امنیت

د ایران د تېلو ټېنکر وروستي نیول د غیرقانوني سمندري عملیاتو تاریخ تعقیبوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د سپاه پاسداران کښتۍ په ۲۰۲۱ کال کې د نیول شوي ټېنکر ساتنه کوي. [تسنيم نيوز/ای اېف پي]

د سپاه پاسداران کښتۍ په ۲۰۲۱ کال کې د نیول شوي ټېنکر ساتنه کوي. [تسنيم نيوز/ای اېف پي]

دوبۍ -- تېره هفته د عمان په خلیج کې د ايران لخوا د متحده ایالاتو د مارشل ټاپو ټېنکر نیول ​یوه ورته لاره تعقیبوي​، پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سمندري ځواکونه د ایران "د کښتیو دوامداره ځورونې" باندې نيوکه وکړه.

د ايران له مخې، دغه ټېنکر د عمان په خلیج کې په نړېوالو اوبو کې سفر کولو کله چې يې د یوې ایراني کښتۍ سره ټکر وکړو.

په بحرېن کې مېشت د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پنځمې بېړۍ په یو بیان کې وویل، "د ایران حکومت باید سمدلاسه د تېلو ټېنکر خوشی کړي." دا د وضعیت څارنه کوي.

په دغه بيان کې ويل شوي، "د ایران کړنې د نړېوالو قوانینو خلاف دي او د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي."

يو سکرین شاټ د ایران سمندري ځواکونه ښیي کله چې دوی د اپرېل په ۲۷مه د عمان په خلیج کې د اډوانټيج سویټ تېلو ټېنکر د نیولو لپاره عملیات پېل کړل، وروسته له هغې کله چې دې د ایران له یوې کښتۍ سره ټکر وکړو. [آی آر آی بي/ای اېف پي]

يو سکرین شاټ د ایران سمندري ځواکونه ښیي کله چې دوی د اپرېل په ۲۷مه د عمان په خلیج کې د اډوانټيج سویټ تېلو ټېنکر د نیولو لپاره عملیات پېل کړل، وروسته له هغې کله چې دې د ایران له یوې کښتۍ سره ټکر وکړو. [آی آر آی بي/ای اېف پي]

يوه نقشه د عمان خلیج ښیي، چېرې چې د اپرېل په ۲۷مه د ایران د سمندري ځواکونو لخوا د مارشل ټاپو د تېلو ټېنکر ونیول شو. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک/ای اېف پي]

يوه نقشه د عمان خلیج ښیي، چېرې چې د اپرېل په ۲۷مه د ایران د سمندري ځواکونو لخوا د مارشل ټاپو د تېلو ټېنکر ونیول شو. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک/ای اېف پي]

"د ایران لخوا د بېړیو پرله پسې ځورونه او په سیمه ییزو اوبو کې د بېړیو په حقونو کې لاسوهنه د سمندري امنیت او نړېوال اقتصاد لپاره يو ګواښ دی."

وروستۍ شخړه ​په وروستیو کلونو کې د ورته پېښو له یوې لړۍ څخه ده​، او یوازې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې د تهران لویدیځ سیالانو په سپاه پاسداران (آی آر جي سي) بندیزونه سخت کړل.

پنځمې بېړۍ په پېل کې د دغې کښتۍ د نیولو پړه پر سپاه پاسداران واچوله خو بیا یې وویل چې د ایران سمندري ځواکونو ياده کښتۍ نيولی ده.

دې دغه کښتۍ د تېلو ټېنکر اډوانټيج سویټ په توګه وپیژندله او وی ویل چې ټېنکر د نیولو پرمهال د بېړني حالت پيغام خپور کړی و.

د ایران سمندري ځواکونو وویل، دغه "سرغړونکې" بېړۍ له یوې ایرانۍ بېړۍ سره له ټکر وروسته ونیول شوه چې د عملې دوه غړي پکې ورک شول او ګڼ نور ژوبل شول.

