امنیت

په خلیج کې د کښتیو په وړاندې د ایران زیاتیدونکي ځورونې متحدین هڅوي چې نور ځواکونه واستوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د سپاه پاسداران سمندري کښتۍ د برتانیا بیرغ لرونکي ټېنکر سټینا امپیرو په شاوخوا کې ګشت کوي کله چې دا د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۱ مه د ايران د بندر عباس په بندري ښار کې ودرېده. [حسن شیرواني/میزان خبري اژانس/ای اېف پي]

د سپاه پاسداران سمندري کښتۍ د برتانیا بیرغ لرونکي ټېنکر سټینا امپیرو په شاوخوا کې ګشت کوي کله چې دا د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۱ مه د ايران د بندر عباس په بندري ښار کې ودرېده. [حسن شیرواني/میزان خبري اژانس/ای اېف پي]

په سیمه کې د نړېوالو او سیمه ایزو ځواکونو سره په همغږۍ، متحده ایالات د ایران لخوا د سوداګریزو کښتیو د وروستیو، غیرقانوني نیولو وروسته په هرمز تنګي او د دې په شاوخوا کې د کښتیو او الوتکو ګشت زیاتوي.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پنځمه بېړۍ، چې په بحرین کې مېشته ده، په یو بیان کې وویل چې دا د متحدینو او شریکانو سره په خلیج کې د تنګې لارې د ساتنې لپاره کار کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د مۍ په ۱۲مه خبریالانو ته وویل، "موږ د هغو سوداګریزو کښتیو په وړاندې پرله پسې ایراني ګواښونه، د وسلو نیول او بریدونه لیدلي دي کوم چې په نړېوالو اوبو او د سیمې په ستراتیژیکو اوبو کې د خپل سمندري حق او ازادۍ څخه کار اخلي."

هغه وویل، "متحده ایالات به بهرنیو یا سیمه ییزو قدرتونو ته اجازه ورنکړي چې د هرمز تنګي په ګډون د منځني ختیځ د اوبو د لارې د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخ کړي."

دا عکس چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱مه اخېستل شوی يو ټېنکر ښيي چې د ایران په سویل کې د بندر عباس د خلیج په بندر کې د ایران د سمندري ځواکونو له خوا نیول شوی. [ايرنا/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱مه اخېستل شوی يو ټېنکر ښيي چې د ایران په سویل کې د بندر عباس د خلیج په بندر کې د ایران د سمندري ځواکونو له خوا نیول شوی. [ايرنا/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندې (نېوسنټ) او د هند په بحر (ال انډين) کې ځای پرځای شوي د فرانسوي ځواکونو قوماندانانو د مۍ په ۱۳مه د نويو ګشتونو او تاکتیکونو په اړه بحث وکړو.

ایران په یوه هفته کې دوه کښتۍ ونیولې

اسوشیټیډ پریس (ای پي) د مۍ په ۷مه راپور ورکړو چې د تېلو دوه ټېنکرونه چې په دې وروستیو کې د ایران لخوا نیول شوي د هرمز تنګي د یو مهم بندري ښار په ساحل کې ولاړ دي.

د پلانټ ليبز پي بي سي څخه د سيټلايټ عکسونو د مۍ په ۶مه اډوانټېج سويټ او نيووي وښودل، چې د ایران په هرمزګان صوبه کې د بندر عباس په سویل کې یوې سمندري اډې ته نږدې ولاړ ول.

د ایران سمندري ځواکونو د اپرېل په ۲۷مه د مارشال ټاپو بیرغ لرونکی اډوانټېج سویټ، چې کويتي خام تېل يې وړل، هغه وخت ونيولو کله چې يې د عمان په خلیج کې سفر کولو.

د نیول کېدو لامل څرګند نه دی، خو یو امریکايي چارواکي المانیټر ته وویل چې د ایران دغه اقدام ممکن د سویز راجان له قضیې سره تړاو ولري، چې د راپورونو له مخې یوه بله مارشل ټاپو بیرغ لرونکې تېل وړونکې بېړۍ ده چې د متحده آيالاتو تر پلټنو لاندې ده.

