امنیت

د ایران د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د نړېوالو کښتیو د لارو لپاره يو لوی ګواښ دی

د پاکستان فارورډ له خوا

یو ایرانی عسکر بې پیلوټه الوتکه په وسلو سمبالوي. [ايرنا]

یو ایرانی عسکر بې پیلوټه الوتکه په وسلو سمبالوي. [ايرنا]

څارونکي وايي، د دې میاشتې په پېل کې په عرب سمندر کې د اسرایلو د تېلو په یو ټېنکر د بې پیلوټه الوتکې برید په سیمه کې د بېړيو د تګ راتګ په وړاندې د تهران په ګواښونکو اقداماتو کې زیاتوالی ښيي.

د کښتۍ چلونکي ایلټسن د فبرورۍ په ۱۷مه په یو بیان کې وویل، د لایبریا بیرغ لرونکی کیمپو سکوير د فبرورۍ په ۱۰مه د هند او عمان له سواحلو څخه ۳۰۰ ناټیکل ميله لرې د يو هوايي څيز لخوا د تګ پرمهال وویشتل شو.

دغه کمپنۍ وويل، ياد ټېنکر، چې د یو اسراییلي ارب پتي ملکیت دی، لږ زيان ترلاسه کړو، خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د متحده آيالاتو د پوځ یوې سرچینې وویل چې په دې برید کې د شاهد-۱۳۶ بې پیلوټه الوتکه هم شامله وه، چې​​د ایران بې پیلوټه الوتکې (يو ای ويز) دي چې روسیه يې د اوکراین په اشغال کې استعمالوي​​.

د اکتوبر په ۳۱مه اخېستل شوی دغه انځور د ایران په سویل کې د بندر عباس د خلیج په بندر کې د ایران د سمندري ځواکونو له خوا نیول شوی د تېلو ټېنکر ښيي. [ايرنا/ای اېف پي]

د اکتوبر په ۳۱مه اخېستل شوی دغه انځور د ایران په سویل کې د بندر عباس د خلیج په بندر کې د ایران د سمندري ځواکونو له خوا نیول شوی د تېلو ټېنکر ښيي. [ايرنا/ای اېف پي]

د سپاه پاسداران سمندري کښتۍ په خلیج کې د توغندیو د ویشتلو مشق کوي. [سید شهاب الدین واجدي]

د سپاه پاسداران سمندري کښتۍ په خلیج کې د توغندیو د ویشتلو مشق کوي. [سید شهاب الدین واجدي]

د تېر نومبر په میاشت کې ورته بې پیلوټه الوتکې د عمان په ساحل کې د اسرايلي شرکت يو ټېنکر په نښه کړو چې ګيس او تېل يې لیږدول.

د متحده آيالاتو مرکزي کمانډ (سېنټکوم) کمانډر جنرل مایکل "ایرک" کوریلا وویل چې "په دې مهم سمندري تنګي کې په ملکي کښتۍ برید یو ځل بیا په سیمه کې د ایران د ناوړه فعالیتونو بې ثباته کوونکی ماهیت په ګوته کوي".

کره شواهد دا هم ثابتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې​ د عمان په ساحل کې په عرب سمندر کې په مرسر سټریټ ټېنکر په ډرون برید کې ايران لاس لري​.

دا ډول بریدونه، معمولاً د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) لخوا ترسره کیږي، د خلیج په اوبو کې لویه ګډوډي رامنځته کوي چې د نړۍ د انرژۍ د رسد يوه لویه لاره ده.

د دوبۍ د پولیسو د مخدره موادو ضد ادارې پخواني افسر رشید محمد المري وویل، په ستراتیژیکو اوبو لکه د خلیج د اوبو په لارو کې په نړېوالو بېړیو بریدونه پراخې پایلې لري.

هغه المشارق ته وویل، دا اوبه نه یوازې د خلیج او عرب سیمې بلکې د ټولې نړۍ لپاره په ستراتیژیکي توګه اهمیت لري، ځکه چې دا د نړېوالې سوداګرۍ لپاره مهمې لارې ګرځیدلي دي.