د نیول کېدو لامل څرګند نه دی، خو یو امریکايي چارواکي المانیټر ته وویل چې د ایران دغه اقدام ممکن د سویز راجان له قضیې سره تړاو ولري، چې د راپورونو له مخې یوه بله مارشل ټاپو بیرغ لرونکې تېل وړونکې بېړۍ ده چې د متحده آيالاتو تر پلټنو لاندې ده.

رسنیو وویل، سویز راجان بېړۍ د امریکا د عدلیې وزارت تر پلټنو لاندې ده چې د چین په جنوبي سمندر کې د ایراني تېلو د لېږدولو په تور تورنه ده.

په سیمه ایزو اوبو کې جارحيت

د خلیج حساسې اوبه د نړۍ د سمندري تېلو لږ تر لږه د دریمې برخې لپاره يو چیک پواینټ دی.

د پنجشنبې د ورځې دغه نیونه په هرمز تنګي او شاوخوا کې يوه وروستۍ پېښه ده چېرې چې کښتۍ په نامعلومه توګه تر برید لاندې راغلي، ډرونونه ويشتل شوي او د تېلو ټينکرونه نیول شوي.

سیمه ییزو کارپوهانو پر سپاه پاسداران تور لګولی چې د هرمز تنګي او د خلیج په اوبو کې د سوداګریزو کښتیو په مخابراتي او نېویګېشن سیسټمونو کې لاسوهنه کوي.

دوی المشارق ته وویل، دا یوه سیاسي لوبه ده چې هدف یې د کښتیو ګډوډ کول دي ترڅو دوی په ناڅاپي ډول د ایران اوبو ته ورشي، چېرې چې به د سپاه پاسداران ځواکونه دوی ونیسي.

د ایران د زیاتیدونکي دښمنۍ په ځواب کې، متحده ایالاتو په سیمه کې خپل هوایي ځواک پیاوړی کړی دی، چې د مارچ په ۳۱مه يې په لومړي ځل د متحده ایالاتو د هوايي ځواک A-10 تندربولټ دوهم برید کونکي الوتکه د متحده عرب اماراتو الظفره هوايي اډې ته واستوله.

A-10 -- لومړنۍ الوتکه ده چې په ځانګړې توګه د نږدې هوایي ملاتړ لپاره جوړه شوې ده -- او کولی شي چې مخالف ځواکونه، زیربنا، د ټېنکونو او برید وړ کښتېو په ګډون، له منځه يوسي.

شنونکي وايي چې A-10 الوتکې به په ځانګړي ډول د تېز برید کښتۍ، چې سپاه پاسداران يې هرمز تنګي ته نږدې کاروي، ويجاړي کړي.

د متحده آيالاتو سمندري ځواکونو وویل، "په تېرو دوو کلونو کې ایران په غیر قانوني توګه په منځني ختیځ کې لږ تر لږه پنځه سوداګریزې کښتۍ نیولې دي."

مارين ټريفک، چې د سمندري ټريفیک تعقیب ویب پاڼه ده، په وروستي ځل د عمان ساحل ته نږدې اډوانټیج سویټ، چې د اډوانټيج ټينکرز ملکيت دی، وښودله. په خبرپاڼه کې ویل شوي، د خامو تېلو دغه کښتۍ له کویټ څخه روانه شوې وه او د امریکا هوسټن ښار ته روانه وه.

د جمعې په ورځ، اډوانټيج ټېنکرز ای اېف پي ته په لیږل شوي بیان کې وویل چې دا ټېنکر "اوس مهال د ایران سمندري ځواکونه لخوا د یوې نړېوالې شخړې په اساس بندر ته لیږدول کیږي".

د ۲۰۱۹ کال په جولای کې، سپاه پاسداران د برتانیا بیرغ لرونکی د تېلو ټېنکر سټینا امپیرو په ورته اوبو کې د کب نیولو کښتۍ سره د ټکر کولو په تور ونیولو او دوه میاشتې وروسته یې خوشی کړو.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران سمندري ځواکونو د جنوبي کوریا د تېلو کښتۍ هانکوک چیمي هغه وخت ونيولو کله چې دا د هرمز تنګي څخه تېرېدو. دغه ټېنکر په داسې حال کې ونیول شو کله چې ایران د جنوبي کوریا په بېنکونو کې د ايران د کنګل شوېو پیسو د جاري کولو غوښتنه وکړه.