رسنیو وویل، سویز راجان د امریکا د عدلیې وزارت تر پلټنو لاندې ده چې د چین په جنوبي سمندر کې د ایراني تېلو د لېږدولو په تور تورنه ده.

د سيټلايټ عکسونو یوه بله کښتۍ ، نيووي، چې د پاناما بیرغ لرونکی ټېنکر دی، وښودله چې د مۍ په ۳مه په هرمز تنګي کې د سپاه پاسدارانو (آی آر جي سي) لخوا نیول شوی و.

د امریکا سمندري ځواکونو وویل، دغه ټېنکر له دوبۍ څخه د اماراتو د فجیره بندر په لور روان و چې د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو ودروو.

په دغه بيان کې ویل شوي، "د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو وروسته د تېلو ټېنکر دې ته اړ کړو چې لاره بدله کړي او د بندر عباس له سواحلو څخه لرې د ایران د ځمکنیو اوبو په لور روان شي."

پداسې حال کې چې هېڅ کارګو يې نه لیږدول، د S&P ګلوبل مارکیټ استخباراتي معلوماتو، چې د ای پي لخوا لیدل شوي، وښودل چې نیووي په جولای ۲۰۲۰ کال کې له یوې کښتۍ څخه تېل ترلاسه کړل چې په هغه وخت کې د عمان پرايډ په نوم پیژندل کېده.

د متحده ایالاتو خزانې د لایبریا بیرغ لرونکی د خام تېلو ټېنکر عمان پرايډ باندې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې "د تېلو د قاچاق په نړېواله شبکه کې د ښکېلتیا" له امله بندیز ولګوو چې د ایران سره د تېلو صادراتو باندې د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته کوي.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د اپرېل په ۲۷مه په یو بیان کې وویل، "د ایران لخوا د بېړیو پرله پسې ځورونه او په سیمه ییزو اوبو کې د بېړیو په حقونو کې لاسوهنه د سمندري امنیت او نړېوال اقتصاد لپاره يو ګواښ دی."

د ځورونې اوږد تاریخ

وروستۍ نیونې ​د نړېوالو بیرغ لرونکو سوداګریزو کښتیو د ځورولو، په نښه کولو او لاسوهنې د ايران په اوږد تاريخ کې يوه وروستۍ پېښه ده​.

په ډېرو داسې مواردو کې، ایران کښتۍ او د دوی عمله نیسي ترڅو له لویدیځ سره د خبرو اترو لپاره د وسيلې په توګه وکارول شي.

ډېر وروستي مثالونه د دې لاسوهنې تاکتیکونو ته اشاره کوي.

د نومبر په میاشت کې، ایران دوه یوناني تېل وړونکي ټېنکرونه خوشې کړل چې د مۍ په میاشت کې یې په خلیج کې نیولي ول، چې په پايله کې يې د یوې میاشتې اوږد سفارتي کړکېچ پای ته ورسوو چې د اېتنز او تهران ترمنځ اړیکې یې خرابې کړې وې.

پروډنټ واریر او ډیلټا پوسایډون هر یو شاوخوا یو ملیونه بېرله تېل لېږدول کله چې دوی لږ ورسته له هغې ونيول شول کله چې تهران خبرداری ورکړو چې دا به د یونان ساحل ته څېرمه د متحده ایالاتو لخوا د ایراني تېلو د ضبطولو په اړه د اېتنز پروړاندې "جزايي اقدام" وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران سمندري ځواکونو د جنوبي کوریا د تېلو کښتۍ هانکوک چیمي هغه وخت ونيوله کله چې دا د هرمز تنګي څخه تېرېده. دغه ټېنکر په داسې حال کې ونیول شو کله چې ایران د سویلي کوریا په بېنکونو کې د ايران د کنګل شوېو پیسو د جاري کولو غوښتنه وکړه.

ياده کښتۍ څلور میاشتې وروسته خوشې شوه.

د ۲۰۲۰۱ کال په اګست کې، شکمنو ایران پلوه ځواکونو هڅه وکړه چې د اېم وي اسفالټ پرنسس ټېنکر وتښتوي، په کښتۍ کې سپاره شول او ورته يې امر وکړو چې ايران ته سفر وکړي. شکمن کسان هغه مهال له کښتۍ څخه ووتل کله چې د متحده ایالاتو او د عمان کښتۍ راورسیدې.