د متحده آيالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کمانډر وايس ايډمرل براډ کوپر د فبرورۍ په ۲۱مه وویل، د منځني ختیځ او د سیمې په نورو ځایونو کې د ایراني بریدونو "د هرچا پام ځانته اړولی دی"، پداسې حال کې چې د تهران د اټومي پروګرام د پرمختګ په سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د ایران د بې ثباته کوونکو اقداماتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي ځکه چې تهران د وسلو کچې ته نږدې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي او د راپورونو له مخې د څو اټومي بمونو لپاره کافي فسایل مواد لري.

د فبرورۍ په ۱۹مه، بلومبرګ نیوز راپور ورکړو چې د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې (IAEA) پلټونکو د ایران په بډایه کولو تاسیساتو کې د ٪۸۴ پورې بډايه شوي خالص یورانیم ذرې موندلي چې د اټومي بم جوړولو لپاره اړین ٪۹۰ حد ته نږدې دي.

کوپر اسوسیټیډ پریس ته وویل چې هغه په بحرین کې د پنځمې بیړۍ د مشرۍ په جریان کې په سیمه کې د ایران په "ناوړه فعالیتونو" زیاتوالی لیدلی دی.

کوپر د ابوظبي د نړېوال دفاعي نندارتون او کانفرانس په څنډه کې وویل، "موږ د خپلو همکاریو په پراخولو تمرکز کوو." "لنډ ځواب دا دی چې د ایران کړنو د هر چا پام ځانته اړولی دی."

ډرونونه مسله نده ځکه چې د سپاه پاسداران سمندري ګشتونه هم په منظم ډول د هرمز په تنګي کې د تېلو کښتیو ته ګواښ کوي او په سیمه کې د بهرنیو پوځي کښتیو سره په نامناسب او غیر مسلکي ډول چلند کوي.

ډرونونه او پراکسۍ

پنځمه بېړۍ په هرمز تنګي کې ګشت کوي، چې له دې لارې د نړۍ د تېلو د تولید پنځمه برخه لیږدول کيږي. د دې سیمه هم د سور سمندر څخه د سویز کانال او د یمن د باب المندب تنګي پورې غزیدلی ده.

د اسوسیټیډ پریس په وينا، د کوپر تر کمانډ لاندې، پنځمې بېړۍ په دې اوبو کې د ګشت لپاره د ډرونونو او مصنوعي استخباراتو کارول په لويه کچه پراخه کړل.

د ایران لخوا تولید شوي او ليږدول شوي ډرونونه په سیمه کې په هغه هېوادونو کې زيات شوي چې د ایران په ملاتړ ملېشې لري.

د وروستیو راپورونو له مخې، د لبنان د حزب الله متخصصین د افغانستان د فاطمیون ډويژن غړو ته د سوریې په بادیا (ختيځ صحرا) کې، چې پالمیرا ته نږدې ده، د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه روزنه ورکوي.

په یمن کې، د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو په ډېرو موقعو د ایران بې پیلوټه الوتکې استعمال کړي دي ترڅو په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې تاسیسات په نښه کړي.

په عراق کې، د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو له کلونو راهیسې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې په عرب خلیج کې د بهرنيو پوځي اډو او هدفونو په نښه کولو لپاره استعمال کړي دي.

د سعودي عرب پوځي شنونکي منصور الشهري وویل، "ایراني ډرونونه یو لوی خطر دی چې باید ورسره مقابله وشي."

هغه المشارق ته وویل، "د ایران پلانونه د وړاندوینې وړ نه دي ... او سیاستونه یې ناسم دي او یوازې د تهران او سپاه پاسداران د پاليسو د پلي کولو لپاره دي."

هغه وویل، "د دې یوه ښکاره بیلګه د خلیج په هېوادونو د برید لپاره یا د عرب سمندر په سیمه کې د کښتیو د ګواښلو لپاره د [ایران] لخوا په خپلسري ډول د بې پیلوټه الوتکو کارول دي."

​ولید ابو الخیر له قاهرې څخه پدې راپور کې مرسته کړې.​

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500