ياده کښتۍ څلور میاشتې وروسته خوشې شوه.

د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۹مه، فجیره بندر ته څېرمه په اېم ټي مرسر سټريټ باندې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د کښتۍ رومانیايي کپتان او یو برتانوي امنیتي ساتونکی ووژل شول. د متحده آيالاتو پوځ دې نتیجې ته ورسیدلو چې د برید تر شا د ایران لاس دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۴مه، د ایران په ملاتړ مشکوکو ځواکونو د اېم وي اسفالټ پرنسس ټېنکر د تښتولو هڅه وکړه، په کښتۍ کې سپاره شول او ایران ته یې د سفر کولو امر وکړو. شکمن کسان هغه مهال له کښتۍ څخه ووتل کله چې د متحده ایالاتو او عمان کښتۍ راورسیدې.

د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې ایران د یونان د تېلو دوه ټېنکرونه ونیول.

په یمن کې پر کښتۍ 'ډزې شوې دي'

د برتانیا د سمندري ځواکونو یو سازمان وویل، د جمعې په ورځ په ناکراره سیمه کې په یوه بله پېښه کې، د یمن په جنوب کې په اوبو کې پر یوې کښتۍ ډزې وشوې.

د انګلستان د سمندري سوداګرۍ عملیات (UKMTO)، چې د بار وړلو سوداګرۍ لپاره امنیتي خبرتیاوې چمتو کوي، وویل چې د عدن په خلیج کې یوه نامعلومه کښتۍ تر برید لاندې راغله.

په دغه لنډ بیان کې ویل شوي چې په برید کې درې کښتۍ شاملې وې چې په هر یوه کې له درېو څخه تر څلورو پورې کسان سپاره وو. نور توضیحات وراړندې نه شول.

UKMTO د سمندري غلا ضد عملیاتو کې ښکېل ده او د برتانیا د شاهي بحري ځواک يوه برخه ده چې په سیمه کې د څارنې عمليات ترسره کوي.

د مخکيني بريدونو پړه د سوماليا پر سمندري غلو اچول شوې ده، خو دوی په وروستيو کلونو کې د نړېوالو امنيتي عملياتو په پايله کې کم شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې، د یمن د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې د اماراتو بېرغ لرونکې کښتۍ ونیوله.

د دوشنبې په ورځ، متحده ایالاتو، بریتانیې او اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د سرغړونو په حواله د سپاه پاسدران په وړاندې بندیزونه سخت کړل.

د لوېدیځ اقدامات د هغه اقداماتو نه علاوه دي چې هغه وخت پلي شول کله چې ايران د احتجاجونو په وړاندې سخت غبرګون وښودلو چې د سپټمبر په میاشت کې د "اخلاقي پولیسو" په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته په ايران کې رامنځته شول.

امیني د ښځو لپاره د جامو د سختو مقرراتو څخه د سرغړونې په تور نیول شوې وه.

د متحده آيالاتو بندیزونو د ایران د سایبر سپېس د عالي شورا نوی سيکريټري هم په نښه کړو. سايبر سپېس د ایران د سایبر سپېس د تګلارې او د مشهورو ویب پاڼو د بندولو مسوليت په غاړه لري.

د خزانې یو چارواکي براین اي نیلسن وویل، "د ایران خلک د واکمنو خلکو له خوا د سخت غبرګون او سانسور له ګواښ پرته د بیان د ازادۍ مستحق دي."

"زموږ کلیدي متحدین او شریکان، لکه بریتانیه، متحده ایالات به د هغو کسانو په وړاندې اقداماتو ته دوام ورکړي کوم چې د رژیم د سخت جبر او سانسور لپاره مسؤل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500