د USNI نيوز له مخې، د هغه کال په وروستیو کې، د سپاه پاسدران سمندري ځواکونو د عمان په خلیج کې د ویتنامي بیرغ لرونکي تېلو ټېنکر اېم/وي سوتيس کنټرول ترلاسه کړو، په بندر عباس کې یې د خامو تېلو کارګو خالي کړو، مخکې له دې چې دوه هفتې وروسته يې بېرته په بحر کې خوشی کړو.

د پېښې وروسته، ټېنکر ټریکرز -- چې د ټېنکرونو د تعقیب یوه نړېواله ویب پاڼه ده -- د جون ۲۰۲۱ څخه د سوتیس یوه لاره خپره کړه چې دغه ټېنکر پرې د اېم/وي عمان پرایډ څخه ۷۰۰۰۰۰ بیرله کارګو وړی و.

د تعقيبي ویب پاڼې په وینا، ياد ټېنکر د اګست په میاشت کې په چین کې د تېلو کوزولو هڅه وکړه، خو د بندیزونو له امله بېرته ایران ته واستول شو.

دغه ويب پاڼه دې نتيجې ته ورسیده چې سوتیس بېرته ایران ته لاړو ترڅو د پلور لپاره بيا هڅه وکړي.

'خفيه کښتۍ'

د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې د تېلو ټينکر ګلف سکايي د متحده عرب اماراتو په اوبو کې د خپل هندي عملې سره ورک شو.

د بي بي سي په وینا، بله میاشت، دا په ایران کې راښکاره شو، چېرې چې وروسته دا ګمان کېدو چې د يوې "خفيه کښتۍ" په توګه يې کار کولو -- چې د بندیزونو په سرغړونې کې يې د رژیم سره د تیلو په ليږدولو کې مرسته کوله."

ریکارډونه ښیي چې د ګلف سکايي ټرانسپانډر د برمته کېدو وروسته د هفتو لپاره بند شوی و. د ۲۰۲۰ کال د اګست په وروستیو کې، کله چې دا په لومړي ځل فعال شو، نو دغه کښتۍ د ایران د سویل له ساحل څخه تېریدله.

بي بي سي وویل، له هغه وخت راهیسې نه يوازې د ګلف سکایي نوم په ریما بدل شوی بلکې ملکيت یې هم بدل شوی او اوس په تهران کې د کان کیندنې د شرکت، مشتاغ تجرات سنت (اېم ټي اېس)، ملکیت دی.

د اېم ټي اېس ډايريکټر عامر دیانت، د سپاه پاسداران د قدس ځواک د لوړ پوړو چارواکو د اوږدې مودې ملګری دی، او د متحده ایالاتو خزانې پرې د ۲۰۲۰ کال په مۍ کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک سره د عوایدو په تولید او بهر ته د وسلو په قاچاق کې د مرستې له کبله بندیز لګولی و.

د ۲۰۱۹ کال د جولای په مياشت کې، سپاه پاسداران د برتانیې بیرغ لرونکی ټېنکر سټینا امپیرو له خپلو ۲۳ عملې د غړو سره په هرمز تنګي کې ونیولو.

دا د تېلو ټېنکر دوه میاشتې د ایران په بندر عباس کې بندي و او یوازې د نړېوالو فشارونو څخه وروسته خوشی شو.

د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په میاشت کې، ایران مارسک ټيګريس بېړۍ په داسې حال کې ونیوله چې د هرمز په تنګي کې یې سفر کولو. دغه نیونه د یوې حقوقي شخړې له امله ده چې ایران وویل چې هېڅ سیاسي پایلې نه لري.

د دې ادعاوو سربېره، په کومه طریقه چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو کښتۍ ونیوله، د کښتيو په نړېواله لاره کې یې محاصره کړه او د هغې د کمان په اوږدو کې یې ډزې وکړې، ډیرې پوښتنې رامنځته کړې.

دغه سوداګریزه کښتۍ یوه هفته وروسته خوشې شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500