتړ کوي، د نړېوالو بندیزونو څخه سرغړونه کوي او اوس د روسیې او په اوکراین کې د هغې له جګړې سره یوځای کیږي.

د نومبر په ۲۱مه، د یمن ایران پلوه حوثي یاغیانو لږ تر لږه د یوې وسلې لرونکي بې پیلوټه الوتکې سره برید وکړو چې د راپورونو له مخې د المکلا صوبې ختیځ ته د حضرموت صوبې په ختیځ کې يې آش شهر ته نږدې د تېلو یو ټرمینل الظهبه ته نږدې یوه کښتۍ په نښه کړه.

د نومبر په ۹مه، ملېشو د تېلو په یو ټانکر برید وکړو کله چې دا د حضرموت ختیځ ته د شبوا په سویلي صوبه کینا بندر کې ولاړ و.

او د اکتوبر په ۲۱مه، حوثیانو د الظهبه په بندر د دوو بې پیلوټه الوتکو سره برید وکړو، چې دا له هغه وخت راهيسې لومړی برید و کله چې د اکتوبر په ۲مه د ملېشو او مشروع حکومت ترمینځ اوربند پای ته ورسیدو.

په یمن کې د متحده ایالاتو سفیر سټیون فاګین د نومبر په ۲۱مه په حوثیانو غږ وکړو چې "د خبرو اترو میز ته راشي، ویجاړونکې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د هراړخیز سیاسي جوړجاړي په ترلاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي".

هغه وویل، د یمن په بندرونو باندې د حوثیانو بریدونه به یوازې د یمن خلکو ته د تېلو د کمي سره زیان ورسوي. هغه د ایران په ملاتړ په ډلو غږ وکړو چې نړېوال سمندري سوداګرۍ ته د ګواښ کولو څخه ډډه وکړي.

حتی په داسې حال کې چې ناټو په اوکراین باندې د روسیې د بې پیلوټه یرغل مخالفت کوي، غړي هېوادونه -- د متحده ایالاتو په ګډون -- په ستراتیژیکو سیمو لکه بحيره عرب کې، شتون لري.

بحيره عرب، چې د سور سمندر او د بحيره هند تر منځ پروت دی، د اوبو لاره ده چې ټولې ایراني کښتۍ د نړۍ بندرونو ته د رسیدو لپاره ترې تېرېږي، او د بیجینګ "د ملغلرو تار" -- چې یوه ستراتیژي ده چې د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې له لارې د افریقې ښکر سره د چین اصلي ټاټوبی نښلوي -- کې یوه کلیدي اړیکه ده.

په عین حال کې، روسیه د اوکراین په مرکزي ښار، کییف، او نورو مهمو ځایونو باندې د بريد لپاره د ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي.

دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول کله چې د ایراني بې پیلوټه الوتکو په عرضه کونکو باندې نوي بندیزونه ولګول شول او خبرداری ورکړل شو چې ایران او روسیه "په بشپړه توګه دفاعي ملګرتیا" ته ننوځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500